د لمفاوي سیسټم د اجزاوو لنډه تشريح:

Lymphatic capillaries : د انساجو څخه اضافي مايعات راټولوي.
Lymphatic Vessels)Collecting Vessels ):د غاړي وريدته د لمفاوي كپيلرو څخه لمف ورانتقالوي.
Lymph Nodes : لمفاوي غوټي د لمفاوي ركګونو په اوإ دوكي پراته دي، كوم چي اجنبي شان د لمف څخه فلتر كوي.
Axillary Nodes: دويني رګونو ته ددواړو مړوندونو، د تټر د ديوال دډيري برخي، تيونو او د ګيډي د پورتنې برخې لمف تخليه كوي.
Supra Tochlear Nodes : د دواړو لاسونو او ورغوو لمف تخليه كوي.
Cervical Nodes: د سر، مخ، دپزې د جوف او د pharynx  لمف تخليه كوي.
Intestinal Nodes: د ګيډې د احشاء لمف تخليه كوي.
Inguinal Nodes: د ګيډي د ښكتني ديوال، خارجي تناسلي غړو او دورنونو لمف تخليه كوي.
Iliac Nodes: د حوصلوي احشاء لمف تخليه كوي.
Tonsils: د هضمي او تنفسي سیسټم په دخولي برخه كx اجنبي اجسام تخريبوي.
توری (Spleen): دويني څخه اجنبي اجسام فلتر كوي، phagocytic  لمفوسايتونه جوړوي، دويني سره حجرات ذخيره كوي او د ويني د شديدو ضائعاتو په صورت كي د ويني دوران ته وينه اّزادوي.

 د Thymus  غده : په نوي زيږ يدلي ماشومانو كى انتي باډي جوړوي، د ژغورني د سيسټم په لومړني انكشاف كې برخه لري، د T-lymphocyte د پرمختګ او جوړيدو ځاى دي او Thymosin  توليدوي.
Peyer`s patches: په كولمو كي د اجنبي اجسامو يعنى انتي جن په وړاندې د Plasma cell په جوړولو سره د انتي باډي ګانو په جوړولو كى برخه اخلي.
 د لمف دوران: دلمف د دوران وركولو لپاره مركزي پمپ موجود ندى مګر د لمف جريان د دريو ځواکونو پواسطه صورت نيسي.
۱- په لمفاوي رګونو كې د مدورو او اوږدو ملسا عضلاتو حركات د لمف د جريان سبب كيږي.
۲- د بدن د حركاتو په وخت كې د اسكليټي عضلاتو ز بيښونكي عمل (Squeezing Action ) د لمف د حركت سبب كيږي.
( د تمرين او ورزش په وخت كي  د لمف جريان د 5 څخه تر 15 ځلي زياتيږي)
۳- د ټټر په داخل كې لمفاوي رګونه د وريدونو سره موازي قرار لري. څرنګه چي د ټټر په د ننه کې Sub atmospheric فشار موجود دى نولدى كبله د Pull factor  د پيدا كيدو سبب كيږي چي د Auxillary Respiratory Pump  يعني مرستندوي تنفسي پمپ په نامه ياديږي او د لمف د جريان سره مرسته كوي.
ټول لمفاوي رګونه دټټر خاليګاه طرف ته لورى لري، دبدن د Right upper Quadrant  لمفاوي رګونه خپل لمف د  Right lymphatic  د لارې په  Right sub clavian  قنات كي تشوي.
د بدن په R.U.Q كى  دسرښى نيم طرف، ښي پورتني نهايات، ښى ټټر او سږى، دړزه ښى طرف او د ځيګر پورتنۍ برخي شاملي دي.
د لمفاوي سيستم پاتې برخه خپل لمف left Sub clavian vien  ته دThoracic duct (د لمفاوي سيسټتم لوي رګ) د لاري تشوي.

دلمف د جريان لنډه تشريح:-
۱- د بدن R.U.Q  په ښي لمفاوي قنات (R.L.D) كي تشيږي.
۲- ښى لمفاوي قنات (R.L.D) په Right Sub clavian Vien  كي تشيږي
۳- د بدن 4/3 مې برخې لمف د Thoracis duct  د لارې  د ويني دوران تویيږي.
۴- Thoracis duct: د ګيډې په داخل كې دډيا فراګم څخه لاندې د لمفاوي رګونو د يوې متوسع شوې برخې څخه چې (Cisterna chili (KYe-lee نو ميږي شروع كيږي چي بيا د ټټرد شاتني ديوال په اوږ دوكي دډيا فراګم د لارې د غاړې تر قاعدې پورې پورته طرف ته غزيږي.
5- د غاړې په قاعده كې Left Jugular lyaphatic Trunk د سر او غاړې څخه، left Sub Clavian Trunk د پورتني نهايتو څخه او نور لمفاوي رګونه د ټټر او اړوندو برخو څخه  Thoracic duct  ته راځي.
6-  بالاخره duct  Thoracic په left Sub clavian vien  كي خلاصيږي او لمف دويني جريان ته ورتشوي.
يادونه: د لمف د جريان پورتنۍ تشريح د پيښو د مسلسل جريان مانا نه وركوي.

لمفاوي كپيلري او نور رګونه:
د وينې او لمفاوي كپيلرو جوړ ښت يو څه سره ورته دي.
 دواړه د اندو تيل نسج د يوې واحدې طبقې لرونكي دي كوم چي د مایعاتو جذب او Diapedesis (د وينې د رګونو د جدار څخه د د وينې د سپينو كروياتو تيريد نه) ته اجازه وركوي.
 پدوكې  يو غټ او مهم ساختماني تويير دادی چې!
لمفاوي رګونه يو طرفه رګونه دي چې د پڅو څوكو (Blind End) څخه شروع كيږى.
 يعني لمفاوي رګونه د وينې د رګونو په شان د رګونو يوه تړلې سلسله نده.
 د لمفاوي كپيلرو داخلي قطر د دوينې د كپيلرو د داخلي قطر  په نسبت يو څه لوى دى.
 هغه اندوتيل نسج چي د لمفاوي كپيلرو د يوال يې جوړ كړيدی د لمف څخه د موادو و تل او ننول كنترولوي.
د څنګ په څنګ  اندوتيل حجراتو څنډې يو پر بل راځي او Flapvalve  جوړوي چي كپيلرو ته د مايعاتو د دا خليدو په صورت خلاصيږي او د كپيلرو د انقباض په صورت كي بنديږي.
لمفاوي رګونه د بدن د داخلي او خارجي سطحو سره ډيرنږدې قرار لري . د مثال په ډول د پوستكي په Dermis او د هضمي او تنفسي سيسټم په  Submusosal طبقه كې.
 همدارنګه لمفاوي كپيلري په ډير تعداد سره د مخاطي غشاء لاندې چې د بدن  خاليګا وې او د غړو سطحې پوښي واقع دي.
په منضم نسج، هډوكو او عضلاتو كې د لمفاوي رګونو لږ شمير ليدل كيږي. او د سترګې په قرنيه او مركزي عصبي سيسټم كې هيڅ وجود نلري.
د لمفاوي كپيلرو ځانګړى ډول چي د  lacteal  (L.lacteus milk  ) په نامه ياديږي د كولمو په Villi كي غزيدلى دى.
Lacteal له وړو كولمو څخه هضم شوي غوړي جذبوي او د ويني د دوران له لارې يې د بدن نورو برخو ته د ويشلو لپاره ورليږدوي.
هغه لمف چې په lacteal كې قرار لري د غوړو د قطراتو له وجې د شيدو په شان رنګ غوره كوي نو ځكه د lacteal  پنامه ياديږي.
د لمف او Emulsified غوړيو دغه مخلوط د chyle پنامه ياديږي.
 لمفاوي كپيلري د نورو لمفاوي كپيلرو سره يو ځای كيږي او  lymphatic Vessels  جوړوي چي د lymphatic  پنامه هم ياديږي .
لمفاوي رګونه د وريدو سره ورته والي لري اما ددوي ديوالونه نري او دډيرو والونو لرونكي دي او د انساجو د ځانګړي جوړښتو نو څخه چېLymph nodes  نوميږي تيريږي.
 لمفاوي  رګونه معمولاً په سست منضم نسج كي ډيروي او د وينې درګونو سره موازي قرار لري. لمفاوي رګونه د سطحي او ژورو مجموعو پډول ترتيب شوي چي د مختلو لمفاوي غوټو څخه تيريږي.
سطحي لمفاوي رګونه په  پوستكي او پوستکي لاندې نسج كې د سطحي وريدو نو سیر، او ژوره لمفاوي رګونه د ژورو وريدونو او شريانونو سيرتعقيبوي.
لمفاوي رګونه سره يو ځای كيږي او دوه غټ قناتونه جوړوي چي عبارت دي له:
Right lymphatic duct او Thoracic duct څخه كوم چي خپل محتوي په Sub clavian vien  كې تشوي.
لمف په لمفاوي رګونو كي دوالونو د موجوديت له وجي په يوه استقامت يعني د Sub clavian vien  په طرف حركت كوي او شاته نه راګرځي، لمفاوي والونه داوردو د one – way Valve (يكطرفه وال) پشان دنده سرته رسوي.