د خاوي پي اچ

Soil PH

 

 

لیکوال :توريالي ازاد 

2011-02-04   سويډن مالمو

 

 

 

د خاورې

Global variation in soil pH. Red = acidic soil. Yellow = neutral soil. Blue = alkaline soil. Black = no data

که د نړي نقشي ته وگورو سور رنگـ  ـ  تيزاب لرونکي خا وره، زيړ رنگ ـ  خنثی( نيو ترال) خاوره ، ابي (اودی) رنگ ـ  القلی خاوره ده ، او توره خاوره ـ  کوم عددونه نلري  .

د خاوري پي اچ   د خاوری يوه القلي او يا  تيزابی  اندازه ده. د  يو تيزابی محلول د پي اچ د اندازي قيمت  -:  د خاوري د پي اچ ارزښت د 7 څخه کم دي . لاکين د خاوري داساسي محلول د پي اچ اندازه هميشه د 5,6 څخه زياته ده ـ يو سور رنگي محلول (   کيدلاي شي چي وويل شي  چي يو  مثبت تيزابي نيتراليزه شوي توانمندي لري  )

او کيدلاي شي په خاوره کي لکه د منفي هيدروکسيد لگاريتم په نوم هم تعريف شي . نو هعه په همدي ډول حتمي نده چي د پي اچ اندازه د 7 څخه زياته وي . د پي اچ او د تيزابي نيتراليزه شوي قدرت رابطي د جزئياتو د پوهيدلو لپاره لازمه ده چي د تيزابي  نيتراليزه شوي قدرت يعني طاقت ولولو .

 (For details on the relation between PH and ANC, see acid neutralizing    capacity) 

   1 ـ اهميت   ـ  د خاوري د پي اچ ارزښت په څو علتونو دهقانانو او باعوانانو لپاره ډير مهيم دي .

    A ـ ډير نباتات او د ځمکي د ژوند ډولونه اوليت ورکوي يعني بهتره بولي القلي او يا تيزابي محيط کوم چي

د غلجاتو او نباتاتو پر انتخاب باندي اغيزه لري او دا کيدلاي شي بیدون د پي اچ د مصنوعي تغير څخه وکرل شي.

 B ـ هغه مرضونه چي نباتات پري اخته کيږي اړينه بولي چي د ځمکي د معين پي اچ ساحه کښي  تکامل وکړي .

 Cـ  د پي اچ ارزښت کولاي شي چي د ځمکي څخه د غذايي موادو په لاسته راوړنه کښي اغيزه وکړي.

 

    2 : ـ     غذايي موادو ته لاسري د ځمکي د پي اچ په شرايطو کښي  -

غذايي موادو ته لاس رسي  د خاوري پي اچ پوري اړه لري .

زياتره  غذايي محصولات ( غلجات ) نيوترال (خنثي ) PH 7  او يا کمه تيزابي خاوره چي  PH ئي  د 3,0 او 5,0په منځ کښي وي ارزښت ورکوي . يو تعداد مشخص زراعتي بوټي  تيزابي خاوري خوښوي لکه ( الوگان ، ځمکني توتان)  او يا القلي خاوري  لکه ( د کرم ډولونه ) يي خوښوي .

کله چي پر سطحه باندي د کاتيون (cation ) تبادله صورت ونيسي د ايون  تخليه((depleted   منځ ته راځي او په همدي ډول د خاوري د محلول غلظت کيداي شي ډير کم وي  او دا په عمومي ډول د ساده تجزيي (the (weathering rate پوري اړه لري . دغه ساده تجزيه په خپل نوبت سره  د يو قسم مينرالوژي ( د مثال په ډول د مينرالونو له ساده تجزيي څخه  منځته راځي) ، سطحه(  کيدلاي شي چي ووايو د خاوري  ساختمان)، د خاوري 

لندبل ( په زياته پيمانه د مينرالونو لوړه پاسني سطحه کومه چي خشته وي  بلل کيږي ) ، PH ، او د اساسي

کاتيونو علظت(base cations ) کوم چي  Ca, Mg او K ښودل شويدي او په همدي ډول د المونيم  غلظت . د نباتاتو د غذايي موادود استفادي وړ اندازه  ډيره مشکله پوښتنه ده  له د خاوري  د محلول د غلظت څخه .

په همدي ډول ډيره اړينه ده چي سړي  پوه شي  چي هيڅ ډول ساده رابطي  وجود نلري  په مابين د ځمکي د اوبو

د  Mg , Ca او K  کمياوي  عناصرو د غلظت او د PH  د مناسب   قيمت  تر منځ  . کلسيم ، مگنيزيم  او پوتاشيم  بنيادي (زيربنايي) کاتيونونه دي . بايد وويل شي چي دا ډول کاتيونونه  ډير قوي اساس لري او قوي اساس ئيي  ټول  په پي اچ کښي دي  او په عمومي ډول  داډول کاتيونونه  په طبعي اوبو کښي  پيداکيږي . او په همدي ډول  د خاوري د محلول  PH   د مينرالونو د تجزي  اندازي پوري اړه لري  او د مينرالونو تجزيه  په خاوره کښي د پي اچ

 (PH)  قيمت لوړوي کله  چي مينرالونه کلسيم ، مگنيزيم او پوتاشيم ازاد کړي . کله چي يوه ځمکه بډايي وي په اسانه  weatherable مينرالونو باندي نو پدي صورت کي به دواړه  يو لوړ  PHاو د ځمکي محلول  به  د Ca ,Mg  او K عناصروزيات  غلظت ولري  او له بلي خوا  نيترات ، سولفات اوا مونياک  ترسوب   او  د پي اچ  قيمت  د خاوري په محلول کښي کميږي او د ياده وني وړ ده  چي د کلسيم ، مگنيزيم او پوتاشيم غلظت ور باندي کومه  کوم اثر نه اچوي،د بله طرفه د بحري مالگو د ترسوب په صورت کښي د کلسيم ، مگنيزيم او پوتاشيم  علظت زياتيږي او زيات  تاثير نه واريديږي د خاوري د PH لخوا.

کله چي مونږ د ځمکي د محلول  د پي اچ (PH) په ارزښت باندي پوهيږو نو دا ډيره  اړينه ده چي  د پي اچ  هعي طريقي ته زيات ارزښت ورکړو کوم چي  پي اچ (PH)  ور باندي اندازه  شوي دي. . او دا  اړه لري  کله چي اوبه مساوي وزن لري  د محيط د کاربن ډای اوکسايډ  د فشار سره   او یا د پی اچ  رپوټ  هیڅ ورنکړي شی او د همعه یو ځاي څخه کیدلاي شي چي PH    اندازه لږه او یا ډیره وي .  دا ساده ده ځکه چي دا کیدلاي شي چي CO 2 فشار د ځمکي په ژوره برخه کي   د 10 نه تر 20 پوري لوي وي   د ځمکي د محیطي د فشار څخه  او دا بيا د عضوي موادو د تجزيي له امله . هر څومره چي د CO 2 فشار زیات وي  په او په همعه اندازه د ( H2co3 ) چي ديته

Dihydrogencarbonate  هم ویلاي شود  زیاتي اندازي  د تولیدباعث گرزي او له همدي کبله د  پی اچ قيمت ټيټ وي . او هم  کيدلاي شي اوبه له ځمکي څخه په مختليفو طريقو د باندي راووځي د مثال په ډول  د  Lysimeters  له لاري  ..  صفر ولتاژ ليزيميتري   ، سينتريفوگیري (د مرکز څخه د قوي تيښته) ، کلسيم کلورايډ( CaCl2 )  اود خاوري نمونه د اوبو سره  د سینتريفوگ په زریعه ښه گډوي او بیا د CaCl2   د استعمال طریقه د خاوري  محلول   حقیقي  PHنه ورکوي  لاکين  د خاوري  د محلولونو د گډ ترکيب PH په صورت کښي اسانه  لاس رسي لري  د مثال  په ډول د کاتيونونو د تبادلي له لاري ، علاوه پردي د خاورو نموني کومي چی د اوبو سره مخلوط شوي وي د  Overhead shakersد طريقي په مرسته  ( او یادعسي طريقي ته ورته ) چي په نتیجه کښي د خاوري حقیقي محلول مخلوط  او د کاتیونونو تبادله ده او په همدي ډول اومیدواري ده چي هعه استخراج  شوي اوبه  کیدلاي شي چي مشابي وي  د ځمکي د حقیقي اوبو سره په مختلیفو حالتونو کښي .     که چیري سینتریفوگرینگ centrifugering) ) او یا Lysimetrar   د فشار څخه په استفادي سره  باید سړی حتمی متوجي شي هغسي استخراج شوي اوبه ونلري هعه اوبه کومی چي په اساني سره نه جزب کیږی  ( د باور لمخی  په لوړو وچو نقطو کښي  او پاکښي کریستالي اوبه)  ، چي دغه ډول لاسته راوړني  په څیړنو کښي د معرفت د سیستم خلاف دی . دغه کیدلاي شي د غذائ موادو د لاسته راوړني د تغیر باعث وگرځي او منفي اغيزه وکړي  ( د مثال په ډول د دغه ډول غذائي موادو له کبله د بوټوښایسته  ریښي له منځه ځي او پري کیږي) د Lysimeter  د تغیر په صورت کښي

د Overhead shakers طریقه د لاندي ماشينينو په زريعه  د مثال په توگه ښودلاي شو ــ .

ـ د معمول له رویه دغه ماشينونه د يو ډير سابت سرغت سره اعياریږي  چي د ۱ څخه تر ۱۶ دوره په یوه دقيقه تر سره کړي چي دا د اوبو د تجزي ، تحلیل او معايني لپاره  ډیره دقيقه اندازه ده .

ـ او نور د سرغت دورونه تر پوښتني لاندي راځي لکه ۰،۵ ـ ۸ دوره په يوه دقيقه کښي او یا ۳۲ ـ ۲ دوره په يوه دقيقه کښي .

  • Quickly clamps in 2 vessels of any size and accepts load capacities up to 1 kg
  • Speed continuously adjustable from 20 to 100 rpm
  • Universal adaptor allows for the use of various vessels of 50 - 160 mm height
  • In addition an optional adaptor is available for the use of 20 test tubes at a time
  • Accessories: Category: F

ډیر غذائي مواد د کاتيونونو په ډول لکه جست ( (Zn2 +، المونيم (Al3 +) ،ا وسپنه (Fe2 +)  ، مس(Cu2 +)  ، کوبالټ(Co2 +)   ، او مگنیزيم  (Mn2 +)  د نباتاتو په زریغه جذبیدلاي شی کله چي د خاوري د PH اندازه د 5,0    څخه کمه وي .

که چیري د دغه ډول غذائي موادو  ( کیمیاوي عناصرو ) منابع د اندازي څخه زیاتي  شي  په یوه تیزابي محیط

کښي  منفي اعیزي هم شیندلاي شي.. دا روښانه خبره ده کله چي خاوره القلي خاصيت ولري د دغه ډول غذائي

موادو د جذبيدلو قدرت کميږي  .د د داسي غذایي موادو د کمښت په صورت کښي د يو لړ مرضونو سبب

گرځي لکه ـــ نازک  اوبيکاره شاخونه ، د پاڼو زيړوالي ، په پاڼو باندي داغونه  او په نتیجه کښي د بوټو وده

  آهیسته  او یا په ټپه دريږي  . 

د خاوري د پی اچ (PH) مختلیفي درجي د خاوري په زياتوپيچيده ؤ کيمياوي  تعاملاتو باندي اغيزه کوي

د مثال په ډول ــ فاسفور (  ) لپاره د پ اچ  (PH) اندازه په خاره کښي د 6,0 اود 7,5 په منځ کښي ده . بیدون

د دغه نورم څخه کيمیاوي تعاملات په ټپه دريږي . په تيزابي خاورو کښي فاسفور د اوسپني  او المونيم سره

محکم او کلک او نه حل کیدونکي ترکيبات جوړوي او هم د کلسيوم سره په گچ لرونکي خاوره کښي .

د تيزابي خاوري شکلونه  ( How acidic soil forms)  ؛ــ دبارانونو(نايل) فيلتر يدل  د ونو  له  لاري  او په ځمکه کښي  د گچو ډبري (limestone sediment) ، عضوي مواد او نور القلي مينرالونو  منحل کيدل چي دا په خپله د تيزابي ځمکوپه نيتراليزه( خنثي )   کولو کښي  مرسته کوي. .

د ستني لرونکو پاڼو ځنگلونه ( جلعوزي ، لمنځه ..... ) او ديته ورته د ونو ځنگلونه  چي ځينوته ئي په فارسي ژبه کښي  کاج او صنوبر وائي، او پاڼي د پاڼه لرونکو ونو ځخه چي د ځمکي مخ ئي اکثره وخت پوښلي وي  او د نورو

له منځه تلونکو  (مړه شوو) بوټو پاتي شوني د تجزيه کیدلو ځخه وروسته  د ځمکي د تيزابيت درجه لوړيږي .

لاندي تصويرونه  د ښه پوښاوي لپاره وگوري....

Sediment ــ دغه ډول مواد په طبيعي ډول منځ ته راځي چي د تعاملاتو په زريعه ټوټه ټوټه کيږي  او بيا د اوبو،

يخ او باد په واسطه د يو ځاي څخه و بل ځاي ته وړل کيږي

Lemestone  ـ  د سيډيمينټ شوو تيگو ډولونه دي . د اهکو ډبري د عضوي او کيماوي تعاملاتو د تشکيل څخه

منځ ته راځي ، د اهکو ډبري په نورمال ډول ۱۰۰٪ کلسيوم څخه ندي جوړ شوي .

دا لاندي تصويرونه هم  دستنه لرونکو پاڼو ونو پوري اړه لري

که چيري ځنگلونه د القلي موادو د زخيرو د پاسه قرار نه درلودلاي   لکه د اهکو ډبري او سيرپيتينی   (serpentine) داسي نور نو  خاوري به  د معمول له رويه تيزابي وي .

Serpetine ــ د مگنيزيم ، اوسپنه ، سليکاټ او د اوبو ماليکول څخه جوړشوي مينرالونه دي  .او هم نورميکرو عناصر په ډيره کمه پيمانه د سيرپيتينی په ترکيب کښي شامل وي .

 

Polished serpentine, from the Val d'Aosta, sold as Gressoney. Used at the United Nations building in New York.

خاوره او تيزابيت ــ په هعو شرايطو کښي کله چي د بارانونو (نايل) اندازه زياتيږي  ـ evapotranspiration (leaching)  ) ) د یوکال په زیاتره وختونو کښي  ، پدی صورت کښي د ځمکي

اساسي کتیونونه  لکه کلسیم ، مگنیزیم اوپوتاشيم (Ca , Mg , K )  په تدریجي توگه سره یوي خواته کیږي                               

         (depleted and replaced with cations held in colloidal soil)   او د هعو کتيونونو عوض کيږي ــ

   کوم چي د ځمکي کاليود په زخايرو کښي موجود دي ،  چي په نتيجه کښي د ځمکي د تیزابيت درجه لوړیږي .

Clay Soil ـ (مټه خاوره يعني خټه خاوره )  اکثره وخت اوسپنه او المونيم هيدروکسيد لري  کوم چي په تيزابي ځمکه کښي د کيمياوي سرو د کتيونونو او ايونونوپه ساتلو او جزبولو  ( لاس رسي )  باندي اعيزه کوي .

د ځمکي تيزابي کيدل په ځمکه کښي د هيدروجن د زياتيدلو سره هم صورت نيسي  ، د عضوي موادو د تجزي

له کبله ، تيزاب جوړونکي سري  او په همدي ډول د کتيونونو تبادله  د نباتاتو د ريښو په زريعه  د هيدروجن ايون

د موجوديت په صورت کښي . د ځمکي تيزابيت کميدلاي شي  دولاتيليزاشون او د نيتروجن دينيتري  فيکاشون ــ

 Volatilization and denitrification of nitrogen)) په صورت کښي .  او کله چي ځمکه د اوبو لاندي شي

د ځمکي دپي اچ  PH) ) د ارزښت قيمت لوړيږي .

علاوه پر دي کيمياوي سري لکه کلسيوم نيترات ، ماگنيزيم نيترات ، پوتاشيم نيترات  او ناتريوم نيترات

هم د ځمکي د پي اچ  ارزښت  لوړوي  . هعه القلي ځمکي چي کلسيوم  د اهکو د ډبرو په شکل موجود وي  په

کيمياوي ډول د نباتاتو په زريعه نشي جزبيدلاي  . نو پدي صورت کښي د سلفروتيزاب (H2SO4 )  که استعمال

شي بهتر ه دي..

کوم فکتورونه چي د خاوري په پي اچ باندي اغيزه کوي

د PH ازښت په يوه خاوره کښي د خاوري د بنيادي موادو نوعيت پوري اړه لري کوم چي خاوره ورڅخه  جوړيږي .

که د خاوري  تکامل او جوړښت د اساسي تيگو د نوعيت څخه سرچشمه اخستل شوي وي  په عمومي ډول د PH

ارزښت  لوړ وي ، د هعي خاوري په نسبت کوم چي د تيزابي تيگو د نوعيت څخه جوړشوي وي .

بارانونه ( نايل ) د خاوري په  PH  باندي اعيزه شيندي ، کله چي اوبه د خاوري څخه تيريږي   د خاوري د  اساسي مينرالونوڅخه کلسيوم او مگنيزيم جداکوي  او د خاوري د تيزابي ترکيبونو لکه  المونيم  اواوسپني  سره عوض

کيږي  . هعه خاوري چي په زياتو باراني شرايطو کي جوړي شوي وي تيزابي تري وي نظر هعه خاوروته چي په نورو

وچو حالتونو کښي جوړي شوي وي .

د خاوري ژوند او پي اچ:

د خاوري د اکثروبکترياوو تکثر لپاره د خاوري  پي اچ  په تقريبي ډول د ۶،۳ څخه تر  ۶،۸  پوري  ډير يو مناسب

انتروال دي .  او په همدي ډول  مرخړي (svampar ) ، د تعاملاتو شکلونه لکه شين رنگه ميکروسکوپي سوامپ (پوپنکي ) چي  په مرطوبو کورنو ، تهيه شوو غذائي موادو او ميوه جاتو د پاسه تکثر کوي  او عيري تنفوسي بکترياوي (anaerobic bacteria ) ډيرزيات تحمل لري  او کولاي شي په تيټ PH يعني په تيزابي محيط کښي تکثر وکړي .  دا ځکه چي زياته تيزابي خاوره  امکانات برابره وي  چي مناسبه وي د اعيزي لپاره  لکه کيمياوي تعاملات  تيزابي کول  او ميکرو بيولوژيکي فعاليتونه چي د زياتو شيانو د ورستيدوباعث گرځي په زياته پيمانه  نسبت  د تجزيي خواږه محيط ته او په هعه کښي د عضوي موادو تجزيه کمه وي ، چي په دي ډول خاوره کي پي اچ د اندازي وړنه وي  . دغه ډول تعاملات په تقريبي ډول د نيترال يعني خنثي محيط شانته وي .

پی اچ او د نباتاتو ناروغۍ:

کله چي د نباتاتو د زياتو ناروغیو سبب گرځي  او يا نور هم بدتر کيږي د ناسم پي اچ له کبله، دا ځکه چي نباتات د ضرورت وړ غذائي مواد د خاوري څخه نشي جذبولاي  او داهم کيدلاي شي چي خاوره ناوړه صحت  ولري ـ ( پورته مطالعه کړي ) . د مثال په ډول کلوروز(chlorosis ) د سبزيجاتو په پاڼو کښي چي ( پاڼي زيړ تت رنگ لري )  او په الوگانو کښي  سکارب ( scarb ) په نوم ( په پاڼو کښي تور ټاپي )  چي دا بيا په عمومي ډول  په زياتو القلي  خاورو کښي د داسي مرضونو سبب گرځي ، او په تيزابي خاورو کښي د کرم خاندان د کلوبرووت (clubroot ) په مرضونو اخته کيږي .

که د ځمکي پی اچ د ۷ څخه زيات شي نو خاوره القلي بلل کيږي ،  په داسي حالتونو کښي اوسپنه  د کلسيوم ، جست ، مگنيزيم  اونورو سره معلق ترکيبات جوړوي  او د نباتاتو لخوا نشي جزب کيدلاي  او په القلي محيط کښي اکثره نباتات اوسپنه ،پوتاشيم اونور غذائي مواد نشي جزبولاي  او په همدي ډول د وليو تکامل

 کميږي او   بلاخيره ولي مړي کيږي .

په تيزابي خاوره کښي کلوبرووت (clubtroot ) د کرم په خاندان کښي په لاندي ډول سره دي :

 

د پي اچ (PH ) پيداکول:

د پي اچ (PH ) پيداکول

 

د پي اچ د پيداکولو طريقې په لاندي ډول سره دي : ـ

1: ـ د خاوري د پروفيل څيړنه ( (Observation af soil profile: ـ  د تيزي تيزابي خاوري عضوي طبقه اکثره وخت ښه تکامل نه کوي چي د خاوري مينرالي طبقي ( Harizont) د پاسه قرار لري  يعني د پاسني طبقي څخه

تر زيربنائي ( معدني)  طبقي پوري . مينرالي هوريزونت ( Horizon  ) يوه معلومه وونکي طبقه ده چي يو

 بي  رنگه  (with a pale ) الوفيا (Eluvia ) هوريزونت دي  چي تر عضوي طبقي لاندي  قرار لري . E هوريزونت

تور رنگي رنگ لري د B  هوريزونت په مقايسي سره  او د B  هوريزونت  د يو کلاسيک پدزول (podzol ) هوريزونت سلسه (ترتيب) دي . چي دغه قيسمت د خاوري  اکثره وخت زيات تيزابي وي  دا ځکه چي دلته کوم

correlation  د E  پيړوالي او د خاوري د پي اچ قيمت تر منځ وجود نلري . بايد وويل شي چي د E  هريزونت

په مختليفو ځايونو کي مختليفي اندازي لري  د مثال په توگه په فلوريدا (Florida ) کښي څو ميتره پيړوالي

لري  او هم پي اچ قيمت ئي 5 څخه زيات وي ( فقت قوي تيزابي) وي . په نوي انگلند (New England ) کښي د E   هريزونت  يو څه ډبلتر وي او د تيزابو درجه ئي هم لږه څه زياته وي  چي د پي اچ اندازه  ئې د 4,5  اويا ددي څخه هم  تيټه وي . د جنوبي بلورايج(Blue Ridge ) په عرنيو منطيقو کښي”Ultra acid” خاوري دي چي د پي اچ

اندازه ئي د 3,5 هم کمه ده  او د E  هريزونت  دلته وجود نلري .

د ښي پوهيدني لپاره  د خاوري لاندي پروفيلونه  وگوري : ـ

که اول او دويم  شکل ته وکتل شي د دواړو پروفيلونو خاوره وړي او غټي  تيږي لري ، په دغه ډول خاورو کښي

د coniferous (ستنه لرونکي نباتات ښه شنه کيږي ، podsol کيدلاي شي د podzol او spodosol په نوم هم

ياد شي او دغه نومونه د روسي ژبي څخه اخيستل شوي دي .دغه خاوري غذائي مواد کم لري.

ستاگنو پدزول  Stagnopodzol ) ) په عرنيو منطيقو کښي څيړل کيږي  ، چي پروفيل ئي دO A, ،E ،‌B او C هاريزونت  يعني قيسمتونه لري ، عمده تعاملات پدي هريزونت کښي د Podzolization  په نوم سره یادیږي

کوارڅ- (Kvartz ) د نورو شتمنو کثیفو موادو سره  پدي نموړي پروفيل کښي وجود لري، پريوتلي خاوري چي

یوه طبقه جوړوي  د خاوري د زخيري  ( sediments ) په نوم یاديږي . O ـ هوموپيډ عضوي مواد همیشه د مينرالونو سره گډوي ( Always has humified organic matter mixed with minerals ) ، A ـ هاريزونت

اکثره وخت د بوريال پدزول  خاره کښي نه وي (Obsent in most borial podzol ) ، E ـ په عمومي ډول ايره ماننده خاوره د اوسپني او المونيم سره وي(Common is ashen grey and leached in Fe and Al ) ، B ـ

ایلووئي تعاملاتو څخه وروسته  اوسپنه او المونيم  هم منځ ته راځي ( Always , recevies Fe and Al through

Illuviation ) ، C ـ عمومي بنيادي مينرالونه دي ( Common ) .

دغه ډول خاوري په  لندو (خشتو) منطقو کښي  لکه د روسي شمالي برخي او په گرمو منطقو کښي لکه په فلوريدا کښي ليدل کيږي

 

2 : ـ د فلور (نباتاتو جهان )د حاکيميت پلټنه) / Observation of predominant

      د Calcifuge پوري مربوط  نباتات کوم چي په تيزابي خاورو کښي پيداکيږي اړه لري ،   ,Rhododendron Ericaاو هم اکثره نور Ericaceae انواع ډير Betula ( چينار ته ورته نري جگي وني ـ Brich )

   Digitalis(foxgloves) , gorse , and Scots pine . Calcicole (د اهکوډبري خوښونکي) 

     د اهکو ډبري خوښونکي نباتات  لکه : ـ Fraxinus( Ash) همدارنگه Honeysuckle(Lonicera)  او ‌Buddleia,Carnus spp(dogvods) او هم Lilac(Syringa)  په همدي ترتيب Clematis spp    .

    له دغو نباتاتود موجوديت  څخه مونږ  معلومولاي  شو چي دغه خاوري تيزابي دي .

 

 : 3ـ د علايمو پيداکول (Observation of symptom)

دتيزابي او القلي محيط اغيزي په نباتاتو باندي مونږ ته راښي کوم چي د نباتاتو د مختليفو مرضونو سبب گرځي

چي په مخکينو درسونو کښي ورڅخه ښه يادونه شويده  اويا  د ځمکي مالگينه کيدل  د بنيادي خاوري له کبله .

د مثال په توگه : ـ The house hydrangea (Hydrangea macrophylla)  گلاپي رنگه گلان روزي  کله چي د خاوري پي اچ 6,8 قيمت ولري اويا له دي څخه لوړ وي ، او بيا ابي گلان  روزل کيږي کله د خاوري پي اچ 6,0 او يا ددي څخه هم کم وي .

 

4 ـ  د  خاوري د پي اچ د پيداکولو طريقه .

د خاوري د PH د ارزاني طريقي په تجروبو کښي  د  Bariumsulfat   د پوډروڅخه کار اخستل کيږي ، او په يوي وړوکي تجروبي کښي  چي د خاوري وړوکي سمپل  د اوبو سره ښه گډه وي  کوم چي رنگ تغير خوري د خاوري

القلي او تيزابي پي اچ پوري اړه لري .

:5 ـ د ليتموس د کاغذ استغمال (use of litmus paper )

     د خاوري لږه اندازه په مقطرو اوبو ښه حل کوواو بيا د لوکوموتيس کاغذ په نموړي  محلول کښي ټيټه وو که خاوره تيزابي وي  کاغذ سور رنگ اخلي او که خاوره القلي وي نو کاغذ ابي رنگ عوره کوي .

 

:6 ـ د پي اچ د اندازه کولو د برقي ماشين په زريغه .

      د ماشين نلکه په خيشته ځمکه کښي کيښودل کیږي او په خاوره کښي د هيدروجن د علظت اندازه  کيږي .

 

د خاوري د پي اچ  ټيټول (Reducing soil PH )

د خاوري  تيزابي کيدني ته کتنه (See also soil acidification )

:1 ـ د القلي خاوري پي اچ ټيټیږي کله چي په خاوره کښي سلفر ، اوسپنه ، سولفات او یا د المونیم سولفات 

استعمال کړل شي که څه هم دغه طریقه قيمتي ده او هم اغیزه ئي د کم وخت لپاره ده .

:2 ـ اوريا (Urea) او يا  فوسفات  امونیم نيترات ، امونيم فوسفات ، امونیم سولفات ، مونو پوتاشيم فوسفات

 او داسی نور د خاوري پي اچ ټيټه ولاي شي .

:3 ـ کيمیاوي او عضوي سري  اکثره وخت په لږ زياتو تيزابي خاورو باندي اعيزه کوي او په همدي صورت کښي

    نباتات غذائي مواد د خاوري څخه په زیاته پیمانه جذبولاي شي .

:4 ـ وراسته نباتي مواد ، کمپوست ، حیواني سري ، او اوریا (urea) او داسي نور

نباتات د پي اچ په تناسب Examples of plant preferences -

:1 ـ  دغه لاندي نباتات د خاوري د  4,5 -5,0  پي اچ څخه په لوړقيمت کښي ښه وده  نشي کولاي د مثال په ډول : ـ

Blueberry (يو قيسم ابي رنگه وړوکي  ميوه ده چي د گيډي د نرموالي لپاره په يوناني طب کښي توصيه کيږي )

Bilberry (دغه هم ابي رنگه وړوکي ميوه ده ) ، Granberry ( وړوکي سورنگي ميوه ده ) دغه ډول وړوکي دانه

لرونکي ميوي په آزاد طبيعت کښي هم پيداکيږه ، Sweet Gum (غټي پراخي وني دي )، Pin Oak (يو قسم وني دي چي په هندوستان کښي پيداکيږي ) ، Orchid  او Aalea ( گلان دي ) ، د گلاپ لپاره کمه تيزابي خاوره لازمه ده.

 

:2 ـ که چيري د خاوري پي اچ  د 5,0-5,5  پوري وي  دغه لاندي نباتات او سبزيجات ښه وده کولائي شي : ـ

      ( اروپايي دنياـPaisley  ) ، الوگان ـ potato ، خواږه الوگان  ـSweet potato  ، یو قسم اوږده واښه ـ

(Heather) او pin ، د چينار په شان وني ( conifirs ) ، جوار (Majz ) ، Millet ، oars ، Tye ،

h Radis (ملي سرخک) ، او همدارنگ  Ferns ، Iris ، Orcheds ، Rhododendron ، Camellia

Daphne  او Boronia  .

 

;3 ـ که چيري د خاوري پی اچ د 5,5-6,0 پوري وي نوپه دغه ډول خاورو کښي دا لاندي بوټي ښه نمو کولاي شي: ـ

       گازري (morot )، د بروکولي کرم (brussels sprouts )، ممپلي (peanurs )choko, endive, ،

       Kohl rabi ,  ، پښي (rhubarb )، سويا(soyabean )،ځنگلي شفلي(crimson clover )، يوډول واړه گلان (aster )، يوډول د گلاپ گل ورته گلان(begonia) ،canna (شمندروز ته ورته گلان)،د نرگس گلان

(daffodil) ،نرگس ته ورته گلان(jonquil) ، مختليف ښايسته گلان(larkspur) ،violet  او داسي نور .

:4 ـ که چيري د خاري پي اچ 6,0-6,5 پوري وي  نو دا لاندي ‌ بوټو لپاره  مساعيده خاوره بلل کيږي: ـ

       شين گلپي(broccoli )، کرم(cabbage )، گلپي(cauliflower )، خواږه جوار(cucumber ) ، مټر(pea )

     کدو(pumpkin )، اږده شنه کدوان(squash )، سره بادنجان(tomato ) ، کرم د ولي په ډول (turnip )

 خوږه   ريشقه (sweet clover )  ، ځنگلي شفتله چي سپين گل لري (White clover )، د سور گل ځنگلي شفتله (Red Clover  ) ، گلاپ (Rose ) ، او نور ښايسته گلان لکه ( Candytuft  ،Gladiolus ،  Iceland  

Poppy ، Pansy ، Snapdragon ، Viola ، Wallflover ، Zinnea ، او Strawberry .

5 ـ که چيري د خاوري پي اچ  د 6,5-7,0  پوري وي  نو دغه ډول خاورو ته ملايمي تيزابي خاوري ويل کيږي او هم

      ديو لړ سبزيجاتو او گلانو لپاره ډيري مناسبي خاوري  بلل کيږي  لکه :  ـ سپاريس (Asparagus ) ، ‌Beet ـ

     چي يو ډول سبزيجات شلخي ته ورته پاڼي لري ددي پاڼي اږدي  شين رنگ ، سوربخون ،او زيړبخون  رنگونه

لري  اود پالکو په شان پخيږي، Celery (ارپائي دنيا ته ورته خوند لږ لوي پاڼي او غټ ډنډر لري چي ددي بوټي ډنډر په سلات ، سوپ اونورو کتعنو کښي استعماليږي  ، Lettuce (سلات  او کاهو هم ورته ويل کيږي ) ،Melons (هندوانه او خربوزه ) ،Onion (پياز) ، Parsnip (گازري  سپين رنگ لري او په سوپ کښي استعماليږي) ، Spinach   (پالک )  ، Carnation (گلان) ،Chrysanthemum ( گلان چي د گل کاسه عټه ده) ، Dahlia (ډير عټ ښکلي گلان دي) ،Sweet Pea (د عونچي په واړه گلان دي) ،Tulip ( تولپان ، د غاټول گلان ) او Stock (مختليفي عټي اوږدي وني چي ستنه لرونکي او پاڼه لرونکي پاڼي لري ) .

 

په همدي ډول وگوري : ـ 

1- Alkali Soil (القلي خاره )

2- Fertilizer (کيمياوي سري)

3- Liming ( د اهکو ډبري)

4- Organic gardening (اکولوگي زراغت کله چي خللک عضوي سري، کمپوست  د نباتاتو بقاياوي بيدون کيمياوي  سري څخه)                                                                 

5- Soil Consevation (د خاوري جوړول)

 نور بيا ...........

References

 

^ [Arnold Finck, Kiel 1976: Pflanzenernährung in Stichworten, p.80, ISBN 3-554-80197-6]

 External links

Retrieved from "http://en.wikipedia.org/wiki/Soil_pH"

Categories: Horticulture and gardening | Organic gardening | Soil chemistry

Hidden categories: Articles lacking reliable references from March 2009 | Wikipedia articles needing style editing from December 2010 | All articles needing style editing | Articles with unsourced statements from November 2010 | All articles with unsourced statements | All articles with specifically marked weasel-worded phrases | Articles with specifically marked weasel-worded phrases from November 2010 | All articles that may contain original research Articles that may contain original research from November 2010

 

سرپاڼه