د رات کې راني روزنه
ســـــــــــريـــــــزه
دا چې افغانستان يوکرنيز هيواد دې او د خپل موقعيت او ښه اقليمي شرايطو په درلودلو سره د نباتاتو په زړه پورې ودې او توليدلپاره د لوړواو ژورو سطحو په شته والې د مختلفو اقليمونو درلودونکې دې.هغه زينتي بوټې او ګلان چې دخپلې ودې اود ګلانو د توليدلپاره سړې هوا ته ضرورت لري د هيواد زياتې سيمي ديخ اووچ اقليم لرونکې دي .اوهغه زينتي بوټې او ګلان چه ګر م وده ايز موسم ته اړتيا لري د هيواد ځنې سيمې د نوموړي اقليم درلودونکې دي .د دا ډول غوره شرايطو په لرلو سره په بيلا بيلو ولاياتوکې بيلابيل زينتي بوټې او ګلان روزل کيږي .
متآ سفا نه زمونږ هيواد د دوه نيمو لسيزو جنګونو او نا قراريو له امله دزراعت سکتور خورا زيانمن شوې دې چې په دې ترڅ کې دهيواد پارکونو،باغونواو همدارنګه تفريحي ځايونوته ډير زيان رسيدلې دې چې په شرقي زون کې يي د نملې باغ يو ښکاره بيلګه کيداى شي. نو ددغې زينتي بوټي د روزلو په هکله د علمي معلوماتو په وړاندې کولو سره کيداې شي چې يو ځل بيا د هيواد په سمسورتيا کې دغه زينتي اوتفريحي خايو نو ته بيرته ښکلا وروبښو .
څرنګه چې دافغانستان ډير ځايونه د زينتي بوټو او ګلانو دروزنې لپاره مناسب اقليم لري نورات کى راني هم يو له هغوګلانو څخه دې چه دافغانستان په شرقي زون کې يې دکرنې اوروزنې لپاره په زړه پورې شرايط مساعددي چې په ځينوکورونو ، باغچو اوهم په زينتي او تفريجي پارکونو کې په په زينتي شکل سره روزل کيږي چه نتيجه يې هم ډيره ښه او په زړه پورې ده. خو اکثره مالياران د دغې په زړه پورې زينتي ګل د روزلو سره نا اشنا دي
دا چې د رات کى راني ګل د خورا زينتي، اقتصادي او طبي ارزښتونو لرونکې دې.نو د کرنې پوهنځي د هارټيکلچر څانګې دا ضروري وګڼله چې زه خپل سمينار د(رات کى راني دروزنې ) ترعنـوان لاندې ترتيب،تنظيـم اوا راءيه کړم.د موضوع د ترتـب او تنظيم پـه اړونددلا ر ښود استاد محترم پوهنيار سيداجان عتيق (عبدياني ) او د سيمنا راستاد محترم پوهنيار رشاد احمد (شيرزاد) څخه دزړه له کومي مننه کوم اوکورودانې ورته وايم چې زما سره يې دموضوع د ترتيب او تنظيم په اړوند نه هيريدونکې مرستې او لارښوونې کړيدي د خداى (ج ) له دربار څخه ورته د اوږده عمر لپاره خپل لاسونه لپه کوم. خداى تعالى(ج )دې يې قبول اومنظورکړي.
په درنښت
گلبدين (مليار) گلاب
پيژندنه
د رات کى راني گلان چې د Night queen يا Night blooming jasmine په نومونو هم ياديږي د استوايي(Tropical) ،نيمه استوايي(Sub tropical) او همدارنگه د معتدلو سيمو بوټي دي.
نوموړي گلان د سولاناسيي(Solanaceae) د کورنې او د سيسټروم (Cestrum) د جينس پورې اړه لرې چې سپيشز (Species) يي نکټورنم( nocturum) دې .چې بوتانيکي نوم يي د Cestrum nocturnum L په شکل سره ليکل کيږي.
په عمومي توگه تل شنه بوټي دي خو د حالاتو په تغيريدولو سره د پاڼريژو حالت هم اختياروي.
له طبي او اقتصادي مواردو پرته په زياته پيمانه په باغونو ،پارکونو او نورو تفريحي ځايونو کې د خوشبويي او همدارنگه د ساحو د زينت او ښکلا لپاره کرل کيږي.
له هغې ورځې څخه چې د لينس په واسطه د رات کى راني د بوټو طبقه بندي او نوم ايښودنه وشوه په دنوموړي گل په هکله څيړنو دوام وموند.
د رات کى راني د بوټو ټولې برخې په هغه صورت کې چې هضمې شي زهرجنې دي .
نباتي ځانګړتیاوې
د Cestrum nocturnum بوټې چې د Night queen , ،Night-blooming jasmine-
Night blooming cestrum, Night blooming jessamine, Lady of the night او همدارنګه د Raat Ki Rani ( د شپې ملکه) په نومونو هم يادېږي د مرکزي امريکا، مکسيکو،ويسټ انډيز، او کيوبا اصلي (بومي) نبات دى.
د يادوشوو نومونو د ډلې څخه ( رات کى راني) زمونږ په گران هيواد افغانستان ،پاکستان او هندوستان کې د خلکو تر مينځ يو معمول نوم دې چې په زياته پيمانه د نوموړي بوټي لپاره استعماليږي .
رات کې راني يوه وړه او په نسبي ډول تېزه وده لرونکې څو کلن بوټې دې چې په استوايي(Tropical)، نيمه استوايي (Subtropical) او همدارنګه په معتدله سيمو کې کرل کېږي.
د اقليم يا د هوا د حالاتو په تغير سره د تل شنو څخه تر پاڼـــريژو پــــــــــورې حـــــالت اختيارولى شي.
دغه بوټى تر څلورو مترو پورې لوړېداى شي چې د وړو او قوي بوي لرونکو ګلانو لرونکى دى.
ګلان يې د شپې له خوا راسپړل کېږي او خپل ښکلى بوي هرې خوا ته خپروي چې د همدې ځانګړنې له مخې په پورته يادو شويو نومونو سره يادېږي.
ددغې بوټي ټولې برخې قوي زهرجنې دي، پاڼې يې ساده او د روښانه ځلېدونکي شين رنګ لرونکې دي چې اوږدوالې يې د ٤-٨ اينچو يا د ١٠-٢٠ سانتي متره او پلنوالې يې د ٢-٤٫٥ سانتي مترو پورې رسېږي.
ګلان يې د سايموس (Cymose) ګلي سيستم لرونکي دي چې غوټۍ يې پيکه شين رنګ لري .د غوټيو په تشکيل کې يي تروږمې (په کمه اندازه تياره) يو ضروري عامل گڼل شوې دې .
ګلان يې واړه، سينګاري، خوشبويه او په شپه کې غوړيدونکي دي چې شين بخن سپين رنګ لري.
ګلپاڼې(Corolla) يې سلنډر شکلـه دي چې په عمومي توګه د پنځـو څوکـو لرونکې او د ٢-٢٫٥ سانـتي متـرو پورې اوږدوالـې لـري او کلـه چې په شپـه کـې وغـوړېــږي نو پراخـوالـې يي د ١٠-١٣ ملي مترو پورې رسېږي.کله چې گلان يي په پوره توگه غوړيدلي وي نو د گلانو د خلاصيدو زاويه يي تر ١٨٠ درجو پورې رسيږي.گلملې پاڼې(Calex) يې پنځه غاښيزه دي چې اوږدوالې يې د گلپاڼو د اندازې(٢-٢،٥ سانتې مترو) ٣/١ مې برخې ته رسيږي
ګلان يې عموما په اوړي او همدارنګه د مني په اولو ورځو کې غوړېږي.
د غوټۍ کولو وختونه يې عبارت دي له :
:١ د اوړي موسم
:٢ د اوړي د موسم اخر يا د مني اولې ورځې
٣ :د مني په اخر يا د ژمي په اولو ورځو کې
د ياد شوي ګل د ګلانو غوټۍ رامنځته کېږي.
ميوه يې وړه، سپين رنګه او غوښينه (Berry) ده چې اوږدوالې يې ٨-١٠ ملي مترو پورې رسيږي چې د ١-٣ پورې تخمونه په هره ميوه کې وجود لري.ميوه يې د خوراک وړ نه ده او دا ځکه چې زهرجنه ده.
په عمومي توګه غير منظمه وده لري او همدارنګه ډيرې جدي څارنې ته دومره اړتيا نه لري.
طبقه بندي او ځنې مهمې نوعې
د رات کــــــــــــى رانـــــــــــــــي علمي طبقه بندي (Scientific classification) په لاندې ډول ده
Kingdom---- Plantae
Division---- Magnoliophyta
Class---- Magnoliopsida
Order---- Solanales
Family-----— Solanaceae
Sub family--- Browalliodeae
Genus---- Cestrum
Species--- nocturnum
د دوه ګونې نوم ايښودنې د سيستم په اساس د Cestrum nocturnum Lپه شکل ليکل کېږي.
دCestrum جينس تقريبا د ١٥٠-٢٥٠ پورې زينتي گل لرونکې (Flowering plants) نوعې لري.چې زياتره يې زينتي او په زړه پورې بوي لرونکې دي.
له دې جملې څخه Cestrum nocturnum يا رات کې راني د شپې له خوا خپل ګلان سپړي او خپله خوشبويي هرې خوا ته خپروي.
نوعه |
Cestrum diurnum د |
او بله نوعه يې چې د Cestrum diurnumيا دن کا راجا په نامه يادېږي چې د ورځې له خوا خپل ګلان سپړي او خپله خوشبويي هرې خوا ته خپروي.
نوعه |
Cestrum paquiد |
همدارنګه د Cestrum paquiنوعه يې ژيړ بخن شنه ګلان لري او پاڼې يې ولې ته ورته دي چې دغه نوعه هم د رات کې راني دنوعې په شان د شپې له خوا خپله خوشبويي خوروي. خو دا نوعه د ياد شوي جنس د نورو ټولوانواعو په پرتله ديخ په وړاندې زيات مقاومت لري.
نوعه |
Cestrum fasciculatum , Cestrum elegans, Cestrum aurantiacumاو Cestrum newelliiيې مهمې نوعې شمېرل کېږي.
درات کى راني اهميت(Importance of Raat ki rani)
درات کى راني دګل دبوټو څخه په طبي مواردو کې زياته استفاده کيږي چې يو زيات شمير دوا ګانې اوهمدارنګه مختلف عطرونه ورڅخه جوړيږې .
له دي پرته درات کى راني بوټي د هارټيکلچرپه هغه څانګه کې چې اوس مهال د هارټيکلچر ديوي نوې څانګې په توګه چې د (Horticulture theraphy) په نامه ياديږې چې په عمومې توګه د عصبې ناروغانو د معالجې لپاره په زياته اندازه په کاروړل کيږي
زيات داهميت وړ ګلان ګڼل کيږي .
په دغه څانګه کې دګلانو او زينتي بوټو په روزنه کي عصبي ناروغانوته برخه ورکوي چې درات کى راني ګل هم دزياتو عصبي ناروغانو دشوق سره سم په درملنه او مشغولتياکې ستررول لري.
د رات کى راني بوټې په برطانيه کې اکثره خلک د شپې له خوا د مياشو د منع کولو او مخنيوې لپاره استعمالوي.
له بلې خوا د رات کى راني دګلانو څخه جوړې شوې ګل دستې په اکثرو بهرنيو هيوادونوکي دخوښۍ په مراسمو کې ديوې ارزښتناکه تحفې په توګه ددوستانو ترمنځ استعماليږي چې روزونکې يې ددي لارې زيات عايد تر لاسه کوي .
او ديو راپور له مخې دتورکيې په هيواد کې د Turuncu peyzj کمپنۍ درات کى راني دبوټو دخرڅلاو له امله په ٢٠٠٥ کال کې يو ميليون امريکايي ډالره عايد ترلاسه کړې دې .
له طبي او اقتصادي ارزښته پرته درات کى راني ګل په پراخه پيمانه د زينتي ارزښت درلودونکى هم دې چې په عمومي توګه دکورونو په خايسته کولو (Home landscaping)
دباغونو او باغچوپه خايسته کولواو همدارنګه د زينتي او تفريحي پارکونو په خوشبويه کولو او ښکلا کې په پراخه پيمانه روزل کيږي .
نوموړي بوټي په پارکونو ،باغونواو نورو زينتي ځايونو کې د نورو بوټو تر مينځ (Mixed border) په شکل هم کرل کيږي.
داچې درات کى راني ګل په بندو ساحوکې هم کرل کيږي نو لدې امله د کورونو په دننه ساحو، تالارونو اوهمدارنګه په شاهي ماڼيو کې د نوموړوساحود خوشبويه کولو او ښکلا لپاره کرل کيږي .
داچې نوموړې ګل دشپې له خوا خپل ګلان راسپړي او خوشبويي خپروي نو له دي امله په شخصې او دولتي ميلمستونونو ، پارکونو ،قصرونو ،اوستيډيمونو کې د خوشبويي اوښکلالپاره کرل کيږي .
اقليمي اړتياوېClimatical requirement
اوسنيو څیړنو ښودلې ده چې د رات کى راني د بوټو ،گلانو او همدارنگه دگلانو د غوټيو سپړل کيدنه (د گلپاڼو خلاصيدنه او بنديدنه) د محيطي شرايطو په واسطه کنتروليږي.نو په دې اړوند لازمه بريښي چې د محيطي شرايطو په هکله د موضوع اړوند په ځينو عواملو بحث وکړو.
الف- تودوخه: (Temprature)
سره له دې چې د رات کى راني څو کلن بوټې د ( ٢-،٣-) سانتي ګريد کې هم مقاومت کولى شي خو په عمومي توګه هغه ساحې چې يخ وهنه په کې صورت نه نيسي او همدرانګه ملايمه او معتدله هوا ولري يو په زړه پورې بوټې بلل کېږي .
په شنو خونو (Green Houses) کې د ورځې له خوا د تودوخې مناسبه درجه د سانتي گريد ٢٣ درجې او د شپې له خوا د سانتي گريد ١٧ درجې د رات کى راني د بوټو د روزلو لپاره ښودل شوې ده.
سره له دې چې په سعودي عربستان کې د اوړي په موسم کې دورځې له خوا تودوخه تر ٥٠ درجو د سانتي گريد هم رسيږي )دAugust ,Julyپه مياشتو کې ( د نوموړو گلانو د ښې ودې راپورونه ورکړل شوي دي .
ب- رڼــــــا (Light):
دا بايــد په ياد ولــرو چې رڼا او ســيورى د ورځـــې په جريــان کې تغـير کوي نو له همـدې امله بايد د رات کى راني د بوټي د ښې ودې لپاره په مستقيم ډول او دوامداره توګه شپږ ساعته يا تر هغې زيات ورځني لمر ته اړتيا لري.
قسمي يا نيمه سيورى چې د لويو ونو تر لويو څانګو لاندې د رات کى راني په بوټو باندې واقع کېږي او بوټي د غرمې د لمر د مستقيمو وړانګو څخه ژغوري. که چېرې يې سيورى ډير ګڼ وي نو بايد ځينې څانګې ترې غوڅې شي ځکه د يو ښه بوټي د لاسته راوړلو لپاره بايد مناسبه رڼا برابره شي.
که پوره اندازه رڼا ورته و نه رسېږي نو په پايله کې به د بوټي پاڼې کمې، اوږدې او نرى بڼه ولري چې رنګ به يې هم پيکه وي له بلې خوا د ګلانو غوټۍ به يې هم کمې وي.
د کورونو د جوړولو پر مهال بايد پاملرنه وشي چې د نوموړي بوټي د کرلو لپاره لمريزه ساحه پريښودلى شي.
څرنګه چې دغه بوټى د کورونو په بندو ساحو کې هم کرل کېداى شي نو هغه بوټي چې په بندو ساحو کې کرل کېږي کيداى شي چې د څراغونو د رڼا پواسطه ورته رڼا برابره کړاى شي.
په ثابته تودوخه لرونکو اطاقونو او تالارونوکې چې د رڼا سرعت په متوسطه توگه ٥٠٠ فوټه په يوه ثانيه کې وي د بوټو د ښې ودې لپاره مناسب بريښي .
ج- لنده بل (Moisture):
مرطوبې خاورې هغه دي چې اوبه په کې د منظم اوبه خور په پايله کې تر ١٨ اينچو پورې ښکته ژورې لاړې شي.په عمومي توګه وچې نه وي او همدارنګه د زهکشۍ ستونزه هم و نه لري.
که چېرې د طبيعي باران په واسطه د لنده بل اندازه يو اينچ برابره نه شي نو د نبات لپاره غوره ده چې د وده ايز موسم په جريان کې اوبه کړاى شي خو بايد زياتې اوبه ور نه کړل شي.
د خاورې د لنده بل د ساتلو لپاره بايد په لومړي کال کې په اونۍ کې يو ځل په ژوره توګه اوبخور ور کړاى شي او تر دوه کلنۍ پورې بايد په منظمه توګه اوبه شي.
د- مناسبې خاورې (Soil):
په عمومي توگه د رات کى راني بوټي ثابتې ، مرطوبې او لوم خاورې خوښوي او مالگينې خاورې نشي زغملى.
همدانگه په هغو خاورو کې چې د PHاندازه د ٦،٦ نه تر ٧.٥ پورې وي ښه وده کوي.
له بلې خوا هغه خاورې چې ښې حاصلخيزې او زهکشي شوې وي د نبات د سالمې ودې په پرمختيا کې مهم رول لري.
په خاصه توگه سپکې او شگلنې (Light-Sandy) خاورې د رات کې راني د بوټي لپاره مناسبې دي.
بوټو تکثيرول(Propagation)
داچې د رات کى راني بوټي په زوجي او همدارنگه غير زوجي توگه د تکثير وړ دي نو په دې اساس د شپې الوتونکې حشرې چې د رات کى راني د گلانو د قوي بوي له امله راجلبيږي د گلانو په گرده افشانې کې مهم رول لوبوي.
د رات کى راني بوټي کيداى شي چې د تخمونو (Seeds)، هوايي ليرنگ(AirLayering) او همدارنگه په زياته پيمانه دقلمو(Cutting) (سختې ، نرمې اود ريښو قلمې ) پواسطه تکثير کړى شي.
که چيري د تخمونو پواسطه تکثيريږي نو تخمونه بايد تر هغه وخته په بوټو کي پريښودل شي چي وچ شي. او بيا دې راټول کړاى شي.
1 mm mm |
که چيري تخمونه په بندو ساحو کي کرل کيږي نو لومړى بايد د Stratificationعمليه پرې اجرا شي او تخمونه Stratifyشي .
خو که چيري د قلمو پواسطه تکثيريږي نو بايد قلمې په ژمې کې نا وخته يا په پسرلي کې دوخته کله چې شاخه بري کيږي برابرې کړى شي.
قلمې کيداى شي چي د Augustپه مياشت کي واخيستل شي او په شنو خونو کې په بسترونو ، پلاستيکي خريطو او يا گلدانونو کې وکرل شي نوموړى قلمې د څو هفتو په جريان کې ريښې کوي کله چې ريښي يي قوي شوي نوموړې قلمې بايد هغو خريطو ته چې درې اينچه قطر ولري چې ٣/٢ برخه يي لوم خاوره او ٣/١ برخه يي د پاڼو څخه جوړ شوې کمپوست او يو څه اندازه شگه هم ولري انتقال کړى شي.د رات کى راني بوټې ډير کوچني وي چې په گل نيولو پيل کوي.
د Cestrumد جينس ټول انواع په ژمې کې د تودوخي (Temperature) ټيټ حد ته اړتيا لري چي بايد په ښو زهکشي شوو بسترونو کي چې د لوم خاورې ، شگې او يوې برخې کمپوست لرونکې هم وي وکرل شي.
که په گلدانونو او يا خريطو کي هم ذکر شوې خاوره برابره کړاى شي نوموړي بوټي په کې کرل کيږي.
کله چې د اوړي په موسم کي بوټي فعاله وده کوي نو خاورې بايد ورته مرطوبې وساتلى شي او له بلې خوا ډيرې زياتې اوبه هم بايد ورنه کړاى شي.
څرنگه چې نوى څانگې په دوامداره توگه وده کوي نو د دوى لپاره بايد يو اړم يا تکيه ځاى هم ودرول شي تر څو مستقيمه وده انتخاب کړي.
کله چې د څانگې څخه گلان ورژيدل ( تقريباَ د July او Augustپه مياشتو کې ) نو بيا څانگې د درې يا څلورو زخو په اندازه له قاعدې څخه پورته قطع کيږي.
په هغو گلدانونو کې چې تقريباً ١٧ سانتي متره قطر ولري تر هغې روزل کيږي چې د ٤٠ نه تر ٦٠ سانتي مترو اوږدوالي ته ورسيږي او تر هغې وروسته له گلدانونو څخه خپلو اصلي ځايونو ته وړل کيږي.
د کندو ويستل او د بوټو کرل
د رات کى راني د بوټي ټولې برخې قوي زهرجنې دي چې د نړۍ په استوايي او په نيمه استوايي سيمو کي لکه استراليه ، جنوبي چين او همدارنگه په اکثرو جنوبي متحده ايالاتو کي په پراخه پيمانه اصلاح شوي او د هغوې زهريت له منځه وړل شوې دې.
د نوموړي بوټې د کرلو پر مهال بايد لومړى د ٤ نه تر ٦ فوټو او يا ١.٢ نه تر ١.٨ سانتي د مترو په لرى والي يا فاصلې سره کندې وويستل شي چې د کندو پراخوالې بايد د ريښو پيوسته خاورې د اندازې دوه برابره پراخه او دريښو د اوږدوالي په اندازه ژورې کړى شي.
که چيرې خاورې ضعيفه وي نو کندې دې نورې هم ژورې کړاى شي او بيا دى نيمايي برخه خاوره او نيمايي برخه کمپوست جوړ کړاى شي او په کندو کې دې د خاورې د اصلاح په خاطر واچول شي.
کله چي کندې وويستل شوې نو بوټي بايد په پوره احتياط سره له گلدانونو څخه وويستل شي او په کندو کې د ايښودلو پر مهال دى د هغې ريښې په کنده کې په برابره توگه تقسيم کړاى شي.
همدارنگه بوټي بايد د کندو په منځ کې وکرل شي وروسته ترهغې دې کنده په اصلي خاوره يا جوړ شوي Mixtureسره ډکه کړاى شي تر څو بوټي پرې کلک او مستقيم ودريږي.
د غټو بوټو د کرلو پر وخت بايد ښه اوبخور او همدارنگه د خاورې ملچ کول صورت ونيسي.
که چيرې بوټي ( د ريښو ساحه ) په وښو ، لوښو او يا د تاري بوجيو پواسطه تړل شوي وي نو د کرلو په وخت کې بايد هغه ترې لرې کړاى شي تر څو له يوې خوا په وچو شرايطو کې د نبات ريښې د اوبو څخه لرې پاتي نشي او له بلې خوا ريښو ته اجازه ورکړل شي چې نوو خاورو ته نفوذ وکړي.
که چيرې د ريښو کومه برخه لوڅه شوې وي هغه دى په خاورو پټه کړاى شي.
که چيري خاوره ډيره شگلنه او يا ډيره مټينه وي نو عضوي مواد دى ورسره گډ کړاى شي تر څو د خاورې په زهکشۍ او همدارنگه د خاورې د لنده بل په ساتلو کې مرسته وکړي.
د سرو استعمال Use of fertilizers
په عمومي توگه د رات کى راني د بوټو لپاره په پسرلي کي د سرو د استعمال سپارښت کيږي خو په مياشتنې توگه د وده ايز موسم په دوران کې هم استعاليږي.
ځوان بوټې يوې زياتې اندازې فاسفورس(P) ته اړتيا لري تر څو د هغوې ريښې ښه وده وکړي چې بايد سپارښت شوې اندازه يي د کر په وخت استعمال شي او همدارنگه يوه کمه اندازه يي د لومړنۍ ودې پر مهال استعمال کړاى شي.
نبات په اولو کلونو کې سرو ته ډيره اړتيا لري چې په Landscape کې بايد نباتاتو ته په کلنۍ توگه سره ورکړل شي له بلې خوا رسيدلې بوټي کولاې شي چې د سرو څخه زياته گټه واخلي.
لومړى بايد د خاورې د تجزيي په اساس په خاوره کې د موجوده غذايې موادو اندازه معلومه شي که يو يا زيات غذايي مواد يې کم وي نو بايد د هغې مربوطه سره استعمال کړاې شي.
هغه سرې چي زياته اندازه نايتروجن(N) لري د نبات د شنې برخې وده زياتوي. په خاوره کې د نايتروجن زياتوالې کيداى شي چې د نبات د زياتې ودې سبب وگرځي.
دا چې زيات نايتروجن(N) د څانگو وده زياتوي نو په وده ايز موسم کي يې د استعمال څخه مخنيوې کول پکار دي ځکه چې د نايتروجن (N) زيات استعمال نبات د کلکوالي څخه وژغوري چي بيا به د يخنۍ په مقابل کې مقاومت ونشي کړاي.
د يو کلنو او څو کلنو درخچو لپاره بايد په لاندې ډول سرې استعمال کړاى شي :-
١. په اوبو کې ژر حليدونکې سرې د وده ايز موسم په دوران کې په هرو دوو هفتو کې يو ځل استعمال شي.
٢. هغه سرې چې په عمومي توگه تودوخه کنترولوي او په قراره جذبيږي بايد په وده ايز موسم کي يو ځل استعمال شي.
٣. د عضوي سرو استعمال لکه Fish emulsionد يو کلنو او څو کلنو بوټو لپاره گټور تماميږي.په عمومي توگه د رات کى راني بوټې د Fish emulsion سره خوښوي چې نوموړې سره پاڼو ته خيره شين رنگ او وريښمينه ځلا ورکوي.
اوبخور(Irrigation)
دا چې هيځکله باغ لرونکې د طبيعي اورښت په اوبو سل فيصده(١٠٠%) متکي کيداى نشي نو له همدې امله دوې بايد د باغونو د اوبخور په هکله پوره پاملرنه وکړي چې زياتره باغ لرونکي د خپلو نباتاتو د اوبخور لپاره له لاندينيو وسايلو څخه استفاده کوي.
اوبه شیندل :(Watering cans)
په آبپاشونو کې دا مهمه نه ده چې هغه د پلاستيک او يا هم د سټيل څخه جوړ شوى وي خو بايد د هغه ډيزاين او د اوبو ظرفيت معلوم وي.
هغه آبپاشونه چې دوه گلنه ( ١٨ پاونډه) د اوبو ظرفيت ولري د اکثرو باغ لرونکو لخوا يو منل شوى آبپاش گڼل کيږي کوم چې په ازاده ساحه کې د کرل شوو بوټو د اوبخور لپاره استعماليږي. خو د هغو بوټو لپاره چې په بندو ساحو کې کرل کيږي بيا هغه آبپاشونه د استفادې وړ دي چې د اوبو ظرفيت يې کم وي او واړه سوري ولري.
پلاستيکي نلونه (Watering hoses) :
په دي هکله بايد کوښښ وکړاى شي چې نلونه نسبتاً قوي وي. ددې لپاره چې د زيات وخت لپاره دوام وکړي نلونه بايد په سيوري کې واقع کړې شي.
همدارنگه د ژمې د يخ وهنې څخه د ژغورلو په منظور بايد په نلونو کې اوبه ايسارې پاتې نشي او ترې وويستل شي.
د نبات د سالمې ودې لپاره منظم اوبخور ته اړتيا ليدل کيږي که چيرې پوره اوبه ورته ونه رسيږي نو د نبات بڼه به په عمومي توگه کمزورې وي. له بلې خوا زياتې اوبه په تکراري ډول سره د ريښو په ساحه کې اکسيجن کموي چې په پايله کې نبات د مختلفو مرضونو سره مخامخ کيږي لکه د ريښو او تنو خوسا کيدنه
د نبات نوعه ، د نبات عمر ، درڼا اندازه ، دخاورې نوعيت او همدارنگه د گلدان اندازه ټول هغه عوامل دي چې د نبات په اوبخور باندې ژورې اغيزې کوي.
د يو ښه او مناسب اوبخور لپاره بايد لاندې ټکې په پام کي ونيول شي.
١. اوبخور بايد ژور وي خو تکراري شکل ونلري. هغه بوټي چې په پراخه ساحه کې کرل کيږي بايد اوبه د اوبخور په نتيجه کي ٦ نه تر ٧ اينچه ښکته لاړې شي .
خو په گلدان کې د کرل شوې بوټي لپاره بايد تر هغې اوبه واچول شي تر څو چې د گلدان د ا وبو وتونکې سوري څخه اوبه ووځي.
٢. کوښښ دې وشي چې اوبخور سهار د وخته او ياهم مازديگر ناوخته تر سره شي.
٣. اوبخور بايد د نبات تر مړاوي کيدو ونه ځنډول شي. سره له دې چې ځيني نباتات به له دغې حالت څخه وتلى شي خو که دغه مړاوي کيدنه زياته شي يعني داچې د دايمي مړاوي کيدو نقطې(Permanent wilting point) ته ورسيږي نو نباتات له منځه ځي.
٤. د اوبو د ساتنې او سپما په هکله بايد د اوبخور مختلف ميتودونه (Drip irrigation system) او داسې نور) په نظر کې ونيول شي تر څو د زياتو اوبو د ضايع کيدو څخه مخنيوې وشي.
شاخه بري(Prunning)
په نوموړو بوټو کې د شاخه برۍ د Thinning, Pinchingيا رنگړي کول ، Shearingيا برابرول او همدارنگه د Rejuvenatingيا بيا ځوانولو قسمونه شامل دي.
دا چې د رات کى راني بوټي په Landscapeکې مهم رول لري نو له دې امله لازمه بريښي چې دغه برخه (شاخه بري) لږ څه زياته ورښانه کړو.
١. Pinching:- په دې طريقه کې د ځوانو ساقو سرونه قطع کيږي تر څو جانبي څانگې پوره وده وکړي همدارنگه په دغه کار سره په راتلونکې کې د درنې شاخه برۍ څخه هم مخنيوى کيږي.
هغه بوټي چې په بندو ساحو کې کرل شوي وي په عمومي توگه اوږده او نري وي چې د Pinch کولو په واسطه يې شکل او بڼه جوړولې شو.
٢. Thinningيا رنگړي کول :- په دې طريقه کې د تنو د پاسه ځينې څانگې قطع کيږي تر څو رڼا په پوره توگه د نبات داخلي برخو ته ورسيږي او همدارنگه د هوا جريان ته هم زمينه برابره شي . کوم چې د امراضو په مخنيوۍ کې ستر رول لري .په دغه طريقه کې لومړى وچ شوي او مرض لرونکې څانگې له منځه وړل کيږي.
٣. Shearingيا قينچي کول :- دغه طريقه په حقيقت کې د بوټي د سطحې برابرول يا ليول کول دي. مونږ کولاى شو دغه کار د لاسي قينچي يا په مخصوصو برقي ماشينونو پواسطه تر سره کړو چې ددې په نتيجه کې بوټې په زړه پورې شکل او بڼه غوره کوي.
٤. Rejuvenatingيا بيا ځوانول :- په حقيقت کې بيا ځوانول د زړو ښاخونو له منځه وړل او يا د نبات د ټولې اندازې کمول دي تر څو نبات خپله اصلي بڼه غوره کړي.
په دې هکله داسې سپارښت کيږي چې د نبات د ٣/١ برخې څخه بايد زياته برخه قطع نشي. منځنې ښاخونه دې قطع شي او جانبي څانگې بايد په داسې شکل سره غوڅې شي چې بوټي خپل اصلي شکل او بڼه وساتلې شي.
که چيرې د رات کى راني بوټي د اقليم د تغيراتو په اساس د پاڼريژو حالت غوره کړي نو د دوو دليلونو په اساس د هغوې شاخه بري ضروري بريښي.
١. د زړو ، مرض لرونکو ، تخريب شوو او وچو شوو ښاخونو په لرې کولو سره د هوا جريان ته موقع برابريږي کوم چې د مرضونو په کمښت کې مهم رول لري.
٢. د نبات په بيا ځوانولو سره په نبات کي نوې وده رامنځته کيږي چې په پايله کې د زياتو گلانو د توليد سبب گرځي.
په پاڼريژو بوټو کي شاخه بري په څلورو برخو ويشو.
١.Minimal pruning:- دلته يواځې وچ شوي ، تخريب شوي ، مرض لرونکي او يو پربل باندې تيرې شوې څانگي قطع کيږي چې دغه کار بايد په پسرلي کې د وخته تر سره شي.
٢. Spring pruning:- د څانگو قطع کول ددې لپاره چې نبات د نوې قوي ودې لپاره تشويق شي او د اوړې په موسم کي زيات گلان توليد کړي .يا په بله اصطلاح په نوو څانگو باندې د گلانود راښکاره کيدو لپاره د پسرلي شاخه بري تر سره کيږي.
٣.Spring pruning after flowering:- د اوړي په موسم کې د بوټو د گل کولو څخه وروسته د ځينو څانگو پرې کول دي.زياتره هغه څانگې چې ښکته لورې ته کږې شوې وي د قطع کولو وړ دي.
٤.Suckering habit pruning:- دا چې گلان د تير کال په څانگو باندې ښکاره کيږي نو د هغو څانگو چې گلان يي کړي وي ٢/١ برخه د څانگو د څوکو څخه او همدارنگه ٢/١ برخه يي د ځمکې د سطحې څخه د څو اينچو په اندازه پورته قطع کيږي تر څو د نوو ښاخونو وده غښتلې شي.
بايد په ياد ولرو چې که د شاخه برۍ د هرې نوعې څخه استفاده کوو نو بايد هميشه لومړۍ وچ شوي ، تخريب شوي ، يو پر بل باندي تير شوي او مرض لرونکي ښاخونه قطع کړو.
په څو کلنو بوټو کې د Pinchingاو Thinningتر سره کول:-
څو کلن نبات يواځې په يو وار کرلو سره دا معنى نلري چې په کلنو کلنو د پاملرنې څخه پرته له باغ بانۍ څخه خوند واخيستل شي. څو کلن نباتات هم د نورو په شان پاملرنې ته اړتيا لري خوا يواځې فرق يي د نورو سره دادې چې پالنه يي بايد د فعاله کرونکو په واسطه تر سره شي او په موقع سره د هغوې رنگړي کول صورت ونيسي چې دغه رنگړي کول د نبات د قوت مخه نيسي.
د يو بوټي په خپل وخت سره شاخه بُري کول په ساحه کې د نورو نباتاتو د ودې د مخنيوۍ سبب نه گرځي او همدارنگه د نبات په داخل کې د هوا جريان ته موقع برابريږي چې په دې سره د يو شمير مرضونو لکه د Botrytisاو Powdery mildewمخنيوې هم کيږي.
ځينې مرضونه او د هغوې مخنيوې Some desease & Control
د پاڼو داغونه (Leaf spots) :
د پاڼو داغونه چې د فنگسونو او بکترياوو په واسطه رامينځته کيږي اکثرا د نصواري او يا هم د تورو داغونو په شکل وي چې نوموړي داغونه کيداى شي رژيدلي او يا حلقوي جوړښتونه د پاڼو په سطحو را مينځته کړي چې په زبيښلي او يا د پاڼو د ژيړ رنگه څنډو په شکل سره ښکاره کيږي.
مختلف حشرات،بارانونه،په فنگسونوککړ د باغونو سامانونه او حتى خلک د نوموړې ناروغې په انتشار کې برخه لري.
مخنيوې :
هغه وخت چې بوټې وچ وي بايد په ناروغې ککړې پاڼې تر ې لرې کړې شي .هغه پاڼې چې د نبات په بيخ ساحه کې پرتې وي بايد را ټولې او سمبال کړې شي .
همدارنگه د اوبخور په وخت کې بايد اوبه د ډير وخت لپاره ډنډ نه کړې شي .هغه بوټي چې په نوموړې ناروغې اخته وي بايد مناسب فنگس وژونکې(Fungicide) پرې استعمال کړې شي .
ځينې حشرات،سپږې او همدارنگه ميږيان هم په مختلفو طريقو سره د رات کى راني د بوټو لپاره ځينې مشکلات پيښوي اود بوټو زياتې برخې زيانمنوي .چې نوموړې زيانمنې برخې بايد د بوټو څخه لرې کړې شې او د Safer soup دوا پرې استعمال شي.
له بلې خوا د غڼو د کورنې او همدارنگه ځينې زبيښونکې مضره حشرې هم د رات کى راني بوټي تر خپلې حملې لاندې راولي .د نوموړو د مخنيوې لپاره بايد د هغوې د لاروا په مرحله کې د اپسوم مالگې(Epsom salts) په خاورو کې استعمال شي .همدارنگه نوموړې مالگې په عمومي توگه يوه کاچوغه په دوه گيلنه اوبو کې هم اچول کيږي او په خاورو باندې استعماليږي.
همدارنگه د تنو او ريښو خوسا کيدنه چې اکثره وختونه د اوبو د زياتې اندازې او د ډير وخت لپاره د ډنډيدلو له امله وي هم واقع کيږي.چې بايد اوبخور په منظم شکل سره تر سره شي.
همدارنگه دBotrytis (توره خوسا کيدنه )او Powdery mildew (خاکسترک يا سپينکې )دناروغيو د مخنيوې لپاره بايد په منظمه توگه شاخه بري تر سره شي ترڅو د هوا جريان ته زمينه مساعده شي او د نوموړو ناروغيو مخنيوې پرې وشي.
يادښت:
له زياتو خلکو سره داسې يوه انديښنه موجوده ده چې د رات کى راني بوټوته ماران را جمع کيږي .خو دغه نظريه سمه نه ده ځکه په يوه تحقيق کې چې د Gregrice نومې له خوا تر سره شوې دغه نظريه په کامله توگه رد شوې ده .
نتيجه گيري(لنډيزونه)
١- د رات کى راني بوټي واړه او په نسبي توگه تيزه وده لرونکي څوکلن بوټي دي چې په استوايي (Tropical) ،نيمه استوايي(Sub tropical) او همدارنگه په معتدلو سيمو کې په پراخه پيمانه کرل کيږي.
٢- د تل شنو څخه تر پاڼريژو پورې حالت اختيارولې شي .پاڼې يي ساده او د ځلانده شين رنگ لرونکې دي . گلان يي شين بخن سپين رنگ لري چې په عمومي توگه د شپې له خوا غوړيږي.ميوه يي وړه،سپين رنگه او غوښينه (Berry) ده چې د خوراک وړ نه ده .
٣-د Cestrum جينس د ١٥٠-٢٥٠ پورې گل لرونکې(Flowering plants) زينتي نوعې لري چې له دې جملې څخه Cestrum nocturnum يا رات کى راني ،Cestrum diurnum يا دن کا راجا او همدارنگه د Cestrum paqui نوعې يي د يادولو وړ دي چې د طبي ،اقتصادي او په زياته پيمانه د زينتي ارزښت لرونکي دي .
٤-د اقليمي اړتيا وو څخه د تودوخې په هکله داسې ويلاى شو چې هغه سيمې چې په عمومي توگه يخوهنه په کې نه رامينځته کيږي او معتدله هوا ولري د رات کى راني د بوټو په زړه پورې دي .په پوره لمر لرونکو ساحو کې چې د ورځې له خوا شپږ ساعته يا تر هغې زياتې د لمر وړانگې په مستقيمه او دوامداره توگه ورته ورسيږي بايد وکرل شي .همدارنگه د رطوبت د ساتلو لپاره بايد په منظمه توگه د رات کى راني بوټي اوبه کړاى شي
٥-د رات کى راني بوټي د تخمونو ، هوايي ليرنگ،سکرونو ،د ريښو قلمې او په زياته اندازه د سختو او نرمو قلمو په واسطه تکثيريږي.چې قلمې بايد په ژمي کې نا وخته اويا په پسرلي کې د وخته کله چې بوټي شاخه بري کيږي واخيستل شي او وکرل شي.
٦-په عمومي توگه د رات کى راني بوټي ثابتې،مرطوبې او لوم (Loam) خاورې خوښوي او په خاصه توگه په سپکو او شگلنو خاورو کې ښه وده کوي.
٧-په عمومي توگه په پسرلي کې يي د سرو د استعمال سپارښت کيږي او همدارنگه په وده ايز موسم کې په مياشنتي ډول هم استعماليږي چې د نورو سرو تر څنگ د فاسفورس(P) سرې ته زياته اړتيا لري.خوپه خاصه توگه د رات کى راني بوټي د Fish emulsion سرې ډيرې خوښوي.
٨-د بوټو عمر ،د بوټو نوعه ،د رڼا اندازه ،د خاورو نوعيت او همدارنگه د گلدانونو اندازې چې د بوټو په اوبخور باندې ژورې اغيزې کوي بايد د هغوې په نظر کې نيولو سره د رات کى راني بوټي په منظمه توگه اوبه کړاى شي چې اوبخور بايد ژور وي او همدارنگه اوبه د زيات وخت لپاره د بوټو په ساحه کې بايد ډنډې نه کړاى شي .
٩-څرنگه چې د رات کى راني بوټي د خوشبويه گلانو د لرلو تر څنگ په Landscaping کې
د ساحو د ښکلا لپاره هم کرل کيږي نو په دې اساس بايد په هغوې کې منظمه او د وخت سره سمه شاخه بري صورت ونيسي چې د رات کى راني بوټي د Pinching،Thinning ، Shearing او همدارنگه دRejuvenating د طريقو په واسطه شاخه بري کيږي.
١٠-داچې مختلف حشرات،فنگسونه او بکترياوې د رات کى راني په بوټو کې مختلف مرضونه او زيانونه را مينځته کوي بايد د هغوې مخنيوې په فزيکي او کيمياوي طريقو سره وشي.
سپارښتنې
١- د گلانو د روزنې(Floriculturre) د برخې استادان، علمي او مسلکي کدرونه بايد د رات کى راني او دې ته ورته زينتي گلانو د روزنې او اهميت په هکله علمي ليکنې وکړي . تر څو د گلانو او زينتي بوټو په پالنه او روزنه کې موثر تمام شي
٢-هيوادوال بايد په خپلو کورونو ،باغونو او باغچو کې د رات کى راني بوټي وکري ترڅو د هيواد هره برخه په زينتي گلانو سره رنگينه او ښايسته شي.
٣-دولتي چارواکي بايد د کرنې د وزارت د اړونده مقاماتو په مرسته او همکارې په پارکونو،باغونو ،قصرونو،شفاخانو،مکتبونو او همدارنگه په ميلمستونونو او د هغې په اړونده تالارونو کې دزياتې ښکلا او خوشبويي لپاره د رات کى راني بوټي وکري.
٤-د دولتي او شخصي باغونو،پارکونو او قصرونو باغبانان او د بوټو روزونکي بايد په ساحه کې د موجودو رات کى راني بوټو ښه روزنه او پالنه وکړي .تر څو د ښې ودې په کولو سره نوموړې ساحې لا ښايسته او رنگينې کړي.
٥-د عامې روغتيا د وزارت اړونده مقامات بايد د رواني او عقلي ناروغانو د درملنې لپاره د ځينو ناروغانو د شوق سره سم هغوې د رات کى راني د بوټو په روزنه وگماري تر څو بيرته د کورني ژوند لاره ومومي.
ماخذونه
http://www.floridata.com/ref/C/cestrum.cfm
http://www.hear.org/starr/hiplants/images/thumbnails/html/cestrum_nocturnum.htm
http://www.hear.org/starr/hiplants/images/thumbnails/html/cestrum_nocturnum.htm