دلوی اوبښونکی خدای په نامه
دیـــــوشمیر کرنیزواصطلاحاتــــــوپښتــــــــــوتـــــعریـــفونـــــه
ســــریزه:
لاندنی یو شمیر کرنیز اصطلا حات چی په خاورې پوهنه،سبوروزنه او جنبیک پوری اړوند دی اونموړی اصطلا حات د کابل پوهنتون د یاد شوو کتابو نوڅخه اخیستل شوی دی او په راتلوونکی کی به انشاء الله زه کوښښ وکړ چی نور ګټور اصطلاحات راټول اوستاسو حضورته وړاندې کړم.
( په درناوی)
سمیع الله (سرفرازی) دکابل پوهنتون دکرنې دپوهنځۍ دڅلورم کال محصل.
تـــــعریـــفونـــــه:
· : Abscisic acid (ABA) دودې یو مخنیونکی نباتی هارمون ته وایی.
· : Acid soil تیزابی خاوری. هغه خاوری چی پی اچ یی تر 7.0یا 6.6 کم وی او په هغو کی د هایدروجن او المونیم دایونو اندازه دهایدرواکساید په اندازه زیاته وی دتیزابی خاوری په نوم یادیږی.
· Adhesion دغیرمشابه زراتو او مالیکو لونو ترمنځ دجذب قوی ته ویل کیږی.
· Aggregate دخاوری هغه دوهمی جوړښت دی چی دخاوری دلومړنیو زراتو په وسیله تعویض کیږی.
· Alfalfaرشقه
· Alkali soils الکلی خاوری.هغه قلوی خاوری چی پی اچی یی 8.5 یا ترهغه زیات وی تعویضی سودیم یی دټولو تعویضی کتایونو په سلو کی تر۱۵ برخی لوړوی.
· Alkaline soils هغه خاوری چی پی اچی یی تر 7.0یا 7.3 لوړ وی.
· Alkalization په خاورو کی دتعویضی سودیم دزیاتیدو عملیه ته ویل کیږی.
· Allele دجوړه یی جینو څخه عبارت دی چی په عین لوکس په متجانس کروموزومو کی موقیعت ولری.
· Almondبادام
· Alternation of generation هغه مرحله چی په هغه کی سپوروفایت په ګمیټو فایت اوګمیټوفایت په سپوروفایت بدلیږی.
· Ammonification : هغه بیو کیمیاوی عملیه چی دهغی په واسطه دعضوی موادو نایتروجن په امونیم باندی اوړی اودنایتروجن منرلایزشن هم ورته ویل کیږی.
· Ammonium
· Fixation دامونیم نصبیدل.دخاوری دعضوی اوغیرعضوی موادو په واسطه دامونیم داسی جزبیدل چی دابو او تعویض په عادی طریقو نشی بیځایه کیدای.
· Amphoteric هغو مرکباتو یا موادو ته ویل کیږی چی تر ځینو شرایطو لاندی دقلوی په ډول اوځینو شرایطولاندی دتیزابو په ډول عمل کوی.
· Andromonoecious هغه بوټی چی نارینه اوهم دواړه جنسه لرونکی (bisexual) ګلان ولری.
· Anion exchange capacity : دخاوری دانایونو تعویضی توان.دخاوری دټولو انایونو تعویضی اندازه چی یوه ټاکلی اندازه خاوره یی جذبولای شی او په ۱۰۰ ګرامه خاوره کی په ملی معادل سره اندازه کیږی.
· Anther دنارینه الی سرته ویل کیږی.
· Anthesis دګل دخلاصیدو اوګرده افشانی مرحله.
· Anticodon جنتیکی رمز دی چی دکوډان په ضد باندی جوړیږی.
· Apical
· Dominance دڅوکی غلبی ته ویل کیږی.
· Apomixes دیونبات تکثیر یا تشکیل بدون دالقاح دعملیه څخه.
· Apple مڼی
· Apricot زردالو
· Artificial
· Manure : مصنوعی سره .یا کمپوست چی دعضوی پاتی شونو او یا عضوی پاتی شونو او خاورو دیوه مخلوط څخه عبارت دی چی په یوه ټاکلی اندازه ځای کی ذخیره کیږی اوتر تجزیه وروسته دسر په ډول استعمالیږی.
· Asexual
· Reproduction تکثیر غیر زوجی.
· Asparagus مارچوبه
· Autosome دکروموزومونو یوه مجموعه چی په عین جنسیت کی دخالت ونلری.
· Available
· Nutrients : دنباتاتو داستفادی وړ عناصر.
· Available water دنباتاتو داستفادی وړ اوبه
· Banana کیلی
· Band دلیکی په ډول دسری اچول په دی نوم یادیږی.
· Barley وربشی
· Base saturation percentage دقویاتو دمشبوعیت فیصدی.دخاوری دتعویضی کتایونوهغه برخه چی دقلوی کتایونو په وسیله نیول شوی وی اوکله چی قلوی کتایونونه دخاوری دکتایونو پر تعویضی توان تقسیم او په ۱۰۰ کی ضرب شی دقلویاتو دمشبوعیت فیصدی لاس ته راځی.
· bean لوبیا
· Bedrock تر خاوری یاregolith لاندی جامدی ډبری اوکاڼی دی چی ورڅخه پرهغو باندپرتی خاوری مینځ ته راځی.
· Beet crop هغه سابه چی نیلی (ریښی) یی خوړل کیږی.
· Belting په بوټو کی دسړی هوا یا کیمیاوی موادو په واسطه بی وخته دګلانو جوړښت.
· Berry غوښینه میوه چی دمیوو یو ګروپ دی.
· Black paper تورمرچ
· Black salsify ځیره
· Blanching دلمر دوړانګو څخه دلری ساتلوپه واسطه سپینوالی.
· Bloom دځینو بوټودپاسه سپین ګرد ته ویل کیږی.
· Blossom
· end rot دڅوکی خوساکیدنه (یوډول فزیالوژیکی ناروغی ده)
· Blotchy ripening دمیوو غیر مساوی پخوالی ته وایی.
· Bract پاڼمله پاڼه.
· Buffer compounds بفر مرکبونه.هغه مرکبونه چی د خاوری دپی اچ دتغیر په مقابل کی مقاومت کوی.
· Bulb ګنډه(لکه دپیازو یا اوږی ګنډه)
· Bulb crops ګنډی ته ورته تولیدوونکی سابه.
· Bulbils کوچینۍ ګنډی یا غوټی.
· Bulk density دخاوری حجمی کثافت.
· Bumble bee بورا(یوډول حشره چی دګردی په انتقال کی مرسته کوی)
· Cabbage کرم
· Calcareous soils آهکی یاکلکیریس خاوری.هغه خاوری چی نسبتا زیات ازاد کلسیم کاربونیت یا کلسیم مګنشیم کاربونیټونه لری اود ۰.۱ نارمله هایدرو کلوریک اسید سره په څرګند ډول تعامل کوی.
· Calyx ګلمله په ڼه یا هغه پاڼه چی په ګلپاڼوپوری نښتی وی.
· Capillarity دخاوری په کوچنیو سوریو کی داوبو پورته کیدوته ویل کیږی.
· Capillary water دخاوری په کچنیو یا کپیلری سوریو کی ساتل شوی اوبه چی زیاتره تر ۶۰ سانتی مترو په زیات تنشن دخاوری په وسیله نیول شوی وی.
· Carbon-nitrogen
· Ratio دکاربن اونایتروجن نسبت.
· Carrot ګازری
· Cation exchange دکتایونو تعویض.
· Cation exchange capacity دکتایونو تعویضی توان یا ظرفیت.
· Cedar لمنځ (نښتر)
· Cell theory دنموړی تیوری پر بنا ټول ژوندی موجودات دحجری څخه جوړشوی دی.
· Centromer دکروموومو هغه برخه چی په هغه پوری سپیندل وصل کیږی.
· Chelate یوډول کیمیاوی مرکب چی یو فزی عنصر ددیروکیمیاوی بانډونو په وسیله دیوه عضوی مالیکولسره یوځای شوی وی.
· Chick pea نخود
· Chloro-IPC دګنډو یاغوټو دپاسه دتیغ وهلو مخنیونکی کیمیاوی ماده.
· Chromatin