دلایم سلفر دجوړولوطریقه

بشپړه لیکنه پی ډی اف کښې ښکته کړۍ 

دلایم سلفرمحلول دسلفر دپوډر او اوبه نه رسیدلی یا مړی چونی څخه جوړیږی نموړی محلول دمیوه لرونکو ونو دمرضونو  او آفتونو دله منځه وړلو لپاره ډیر ګټور تمامیږی.

نموړی محلول د ونو داستراحت په وخت کی استعمالیږی، تجربو ثابته کړی ده چی که چیری نموړی محلول دژمی په موسم کی استعمال شی نو د پسرلی او اوړی په موسم کی دزیاتره مرضونو دمخنیوی سبب کیږی.

داستعمال ګټی: 

  1. دلایم سلفر دمحلول شیندلو په وخت کی د میوه لرونکو ونوپه تنه اوښاخونو باندی یوه پرده رامنځ ته کیږی چی  دهغه په نتیجه کی دمرضونو او آفتونو ټولی بقایاوی چی دونو دتنی اوپوست لاندی ژمی تیروی له منځه ځی.

  2. دبیرونی مرضونو اوآفاتونو دحملی څخه دمیوه لرونکی ونو ساتنه کوی.

  3. میوه لرونکی ونی دیخ وهنی څخه ساتی.

دضرورت وړ مواد:

  1. یوه کیلو ګرام اوبه نه رسیدلی یا مړه چونه

  2. دوه کیلو ګرام دسلفر پوډر

  3. دری نیم ګیلن ۴ لیتره اوبه (۱۴ لیتره)

 

دجوړولو طریقه:

  1. دلایم سلفر دمحلول دجوړولو لپاره لومړی یوه کیلو چونه  په یوه لوښی کی اچوو او یوه اندازه  اوبه په باندی اچووترڅو مړه چونه په ژوندی چونه باندی بدله شی.

  2. دوه کیلو دسلفر پوډر په یو بل لوښی کی (۱۶ کیلو یی پیپ) کی اچوو اماده شوی چونه ورسره یو ځای کوو.

  3. ۱۴ لیتره اوبه ورپوره کوواو ښه یی يه یولرګی باندی سره ګډوو.

  4. وروسته یی بیا په اور باندی ږدو او یوساعت لپاره جوش ورکوو او په دوامداره ډول سره یی په لرګی باندی لړو ترڅویی رنګ نصواری شکل ته واوړی.

  5. نمړی لوښی داور څخه لری کوو ترڅو ښه سوړشی اواضافی مواد یی بیخ ته کښینی وروسته بیا اماده شوی محلول د پیپ څخه په یو پلاستیک لوښی کی چی سرپوښ ولری په ورو ورو اچوو تر څو اضافی مواد ورسره تویی نشی.

  6. اضافی مواد باید تر خاورولاندی شی.

 

داستعمال طریقه: 

ددوا شیندلو په وخت کی با ید دنموړی محلول یوه برخه د۹ برخو ابوسره یو ځای ددوا شیندلو په ماشین کی واچول شی او په میوه لرونکو ونو لکه مڼه، ناک، بهی ، شفتالو اودانګورو پرتاکانو باندی وشیندل شی.

لایم سلفرغیر داستراحت څخه په نورو دورو کی هم استعمالیږی خو دابومقدار یی باید زیات وی یعنی یعنی یوه برخه لایم سلفر د۳۰ برخو ابو سره یو ځای شی وروسته باید وشیندل شی.

دلایم سلفر دشیندلو په وخت کی باید لاندی ټکی په نظرکی ونیسو:

  1. هر څوک چی دلایم سلفر محلول جوړوی اوشیندی باید ماسک، عینکی، دستکش او دکار کالی ولری.

  2. وروسته دسلفر جوړولو اوشیندلو څخه باید خپل لاسونه او مخ په صابون کی ومینځی. 

  3. نموړی محلول باید دری یا څلور ورځی په ونو باندی پاتی شی که چیرته ددری ورځو نه مخکی باران یاواوره ووریږی تاثیر یی له منځه ځی نو باید ددوهم ځل لپاره وشیندل شی.

  4. ددواشیندنی لپاره ښه وخت دباران نه وروسته چی آسمان شین او هواګرمه وی .

  5. نموړی محلول باید دسلواغی (دلوی) دمیاشی په آخر او کب (حوت) میاشت کی ددرنو واورو وروسته وشیندل شی.

  6. دلایم سلفر محلول دجوړولو لپاره باید د مسی یا خوراکی لوښو څخه ګټه وانه خییستل شی.

  7. دلایم سلفر محلول دساتلولپاره باید د پلاستیکی سرپټو لوښو څخه کار واخیستل شی.

  8. نموړی محلول ۱۵ ورځو لپاره په سرپټو لوښو کی ساتلی شو دهغی نه وروسته خپل خاصیت دلاسه ورکوی.

  9. نموړی محلول بای دکورڅخه دباندی په یوګوښه ځای کی جوړکړی شی او دحیواناتو نه لری وساتل شی.

 

 نوټ:  لایم سلفر باید په کلک زړو میوه لرونکو ونو باند ونه شیندل شی ځکه کلک زړی میو  په تیره بیا زردالو دنموړی محلو ل په مقابل کی حساسیت لری.

تهیه اوترتیب: سمیع الله سرفرازی وردګ

دسولی بنسټ (Roots of Peace) دمؤسسی دباغداری دپروګرام کارکوونکی 

 

سرپاڼه