دغواگانو داوسيد وځاي

Cows HOUSING AND SHELTERING

ليکونکي :     نظام ا لدين (فيضي)

 

دمــالــداري په شغــــل کــي پاک صحــي اومحــفــوظ ځــاي يوعمـــده ضــرورت دي همـــدارنگـــه هرژوندي مـوجــود خــصـوصآ عـالــي حيــوانات  ددي لپــاره چـه خــپل  نورمــال ژوند ته ادآمــه ورکـي اوخــپل ژوند بيــدون دخــطر څـخــه تــيرتــرى نويوى پاکــې صـحــي آومحــصفـوظــي ســــــــرپناته ضـــرورت لـــــــــــــري د فـارم حيــوانات هــم دعـالــي حيــه موجــــوداتو دجــمــلــي ځخه دي چـــي دآنســـــانانوپواسطــه ده حيواني باارزشته محصوﻻتو دﻻســته راوړلو لپاره د پخوازمانو ځخه اهلې شويدي نوبايد چه د دوي داوســيدو د ځاي په باره کي د ډيراحــتيات ځخه کار واخيســتل شي که چيري د حيواناتو لپاره صحي آومحفوظ ځآي نه وي دحملي اوناروغيو ځخه محفوظ نشي پاتي کيداى دفارم حيوانات نظرپه جسامت او خواصو دخپل  نورمال ژوند دسرته رسولو لپاره مختلفو غوجلوته ضرورت لري همدارنگه دغوجلوقسمونه نظرپه شرايطو اوآب اوهوا دمختــلفو ځايونو فرق کوي دغوجل دجوړولو په وخت کښي بايد کو شش وشي چه غوجل د حفظ الصحوى شرايطو په نظر کـښي نيولوسره په اساسي او محفوظ ډول جوړه شي او همدارنکه د مالدار اقتصادي وضعه هم بايد په نظر کي نيول شي

او کوشش وشي چي د محلي موادو او هغه څه چي په اساني لاسته راځي استفاده وشي

که چيري د افغانستان د مالداري شرايط په نظر کي ونيول شي نو ښکاري چي دغواگانو په شکل د ابتدايي ساتل شوي او کومه خاصه پاملرنه د دوي د اوسيدو د ځاي په باره کي نده شوي اکثره غوجلي تياري نمجني بدون د هوا کش تنګي او غير محفوظےدي همدارنګه زمونږد هيواد په زياتو منطقو کي حيوانات په ازاده ساحه او يا هم په يو کونج د حويلي کي ساتل کيږي او همدارنګه کورني چرګان چي د ديوالو په سر او يا په ونوشپي تيروي چي هره لحظه دوحشي حيواناتو لکه ليوه .گيدړه .اوداسي نور و حيواناتو دحملي سره مخامخ وي برعلاوه لدي په زياتو منطقوکښي خصوصآ کليواوبانډو کښي اوس هم ليدل کيږي چي خلگ په يواطاق کښي دحيواناتو سره يوځاي اوسيږي چي ددي په وجه ډير ساري ناروغي چي دانسانانو اوحيواناتو شريکي ناروغي دي چي(Zonosis) ورته واېې انتقاليداي شي په بعضي منطقو کښي دحيواناتو داوسيدو لپاره جداځاي په نظر کښي نيول شوي وي اما حفظ الصحوي شراطوته يې کومه خاصه پاملرنه نه وي شوي او ليدل کيږي چي حيوانات داوړي او ژمي په موسمونو کي په همدي يو ځاي کي روزل کيږي او په بعضي ځايونو کي دونو دسيورو لاندي دديوالونو ترڅنګ او يا په آزاده هوا باد، باران او لمر کي اوسيږي نو بايد چي ددي حيواناتو داوسيدو لپاره لازم او اساسي ځاي په نظر کي ونيول شي او زمونږ دهيواد مالدارانو ته لارښونه وشي تر څو ښه صحي او محفوظ ځاي د حيواناتو داوسيدو لپاره په نظر کي ونيسي . مالداران کولاي شي د خپلي اقتصادي وضعي په نظرکي نيولو سره دمحلي ساختماني موادو لکه تيګي ، خټه ، لرګي او داسي نورو څخه دفني شرايطو سره سمه غوجل جوړه کړي ترڅوديوي خوا ددوي حيوانات محفوظ وي او دبلي خوا باارزښته حيواني محصولات دخپلو حيواناتو څخه په لاس راوړي .دغوجل د جوړولو په وخت کي بايد لاندي شرايط په نظرکي ونيول شي .

١- دمالدار اقتصادي وضع :

دهرڅه دمخه بايد دمالدار اقتصادي وضع په نظرکي ونيول شي که چيري يو مالدار دتجارت لپاره حيوانات روزي او ددي لاري کافي عايدات لاسته راوړي نو لازمه ده چي د حپلي مالدارۍ دپرمختګ لپاره اود زياتو باارزښته حيواني محصولاتو دلاسته راوړلو لپاره بايد په اساسي او دمالداري دفن مطابق غوجل په جوړولو اقدام وکړي فني او اساسي غوجل عبارت دهغي غوجل څخه ده چي حفظ الصحوي او اقليمي شرايط ئې په نظر کي نيول شوي وي .او که چيري يو دهقان يو څو سره حيوانات د خپلي کورنۍ لپاره ساتي نوپدي صورت کي بايد دخپلي اقتصادي وضعي په توان دمحلي موادو څخه استفاده وکړي .

٢- دغوجل ساختماني مواد :

ساختماني مواد دغوجل دمقاومت او پايداري ضامن دي . دغوجل دجوړولو لپاره کوم مواد چي په نظرکي نيول کيږي هغه دمالدارداقتصادي وضعي پوري ارتباط لري لکه چي مخکي ورته اشاره وشوه په عمومي ډول پدي باندي تاکئيد کيږي چي د هغه مخکي موادو څخه چي په آساني سره لاسته راځي او د مالدار لپاره اقتصادي تماميږي استفاده وشي .

 -Aديوالونه:

دغوجل ديوالونه دهرقسمه موادو څخه چي جوړيږي بايد مقاومت لرونکي او مستحکم وي . او هغه مواد چي دديوال په جوړولو کي روځني استفاده کيږي عبارت دي له تيګي ، خاوري ، خبښتو ، سمنټ او لرګي څخه که چيري دمالدار اقتصادي وضعه ښه وي نو بايد چي دغوجل ديوالونه دپخو اساسي مواد څخه تيارکړي بايد د غوجل په ديوالونو کي سوري موجود نه وي ترڅو چي د مضره حشراتو او خارجي پرازيتونو داوسيدو لپاره زمينه برابره نشي پدي معني چي د غوجل ديوالونه بايد دداخل خواته کاګل او يا پلستر کړاي شي او د چوني پواسطه سپين کړاي شي چونه يوه داچي ضد عفوني خاصيت لري دبلي خوا غوجل په روښنايي کي هم مرسته کوي دديوالونو جګوالي ، طول  ، عرض ،اوضخامت نظرپه اقتصادي وضع دمالدار اونظرپه اقليمي شرايطواوتعداد اونوعي دحيواناتوپوري تعلق لري. دروازي اوکړکي :-دغوجل دروازه بايدداسي جوړه شي چه حيوانات په اساني سره وکولاي شي دغوجل ځخه ووځي اوياهم غوجل ته ننوځي .اوکړکي بايد دغوجل داندازي ،تعداددحيواناتواودمنطقي دآب وهوامطابق جوړي شي په يخومنطقو کـښي ځرنګه چي دژمي په موسم کشي هواډيره سړه وي اودغوجل ګرم ساتل ډير سخت وي نوبايد چي دکوچينوکړکيوځخه استفاده وشي .بله مهيمه خبره داده چي کړکيو ته بايد جالي ولګول شي  ترڅودمچيو،ماشو اونوروهشراتو اوخزندوو دداخيلدوځخه مخنيوي وشي بايد په يادولري چه کړکي يوه بهترينه وسيله دروشنايي دتازه هوااونشتوالي درطوبت اوبدبوي ده چه غوجل کشي .

 

B-دغوجل چت:

 وروسته دديوالونودجوړيدونه دغوجل پټول ضروري کاردي ترڅوحيوانات دګرمي ،يخني ،باران اوطوفان نه په امن کشي وي .دچت په جوړولوکشي دکاډر.کانګريټ .اوهمدارنګه دارچي دلرګيواوتيرانو ځخه استفاده کيږي کوم لرګي چي اسعماليږي بايد هموار.اومستقيم اوکلک وي بيدون ددرزونو وي اودچنججنولرګيو داستعمال ځخه بايد ډډه وشي .کوم مواد چي په لرګيو باندي اچول کيږي هغه عبارت دي له لوخو ،دونولخحتي کړکي اوداسي نور.که چيري دمالداراقتصادي وضع ښه وي نوبايدچي دعوجل چت مسطح شي ترڅوپه حيواناتوباندي ګرد،خاوري اودحشراتووليدونه مخنيوي وشي دغوجل چت بايدپه ښه توګه کا ګل شي ترڅودبارانونوپه موسم کښي غوجل ته داوبودداخليدونه مخنيوي وشي .همدارنګه دکاګيل ﻻندي پلاستيک اچول داوبودمخنيوي مهيمه وسيله ده.دغوجل چت بايد په کال کشي يوڅل کاګيل شي .

 

C- دغوجل فرش:

دغوجل فرش يعني دځمکي سطحه يي بآيددهغوي موادو څخه جوړه شي چي خويه   نه وي اويه اساني سره پاکه شي بايد دغوجلي فرش داخوردطرف نه دحيوان دشا په طرف مايل جوړشي ترځو دحيوان فضوله مواد اونورهغه موادچي دحيواناتو دپښوﻻندي موجودوي په خپله اويادحيواناتو دهرکاتو په وجه شاه طرف ته لاړشي اوهلته يو لختي دحيواناتو دفضيله موادو دجمع کيدو لپاره جوړشي ترځو فضيله مواد په هغه کشي جمع اودهغه ځاي نه په اساني سره خارج کړاي شي په بعضي ځايونوکشي دغوجل فرش دلرګيوځخه په ماعل ډول جوړوي داډول فرش بايد په خاص وخت کشي پاک اودحشراتو ضد دواوو اوضد عفوني  دواوو په واسطه دواپاشي شي .اخور،اوداوبوځاي داسي جوړشي چي ديوي خواتول حيوانات ورځخه استفاده وکړي اودبلي خوااوبه اوخوراکي موادپه فرش باندي ضايع اوتوي نه شي دغوجلي فرش بايد همواروي جګوالي او ټيټوالي ونلري ترڅوحيوان په اساني وکولاي شي پري استراحت وکړي

 

٣- دغوجل اندازه :

دغوجل اندازه نظرپه تعداد اونوعي دحيواناتو پوري فرق کوي مثﻻ ً دغټوحيواناتو لکه غوا ،ميښه ،اس ،خر،اوداسي نور وحيواناتولپاره لويه غوجل اودوړوحيواناتو لپاره لکه ميږه ،وزي ،ته دکوچينيو غوجلو ځخه استفاده کيږي بايد په يادولروچي جمع کيدل دزياتو حيواناتو په کوچيني غوجل کشي دصحي مشکلاتو دپيداکيدو سبب ګرځي اوهمدارنګه دحيواناتو دزخمي کيدو سبب ګرځي دجنګ په واسط کومه اندازه چي دحيوان لپاره په نظرکي نيول شوي عبارت دي له .

 

دحيوان جسامت                      اوږدوالي په متر                پراخوالي په متر

 

٦٥٠ کيلوګرامه ياددي ځخه جگ وزن                                  ٢.٠٨                    ١.١٢

،٦٥٠-٤٠٠ کيلوگرامه                                                       ٢                     ١.١٠

کم د ٤٠٠ کيلو ګرامه څخه                                                ١.٨٠                       ١

لوي اسونه                                                                  ٤                         ٢

موتوسط اسونه                                                          ٣                      ١.٨٠

ميږه اووزه                                                               ١                       ٠.٥

٤- د غوجل حفظ الصحوي شرايط :

غوجل بايدداسي جوړه شي چي دحيوان صحت اوسلامتيا محفوظه وساتي دحفظ ا لصحي شرايطو دتآمين لپاره بايد ﻻندي ټکي په نظرکي ونيول شي:     

   A- د غوجل موقعت :–

غوجل بايد په داسي ځاي کشي جوړه شي چي حد اقل په ورځ کشي دوه ساعته لمر واخلي البته دغه لمر نظرپه شرايطو دمنطقي فرق کوي دهري خوانه چي زيات لمر اخستل کيږي بايد دغوجل مخه اوکړکي هماغي لورته جوړي شي اودغوجل مخه بايد لمر خاته خواته قرار ولري .

B- د لمر روشناَيي :

يومتل دي چي وايي چيرته چي لمرنه ځي هلته بايد ډاکترﻻړشي ددي متل نه معلوميږي چي دلمروړانګي دمکروبونه دلمينځه وړلو لپاره ډيري ضروري دي اودبلي خواد غوجل په روشنايي کشي هم تاثيرلري همدارنګه دلمروړانګي دغوجل په وچ ساتلو کشي مهيم رول لري پس ويلاي شوچي هره غوجل بايد حداقل په ورځ کي دوه ساعته لمر واخلي .

 

C- هواکش:

همدارنګه دازادي هوا جريان دتنفس لپاره اوپه غوجل کشي دبدلون دلمنځه وړلو لپاره ډير ضروري دي همدارنګه دازادي هوا جريان په غوجل کشي دنم اورطوبت نه مخنېوي کوي اوهمدارنګه دکنو اوحشراتو دجمع کيدو نه هم مخنيوي کوي .دازادي هواجريان نه مهبوديت دکاربون داي آکسايد.ميتا ن اومونيا دغازونودجمع کيدو سبب کيږي چي داغازونه دتنفوسي مشکيلاتو اوسترګودناروغيو سبب ګرځي .هواکشونه کيداي شي دکړکيو پواسطه په ګرمو مونطقوکشي اوياهواکشونه دچت سره نږدي جوړشي همدارنګه کولاي شو چي هواکشونه دبام طرف ته هم جوړکړو

 

D- لندبل :

دنم اورډطوبت موجوديت دکنيو اومکروبونو اومضروحشراتو دجمع کيدولپاره مساعده کونکي فکتوردي اودمختلفوناروغيوسبب کيږي همدارنګه رطوبت دحيواناتو دفلج اوسترګو دناروغيوباعث ګرځي ددي لپا ره چي دحيواناتو په غوجل کي دلمدبل ځخه مخنيوي وشي نوﻻندي فکتورونه بايد په نظرکي ونيول شي

١: هغه منآبع لمدبل زيآتوي بايد کنترول شي

٢: غوجل بايد وخت په وخت پاکه شي او وچ مواد دحيواناتو دپښوﻻندي واچول شي

٣: په غوجل کي اوبه بايد چپه نه شي

٤: ادرار اوفضله مواد بايد وخت په وخت دغوجل نه وويستل شي

٥: بادپکي يادهوا کش سيستم درطوبت دخاريجولو اوغازاتو دتخليي په خاطر بايد نصب شي

٦: هغه وچ موادچي دحيواناتو دپښو ﻻندي استعماليږي بايدداوبو جذبونکي وي چي عبارت دي له ايره:داري بور چي تقريبآ %١٢-٨ رطوبت کموي همدارنگه هغه چونه چي اوبه ورته نه وي رسيدلي چي 3kg  چونه تقريباً ٢ ليتره اوبه جذبوي اوبه نه رسيدلي چونه په يو صندوق کښي دغوجل په پاسني برخه کښي ايښودل کيږي اودضد عفوني په شکل هم ورڅخه کار اخيستل کيږي يعني دا شکل ددواړوحاﻻتو لپاره استعماليږي چي غوجل ته ننوتونکي خلگ دهغي په وسيله خپلي پښي ضدعفوني کوي په خلص ډول بايد ووايو

چي  دنم اورطوبت دجمع کيدو لپاره بايدزمينه مســـــــــــــــــــــــــــــاعــــــــده نشي

نرم بستر:- هغه مواد چه دحيواناتو دپښو ﻻندى اچول کيږى دمختليفو موادو څخه استفاده کيږى لکه دارى بور ،وچه ګياه ،دونو پاڼى،اوداسى نور....

ددغه موادوموجوديت په فرش باندى دنرم بستر وظيفه اجراکوى که چيري په فرش بآندي نوموړي مواد موجود نه وي نوسبب دګريدلواوياهم دزخمي کيدو دحيوان دجلد ګرځي .اودابستربايد په ﻻزمه وقفه باندي تبديل شي اوکه چيري په وخت باندي تبديل اونوي نشي نوسبب دجمع کيدو دنم اوطوبت اوبدبوي ګرځي هغه موادچي دحيوانانو ترپښوﻻندي اچول کيږي بايدمخکي داچولونه دقيقاًومتل شي ترځو ميخ داوسپنو پارچي کوچيني تيګي اوهمدارنګه دلرګي ټوټي پکي موجودي نه وي ترځودحيوان دزخمي کيدو سبب نشي .کوم مواد چي دحيوان دپښوﻻندي اچول کيږي هغه هم دمالدارداقتصادي وضعي پوري ارطبات لري .مالداربايددارزانه اواقتصادي موادوځخه استفاده وکړي مثلاً کومه کومه ګيا چي دحيواناتو دخوراکي نه پاتي کيږي همغه دي په يومناسب ځاي کي وچ کړي اورضرورت په وخت کي دي ورځخه دنرم بسترپه حيث استفاده وکړي .همدارنګه که چيري دمني په موسم کي دونوپاڼي په يومناسب ځاي کشي وچي اوزخيره شي بهتره به وي که داري دبور پر ځاي ورځيني استفاده وشي دنرم بسترضخامت نظرپه اقليم اوساختمان دفرش فرق کوي مثﻻً کومي غوجلي چي کانګريټي فرش لري بايدپه موسم کشي چي هواډيره سړه وي بايدبستر ضخيم وي نسبت خام فرش ته بايدپه يادولروچي دنرم بستر ضخامت بايد(٢.ً٥ً.١ ) نه کم نه وي اوکم ترکمه دګرمي په موسم کشي په هفته کشي يوځل تبديل شي .

E- د تودخې درجه:

جيګه درجه دحرارت يعني ګرمي خصوصاً کله چي په غوجل کشي تعداد دحيواناتو زيات وي حيوانات دفشارﻻندي نيول کيږي اوسبب دکم اشتهابي اوياهم په مکمله توګه اشتهايي له منځه ځي چي ددي په وجه حيوان خوراک نه کوي محصوﻻت يي کميږي اوحيوان ناروغه کيږي ګرمي کوﻻي شودآب پاشي پواسطه همدارنګه حيوانانو ته بايدپراخه غوجل جوړه شي چي حيوانات پکي ازادوي دځښلولپاره دتازه اويخو اوبوځخه بايداستفاده وشي اودامکان په صورت کشي دبرقي پکوپواسطه کوﻻي شوچي دغوجل ګرمي کنټرول کړو .ټيته درجه دحرارت يعني يخني دژمي په موسم کشي کوﻻي شو دبخاري پواسطه همدارنګه دحيواناتو دپښوﻻندي په فرش بندي دګرم بستر هوازول چي صخيم وي حسواناتو ته دانرژي لرونکي موادو پواسطه کنتروليږي دغوجل دحرارت درجي ثابت ساتل دامکان ترحده يوعمده شر ط دي دحيواناتو په ساتلو کشي چي دغه دحرارت درجه په توليد اوصحت دحيواناتوباندي تاثېرلري .

 

دغو جلواقسام

په اکثره نقاطودجهان کشي دري نوعه مختلفي غوجلي مروجي دي چي هره يوه يي په نوبت سره تربحث اومطالعي ﻻندي نيسو .

١:خلاصه غوجل .(Open shed)

نوموړي غوجل دساده ترينو غوجلودجملي څخه ده چي هم اسان دي ددي نوع غوجل دري خواوي ديوال احاطه کړي سريي پت وي آويوخوايي په مکمله توګه خلاصه وي دديوالونوپه جوړولوکي کولاي شودهوقسم ساختوماني موادوڅخه کارواخلوخوچت يي د هغوموادوڅخه چي داوبودنفوس قابليت ونه لري بايد جوړشي لکه          آهنچادر،خټه يعني کاګيل په شرط ددي چي ﻻندي تري پلاستيک موجودوي اوداسي نور ددي نوع غوجلودوچواوابوجزبوونکوموادوڅخه چي  ١٠-١٥ سانتي ضخيموالي ولري وپوښل شي دغه نوع غوجلي معموﻻً ديوي سرپناشکل لري چي حيوان داستراحت په وخت کشي اوياهم په ځيني وختونو کشي چي هوامساعد ه نه وي حيوانات ورته پناوروړي همدارنګه دحويلي موجوديت په دي نوع غوجلوکشي ضروري ده دغوجل دحويلي مساحت دلويو حيواناتولپاره اته متره مربع اودکچينوحيواناتولپاره دري متره مربع ټاکل شوي ده دحويلي سطحه په خاوره باندي پټه اوصرف داخورځلور خواوي د١٥٠ سانتي په اندازه پخه کړاي شي په بعضي ځايونوکشي نظردمالداراقتصادي وضعي ته ټوله حويلي دغوجل پخه اوياخيشت کاري کوي اودحويلي دديوالونولپاره کوﻻي شودپخوياخاموخشتو،خټي اوياهم دکلکوکټاروڅخه استفاده وکړو

 

٢- نيمه خلاصه غوجل    (Seme Enclosed )  

نيمه خلاصه غوجل دخلاصي غوجل سره مشابع وي پدي نوع غوجل کشي حيوانات ډيرکم حرکت کوي اومعموﻻً بندوي هغه حيوانات چي دچاغوالي او غوښي په منظور روزل  کيږي هغوي ته ددي نوع غوجلوڅخه استفاده کيږي دموحيطي شرايطو،اکليم اودمالداراقتصادي وضعي په نظرکي نولوسره ددي نوع غوجلوجوړول فرق کوي

 

٣- تړلي غوجل :- (Enclosed )

په هغومنطقوکشي چي دژمي موسم يي يخ اواوږدوي نوحيوانات يي په بندو غوجلوکشي ساتل کيږي ددي قسم غوجلوحيواناتوديوپړي ياځنځيرپواسطه داخورپه خواکشي تړل کيږي پدي نوع غوجلوکشي حيوانات په شکل ديويادو کتاره په داخيل دغوجلي کشي چي پراخوالي دغوجلي زيات وي تړل کيږي ددي نوعوغوجلوطول اوعرض نظرپه عمر،جسامت اونوع دحيواناتوپوري فرق کوي مثﻻً مساحت ديوخوسکي لپاره چي په نظرکي نيول کيږي بايدعرض يي ٩٠ سانتي متره نه تريومتر (٩٥-١٠٠ ) سانتي متره اوطول يي له (١٩٥-٢٠٠ ) سانتي متره پوري وي اولويوحيواناتولپاره دامساحت چي عرض يي (١١٠-١٢٠ ) سانتي متره اواوږ:دوالي يي له  (٢٢٠-٢٤٠ ) سانتي متره پوري اټکل شوي بايدپه يادولروچي بندي غوجلي زمونږپه هيوادکي ريواج لري چي په صحي او فني شکل ندي جوړي شوي چي تياري اوبيدون دتازه هوا دجريان څخه دي همدارنګه د غوجلو د جوړولو په وخت کې لاندي  تجهيزاتو او شرايطو ته خاصه پاملرنه وکړل شې :

A- اخور:

په خلاصه غوجله کي دحيواناتواخورپه حويلي کشي اوپه نيمه خلاصواوبندو غوجلوکشي اخوردغوجل په داخل کشي جوړيږي په خلاصوغوجلوکشي داخور ګردچاپيره ديوال احاطه کيږي اوپه سريي دسيوري لپاره يوسيروهل کيږي دحيواناتواخوربايددﻻندي خوصوصيآت لرونکي وي

١-حيوانات بايدپه اساني سره دهغوغذايي موادوڅخه چي په اخورکي موجودوي استفاده وکوﻻي شي

٢-ډکول ،پاکول ،اوضدي عفوني کول داخوربايداسانه وي اوزيات وخت ونه نيسي

٣-اخور بايد داسي جوړشي چي خوراکي مواد دخوړلو په وخت کي داخورڅخه دباندي توي نشي بايد کوشش وشي چي اخور متناسب دحيوان دعمر اودنوعي اودمنطقي داب وهوا شرايطوسره سم جوړشي داخوردهغه ديوال اندازه چي دحيوان طرف ته وي عبارت ده له ١٥-٢٠ سانتي پدي جگوالي سره  حيوان کوﻻي شي چي په اساني سره خوراکي مواد داخور څخه واخلي اوهم دخوراکي موادو په ځمکه باندي دغورځيدو څخه مخنيوي کيږي داخور داخلي ارتفاع ٣٥-٤٥ سانتي متر اټکل شوي شاتني ديوال يي بايد ٦٠ سانتي متره ارتفاع يا جگوالي ولري اوعرض يي بايدله ٦٥-٨٠ سانتي متره انتخاب شي

 

B- د اوبو د څښلو ځاي:

په عمومي ډول دوه نوعه آبخورونه په غوجل کښي په کار وړل کيږي چي عبارت دي له اشتراکي يا مشترک ابخورونه اوبل يي اتوماتيک ابخورونه دي چي خصوصاً په بنده غوجل کښي وي حيوان دخپلي خولي  په واسطه يولوښي دي چي هغي ته فشار ورکوي او بله داچي دضرورت په اندازه اوبه دهغي څخه څښي اودهر حيوان مخکي موجود وي اوکه چيرته يومشترک اتومات ابخور په خلاصه غوجل کي حيواناتو ته جوړشوي وي نو له ٢٠-٣٠ حيواناتو پوري يوابخورکافي دي داوبو ځاي بايد داسي جوړشي چي حيوان وکوﻻي شي په اساني دهغي څخه اوبه وڅښي دآبخور جگوالي بايد دځمکي دسطحي نه ٤٠-٥٠ سانتي متره وي اوبهتره ده چي دغوجل نه دباندي جوړشي ترڅودغوجل دلمديدوسبب نه شي

C- د حيواناتو د قيدولو ځاي :

په بعضي وختونوکښي ديته ضرورت پيداکيږي چي حيوان په يوځاي کښي قيدکړلي شي لکه د واکسين ،دتطبق په وخت کښي دنيمه وهلو اوصحر معايناتو په وخت کي نو بايدچي په غوجل کي يوخاص ځاي ورته تعين شي

 

D- د حيواناتو د خوراکي موادو د ذخيره کولو ځاي:

دحيواناتو خوراکي مواد بايد په داسي ځاي کي وساتل شي چي دباد،باران اوطوفان څخه په محفظ وي ددي لپاره بيل اطاقونه چي کافي اندازه ظرفيت ولري دغوجل په  څنگ کښي جوړيږي ځکه چي خوراکي مواد بايد دغوجل ترڅنگ نږدي وي زمونږ دهيواد په اکثره منطقوکي بالخصوص په گرمو منطقوکښي ليدل کيږي چي بوس دخرمندتر خوا په مخصوصو کادانو کى چه خواوي يي پوښل شوى نه وى او صرف سر يي کا ګل شوى وى ساتل کيږى اګر چه دا يوه  پخوانې  طريقه ده او اکثره ښکارى چه په اثر د باران اوبه بوسو ته داخليږى ډير بوس بلخصوص بوس چه د ځمکى د سطحى سره تماس ولرى خوسا کيږى او دحيواناتو د استفادى څخه وځى همدارنګه پروړه او دجوارو ټانټي چه اکثره يي په اونو کى ساتل کيږى او په مکمل ډول محفوظ نه وى همدارنګه نوموړې غذايي مواد د يوى خوا ښه غذايي کيفيت نه لرې اود بلى خوا کوم باکيفيته مواد چه پکى موجود وى  د باران ،توفان اوتيز لمر پواسطه له منځه ځى همدرانګه ځينې نور خوراکي مواد پوپنک کوى او حيواناتو داستفادې څخه وځى همدارنګه په بعضى ځاينو کى وچي ګياوي د حويلى په يو کونج کى ساتل کيږى چه هغه هم د بادونو پواسطه يو خوا او بلى خوا ضايع کيږى ډير کم مالداران ليدل کيږى چه د حيواناتو د خوراکى لپاره مناسب او محفوظ ځاي لرى بايد په ياد ولرو چه د خوراکي موادو د ذخيره کولو ځاي هم د غوجل په شان هواناک يا هوالرونکى او د څڅيدو څخه محفوظ وى همدارنګه د نم او رطوبت څخه هم محفوظ وى او که چيرې په خلاصه او نيمه خلاصه شکل جوړشى بهتر به وى .

 

نتيجه ګيري

١- د هر څه د مخه بايد داسى ځاي انتخاب شى چه نم اورطوبت ونلرى او حد اقل په ورځ کى دوه ساعته لمر واخلى .

٢- د تازه هوا جريان ته بايد خاصه توجه وشي اوپه غوجل کى هواکشونه اوشدارې په نظر کى ونيول شي .

٣- همدارنګه د غوجل چت بايد حساسى جوړشي تر څو د ژمى په موسم کى چه بارانونه زيات وى حيوانات د غوجل د څڅيدو څخه محفوظ وي .

٤- غوجل بايد وخت په وخت پاکه شى او فاضله مواد يي خارج کړل شې او دحيواناتو دپښو لاندې وچ مواد لکه د ارې بور ، ايره ، چونه اوداسي نور واچول شي

٥- د حيواناتو د غذايي موادو لپاره بايد د غوجل په شان اساسى ځاي جوړ شي ترڅو خوراکى مواد د باران او لمر څخه محفوظ وي  او حيوانات ور څخه په ښه ډول استفاده وکړي .

سپارښتنې

په خلاصه ډول بايد ووايو چه د غوجل په جوړولو کى بايد لاندي ټکي په نظر کى ونيول شى

١-  د غوجل موقيعت بايد په هغه ځاى کى تعين شى چه حد اقل په ورځ کى دوه ساعته لمر واخلى .

٢ – ټول حفظ الصحوي شرايط لکه د نم اولنده بل نشتوالى ، کافى روښنايي اوداسى نور بايد په نظر کى ونيول شي .

٣- د غوجل جوړولو مواد بايد د مالدار د اقتصادى وضعى اب وهوا او نورو عواملو له مخى انتخاب شى .

٤- د غوجل چت بايد د اوبو د نفوذ قابليت ونه لرى د څڅيدو څخه محفوظ وى

٥- د غوجل فرش بايد په معينو وختو کى پاک او نوې شى .

٦- د غوجل ديوالونه بايد هموار مستحکم او مقاوم جوړ شى .

٧- کړکى او روشاندانونه د اذادى هوا د جريان لپاره او همدارنګه د غوجل د روښنايي لپاره بايد په نظر کى ونيول شى .

٨- غوجل بايد په کافى اندازه ظرفيت ولرى يعنى تنګه نه وى .

٩- اخور او داوبو څښلو ځاى د غوجل په يو مناسب ځاى کى جوړ شى

١٠- د خلاصى غوجل د حويلى لپاره بايد مناسب سپرونه د سيورى لپاره په نظر کى ونيول شى .

١١- بايد د خوراکي موادو د ذخيرې لپاره بيل ځاي د غوجل ترڅنګ په نظر کى ونيول شى

اخيستني

١- ايمل  محمد جعفر کميټه مديرا طويله يا مهل بودوباش حيوانات اهلى

   کال ١٩٩٥ صفحه ١-١٣

٢- بصيري  محمد شاپور حيوانې حفظ الصحه د ننګرهار پوهنتون د وترنرى پوهنځي                                                                 کال   ١٣٨٣ صفحه  ٥-١٠

٣- د انټرنيټ شبکه  Animals Barn yahoo and hotmail .com search

  Year 2005

سرپاڼه