دسلري روزنه
لیکوال: صحبت خان ( ابراهيــمى)
سريزه
زمونږ دګران هيواد افغانستان اقليم د ګڼ شمير سبزيجاتو د روزنى لپاره مساعد دى له همدى کبله يو شمير کروندګر او ځمکه لرونکي د سبزيجاتو په کرنه او روزنه باندى بوخت دي . چې له همدى لارى د خپل ژوند اړتياوي او مشکلات حلوى چې دنوموړي توليد شوو سبزيجاتو له جملى څخه يوه اندازه خارج اويوه اندازه يي زمونږ په هيواد کى په مصرف رسيږى چې بهرنى هيوادونو ته د سوداګرانو پواسطه انتقاليږى .
چې له همدى لارى زمونږ هيواد ترينه په زياته پيمانه خارجى اسعار په لاس راوړى اود خارجى اسعارو يوه مهمه منبع بلل کيږى کوم چې د هيواد د صادراتو ديرش فيصده جوړوى .
سره له دى چې افغانستان د ښه اقليم او اب هوا په لرلو سره د زياتوسبزيجاتو د روزنى لپاره يو ټاټوبى دى او يو شمير کروندګر يي د سبزيجاتو په روزنه او کرنه بوخت دي خو د نورو هيوادونو په نسبت کم حاصلات ورکوي چه ښايي علتونه يي د کيمياوي سرو نه استعمال او د اصلاح شوو تخمونو او ورايټيو کمبود اونشتوالى وى اوله بليخوا څخه زمونږ په هيواد کى داخلى ټرانسپورت ډير په مشکله سره ترسره کيږى ځکه چې د لارو اوسرکونو د خراب حالت پواسطه دا کار ستونزمن دى او هيله ده چې په راتلونکى کى نوموړى مشکل د عصرى تکنالوژى په استعمال سره رفع شى او زمونږ دسبزيجاتو عايدات لاپسى پياوړي شى .
نو دامې مناسبه وبلله چې دخپلى تحصلى دورې په نهايي کال د لمړى سمسترد سيمنار موضوع د سيلرى روزنى تر عنوان لاندى ترتيب او ستاسومحترمو
حاضرينو په وړاندى ارايه کړم .
زه پدى برخه کى د خپل عزتمند استاد پوهنيار رشاداحمد(شيرزاد) څخه د زړه له کومى مننه اوکورودانى وايم چې له ما سره يي ددى سيمنار په ترتيب کى نه ستړيکيدونکى هلي ځلي کړي .
په درنښت.
صحبت خان ( ابراهيــمى)
دسیلري تاریخچه History of Celery
سيلرى د جبذارو ځمکو سابه دي دپيدايښت اصلى ټاټوبى يي د مديترانى د بحيرى ګردچاپيره سيمي دي داهلى کولو ترمخه سيلرى دطبى بوټو په حيث استعماليده
دسيلرى څخه د يوزراعتى بوټى په څير د لمړى ځل لپاره په ( 1623) ع کال کى په فرانسه کى يادونه شويده .
دسیلري ځانګړي خواص: Typical of Celery
© _ سيلرى لندبل خوښوونکي او اوږد وديزفصل ته اړه لرونکي سابه دي .
© _ د سيلرى بوټي قوى بوى لرى .
© _ د پاڼوپنډي ساقي يي اوږدې او بهرخواته د ليکې په څير ژورې شوي .
© _ ګلان يي خورا واړه ،سپين او مرکب امبل( compound umbel ) لرونکي دي .
© _ د ګلانو ساقي يي د (90-60) سانتى مترلوړوالى لرى .
دسیلري طبقه بندی Classification of Celery
د سيلرى علمى نوم Apium graveolens دى اود Apiaceae يا( umbelliferae)
په نباتى کورنۍ پورى اړه لرى .
سيلرى دوه کلن ( biennial herb ) بوټى دى مګر د يو کلن بوټى په څير ورڅخه استفاده کيږى ( په لمړى کال کى ګلان او تخمونه توليدوى)
دسیلري اقلیمي اړتیاوې Climatic Requirements of Celery
سيلرى په هغو سيمو کى ښه وده کوى چې هوايي خصوصا د شپى له پلوه سوړبخنه وى اوپوره اندازه باران يا اوبخور ورته ميسر وى .
همدارنګه سيلرى په هغوسيمو کى توليديږى چې ژمى يي ملايم يا سوړبخن اوړى ولرى او يا د منى وديزفصل يي اوږد وى.
دکر ځينى سيمي يي لکه کليفورينا او فلوريډا د امريکا ايالا تونو کى همدارنګه په کابل کى په لږه پيمانه کرل کيدل .
خاوره او د خاورې تیارول Soil and Soil Preparation :
لمړى قدم خاوره: داچې سيلرى زياتومنرالى غذايي موادو ( Nutrients ) او اوبو
ته اړتيا لرى نو د خاورى ډول ددى سبو په حاصل کى ستر رول لوبوى .
مستى شګلنى لوم خاوري ( (sandy loam soilچې نرمې وى اوپه زياته اندازه
د اوبودنيولوظرفيت ( water holding capacity ) ولرى د سيلرى لپاره غوره بريښى .
سيلرى بايد په سختوکلى خاورو ( clay soil ) کى ونه روزل شى .
همدارنګه سيلرى په هغوخاوروکى ښه وده کوى چې پى اچ يئ (6. 7) وى
دوهم قدم دخاورى تيارول : دسيلرى دکرلو لپاره بايد ځمکه په مکمل ډول قلبه شى بيا دې اړول شوى ځمکه ماله شى ترڅو چې په پټيو کى دلوټو دجوړښت څخه مخنيوى وشى ځکه چې دسيلرى دکرلولپاره همواره سطحه ضرورى ده تر څوچې تخم په مناسب ژوروالى
سره وکرل شى . خاوره بايد ژوره قلبه شى چې داوبودجذبولوقدرت ورکى زيات شى .
دسرې لګښت Use of Fertilizer
سيلرى په منرالى خاورو کى کرل کيږى د موجوديت په صورت کى بايد زياته اندازه
حيوانى سره ورته واچول شى ښايئ چې د حيوانى سرى سره يوځاى کيمياوى نايتروجنى سره لکه امونيم فاسفيت ( PO4 3(NH4 ) او سوپرفاسفيت هم استعمال شى
دنړى په ځينوخاورو کى سيلرى کلسيم ( Ca ) مګنيزم ( Mg ) او بوران ته ضرورت احساسوى ځکه چې ددى عناصرو په کموالى سره ځيني ناروغى مينځته راځى لکه
١- د کلسيم په لږوالى سره په بوټوکى يوه فزيالوژيکى ناروغى چې د تور زړه
( black heart ) پنوم ياديږى مينځته راځى چې د پاڼوڅوکى سوځيدلى ښکارى
٢- د بوران دکموالى په وخت کى دپاڼو په ساقو کى درزونه پيداکوى.
٣- د مګنيزم د کموالى له امله غيرعادى ژيړوالى ( chlorosis ) پيداکيږى
مخنيوى :
١- د کلسيم د کمبود په صورت کى بايد په يو جريب کى (300) ليتره دکلسيم محلو ل وپاشل شى.
٢- د بوران د کمبود په صورت کى بايد (2.3) کيلوګرامه بوراکس پوډر واچول شى
- ٣- د مګنيزم د کمبود په صورت کى بايد(2.3) کيلوګرامه مګنيزم سلفيت (Mgso4 ) فى جريب د وديزفصل په اوږدوکى استعمال شى .
دبوتو تولید
په هغوسيمو کى چې وديزفصل ( Growing season ) يئ لنډوى دوخت حا صل لپاره دسيلرى بوټى په شنوخونو ( Green house ) ،تودوخونو ( Hot bed ) او
سړو خونو( cold frem ) ،کى توليديږى .
د ناوخته حا صل لپاره دسيلرى بوټى په بهرنيو روزنځايو کى بايد توليد شى.
په ملايمو سيمو کى چې سيلرى په منى ، ژمى،او پسرلى کى روزل کيږى د تخم
کرل د سرطان په مياشت کى پيل کيږى اوپه وقفوسره په منى او ژمى کى ادامه کوى
داوړى په تودوخه کى دتخمونوزرغونيدل او روزل لوى مشکل ايجادوى په دى
باره کى دروزنځاى ( seed bed ) دپاسه نيمايي سيورى کول ګټور بريښى
- د کرلو ترمخه دتخمونولندول دزرغونيدو وخت چټکوى
- تخمونه دې په يو مناسب لوښى کى لانده شى اوبيادې په توربخن ځاى کى
تر هغه وخته کيښود لايشى چې تر څو يي تخمونه بهرخواته په راوتوپيل وکړى
- د تيغونودراښکاريدو سره سم دې تخمونه وکرل شى
- که تيغونه زيات اوږده شى نودکرلوپه وخت کى دهغودماتيدو خطر پيداکوى
- کله چې تخمونه د کرلولپاره تياراو اماده شى نو دڅه وخت لپاره دې پداسى
- ځاى کى کيـښودل شى چې دهواجريان پکى ولګى .
- يوشمير بزګران دسيلرى لوند تخم د ايرو ،دغنمواوجوارو اوړو سره ګډوى چې اوبه يي جذب کړى او د هغه په ويش ( Distribution ) کى مرسته وکړى .
تخمونه د خامتا په وړوټوټويا يو پر څلور سانتى متره برخى خاورو سره پټيږى خامتا دسطحى دپاسه دلندبل په ساتلو کى مرسته کوى او تخمونه د بى ځايه ټوکيدنى
څخه ساتى. دتخمونو دټوکيدوسره سم بايد پوښونه لرى شى تر څو د نورو تخمونو
د ټوکيدو مخه ونه نيسى .
د بو ټو کرنه انتقال او فاصله
١- کرنه : په پټيو کى دبوټودکرلوځايونه دکرلوترمخه بايد اوبه شى غوره خبره دا ده چې بوټى پداسى وخت کى وکرل شى چې خاوره لنده او هوا څه ناڅه مرطو به وى
دسيلرى بوټى د لاس يا ماشين پواسطه کرل کيږى خو زمونږپه ګران هيوادافغانستان کى صرف دلاس پواسطه کرنه صورت نيسى مګر په پرمختللو هيوادو کى دلاس يا دماشين د قوى پواسطه کرنه صورت نيسى .
- دسيلرى بوټي په روزنځايونوکى روزل کيږى اومستقيما پټيو ته انتقاليږى پدى صورت کى ديو جريب ځمکى لپاره (56.7) ګرامه تخم پوره اندازه بوټى توليدولاى شى .
- که تخم مستقيما په پټيو کى کرل کيږى نو ديوجريب ځمکى لپاره (226.8 ) ګرامه تخم کفايت کوى .
- دسيلرى تخم دقطار په ډول اوياهم دپاشلو پواسطه کرل کيږى په پاشلوسره تخم
هرى خواته ښه ويشل کيږى مګر دقطارپه ډول کرنه داوبه کولو ،رنګى کولو او د هرزه ګياوو په کنټرول کى مرسته کوى .
٢- انتقال : بوټى پداسى وخت کى انتقال مومى اوپټيو کى کرل کيږى چې د(17.5) سانتى متره لوړوالى ته رسيدلى وى او دخاورى سطحى ته نژدى دساقو قطر يي د (0.5) سانتى مترو په شاخواکى وى .
٣- فاصله : د بوټوترمينځ فاصله اودکرلوطريقي په مختلفو ځايوکى يوله بله توپيرلرى دقطارونوترمينځ فاصله (100-75) سانتى متره او په قطارونو کى دننه د بوټوترمينځ (15- 7.5) سانتى متره پورى وى .
پدى توګه په يوجريب ځمکه کى د(12700-35500) پورى بوټوته ضرورت احساسوى
قطارونه بايد مستقيم وى ترڅودواپاشى ،خيشاوه په اسانى سره ترسره شى .
که په شنوخونو ياتودوخونو کى کرل کيږى هغه کرنه بايددقطار په ډول سره وى
دقطارونو ترمينځ فا صله بايد (5) سانتى متره وى او که دماشين په ذريعه وکرل شى نو دقطارونو ترمينځ فاصله يي (45-30) سانتى متره ده .
اوبه لګول: Irrigation :
سيلرى لندبل خوښوونکى سابه دي اوترڅو چې په خاوره کى طبعى لندبل موجودنه وى اوبه کيدنه ورته ضرور بريښى .
د سيلرى داوبيدو لپاره له مختلفو سيستمونو څخه استفاده کيږى لکه
١- system Drip Irrigation (دڅاڅکو په څيراوبخور )
په دى سيستم سره کولاى شو چې اوبه په دقيق او اقتصادى شکل دنبات دضرورت وړ اوبه کنټرول کړو همدارنګه د اوبو دانتقال يوه اقتصادى طريقه ده
داځکه چې اوبه په نلونو کى په کم فشاراو انرژى سره ويشل کيږى او په نلونو کى اوبه نباتاتو ته رسول کيږى .
٢- sprinkler Irrigation system ( د باران په څير اوبخور)
دايو پرمختللى دخړوبولو سيستم دى پدى سيستم کى دتخنيک لوړى سطحى اومسلکى لارښوونو ته ضرورت لرى داسيستم يواځى دماشينو پواسطه سره ممکنه ده دا پدى معنى چې په فشارسره اوبه په نلونو کى اوبه شيندونکوسروته رسيږى اودباران په څيرخاورى داوبوسره لنديږى . ځيني ګټي لرى چې يو څوبه يي دلته ذکر کړو .
١- په ناهمواروسيمو کى دتطبيق وړدى .
٢- دساحى تنظيم ته ضرورت نلرى .
٣- داوبو ضايعات نه وى .
٤- کارته کمه اړتيا لرى
للون Weeding :
د وديزفصل په اوږدو کى درست او پاک للون دبو ټو په روزنه کى خورا مهم دى ځکه چې سيلرى دهرزه ګياو څخه زيات زيا ن من کيږى .
دسيلرى د بوټو نيلي دنورو ډيرو سبوپه څير پراخوالى نه لرى اولدى کبله هغوي دخاورى څخه محدوده اندازه اوبه اخستلاى شى للون بايد سطحى وى
دسيلرى زيات شمير نيلي دقطارونو ترمينځ د( 30-15) سانتى متره په فا صله کى په خاورو کى غزيدلي وى .
سپینول: Blanching
دسيلرى دپاڼوساقي ( petioles ) دلمردرڼا په لريکولوسره کله چې بوټي دفعالى ودى په حال کى وى سپينيږى .
خاوره،کاغذ يا نورشيان د پاڼو دساقو څخه ګردچاپيره پوښل کيږى اود لمرڅخه پټى برخي سپين رنګ نيسى دسيلرى دسپينوالى عمليه شينوالى لريکوى ،قوى خوند لريکوى او دپاڼوساقي نازکه کوى .
په اوسنى وخت کى دسيلرى دپاڼوشنوساقوته تقا ضا شويده اودسپينولوچارى يي لږى شويدي پدى باره کى داخستونکى دتقا ضا بدلون لدې کبله دى چې شين رنګ د( vit-A ) زياتوالى سره مستقيمي اړيکي لرى .
بله داچې دسيلرى نوى ډولونه بيله سپينوالى څخه په ښه توګه خوړل کيږى دسپينولولپاره خاوره بايد دبوټوګرد چاپيره راټوله نشى ځکه چې دهغه دخوساکيدوسبب ګرځي
دسلری ډولونه Types of Celery :
١- شني سيلري ( Green celery )
٢- زيړي سيلري (yellow celery )
چې لدى جملى څخه دزيړو ډولونو ارزښت مخ په کميدو دى ځکه چې ....
- هغوي دوخته حاصل ورکوى
- بوټي او دپاڼو ساقي يي ضعيفه وى
- دساتنى له نظره ټيټ کيفيت لرى
له پټو څخه د سلري راتولول
هغه وخت چې سيلرى مناسب غټوالى ته ورسيږى ښايي چې له پټيو څخه راټول شى ځينى وختونه په بازارونو کى د لوړقيمت له کبله سيلرى مخکى لدى چې مکمل غټوالى ته ورسيږى راټوليږى .
دسيلرى بوټى دخاورى دسطحى څخه لاندى برخه کى په تيره چاقو،بيل يانورو وسايلو سره پريکول کيږى دسليرى زياته برخه په لاس سره را ټوليږى مګردځينوماشينو په مينځ ته راتګ سره په ميکانيزه توګه دسيلرى راټولول معمول شويدي .
سيلرى په کريټونواوکاغذى بکسونو کى د ژريخکيدو ( per cooling ) لپاره اچول کيږى .
ساتنه Protection :
سيلرى ژرخرا بيدونکى( perishable ) سابه دي اودسانتى ګراد په صفر درجه او د
(95-90) برخو پورى نسبتى لندبل کى د(2-1) ميا شتو پورى بيله مړاوېکيدو
ساتل کيدايشى دساتنى په وخت کى سيلرى زياته اندازه تودوخه دلاسه ورکوى
لدى کبله غوره بريښى چې دهوا دښه جريان لپاره کريټونه يوله بله بيلتون ولرى .
نتیجه ګیري:
¨ سيلرى په هغوسيموکى ښه وده کوى چې هوايي خصوصا دشپى لخواسوړ بخنه وى اوپوره اندازه باران يا اوبخور ورته ميسر وى .
¨ سيلرى بايد په سختوکلى خاورو کى ونه کرل شى . بايد په هغوخاوروکى وکرل شى چې مستى شګلنى لوم خاوري وى .
¨ د سيلرى لپاره بايدنايتروجنى سره اوسوپرفاسفيت لرونکى سره ورکړل شى ترڅوچې لوړحاصل لاسته راشى .
¨ په هغوسيمو کى چې وديزفصل لنډوى نود سيلرى دوخته حاصل لپاره بايد په شنوخونو،تودوخونو او سړوخونوکى توليد شى .
¨ د سيلرى تخمونه بايد په خامتا ټوټوکى وساتل شى ترڅوچې دلندبل په ساتلواودتخمونودبيځايه ټوکيدنى کى مرسته وکړى .
¨ دسيلرى کرنه د قطار په ډول په ابيارى ، للون او ړنګى کولو کى مرسته کوى .
سيلرى ژرخرابيدونکي سابه دي بايددساتنى لپاره په صفردرجه د سانتى ګراد او د (95-90) برخونسبتى لندبل کى د(2-1) مياشتو پورې ساتل کيدايشى .
سپارښتنې:
١- په لمړى قدم کى زماد دولت اوپه خاصه توګه د زراعت وزارت څخه داغوښتنه ده چې د سيلرى د ښه اصلاح شوى تخم په لاسته راوړلوکى پوره پوره همکارى وکړى .
٢- په دوهم قدم کى دزراعت وزارت بايد دسيلرى دتخمونو د توليدلپاره اوهم د اصلاح شوو تخمونو دسوچه ساتلو لپاره تحقيقاتى مرکزونه جوړکړى .
٣- دزراعت مامورين بايد بزګرانوته دسيلرى په کرلو پوره پوره لارښووني اوتوصيه وکړى ترڅو چې د سيلرى کرنه زمونږ په هيواد کى لاهم پسى پياوړى شى .
ماخذونه:
١- حمزه خيل پوها ندډاکترنورګل کال ( 1363ه ش) سبوروزنه .
٢- سعيدى پوهنيار نصيراحمد متخصص سبزيجات کال ( 1353 ه ش) سبزيجات چطور ميرو يتد .
٣- انټرنيټى پاڼه: htt: // en. Wikipedia.org/celery
٤- Encarta –CD insiclophidia search web