دخټکۍ مچ

سريزه:

افغانستان يوزراعتى هيواد دى چى تقريبا (٨٥) فيصده وګړي يي په کرنه او مالدارى بوخت دي د افغانستان جغرافى مساحت (٦٥،٢) ميلونه هکتاره حساب شوى چى دهغى جملى نه (٧،٩٠) ميلونه هکتاره ځمکه د کرلو وړده او د کرلو وړځمکى له جملى څخه (٤،٠٠) ميلونه هکتاره د کرلاندى ده او باقى (٣،٩) ميلونه هکتاره ځمکه يي لاتراوسه يي هم دکر لاندى نده راغلى د يو ښه موسم په درلودلوسره چى مونږته خداي په نصيب کړيده دا ځمکه د افغانستان د ټول مساحت په حساب (١٢) فصيده د کرنې وړده حال داچى په ټوله نړى کى (١١) فيصده د کرنې وړده خوالبته زمونږپه ګران هيواد کى د نوى اوعصرى تکنالوژى په نه درلودلو سره اوهمدارنګه د ماشين الاتو او کارخانى د نه درلودلوپه صورت کى همداسى پاتى او له بله طرفه هغه څه چى مونږيي غواړو چى دنباتى حاصل څخه يي په لاس راوړو يو د طريقو د زراعتى محصولاتو دذخيرو مجموعى زياتوالى دى چى عبارت ده د محصولاتو د ضايعاتو رفع او خوندى ساتل او د بلى خوا د کمى ځمکى څخه زيات حاصلات په لاس راوړو نو دلته د خاورى اصلاح ادويه جاتو استعمال د کيمياوي سري او نورترويجى خدمتونوته ضرورت دى له کرڅخه تر حاصل ټولولو پورى يو نبات د ډيرو اقليمى عواملو سره مخ کيږى او همدارنګه پدى کى ژوندى او غيرژوندي عوامل اواثرات هم په نبات باندى اغيزه کوى چى د ژونديو له جملى څخه يي وايروسونه ، نيماتود ،فتګس ، بکتريا او حشرات خو ددى ټولو څيړل ا ود هغوي مشخصات معلومول ډيري مطالعى ته ضرورت لرى مونږد هغى د جملى څخه يوازى افتونه تر نظر لاندى نيسو خو مخکى له دى چى د افتونو څخه يادونه کوو نو بايد لمړى د افت د کليمى سره اشنايي پيدا کړو پدى لحاظ د افت کليمه هر هغه حيوان يا حشرى ته اطلاق کيږى چى د کروندګرا وکروندى  دگټى خلاف ثابت شى خوبيا هم د افت کليمه خصوصا حشراتو ته زياته د ذکر وړده نو پدى لحاظ ما دا غوره وګڼله ترڅو د حشراتو له جملى څخه يو افت د خټکى مچ د کنترول تر عنوان لاندى خپل سيمنار موضوع ترتيب او ارايه کړم اوپه اخر کى د محترم استاد قارى عبدالرشيد څخه ډيره مننه کوم چى زماسره يي د دى سيمنار په ترتيبولو کى نه ستړيکيدونکى هلى ځلى کړيدي .

 

تاريخچه

آفتونه تقريبا د ډير پخوا څخه دځمکى په طرف د ژوند تيرولو او د محيطى متعددو شرايطو سره توافق لرى همدارنګه د حشراتو انواع ډير دي چى تراوسه پورى (٧٠٠٠٠٠) نوعي  په دنيا کى نومول شويدي  دوي په ډير زيات مقدارسره په هر ځاى کى پيداکيږى امکان لرى چى په هر جريب په ځمګى کى څوميلونه حشرات وى حشرات عموما د لنډ ژوند لرونکى دي او مونثه ماده يي د زيات اولاد راوړلو توان لرى د حشراتو د ګروپونو زيات موجوديت او زيات نسل توليدول د مخنيوى موثريت ډير کموى د حشراتو د جملى ځينى تقريبا يو لک نوعي يي حيوانات او نباتاتو ته زيان رسولايشى او هم د هغوي توليدات کموى اما د دوي مقابله کول څه اسان کارندى نولازمه ده چى دهقانان ، مالداران او باغداران دفنى او مسلکى اشخاصو په همکارى او همدارنګه ددولتى موسسو د همکارى په صورت د محصولاتو د حفاظت لپاره د مختلفو اقاتو سره مبارزه وکړى ترڅو وکړايشى د خپل حاصل سطحه لوړه کړى د کروندى د حفاظت په خاطر مخکى له دى چى دافت مخنيوى وشى بايد د هغى په باره کى معلومات ولرى چى ايا د افت عامل د کوم خاندان پورى اړه لرى  چى دا کار پخوا مشکل بريښيده خو اوس د عالمانو د علمى طبقه بندى په اساس اسانه شويدى چى يو له هغو ځينى د خټکى مچ دى چى د خټکى په ټولو انواعو او همجنسو نباتاتو هم حمله کوى خو زياته ترجيح خټکى ته ورکوى دامچ زياتى نوعى لرى د هغى د جملى ځينى دوه نوعي په خټکى باندى حمله کوى او خټکى ته زيان رسوى او د حاصل مقدار ښکته راولى او يايي له منځه وړى پداسى حال کى چى خټکى د جهان په سطحه يو ه اقتصادى ميوه ده او په زياته پيمانه توليديږى او د دنيا په مارکيټونو کى ښه بازار لرى او زمونږ د ګران هيواد په  کندز، تخار، بغلان، بلخ ، ننګرهار اونورو ولاياتو کى خټکى کرل کيږى او ښه حاصل ورکوى  د حټکى مچ په مختلفو ځايونو کى په مختلفو نومونو لکه بلوچستان فروټ فلاى ، پلنګى مچ او همدارنګه په ايران کى هم په نورو نومونو سره ياديږى او له همدى ځاينوڅخه د نړى نورو برخوته خپاره شوي  خو په افغانستان،ايران او بلوچستان کى د امچ ډير موجوديت لرى او دافغانستان د تخار ،مزارشريف،کابل ،هلمند،کندهار،هرات ، بغلان او نورو ولاياتونو کى شته او نوموړى حشره يو ه کامله حشره ده خو مخکى له دى چى په افت او د هغى په کنترول رڼا واچوو نوپکارده  چى د خټکى په باره کى هم يو ه لنډه پيژنده وکړو.

 

خــــټـکى:

خټکى چى علمى نوم يي   Cucumis melo دى چى دcucur betaceae په کورنې پورى اړه لرى هغه ميوه دى چى د کرنې لمړنې ډولونه يي په هندوستان کى منځ ته راغلى دي او بالاخره يي منځنى اسياته لاره پيدا کړيده د منځنى اسيا په ډيرو وچوسيمو کى د بزګرانو لخوا انتخاب شوى ا و منځنى اسيا ځانګړي ډولونه منځته راوړيدي چى د هغوي څرنګوالى په نړى کى زيات شهرت لرى يو شميرپوهانو په عقيده د خټکيو احتمالى مرکز افغانستان شميرل کيږى د افغانستان څرنګوالى د خټکيو په هکله په نړى واله سطحه سارى نلرى ځکه چى د هغوي ( خټکى) لپاره اقليمى شرايط په تيره بيا د هيواد په شمالى سيمو کى د خټکيو د روزنې او ودې لپاره د ضرورى اړتياو په هکله زيات مناسبت او برابروالى لرى د خټکيلو ميوه ډيره ښه مزه لرى او د قندى موادو اندازه يي د ګلوکوز، فرکتوز او سکروز څخه ترکيب شوى دى چى د (٧-١٨) فيصده پورى  رسيږى او ددى برسيره ويټامينونه هم لرى هغه خټکى چى سپين مغزلرى ويټامين A يا کروتين نلرى او هغه خټکى چى زيړ مغزلرى کروتين هم لرى د خټکى بوټى په وچ او تاوده موسم کى ښه وده کوى د افغانستان په شمالى برخو کى د خټکى کروندي نه خړوبيږى خو ولى ښه خټکى ترى لاسته راځى هر بوټى کى (٣-٥) داتې خټکى پخيږى د ميوو د پخيدو موده يي د (٨٠-١١٠) ورځى په برکى نيسى د تخم د زرغونيدو لپاره يي کمه تودوخه د (١٦-١٧) سانتى ګراد او د ودى لپاره مناسبه تودوخه (٣٠) درجى سانتى ګراد ټاکل شويده په يو جريب کى د (٤٠٠-٥٠٠) ګرامه تخم ته اړتيا لرى همدارنګه په يو جريب ځمکه کى د خټکيو د کروندى لپاره (٢٠) کيلوګرامه يوريا ،(٤٠) کيلوګرامه DAP سري سپارښته کيږى او هم په هر جريب کى د (٢-٣) ټنه پورى  حيوانې سره هم استعماليږى د خټکى کرونده لمړى مخکى د کښت دوهم ځل د لمړيو حقيقى پاڼو کولوڅخه ورسته اوبيا د ميوى نيولو ورسته دوه ځلى خړوبيږى چى په ټول وديزفصل کى پنځه ځلى اوبه کيږى همدارنګه د خټکيو د حاصلاتوپه باره کى داسى ويل شويدى چى منځنى حاصل يي (٢-٢،٥) ټن پرهکتاره خوپه مناسبو شرايطو کى (١٢) ټنه پرهکتار حاصل ورکوى. خټکى زياتره د ساړه زيرمه ځاي څخه پرته د (٢-٣) هفتو پورى په سمه توګه زيرمه کيدايشى خو که چيرى په (٩) درجه سانتى ګراد کى وساتل شى ډير دوام کوى خټکى په وچ شکل هم ترزيات وخت پورى زيرمه کيږى تخم يي د (٤-٦) کالو پورى ساتل کيږى نو پدى وجه د هيواد په هغو سيمو کى چى خټکي پکى نسبتا زيات روزل کيږى نو هلته د نوموړى افت خطرات هم زيات وى او د اپه يو څو عواملو پورى اړه لرى.

 

کروندې ته د افت راتللو عوامل : 

 يو يا څو عوامل دي چى د حشراتو کروندى ته د راتللو سبب ګرځى عبارت دي له :

١- د يو نباتى فصل په زياته اندازه توليد د حشراتو دراتللو سبب ګرځى

٢- يوى ساحى ته د افت داخليدل چى هلته د افت طبيعى دښمن نه وى

٣- دحشراتو دنمو اوتکثر لپاره مساعدشرايط پداسى حال کى چى دغه شرايط ددى حشرى د طبيعى دښمنانو لپاره نامساعد وى

٤- د هغه حشره وژونکى استعمال چى د افت طبيعى دښمنان له منځه وړى او داسى حالات رامنځته کوى چى افت ته مساعد وى يا هغه ډولونه يي چى د افت سره رقابت کوى کموالى وکړى پداسى حال کى چى افت ته اجازه ورکړى او بغير د هغى نه تکثر وکړى اويا د کنترول څخه ووځى .

٥- له داسى غلط او ناقصو کرنيزو عمليو سرته رسول چى د افت زياتوالى تحريکوى

٦- د طبيعى ژوندى ګروپونو تخريب يا لرى کيدل ځکه چى د حشراتو د نفوس د زياتيدو سبب ګرځى

په ياد و لرو چى د دريمى مادى نه پورته عوامل مستقيما د انسانانو د فعاليت پورى اړه لرى .

 

د خټکى مچ

د نوموړى افت کامله مونثه حشره د تخم ګذارى اله (ovipositer ) په خټکى کى ننباسى او هغه زخمى کوى او هګى پکى کږدى د خټکى د زخمى شوى ځاى څخه مايع شيره راوځى کله چى د هګى څخه لاروا را بهر شى  نو ددى شيرى څخه تغذيه کو ى نوزاد ګان د خټکى دغوښينى برخى په داخل کى وى څرنګه چى څو لارواوي د يوخټکى په داخل کى اوجود لرى نو پدى وجه په خټکى کى زيات سوري جوړوى د خټکى غوښينه برخه سستوى او دخټکى غذايي ارزښت کموى د خټکى په سطحه باندى افت وهلى سوري د نصوارى رنګ سره ښکارى او کثرا خټکي هم ددغه افت وهلى خټکى سره د تماس په نتيجه کى په افت اخته کيږى او بالاخره خرابيږى همدارنګه دخټکى څخه بغير هندوانه ، بادرنګ او کدو هم ددى افت تر حملى لاندى راځى .

 

دخټکى د مچ طبقه بندى

Kingdom ---------------------------------------- Animal

Phyllum --------------------------------Arthropoda

Class  ---------------------------------- Insecta

Sub Class-----------------------Metabloa

Divission------------Holo metabola

Order ------------------------Diptar

Family ----------- Trypanidae

Genus--------Mlyioeardalis

Spp -----------paradalina

S . Name - Mlyioeardalis    paradalina 

 

مشخصات

دامچ يومکمله حشره ده چى تقريبا څلورملى متره طول لرى په استثناد سر چى نصوارى رنګ لرى او پاتى برخه يي زيړ رنګ لرى سينه يي هم زيړه ده او دشاه په برخه باندى په اوږدو سره درى تور ى ليکى موجودي دي اوهمدارنګه په اطرافو کى هم توري کرښي ليدل کيږى ګيډه يي نصوارى رنګه ده هګى يي سپين رنګ لرى چى لږ استواني شکل هم لرى  لاروا يي سپينې دي چى دلاروا ورستى برخه يي پڅه او روستنى برخه يي نوکداره ده شفيره يي روښانه نصوارى رنګ لرى اوپه زيړ خط باندى احتواشويده

 

د ژونــــد دوران:

نوموړى حشره ژمى د شفيرى په شکل (٢-٦) سانتى متره په ژوروالى د خاورو لاندى ژوند تيروى دامچان معمولا د جوزا په لمړيو وختونوکى راښکاره کيږى بيا تقريبا د يوى هفتى دتيريدو ورسته په تخم ګذارى شروع کوى او هره ښځينه حشره د درى هفتو په موده کى (١٠٠) هګى توليدو ښځينه حشري خپله د هګى ايښودلو اله د خټکى د ميوى په داخل کى ځاي په ځاى کوى او تخمونه د خټکى په غوښينه برخه کى قرارنيسى داحشري په معمولى ډول کوچنى خټکى د خپلى تخم ګذارى لپاره ډير خوښوى د تخم ګذارى مرحله په اوړى کى د (٢-٣) ورځو اوپه منى کى ددى مرحلى اکثر حد (٧) ورځي داوم کوى هګي ورسته له يوى يادوه ورځو خلاصيږى او لارواترى راوځى لاروا ورسته د (٨-١٨) ورځو تغذي څخه خپل اعظمى نمو ته رسيږى د وشفيرى د مرحلى د پوره کولو لپاره د هغه سورى له لارې څخه چى په خټکى کى يي جوړ کړى ځمکى ته داخليږى او دا موده د(١٣-٢٠) ورځوپورى دوام کوى د هر نسل د شفيرو د جملى څخه يو شمير د وقفى په حالت  (Diapause) کى پاتى کيږى او ددى څخه راتلونکى کال ته ترينه مچ نه وځى حال داچى يوشمير نوريي بيا د نوموړى مرحلى (Diapause) د تيريدو ورسته په مکمله حشره بدليږى او دا افت په کال کى درى يو دبل سره ګډ نسلونه توليدوى .

 

د خټکى يو بل نوعه مچ

لکه چى مو مخکى هم وويل په خټکى باندى دوه نوعه مچان حمله کوى او هغه ترخپلى حملى لاندى راولى چى د هغى د جملى څخه لمړى ډول يي ذکر شو او دوهم ډول يي د (Dacus  cucurbitae)  پنوم ياديږى چى دافت په غزنى ،هلمند ،هرات ، فراه ، لوګر او کابل کى پيداکيږى د احشره يي علاوه د کدوانو( Cucurbitaceae) د کورنې څخه چى داخويي مساعد ميزبانونه دي په نورو نباتاتو هم لکه رومى بانجان ، تور بانجان او لوبيا هم حمله کوى ددى افت لاروا د نبات د نازکه انساجو څخه استفاده او تغذيه کوى اواکثرا پنډکونه ، ميوه ، ګل ، ځوانې ساقى او ريشى هم تر حملى لاندى نيسى او په چالاکى سره يي له منځه وړى خو ددوي د منځه وړلو څخه مطلب هم دانه وى بلکه دوي خو ترى صرف خپله تغذيه کوى او هغه زخمى کوى چى دغه زخمى کيدو له امه دنبات په اصلى حالت کى تغيرات راځى چى مونږ ورته افت يا مرض وايو .

 

مشخصات

ددى مچ اوږدوالى (٦-٨) ملى متروپورى رسيږى او دبدن عمومى رنګ يي ژيړ سورته مايل ده او په سر کى يي تورى کرښى ښکارى او وزرونه يي شفاف، زرداراو نصوارى کرښى لرى کله چى لاروا يي اعظمى حد ته ورسيږى (١٠) ملى متره اوږدوالى لرى او شفيره يي بيضوى او دسپين څخه نصوارى ژيړ ته ورته رنګ لرى .

 

د ژونـــد دوران

نوموړى مچ د شفيرى حالت په خاوره کى تيروى او د پسرلى يه منځنيووختونو کى راوځى د نبات دشيري ، ګردې او د نباتى سپږى د دفعه شوى موادوڅخه تغذيه کوى ددى مچ مونث افراد د سهار يا ماذديګر په وخت کى دميزبان نبات ميوي ، ګل ، ځوانې ساقى ، ريښي او نورو انساجو کى تخم ګذارى کوى او هګى د يو نه تر دوه ورځى ورسته خلاصيږى او لاروا يي داخلى انساجو ته ننووځى اود هغوي د پټيدو سبب ګرځى د اطرافو حجري د هغوسوريو د وجه څخه کوم چى دلاروا پواسطه جوړشويدي تباه کيږى او که چيرخپل ودې ته ادامه ورکړى نو خټکى بد  شکله راځى او لاروا ورسته د اعظمى حدته درسيدولو په ميوه حمله کوى او ميوه سورى کوى او بيا خاوري ته د شفيري تيرولو لپاره داخليږ‌ى او دا موده په اوړى کى تقريبا نهه ورځى دوام کوى په يخو علاقوکى په کال کى (٣-٤) پورى نسلونه توليدوى .

 

دافت مخنیوی

څرنګه چى کامله حشره ورسته د وتلو دشفيرى دمخصوصه کڅوړى څخه د خوږو مايعاتو څخه تغذيه کوى نوپدى لحاظ بهترين وخت د افت د مخنيوى په خاطر هغه ده چى حشره بلوغ ته رسيدلى نه وى  پدى وخت کى مونږ کولايشو چه جاذبوى تلکونه چى د خوږو موادو پواسطه لکه دلبلبو تفاله چى بعضى کيمياوى مواد ولرى څخه استفاده وکړو او په دى ترتيب زياتى حشري له منځه يوسو څرنګه چى دغه ذکر شوى افت د خپلى تخم ګذارى لپاره هغه کوچنى خټکى خوښوى چه پوست يي نرم او نازک وى چى ترڅو په اسانې سره وکړايشى سورى يي کړى  نوپدى وجه د افت دمخنيوى په خاطر بهترينه طريقه داد ه چى ځوان ميوه جات د خپلو مجاور پاڼو پواسطه پټ شى او بيا په دغوتاوشوو پاڼو يوه اندازه وچه خاوره وشيندل شى او کله چى پوست لږ سخت شى بيا دخاورى لاندى پټ کيږى  دکنترول لپاره مهمې طريقى په لاندى ډول دي

 

0-        کرنيزکنترول :- 

بزګران د ښه حاصل د لاسته راوړلو لپاره مختلفى کرنيزى عملى په کرونده کى ترسره کوى چى پدى لړ کى ځينى مهم کارونه چى د مضره حشرو دشمير کمولو په مقصد ترسره کيږى اويا د کروندى په زراعتى کارونو کى چى دلوړ حاصل په منظوريي ترسره کوى ځينى خاص تغيرات منځته راوړى چى د مضره حشرو مخه ونيسى نو همداکرنيز کنترول دى  داډيره پخوانې طريقه ده خواوس هم په کروندو کى پکار وړل کيږى په هغه وخت کى د دواګانو داستعمال لپاره تصميم نشى نيولاى  که چير مونږ د کرنيزولاروچارو سره دافتونو شمير د تاوان دسطحى څخه ټيټ وساتو له يوى خوا دچاپيريال د ککړيدولو څخه حشره وژونکوپواسطه مخنيوى کيږى  او له بلى خوا د دواګانو اندازه زمونږ په غذايي موادو کى به هم کمه شى نو هغه عمده کرنيزى لارې پدى ډول دي چى زراعتى تناوب درى کالو لپاره په نظرکى ونيول شى يعنى کوم وخت چه په يوه کرونده کى خټکى کرل شوي وى نو راتلونکى دوه کالو ته بايد نورنباتات لکه غلجات يا ليګومى نباتات وکرل شى اوهمدارنګه کم ترکمه (١٠٠٠) متره لرې د خټکيو د تيرکال دفاليزڅخه وکرل شى د شفيرى د له منځه وړلو علت په خاوره کى مخکى دکښت څخه ځمکي بايد د (١٥-٢٠) سانتى متره په ژوروالى قلبه کړايشى ترڅو چى دافتى حشرو شفيري د ځمکى سرته راوخيژى او د محيط دفشار په اثر له منځه لاړ شى او د ژمى ديخنى په رارسيدلو سره هغه ځمکي چه خټکى پکى کرل شوي وى په يخواوبو سره ابيارى شى چى ددى په اثر هغه شفيرى چى د ژمى په يخنى کى  په خاوره کى پټيږى له منځه لاړي شى او کله چى تخم ته  تغيرورکول کيږى نو بايد د تير کال څخه څو ورځى مخکى خټکي وکرل شى نو يو ځل بيا ويلايشو چى پدى کنترول کى ټولى دغه لاندي طريقى شاملى دي .

 

الف : کرنيزتناوب

ب : موقيعت د نبات دکروندى څومر ه چى لرې کرل شوى وى خساره به کمه وى .

ج: جذبوونکى نباتات کرل د کروندى په شاه خواکى ترڅو افتى حشري ددى نباتاتو خواته ورشى او بيايي مونږه ختم کړو

د : نظافت – د کروندى د نباتى بقايا له منځه وړل

ز : تعين د وخت – د اهم د افت په کنترول کى مهم دى چى خټکى بايد په معين وخت کى وکرل شى .

و: مقاومي ورايټى کرل .

هـ : نيرومندى – دا دنباتاتو د عمومى طاقت پورى اړه لرى

ى : د فلان طرحه – د اټول بايد يه يو منظم ډول ترسره شى .

 

فـــــزيـــکى کنــــترول

پدى ډول مخنيوى کى دنباتى افت کمول پداسى طريقه دي چى مستقيما په خپل افت باندى اثر اچوى ا ويا دهغه فزيکى چا پيريال متاثره کوى د مثال په ډول د حرارت استعمال چى پدى کى (Sun drying) ، ( Steam heating)  ، ( Cold storage) شامل دي د صوت موجونه سره شعاع او بل د بر ق جريان دى او همدارنګه X-Rays   او د اورتوليدونکى شعاع ګانې هم پدى طريقه کى پکار وړل کيږى .

 

 ميخانيکى کنترول

د اهم د پخوانې طريقو څخه دى پدى کى ځينى خاصى اله ته ضرورت نه پيدا کيږى خو د کار قوه ته زيات ضرورت ليدل کيږى مثلا

الف : دلاس پواسطه د افت شوو نباتاتو څخه د چينجو ټولول

ب : د جال پواسطه دحشرو ټولول

ج : سوځول  

د : کندي جوړول

ز : غلبيل کول

و: د حشراتو لپاره موانع جوړول

هـ : تلکونه جوړول

همدارنګه کولايشو کوم وخت چى نوي ځوانې ميو ي د زردالو دميوي په اندازه شى نو دباطلو اخبارونو په مرسته ځوانې ميوي بايد د پاکټ په داخل کى بندى شى چى داپاکټونه د مونثو مچانو دتخم ګذارى ممانعت کوى او همدارنګه لکه چى مخکى مو وويل چى کله د خټکى ميوه د زردالو په اندازه شى نو بايد د ترڅنګ پاڼو پواسطه وپوښل شى او خاوره پرى وشيندل شى چى دغه خاوره د مونث جنس د هګى اچولو مانع ګرځى او هم د حاصل د راټولولوڅخه ورسته د کروندى ټول پاتى شوني بايد له منځه لاړشى د کروندى بايد هره ورځ کتنه ترسره شى چى ايا چينجي د ساحى څخه لرې شوي او که نه . اوبل په افت اخته شوي ميوى د کروندى دساحى څخه لرى شى اوپه ځمکه کى دي د يو متر په ژوروالى خښ کړايشى .اويا مخکى دمارکيت وړلو څخه دى دغه بى کيفيته خټکي له منځه يوړل شى يا حيواناتو ته دتغذى په خاطر استعمال شى .

قرنطين

داطريقه د حکومت لخوا دمجربو او متخصصو اشخاصو پواسطه د يو ملک په سرحداتو کى پکار وړل کيږى ترڅو د يو خارج ملک څخه يو نوې مرض را انتقال نشى چى دوي بايد د تشخيص لپاره ځانګړې ليبارترى لرى اوپدى باندى بايد پوره توجه وشى چى داکار دنباتاتو د حفاظى دديپارتمنت پورى مربوط دى او بايد همداکسان دقرنطين لپاره وټاکل شى . 

بيولوژيکى کنترول

چى پدى طريقه کى د نورو ژونديو موجوداتو پواسطه چى په طبيعى شکل سره د افت د ښمنان وى د بل ځاي څخه کروندى ته راوړل کيږى ددى لپاره د حشراتو په مبارزه کى خصوصا د خټکى د مچ لپاره لاندى مهم نقاط په نظرکى ونيسى .

الف : په بيولوژيکى طريقى سره دافت مخنيوى

ب : په مخنيوى کى د اقتصادى شيانو پيژندنه

ج: د افت د طبيعى دښمنانو په باره کى معلومات

د افت د کنترول لپاره بيولوژيکى طريقه هم دمختلفو ډولو حشراتو څخه مرکبه ده .

الف : ښکاري حشري (Paraditor ) :- د ښکاري حشرو تعداد ډير زيات دى خو مشهور يي فالبينک ( Hippodemia convargens.Gue)  دى داهم زيات ډولونه لرى خو مهم ترين يي استراليايي فالبينک ( Vedalis ladybeetle)  څخه عبارت دى چى دا د کليفورينا څه يو استراليايي سپږى ( Cottony cushion scale)  دمخنيوى په خاطر راوړل شوى وه

ب : پرازيتونه : پرازيتونه د افتى حشرى دبدن په داخل ، په سطحه دبدن اويا يي د افت د هګيو په داخل کى خپلى هګي ږدى کله چى دپرازيت له هګى څخه نوى لاروا راوځى نو د افتى حشرى دهګى محتويات يا دبدن داخلى محتويات دخپلى غذاپه طور استعمالوى او بالاخره له منځه وړى هغه ډولونه چى دعمده پرازيتونو په حيث پکار وړل کيږى عبارت دي له  د( Chalcidideae,Broconideae,Ichneumunideae) د کورنيو له غومبسو او د( Tachinideae) د کورنې د مچانو څخه .

همدارنګه دوه مثالونه لاندى دي

Trichogramma minutun Riey  داغومبسه د افت د هګى پرازيت دى

Aphidius testaceipes داغومبسه د افت په بدن کى تخم ګذارى کوى

ج : پتوجن – چى دافت په داخل کى دامرضو عامل دى عبارت دى له

Bacillus thurinjiensis  .

د افتونو مکمل تنطيم او اداره (IPM)

ټولي هغه لاري چاري چى د افتونو د کنترول لپاره پکار وړل کيږى د مکمل کنترول پنوم ياديږى طبيعت په خپله د نباتى افتونو او د ګټورو حشراتو ترمنځ چى ددى افتونو کنترول کوى يو موازينه ټاکلى ده که مونږ دغه دطبيعت موازينى ته لږ څه لاره هواره کړو نو په حقيقت کى به مونږ د افاتوپه مخنيوى کى کاميابه اوسو د IPM د کړنلارې پلويان ددى مخالفت نکوى چى بايد دافاتو او ناروغيو د کنترو ل لپار ه د کيمياوي موادو څخه گټه وانه خستل شى خو هغوي وړانديز کوى چى بايد فقط په هغه مهال کى د ى دکيمياوى موادو څخه ګټه واخستل شى کوم وخت کى چى ډيره اړتيا ورته وليدل شى هغه هم بايد په هغه اندازه وکارول شى چى د باغ يا کروندى په ګټورو حشراتو او ژو منفى اغيزى ونه کړى ددى لپاره لاندى ټکي بايد په نظرکى ونيول شى .

  • بايد د ګټورو حشراتو پيژنده زده کړو ځکه چى دغه ژوي اوحشري زمونږد کروندو او باغونوته ګټه رسوى او هم کولايشو چى د ګټورو حشراتو په روزلو سره خپل کروندي اوباغونه له مرضونو او افتونو وساتو.
  • هيڅ وخت مخکى له وخته سپرى (spray) استعمال نکړو فقط د ترټولو محفوظى او زيان نه رسونکى سپرى څخه د سخت زيان په صورت کى ګټه واخلو چى دا دافاتو د مکمل تنظيم داصولو څخه شميرل کيږى .
  • مخکى د کر څخه بايد د اعملى کړو چى د مناسبى اوقوى ورايټى استعمال ، په سم ځاى او معين وخت کى  وکروترڅو مونږسره په افاتو کى مرسته وکړى .

طبيعى ښکاري ژوي لکه توربال ، چرمى شبپرک ، اخونډک ، غومبسي او داسى نور کولايشى چى تر يوى منل شوى اندازى پورى دافتونو اوناروغيو د ډيرو ډلونو مخنيوى وکړى پداسى حال کى چى په کرونده کى کرنيزى عملى هم صحيح ترسره شوي وى هرزه بوټي ترى ايستل شوى وى همدارنګه د خاورى ښه جوړښت او نور......

د ميوو دډيرو حشراتوافتونه د هغه حشراتو لخواکنتروليږى چى په باغ کى اوجود لرى اوپيداکيږى ترهغه وخته پورى چى پوهيږو دافت شتوالى د زيان رسونکى مرحلى ته رسيدلى ندى نو دکيمياوي درملو څخه بايد په کلکه ډډه وکړو ځکه غيرضرورى دوا استعمالول د مرضونو دطبيعى مخنيوى کنترول کموى برعکس شايد چى ځينى نورمرضونه منځته راوړى  دحشراتو او نورو وحشى ژو او امراضو دکنترول څخه لاندى هدفونه مقصد دي .

  • د حاصلاتو ساتل د  زياتو خساراتو څخه
  • د پروسو ساده اواسانه کول
  • د هغه ميتودونو کارول چى د طبيعى کنترول فکتورونه پکى ډيروى

کيمياوى کنترول

داطريقه د حشراتو د مخنيوى لپاره تر ټولو اخرنې طريقه ده چى دسخت افت په صورت کى استعماليږى او ددى څخه پرته په اسانې استعمال نشى اوپدى کى بايد د هغو دواګانو څخه استفاده وشى چى د مفيدو حشرولپاره هم مضرنه وى او هم يي اثرات د لږ وخت نه پس ختم شى د دى د کنترول لپاره ځينى مهمى دواګانې په مختلفو شکلونو لکه محلول ، ګرد او نورو طريقو سره ذکرکيږى.Falidole. m او Malathion عضوي ،فاسفورسى دواګانې دي چى په ګرم وينه لرونکو حيواناتو زيات اثر نه کوى او محفوظ ترينه دوا ده اوپه اوبو کى کم خو په عضوي محلولونو کى ښه حليږى .

 

د خټکى د مچ کنترول د زهرى موادو په استفادى سره

دا يوه عامه طريقه ده چى د هيواد په شمالى برخوکى پرى تجربه شوى او ښه نتيجه يي ورکړيده او ضروري مواد يي په لاندى ډول سره دي .

H2O_______________________________________  10 Lit

Sugar ______________________________________ 300 gr

Delthamethrine________________________________­­­­­­_ 10 cc

 داټول سره يو ځاى حليږى او د ښه ښورولونه ورسته د محلول پاش پواسطه پاشل کيږى .

د استعمال طريقه :- د هغه وخت څخه چى خټکى خپل ګلان مکمل کړي وى او القاح شوى وى او خټکى هم د زردالواندازى ته رسيدلى وى نو نوموړى محلول هر لس ورځو د وقفى  په مراعت کولو سره څلور کرته په يو ه کرونده کى پاشل کيږى چى معمولا د امحلول د سهار يا مازديګر لخوا استعماليږى او کوم وخت چى په دغه موده کى خټکى وساتل شى او ورسته يي پوټکى ضخيم شى نو دافت د زيان نه بچ کيږى چى داطريقه په فاليزو کى ښه نتيجه ورکوى د مچ کنترول د ګرد پاشى پوسيله په لاندى ډول ده .

لس برخي وچه خاوره دى Carbaryl(Seven) 85%   درمل سره ګډواو په کرونده باندى شيندو خوپه هغه وخت کى چى په افت اخته ميوي مو د کروندى څخه لرې کړي وى . 

نتيجه ګيري

ټول پوهيږو چى په طبيعت کى ټول کرنيزمحصولات يو خاص اهميت لرى چى د هغوي د جملى څخه کولايشو چى د سبزيجاتو اوميوه جاتو د افتصادى ارزښت څخه يادونه وکړو اوپه بشرى ژوند کى سبزيجات او ميوه جات زيات اهميت لرى چى دهغو نشتوالى او عدم موجوديت د انسانانو او حيواناتو په بدن کى دويټامينونواومنرالى موادو د کموالى لامل ګرځى مګر سبزيجات او ميوه جات د زخى وهلود مرحلى څخه تر جمع کولو د حاصل پورى حتى په ګدامو کى هم د يو شميرنباتى امراضو ، کنو، حشراتو تر حملى لاندى راځى او درنده خساره ورته رسوى چه د هغى د جملى څخه مونږد خټکى د مچ څخه يادونه وکړه چى البته دا افت کولايشى د خټکى د غوښينى برخى يا ميوى څخه د خپلى غذا په منظور استفاده وکړى او د هغى حاصل کم حد ته ورسوى  څرنګه چى دافت د يادولو وړ اقتصادى تاوان منځته راوړى نو بناً ددى په کنترول په جدى توګه نظرواچول شى او پاملرنه ورته وشى .

سپارښتنې

١-  د زراعتى عملاياتو په ښه توګه ترسره کول

٢- د حاصل ټولو لو ورسته د نباتى بقاياو سوځول

٣- د هرزه ګيا له منځه وړل

٤- د زردالو په اندازه ميوي په پاڼو پوښل او خاوره پرى شيندل

٥- دافت سره د بلوغ نه مخکى مبارزه کول

٦- کرنه په خپل معين وخت کول

٧- دولت بايد مقاومي ورايټى ملک ته را انتقال کړى .

 

ماخــــــذونه

١- صديقى پوهاند پيرمحمد – افات مهم زراعتى در افغانستان وطرق سياره مبارزه  باانها انتشارات پوهنتون کابل ١٣٦٠

٢- د استاد نجم الدين لکچرنوټ د افت کنترول

٣- د استاد نجم الدين ( نجم)د دوهم صنف حشره پوهنه

٤- mhtml:file://E:khan%20Aziz%20sahak/neem/neem%%20oil.mth

٥- پوهنيار محمد اسمعيل (سعادت)د سبوروزني اساساتو لکچرنوټ .

سرپاڼه