دکرهڼې باغچې د نړې په نورو هيوادونوکې (دريمه برخه )
توريالی ازاد 2011-10-15
په سويډن کي Sweden
په سويډن کې د کرهڼې باغچې د لمړي ځل لپاره په ۱۸۹۵ کال د مالمو (Malmö) په ښار کې جوړي شوي او د ستکهلم (Stockholm ) په ښار کي د کرهڼې باغچو په 1904 کال دود پيدا کړ .
سويډن ته د کرهڼې د باغچو د فرهنگ د دودد رانقلولوپه خاطر اناليند هاگين Anna Lindhagen
چې د سويډن د سوسيال دموکراتانو د حزب د رهبري يوه فعاله غړي او هم د ښځو د حقوقو د لاسته راوړني
کلکه طرفداره وه ،نموړي د کرهڼې د باغچو د ليدنې لپاره د ډنمارک پايتخت کوپينهاگين ته لاړه چې د مالمو د ښار په ( ۳۰ ) کيلومترې کې قرار لرې ، نموړي د کرهڼې باغچې د نژدي څخه وليدلې او د باغچو د ليدلو څخه ډيره خوښه شوه او هوډ يي وکړ چې د کرهڼې د باغچو فرهنگ سويډن ته انتقال کړي او دا کار نموړي په صادقانه ډول سرته ورساوه .د اناليد هاگين لمړي کتاب هم د کرهڼې د باغچو د فايدو په هکله وو او هم اناليند هاگين د کرهڼې د باغچو د خوزښت او پرمختگ د سازمان مشره وه .
د کرهڼې باغچې د فاميلونو لپاره هغه و صل کونکي لارې او را بطې دي چي په کوم ځاې کي د فاميلونو
غړي کولاي شي په طبعی توگه د مشترک کار ، ليدنې ، کتنې او د استراحت له وجې سره په يوه نژدي ساحه
کې يوځاي کيږي . د کورنيو مشران او غړي کوم چې د کورونو د تنگ ژوند څخه په تنگ راغلي ، کيدلائي شي
چې د هغوئې د خوښې سبب وگرځې کله چې دوي دخپلو کورونو څخه د باندي راووځې او د خپلو د کرهڼې باغونوته ولاړ شې او هلته د خپلو فاميلونو سرپرستي او استراحت وکړي ،ازاده هوا تنفوس کړي ، د خپلو
ځمکو مسؤليت احساس کړي او د خپل ژوند خاصه مينه دلته څرگنده کړي .
اناليند هاگين په خپلو ياداشتونو کي داسي ليکلې چې هغې د روسي د بلشويک گوند مشر ولاد مير اليچ لينن Lenin سره ليده کاته کړي دي کله چې نموړي په ۱۹۱۷ کال د فيبروري انقلاب څخه وروسته د سويس
د تبغيد څخه د ستکهلم له لاری روسي ته ستنيده ، انا ليند هاگين لينن Leni د برننگين (Barnangen) د کرهڼې د باغچو ساحې ته د ليدلو لپاره دغوت کړ چې هغه ته د کرهڼې د باغچو گټې ور په گوته کړې لاکين اناليند هاگين د لينن علاقمندې د کرهڼې د باغچو په هکله تر لاسه نکړه ، لينن د د غه ډول فعاليتونو سره خپله علاقه په ښه ډول نه ښودله که څه هم ځمکې ته لاس وروړنه د طبقاتې مبارزې د اسانتيا لپاره يوه ستره لاره وه ، مگر لينن به ويل حتمې نده چې کارکونکي د کرهڼې د باغچو په کارونو باندي مصروف شي او هغويي بايد کارگرې انقلاب لپاره ځانونه تيار کړي . په سويډن کې اوس 26000 د کر هڼې باغچې وجود لري ، د کرهڼې د باغچو غړي اوس 275 محلي اتحاديو کې سره راټول شوي دي .
په سويډن کې ډير افغان مهاجرين د کرهڼې باغچې لري ، افغانان د نورو اروپايانو په تناسب د خپلو د کرهڼې د
باغچو څخه ډير حاصلات تر لاسه کوي دا ځکه چې افغانان د کرهڼې ډيرې تجروبې لري او زحمتکشه هم دي ، افغانان په خپلو ځمکو کې پالک ، پياز ، شفتله ، گندنه ، شلغم ، ملي ، ورخاړي ،باغي ويليني ، د مټر او لوبيا پلې ، کدوان ، دنيا....... او داسي نور کري . اروپايان هکپک حيران دي چې افغانان څومره ډير حاصلات د خپلو د کرهڼې د باغچو څخه تر لاسه کوې .
د نمونې په ډول يو څو د کرهڼې باغچې په لاندي ډول سره ښودلائي شو : ــ
دغه تصوير ونه د ۲۰۱۱ کال د september په اخير د مالمو په ښار کي اخستل شويدي د که څه هم د حاصلاتو وخت ئې تير شويدي ،په پوتني شکل کی ليدل کيږی چي يواځي پسينه شلغم، گندنه، پنديرک ،اروپايي گندنه اوباغي ويلني چي سم نه ليدل کيږي شته دي.
په امريکا کې ـ USA
په امريکا کې د کرهڼې د باغچو د تاداو ډبره د ټولنې د باغ په نوم کيښودله شوه او په امريکا کې ډيرو خلکو د
کاميابې باغونو په نوم سره خپل فعاليت شروع کړ .
د دوهم نړيوال جنگ په وختونو کې جمله د کرهڼې باغونه د کاميابې د باغونو په نوم سره وه نمول شول د کرهڼې باغچو لپاره ځمکې د ښارواليو څخه په کرايه نيول کيږي د دغه ډول باغچو د لويوالي اندازه 5 فوټه په 5 فوټو کې يعنيm) 1,52m *1,52 ) وه په امريکا کې د زرغونه جريانونو له امله د کرهڼې باغچو پرمختگ وکړ او له همدي امله اړينه ليدل کيږي چي زمونږ په هيواد افغانستان کې هم د کرهڼې د باغونو د مينه والو لخوا د کرهڼې د باغچو د تاداو ډبره کيښودل شې او پرمختگ ورکړل شې . لاري ،طريقې او دټولې نړي تجروبې د کرهڼې د باغونو په هکله په ړومبنيو مقالو کې ډيري ښې تشريح شويدي او ددغو ليکونو څخه زما هدف همدا دي چي څنگه مونږ وکولايي په خپل هيواد کې د خوراکې ټوکو د کمښت او د هوا د ککړتيا مخه ونيسو .
د کرهڼې د باغچو د کار گډون والي ـ د يوي ټولنې د کرهڼې باغچې د استفادې وړ يوه برخه ځمکه ده چې په ازاد وخت کې د يوه گروپ خلکو لخوا ورکي کار کيږي .
هدف ــ د يوې ټولنې کرهڼې باغچې کوم چې د باغچو خاوندان په خپله خوښه ورکي کار کوې او د خپلو باغچو څخه تازه خوراکې مواد او نور د گټې وړ نباتات په لاس راوړې ، د گډ اجتماعي کار د احساساتو څخه علاوه د هوا د ککړتيا مخه هم نيسې .
دټولنې د کرهڼې باغچو ترمينالوجي يواځي په امريکا ،کاناډا ، استراليا ، او نيوزيلانډ کي استعماليږي د يادوني وړ ده چې د ټولنې دکرهڼې باغچې په شمالی امريکا کی د آزادي د باغچو په نوم سره ياديږي ، په امريکا کې هم د کرهڼې د باغچو ځمکې د اروپايي هيوادونو په څير د دولتي محلي ارگانونو څخه په ايجاره نيول کيږي او دلته هم د کرهڼې د باغچو څخه په مختليفو ډولونوسره گټي اخستل کيږي لکه ـ ترکاري گلان او نور گټور نباتات ورکي کرې د ځمکو د حفاظت لپاره د باغچو څخه اغزي لرونکي سيم راچاپيره وي، واړه گڼ بوټې گردچاپير کري او يا اوږدي تختې گرد چاپير ورڅخه راتاوه وي
د دولتي پارک او د ټولني د کرهڼې باغچو په منځ کې فرق ــ دولتې پارکونه هميشه د خلکو پرمخ خلاص وي لاکين د کرهڼې باغچې بيا ځانته قوانين لرې لکه د کرهڼې باغچې د ايجارې قرارداد پوري اړه لري چې د استفادې قوانين يي په تير شوو برخو کي په ښه ډول تشريح شوي دي او ډير غټ فرق يي په دي کي دي چي دي ډول باغچو ته په امريکا کي د ټولنې د کرهڼې باغچې وويل کيږي يعني هره باغچه ځانته خپل پالونکي او کار کونکي لري او ټول د ک ، ب د يوه بل سره په نژدي گډه ساحه کي قرار لري او بل فرق يي دادي چي د کرهڼې په باغچو کي خوراکې مواد توليديږي او پارکونه کوم توليدات نلري .
ملکيت ــ د ټولنې د کرهڼې باغچو لپاره ځمکې د نورو ملکونو په څير په امريکا کي هم د شخص او يا د باغچو د اتحاديو له لاري ځمکې د دولتي او يا شخصي مالکينو لخوا په اجاره نيول کيږي ، د کرهڼې د باغچو د لوي والي اندازه په امريکا کي د ټولنې د غمومي نظر غوښتنې او تحقيق په نتيجه کي چې په ۱۹۸۰ کال په اخير او د ۱۹۹۰ کال په مابين کي وشوه داسي وښودل شوه چې د ټولنې د ک،ب اندازه بايد ثابته نه وي بلکه د يو او بل سره بايد فرق ولري چې دا بيا ځانته علتونه لري يعني د ځمکې د ځاي او لاس رسي پوري اړه لري ، د امريکا خلک پدي نظر دي چي د کرهڼې د باغچو د لوي والي اندازه بايد د اروپا څخه کم وي .
ويکتوريا باغ (Viktoria Gardens) ــ
د ويکتوريا د کرهڼې باغچې د جنگ د کرهڼې د باغچو په نوم سره ياديږي دا ځکه د جنگ په زمانو کي د ټولنې د کرهڼې په باغچو ، کورونو او پارکونو کې سبزيجات ،ميوه جات ، او نور د ضرورت وړ نباتات دفاغي قوتونو لپاره کرل کيدل ، د لمړي او دوهم نړيوال جنگونو په وختونو کي په امريکا، جرمنی، کاناډا او په انگلستان کي په پورته ډول د کرهڼې د باغچو څخه استفاده کيدله، دا ددي لپاره کيدله چي په دولت باندي د خوراکي مودو د توليد او اخيستنې بار کم شې نو ځکه د کرهڼې باغونه د جنگ د کرهڼې د باغچو په نوم سره و نومول شول .
پس منظر(Background)
د ۱۹۱۷ د مارچ د مياشتې په اوله نيټه چارلس ليترپ پک (Charles Lathrop Pack ) د جنگ دکرهڼې د باغچو ملي کميسيون جوړ کړ او د جنگ د کرهڼې د باغونو لپاره ئي کمپاين شروغ کړ دا ځکه چې د لمړی جهانی جنگ په وختونو کې په جنگ کې داخل اروپائي ملکونه د غذائي موادو د کمښت سره مخامخ شوې ووه ددي علت داوه چې په کرهڼه بوخت وگړي نظامي او دفاعي چارو ته سوق شول او اکثره زراعتي ځمکې د جنگونو له کبله ويجاړي شوي نو له همدي کبله چارلس (Charles ) يو ستر ابتکار په کار واچاوه او ويويل چې هغو ټولو ځمکو ته چې لاسرسي کيږي بايد زرغونې شي او د ملي احساساتو له کبله به خلک دومره کار وکړي چې حاصلات به د پخوا په نسبت زيات شي بيدون له دي چې کوم تخنيک په کار واچوي چې په نتيجه کې پنځه ميلونه د کرهڼې باغچې جوړي شوي او د جنگ تر ختميدلو وختونو پوري۱،۲ ميليارده ډالرو په انداذه د نورم څخه زيات خوراکي مواد توليد شوي ووه.
نو لوستونکو ته به دا ډيره په زړه خبره وې چې نو چارلس څوک وه ـچارلس د ۱۹۳۷ کال د مارچ ۱۴ نه تر ۱۸۵۷ د مای ۷ نيټې پوري ژوند کاوه او د امريکا د پنځو سرميدارترينو خلکو له جملې څخه وو چې نموړي خپله
سرمايه د خوراکې او نورو څيځينود توليد په لار کې په کار واچوله نو چارلس پک له همدغه صادقانه کار له امله په څو چنده زيات ميلونر باندي بدل شو چارلس پک د نړی مشهوترين شخص وو او د هغه په نوم تر اوسه پوري د پوست مارکونه شته دي چارلس لمړني امريکائي شخص وو چې د Crawford په نوم مډال په لندن کې تر لاسه کړيدي او په۱۹۲۶ کال کې د برلين د Philatelisten klub څخه مډال تر لاسه کړ ........... او داسي نوري لاسته راوړنې لرې .
د ستاسو د ښه صيحت په هيله
نور بيا
توريالي ازاد