سنځله Russian Olive

ليكوال : عزت الله نوري

Elaeagnus angustifolia

Elaeagnus angustifolia

Scientific classification

Kingdom:

Plantae

Division:

Magnoliophyta

Class:

Magnoliopsida

Order:

Rosales

Family:

Elaeagnaceae

Genus:

Elaeagnus

Species:

E. angustifolia

 

Binomial name

Elaeagnus angustifolia
L.

 

سنځله د Elaeagnus Angustifolia په نباتی كورني پوري اړه لري، دوه مشيمه (Dicotyledon)  بوټي دي ، زياته وده  د سپرلي او مني په موسم كي تر سره كوي، دا بوټي سپين رنګ ته ورته پاڼي لري ، زيړ ګلان توليدوي همدارنګه  ددي وني ميوه په اوړي كي منځ ته راځي  او تر مني دوام پيدا كوي، ددي وني لوړوالي تر ۳۵ فوټه  رسيږي.

دا ونه د ريښي، تخم او قلمي په وسيله تكثير كيږي  د اوبو د كموالي  په مقابل كي ډير مقاومت لري.

 

 

لومړي جدول:

كتګوري

دوه مشيمه

عمومي بڼهGeneral Type

ونه، بوټي Tree, Shrub

د ودي څرنګواليGrowth Rate  

سريع Rapid

د ودي موده  Growth Period

پسرلي او اوړي   Spring Summer

د ودي جريان  Growth Duration

د ټول كال په اوږدو كي Perennial

عمر Lifespan 

اوږد مهاله    Long

د ګل كړلو مدت    Bloom Period

د اوړي په اول وخت كي   Early summer

د مني د رنګ څرګندول Display fall color

نه   No

د وچكالي په مقابل كي مقاومت  Drought Tolarent

لوړ    High

د سيوري په مقابل كي مقاومت Shade Tolerance

مقاومت نلري   Intolerant   

ارتفاع  Hight When Mature  

35   وروسته له ۲۰  كلونو

د ګل رنګ Flower Color

ژيړ  Yellow

د تكثير طريقي  Propagation

لوڅي ريښي، قلمه او تخم

د رطوبت اړتيا  Moisture Requirement

 لوړ high

ټيټه درجه د حرارت  Minimum Temprature

-38 F

د ريښو لپاره د خاوري اندازهSoil Depth for Root

20  اينچه

د لنډو بوټو لپاره زهريت   Toxic to Nearby Plants

نه    No

وروسته له حاصل اخيستلو څخه د نمو قابليت

بلي

pH

6-9.5 pH

د اورښت اندازه  Precipitation Range

12-40 Inchers/Yr

 په يوه ايكر كي د بوټو اندازه

300-1200/acr

د مالګو په مقابل كي مقاومت

لوړ

د CaCO3 په مقابل كي مقاومت

لوړ

د نايتروجن د نصبولو وړتيا

لوړ

  

ددي وني پاڼي بيضوي او تياره شني دي، كوچني ژيړ او خوشبويه ګلان لري چي د مي او جون په مياشتو كي منځ ته راځي، دا ونه وروسته له دريو كلونو څخه ميوه توليدوي.

د سنځلو ريښي د Nitrogen Fixing root Nodules  درلودونكي دي چي دا ددي ونو سره مرسته كوي تر څو په ډيرو غريبو خاورو كي وده وكړي او توافق تر لاسه كړي.

سنځلي په اصلي ډول په چين او جاپان پوري اړه لري او په 1900  ميلادي كال كي شمالي امريكا ته وپيژندل شوه.

دا بوټي په امريكا كي د ځمكي د تخريب د مخنيوي، د ځمكو د احيا، د وحشي ځناورو د محيط د جوړولو او ښكلا  لپاره كرل كيږي، دا  بوټي  په غربي او منځني اسيا پوري اړه لري او له روسيي او قزاقستان څخه تر تركيي پوري ددي بوټي اصلي وطن دي. ددي بوټي پاڼي متناوبي دي چي د 4-9 سانتي مترو پوري رسيږي او 1-2.5 سانتي متره پراخوالي لري او همدارنګه څنډي يي همواري دي، په لوړه اندازه اروماتيكي ګلان چي دوه دري ځونډي يي سره يو ځاي وي  او ۱ سانتي متر اوږدوالي  لري  توليدوي اوددي بوټي ګلان د زيړي كرولا درلودونكي دي

دا يوه غوره باد ماتونكي (Wind Break)  ونه ده چي د لږو اوبو په مقابل كي مقاومت لري او همدارنګه كولاي شي چي د مالګينو او Alkali خاورو كي وده وكړي ، ددي وني تخم ددريو كلونو لپاره په خاوره كي ژوندي پاتي كيداي شي، ريښي يي ژوري دي.  په ريګي او كلكو كلي خاور كي وده كولاي شي او د سيلابونو په مقابل كي مقاومت لري. دا ونه په يوه كال كي ۶ فوټه نمو كوي.

ددي وني له بيلابيلو برخو لكه ميوه، پوست او شيري څخه صنعتي او طبي ګټي لاس ته راځي. ددي وني له پوست څخه تتراهيدروآرمور - متيل – N  استخراجيږي ددي وني له پاڼو څخه د آلكانوييد په نامه يوه بله كيمياوي ماده لاس ته راځي چي له دي دواړو مادو څخه ددوا په جوړولو كي ګټه اخيستل كيږي.

د سنځلي ميوه ددريو برخو (پوست ، منځني برخه او هستي ) څخه منځ ته راغلي. د سنځلي منځني برخه او هسته ډير غذايي اهميت لري ، د سنځلي منځني برخه دوه ډوله قندونه ګلوكوز او فركتوز او 7 نوعه اشباع شوي او غير اشباع شوي شحم درلودونكي ده. د سنځلي هسته 17 نوع امينو اسيدونه لري چي هر يو دا امينو اسيد ښه طبي ګټه لري. او داسي ويل كيږي چي دا ميوه د صفرا لپاره دوا ده ، په سنتي طب كي  دا ميوه د قبض لپاره ، د غاښونو او د معدي د زخم لپاره زياته اغيزمنه  ده.

ددي وني څخه د عطر جوړولو او د لرګي  په صنعت كي گټه اخيستل كيږي.

دا ميوه د قي د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا ګڼل كيږي. همدارنګه دا ميوه د سړو تبو دلري كولو او د زړه لپاره ښه ګتوره ميوه ده.

همدارنګه كه چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو كي سره شي نو د خارښ، د بندونو د درد او همدارنګه د ويښتانو د نمو لپاره ګټوره ده.

په اسپانيا كي د سنځلو د ګلانو له شيري څخه د شديدو  او خطرناكو تبو په مخنيوي كي ګټه اخلي. د سنځلي په پوست كي آلكالوئيد الدآگنين او يوبل سريښناك آلكالوئيد شتون لري. د سنځلي ميوه د ويتامين A  او B درولودونكي ده همدارنګه د كم اندازه ويتامين K هم لري. همدارنګه سنځله د بواسيرو لپاره هم ګټوره ده، هغه څوك چي ډيري متيازي كړي دهغو لپاره ښه دوا ده. سنځله د جګر د ناروغيو لكه زيړي لپاره ډيره گټوره ده، په سنځله كي د كلسيم اندازه ډيره ده نو له دي امله د هډوكي لپاره ګټوره ده. ددي ميوه د دردضد ، د سرطان ضد د ويني د فشار مخنيونكي ده. او همدارنګه د شكر د ناروغي لپاره ډيره مهمه ده.

د سنځلي ګلان دوه ډوله يعني د نر او ښځي په شكل پيدا كيږي، سنځلي ته په انګليسي ژبه deaster او Bohemian oleaster  او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي. په عراق كي ورته  غبيده بادام او په عربو كي ورته غبيرا ويل كيږي، د سنځلو د ګلانو عطر په 50 متري كي محسوس كيږي،