ليرنګ دوهمه برخه

ځيني مهم ميوه جات چه د ليرنگ پوا سطه تکثيرکيږي

 1- مڼه
په افغانستان کې دمڼې دتکثير لپاره دمختلفو طريقو څخه استفاده کيږي . دتکثير مروجې طريقې د زخه پيوند – شاخ پيوند – تخم- ليرنگ – او سکرينگ څخه عبارت دي .برسيره پردې طريقو د نړۍ په ځينو سيمو کې مڼې دقلمو په ذ ريعه هم تکثير کيږي . دتنکيو قلمو د تکثير دپاره دنري مصنوعي باران د وسايلو موجوديت او دهارموني موادو استعمال ضروري فکتورونه دي دمڼونيالگي يا کلونل بوټي عموماً په مني يا پسرلي کې په (ټي)زخه پيوند سره دتکثير لپاره تياريږي په ځينو ځايونو کې د مڼو نيلي پيوند کوي او داطريقه داطمنان وړنتايج ورکوي. 
دمڼو کلونل نيله بوټي په غير زوجي توگه تکثير کيږي کلونل نيله بوټي که دتخم په ذريعه تکثر شي خپل ډول نه ورکوي په موجوده وخت کې د مڼو د کلونل نيله بوټي خصوصا ما لينگ د سلسلي نيله بوټي د مونډ ليرنگ په ذريعه  زياتوا لى مومي . بايد وويل شي چې دا طريقه  په افغانستان کې  هم اوس په لږه پيماني سره استعماليږي او دميدان دسيمې يو زيات شمير مالياران دمونډ ليرنگ دطريقي څخه استفاده کوي . څرنگه چې د مڼو د پاره دمونډ لـير نگ استعمال په افغانستان اونړۍ کې مخ په زياتيد و دى نو له دې کبله غوره بريښي چې نومړې طريقه په زيات تفصيل سره د لته وړاندي شي .
دمالينگ 12 څخه پرته چې په سختي سره نيلي وباسي دمالينگ دسلسلې او دمالينگ مرتان دسلسلي نور نيله بوټي په ښه ډول سره دمونډ ليرنگ په ذ ريعه تکثير کيږي . دکروندې په ځاي کې دمونډ ليرنگ د طريقي د عملي کيدو په منظور نيله لرونکي بوټي دقطار په ډول د30-45 سانتي مترو په لريوالي سره وکري .د قطارونو تر منځ فاصله بايد د (130) سانتي مترو په اندازه وي . که چيرې د بوټو گرد چاپيره غونډي دجوړولو د پاره د اري د بور په عوض خاوره استعما ليږي نوپدې صورت کې د بو ټي په نسبت زياتي فاصلي سره و کرل شي. د(5-10) سانتي متر و په ژوروالي په ژورغالو کې د نيله لرونکو بو ټو کرل گتور ثابتيږي ځکه چې پدې توگه په راتلونکي وخت کې د بو ټو گرد چاپيره د ټاکلي اندازي خاورې  راټولول اسانيږي . که چيرې دخاورې په ځاى د ارې د بورڅخه استفاده کيږي نو په دې حالت کې دژورغالي  موجود يت ضرورندي  سره د دې چې د مڼو نيله لرونکي بوټي په مني کې هم کرل کيداى شي مگر د هغوي د کرلو د پاره پسرلي غوره وخت دي .نوموري بوټي د يوه موسم په موده کې دنيلو قوي سيستم تشکيلوي .په راتلونکي پسرلي کې دودې دشروع کيدو ترمخه دځمکي سطحي ته نږدي بوټي پرې کړي څه موده وروسته دپرې کړ شووبوټوڅخه نوي څانگي منځ ته راځي . کله چې دنووڅانگو لوړوالي د10-15 سانتي مترو اندازې ته ورسيږي دڅانگو بيخونوته د  اري  بور واچوي تر څوپور ې چې تر نيمايي پورې هغه پټ کړي دوخته داري دبوراچول له دې کبله ښه دي چې هغه دڅانگو دبيخونو دټينگوالي سبب کيږي اوهغه سختي ته نه پريږدي . داډول عمليه  دايټيوليشن په نامه ياديږي . تردې وروسته وا رپه وار داري بور دڅانگو بيخونوته    اچوي تر څو دسرطان تر ميا شت پورې دبور غونډي د30-38 سانتي مترو پورې لوړوالى حاصل کړي .
دنووبوټو شمير دنيله بوټې په خواصو –دموسم په حالاتو او دخاورې په حاصل خيزۍ پورې اړه لري .دپاڼو دتوييدو څخه وروسته دارې بور دبوټو څخه لرې کيږي اونيله لرونکي بوټي دمورني بوټي څخه جلا کيږي . بايد نوي بوټي دمورني بوټي دپيدايښت  دنقطې څخه جلا شي . دبوټو دجلا کيدو څخه وروسته دارې بورمورنيو بوټوته بيرته اچول کيږي  .دا خبره دذکر وړ ده چې داري بور دمضره گياه دشنه کيدو مخه نيسي او داوبخور اندازه کموي . داري بور دڅوکلونو دپاره په مکرر ډول داستعمال وړدي مگر په دې توگه دغذايي موادو مخصوصا دنايترو جن او فاسفورس دلږوالي ستونزه منځ ته راځي .ددې ستونزي دمنځه وړلو لپاره پکار د ي چې په يوه جريب ځمکه کې 22 کيلو گرامه اصلي نايتروجن دامونيم فاسفيت په ډول پاشل شي.
د مڼو دپاره دمناسبو نيله بوټوانتخاب خورا مهم اومغلق کار دي.  
د مڼو دنيله بوټو د خواصوپيزندنه دباغواني دبرياليتوب دپاره ضروري دي .
په اوسني وخت کې  د مڼــــــــــــــودپاره دمالنگ کلونل  نيله بوټي زيات رواج لري. دمالنگ دسلسلي مهم نيله بوټي په لا ندې ډول دي

ما لنــــــــــــــــگ 9
په يو شمير اروپا ئي هيوادو کې مالنگ 9 ډير مروج نيله بوټي دي او د ډ يرو کلونو دپاره د ټيټو ونو دمنځ ته راوړلو په قصد استعمال شوي دي . دانيله بوټي داسې ونې تشکيلوي چې دتخم څخه لا س ته راغلو نيالگيو (نيله بوتو) 4/1څلورمه  3/1يا دريمه برخه لوړوالي لري . ددې نيله بوټو دپاسه ونې د مختلفو عملياتو د پاره   لکه دميوې شکول –شاخبري – دوا پاشل زينې ته ضرورت نلري . دمالنگ   9نيلي ماتيدونکي خاصيت لري او دپوټکي اندازه يې د لرگي داندازي په نسبت د نورونيله بوټو دمقايسي له مخي زيا ته ده .

پنډ پټوکي مالنگ9  دميږو په مقابل کې دپاملرنې وړگرځوي او له دې  د رکه ورته د نړۍ په ځينو سيمو کښې زيات تاوان رسيږي .څرنگه چې دمالنگ9  نيله بوټي نيلي په اساني سره شليگي نوله دې کبله هغه ونې چې دمالنگ9 دپاسه پيونديږي د تل د پاره د تکيه  کولو  ستنو ته ضرورت لري . دمالنگ 9 د پاسه پيوند شوي بوټي بايد په منظم ډول اوبه شي او مضره گياه ئي کنترول شي . دمالنگ 9 نيله بوټي  دسړو په مقابل کې دهغوى نيله بوټوپه اندازه مقاومت لري کوم چې دتخمونوڅخه زرغون شوي وي  . دمالنگ 9 نيله بوټي اودهغوي دپاسه پيوند بوټي په مني کې دوخته وده دروي اودسړو په مقابل کې دوخته سختيږي .
دمڼو دټولونيله بوټو په نسبت دمالنگ 9 نيله بوټي د کالرراټ په مقابل کې زيات مقاومت لري . کالرراټ يوه داسې ناروغي ده چې دځمکې دسطحې په برخه کې په ونوباندې حمله کوي او هغه خوسا کوي . د دې نيله بوټي مهم عيب د ادى چې د فايربلايت  دناروغۍ په مقابل کې حساسيت لري او په بيخ کې نامطلوب  شاخونه وباسي . بايد وويل شي چې دفايربلايت ناروغۍ په افغانستا ن کې معموله نده . دمالنگ9 نيله بوټي دپاسه نيله بوټي ډير ژرحاصل ورکوي . که چيرې بچگي ډوله پيوند په نوموړي نيله بوټي کې کيښودل شي نو په دويم کال ميوه ورڅخه په لاس راتلاى شي .

مالنـــــــگ26 
مالنگ 26نيله بوټي دمالنگ 9 او بل دير قوي مالنگ 16نيله بوټي دالقاح څخه منځ ته راغلي دى.  دانيله بوټي دمالنگ نهه په نسبت څه نا څه قوي دي  .  د دې نيله بوټي  دپاسه پيوند بوټي دعمر په لومړيو کلونو کې په ډير ه بيړه لوئيږي او دحاصل ورکولودپيل کيدو سره وده مخ په کموالي ځي . دتجربوڅخه داسې څرگند يږي چې د دې بوټي دپاسه وي دتل دپاره دتکيه کولولرگيو ته ضرورت لري . د دې نيله بوټي په بيخ کې د سکر نامطلوب شاخونه تولد يږي. دعمومي نتايجو څخه داسې معلوميږي چې دانيله بوټي په آينده کې په زياته پيمانه په تجارتي باغونو کې مروج شي  .

مالنـــــــــــــــــــــگ 7
ددې نيله بوټي دپاسه ونې خورا زيات حاصل ورکوي .ځرنگه چې نوموړي نيله بوټي نسبتا قوي سيستم لرې نو له دې کبله دتکيه کولودپاره يي د لر گيو مجوديت ضروري نه بريښي .د دې نيله بوټي دياد وړعيب دادي چې په بيخ کښې نامطلوب چوکري راوباسي .د ونود بيخ شا خونه بايد په منظم ډول پرې کړ ل شي . د سړو په مقابل کې د مالنگ7 مقاومت دتخم څخه د شنه شوو نيا لگيو په اندازه دي . سره د دي چې مالنگ7 دکالررا ت په مقابل کې دما لنگ 106 په نسبت لږڅه زيات مقاومت لري مگر دواړه په مټينو لندو خاوروکې بايد ونه کرل شي . مالنگ دفايربلايت په مقابل کې هم څه اندازه حساسيت لري . دمالنگ 7 نيله بوټي د پاسه د پيوند بوټو حاصلات د قنا عت وړوي اوله دې کبله په باغونو کې دنوموړي بوټي استعما ل مخ په زياتيدو بريښي  . دانيله بوتي دمعيار لوړو ونو د قد په سلوکې 60-70برخوته رسيري .

کيلـــــــــــــــــــــــــــــــه
کيله دافغانستان دمهمو ميوو دډلې څخه نه شميرل کيږي . کيله ځانله د ننگرهاراو کونړپه وادي کې په غيري تجارتي ډ ول روزل کيږي . کيله زياتې تودوخې اولنده بل ته اړتيا لري . د ا فغانستان هواعموما وچه اود کيلوروزلود پاره مناسبه نه بريښي دکيلې د بوټي د ځمکې د پاسه ساقه يوه غيري حقيقي ساقه ده چې د پاڼو د بيخونودتاويدوڅخه منځ ته راځي  . دساقي دځمکې دلاندي بر خه رايزوم نوميږي چې هغه د څوزخو څخه متشکله وي  . هره يوه زخه زرغونيږي اودځمکې د پاسه غيري حقيقي ساقه اود ځمکې دلاندې رايزوم منځ ته را وړي  .
د زخوڅخه توليد شوي نوي بوټي ياڅوکري د سکرپه نامه ياد يږي اوهمدغه بوټي دي چې د کيلي د تکثير د پاره استعماليږي .  د رايزوم په څنـگ کې نوي بوټي دتکثير د پاره د مورني بوټي څخه جلا کيږي . هره غيرې حقيقي ساقه يوځل ميوه توليدوي اود ميوي ورکولووروسته  بايد پريکړ ل شي  .

انـــــــــــــــــــــــــــگور
انگورد تخم – قلمو – ليرنگ په ذ ريعه تکثير کيږي . که انگو ردتخم په ذ ريعه تکثير شي نوموړي بوټي د مورني بوټي څخه څه ناڅه توپير لري اوهمداسبب دى چې د تخم تکثير دا نگورود پاره غوره نه بريښي .
دانگوروټو ل انواع که نيله بوټي وي يا پيوند بوټي د قلمو په ذريعه تکثيرکيږي  . عموماقلمې د يوه کال د پاره به بوزغلي کې کرل کيږي او نيلو تشکيل څخه وروسته باغونو ته انتقال مومي . که څه هم په افغانستان کې دانگورو پيوند کول معمول اوضرور نه دي مگر په خارجي هيوادو کې دځينو امراضو او حشراتو له امله دانگورو نيله لرونکي قلمې په باغونو کې دکرلو تر دمخه پيوند کوي . دليرنگ په باب په تير فصل کې پوره معلومات وړاندې شوي دي اوبيا يې تکرار ته ضرورت نه بريښي .
هر کله چې ديوه چاپيريال په خاورو کې مضر امراض او افات لکه فايلوگزيرا (phyloxera)
يانيماتودونه موجود وي او حساس انگور لکه وايتيس وينيفيرا vitas venefera) )
کرل کيږي نولازمه ده چې مقاومت لرونکي نيله بوټي په کار واچول شي ترڅو په پيوند بوټي په زړه پورې حاصلات ورکړي . دونيفيرا انگورودپاره دنړۍ په ځينو هيوادونو کې يو شمير نيله بوټي استعماليږي چې هغه په لاندې  ډول دي
1-VITIS VENEFERA
2-ARAMON X RUPESTRIS GANZIN NO. 1                                       
3-SOLONIS X OTHELLO 1613                                                              
4-DODRIDGE AND VITIS CHAMPINI

LOQUAT    لوکاټ
لوکاټ دهغو ميوو ډلې څخه دي چې پسرلي کې ترنورو ميوو دوخته په بازار کې ليدل کيږي . لوکاټ دننگر هار – لغمان او پکتيا په سيمو کې په تجارتي ډول روزل کيږي.  دخوست دسيمې لو کاټ دکيفيت له نظره ډير لوړدي . لوکاټ دزخه پيوند يا شاخ پيوند په ذريعه تکثير کيږي . پيوند بايد په کوچنيو ونو کې کيښودل شي . همدارنگه  دزر  پيوند دزړوونو دپاره معمولي دي . بهي يوداسې نيله بوټى دى چې هغه دلوکاټ ټيټې ونې منځ ته راوړي . هوائي  ليرنگ د اندول بيو تاريک اسيد په استعمال سره ښه نتايج ورکوي داسې بريښي چې دافغانستان اکثره لوکاټ غيري پيوندي دي اودهغوي په اصلاح کولو کې له پيوند څخه هيڅ استفاده نه کيږي . په هندوستان کې لوکاټ  دام په څير دانارچينگ پواسطه تکثير کوي .

شفـــــــــــــــــــتالو اوشلــــــيل
دشفتالو او شليل لپاره يو زيات شمير نيله بو ټي موجود دي چې ځيني ئې معياري لوړې ونې او يو څويې نسبتآټيټې ونې منځ ته راوړي . دشفتالو نيله بوټو ته دمڼودنيله بوتو  په اندازه پاملرنه نه ده شوې . په اوسني وخت کې دماليارانو زياته تو جه دشفتالانو او شليل ټيټو نيله بوټو ته جلبه شوي ده . دوه نيله بوټي چې په زړه پورې ټيټې  ونې تشکيلوي عبارت دي له پرونس بيس چې دونو قد په سلو کې 50 کموي دسړو په مقابل کې  تنگښت لري  . دکرون گال دناروغۍ سره مقاومت لري اوپه غيرې زوجي توګه په اساني سره تکثير کيږي ممکن په آينده کې زيات استعمال شي .                                   
1-Prunus besseyi                                   dwarf
2 – Prunus tomentosa                            dwarf
3 – Prunus domestica                            dwarf
4 – Hybrid of peach and tomanto            dwarf    
5 –Ackerman                                 semi dwarf 
6 – Pershor                                   semi dwarf
7 – Plum st julien                                  dwarf    
8 –Siberian   c                                       dwarf
9 –harrow blood                                    dwarf
10 –prunus hortulana                             dwarf
11 – Peach domascus 1869                        ?
چې ددې جملې څخه پيچ دوماسکس 1869 دبادام باغ په تحقيقاتي فارم کې د موند ليرنگ په واسطه تکثير شوي د ي.

ناک  
دمڼو په شان د ناکو لپاره زيات شمير نيله بوټي موجود دي . تر ټولوزيات معمول نيله بوټي هغه دي چې د بارتليت دتخم څخه شنه کيږي . دا بوټي اوږده عمري  قوي ونې منځ ته راوړي او ددې نيله بوټي دپاسه پيوند شوي دناک  بوټي معياري لوړ قد لر ي .  جاپاني ناک  پايرس ايروتينا که څه هم پخوا دناکو دپاره دنيله بوټي په حيث استعماليدومگراوس داستفادې دصحني څخه وتلي ځکه چې د يو شمير وايروسي امراضوپه مقابل کې يې زيات حساسيت درلود .
په همدې توگه دختيځ په نامه مشهور دناکو نيله بوټي پايرس اسورينسيس دجاپاني په څير د ويروسي امراضو له کبله له منځه تللي دي. داولډ هوم نيله بوټي دمنځني نيله بوټي په حيث زيات استعمال لري . دفاير بلايت دناروغي په مقابل کې زيات ټينگښت ښيي لاکن دتنې دچاوديدو دوايروس سره حساس دي .
دناکو مهم روستاکونه عبارت دي له
1 - Seedling Bart let                standard
2 - Pyrus aerotina                            .
3 - Pyrus ussuriensis                         .
4 - Old home                        semi dwarf
5 - Forming dale                    semi dwarf
6 -   Pyrus commonis                            .
7 - Kiffer hybrid of pyrus commonis and pyrus pyrifolia
8 - Pyrus calleryana                             .
9 - Pyrus betulaefolia                         .
10 - Pear howthorn                              .
11 - Pear quince c 332                         .
12 - Pear quince BA27C                  .
پايروس کامونس زيات معمول دي او کايفرنوع په استراليا کې په قناعت بښونکي ډول دنيله بوټي په حيث استعماليږي .
دبهي روستاکونه هم دناکو دپاره استعماليداى شي . او دنا کو دنيلودسپږيو اونيماتودو په مقابل کې پوره مقاومت لري لاکن د فاير بلايت او زياتې چونې سره مقاومت نه ښکاره  کوي .
د انگلستان د ختيځ مالينگ د څيړنو مرکز د بوهي څوداسې کلونلونه چې د ناکو سره توافق لري انتخاب کړي دي او هغه يې د انگليسي ژبې د حروفو په اساس ياد کړي دي په د لړ کې د اي بوهي تر ټولو غوره بلل کيږي د بي  بهي لږ څه ټيټ نيله بوټي دي لاکن د سي بهي تر ټولو ټيټې ونې منځ ته راوړي.
د پورتنيو روستاکونو له جملې څخه پير هاوترن –پير کونس سي 332اوپير کونس بي اي 27سي د بادام باغ په تحقيقاتي فارم کې د مونډ ليرنگ په واسطه تکثير شوي دي .

الو او الو بخارا
الو او الو بخارا اکثرا په مني کې  د ټي پيوند په ذريعه زيا توالى مومي ټي زخه پيوند په پسرلي کې هم اجرا کيږي . الو او الو بخارا دواړه دسختو او تنکيو قلمو په ذريعه دتکثير وړدي . تنکي قلمې دنيلو دتشکيل لپاره زيات لندبل يا مصنوعي نري باران ته اړتيا لري . دالو دټيټوونو دحاصلولولپاره د پرونس بيسي اوسينت جوليان د نيله بوټوڅخه استفاده کيږي. بايد وويل شي چې دادواړه نيله بوټي دالو دانواعو څخه دي . برسيره پردې دمايرو بالان الو- ماريانا الو –شفتالو – مندتي – بادام اوداسې نور دالو او الو بخارا دپاره دنيله بوټي په حيث داستعمال وړدي . پلم ماريانا جي اف1∕8
دالو نيله بوټي دبادام په تحقيقاتي فارم کې د مونډليرنگ په واسطه تکثير شوي دي.

ځمـــــــــــکني توتان
 دځمکني توتان عمومآ د رنر بوټو په ذريعه  تکثير کيږي . دځمکني دتوتانو ځينې انواع چې لږ رنر بوټي توليدوي دغه بوټي دکرون د ويش په ذريعه زياتيږي . دځمکني هغه توتان چې په کال کې دوه ځلي حاصل ورکوي اودوه حاصله نوميږي لږرنرونه توليدوي . د دې ډول هر بوټى ديوه موسم ترپايه پورې د 10-15لنډې ساقي منځ ته راوړي . دجلاکيدو څخه وروسته هره ساقه ځانگړى بوټى تشکيلوي  . دځمکني توتان دتخم په ذريعه هم دتکثير وړدي مگر دتخم څخه زرغون شوي بوټي غوره نه بريښي ځکه چې هغوى پوله پله توپير لرونکي وي . دتخم په ذريعه تکثير ځانله دنسلگيري داهدافو او نوو ډولو نو دمنځ ته راوړلو لپاره استعمال کيږي . د تخم د ښه شنه کيدولپاره ښايي چې تخمونه ددريو مياشتو پوري د کرلوترمخ د سا نتي گراد 0-1 درجو کې وساتل شي .
که دځمکني تو تانو بوزغلي په پسرلي کې شروع شي نو راتلونکي مني اوژمي ته نوي بوټي د تکثير لپاره چمتو کيږي .نوي بوټي دبوزغلي د پټي څخه هر وخت چې په کافي اندازه سړي هو ا دزخو د استراحت اوغير فعال حالت دوره بشپره کړې وي کيندل کيداى شي . بوټي بايد په پسرلي کې دفعالې ودې د پيل تر مخه مطلوبه ځايو ته انتقال ومومي .  کوشش بايد وشي چې دکيند لو په وخت کښې هر يوټى د پوره نيلوسره دخاورې څخه وويستل شي دځمکني د توتانو بوټي په پسرلي کې ناوخته هم کرل کيداى شي په داسې شرط چې هغوى د فعالې ودې دپيل کيدوتر مخه کيندل شوي وي اوپه ساړه ځاى کښې ساتل شوي وي . ښه به  داوي  چې د بوټو څخه د انتقال په وخت کې پاڼې لري شي که بوټي په پالي اتيلين کې ونغښتل شي نو په دې صورت کې د هغوى د وچيدو مخه نيول کيږي  د سانتي گراد په حساب د تودوخې په منفي 1يا 2درجو کې د ځمکني توتانو بوټي تر يوه کال پورې هم ساتل کيداي شي لازمه ده چې د ځمکنې توتانو بوټي د وايروسي امراضو ا و نيما تودوڅخه خالي وي کوشش د وشي چې بوټي له باوري منابعو څخه لاس ته راشي د نيماتودو څخه د ځمکني توتانوبوټي دتودو اوبو په ذريعه نجات موندلاى شي که چيرې  د استراحت په وخت کې د ځمکني   توتانو بوټي په داسې اوبو کې چې د سانتي گراد په حساب د تودوخې درجه يې 52وي د دوه دقيقو لپاره غوټه شي نو د نيماتودو څخه خالي کيږي بايد وويل شي چې دځمکني توتان د نړۍ د ډيرو قيمتي ميوو د ډلې څخه دي مگر په افغانستان کې لا تر اوسه پورې په تجارتي ډول نه کرل کيږي .   

لنډيز او پايلې
ليرنگ د ځينو نباتاتو د تگثير د پاره خورا مهمه طريقه ده .د ليرنگ تکثير د قلمو د تکثير سره خورا مشابهت لري مگر يواځينى تو پير يې  دادى چې په ليرنگ کې نيلې په ساقو او څانگو کې مخکې له دې چې د مورني بوټي څخه جلا شي منځ  ته راځي . ليرنگ په ځينو  بوټو کې په طبيعي ډول اجرا کيږي . په افغا نستان کې ليرنگ تر يوې اندازي پورې د نباتاتو د تکثير د پا ره استعماليږي مگر د قلمو د تکثير په اندازه معمول نه دى .
ليرنگ دهغو بوټو دپاره چې قلمې يې په سختۍ سره نيلې وباسي دتکثير موفقا نه لاره ده .
ليرنگ ځينې گټې لکه خپله نوع ورکوي  او د هغو بوټو دتکثير لپاره چې په بله طريقه نه تکثير کيږي ښه لاره ده . او همداشان ځينې عيبونه هم لري لکه دتکثيردنورو طريقو په نسبت زيات وخت ته ضرورت لري اوپه لږه پيمانه بوټي پرې تکثير کيږي .

د ليرنگ ډولونه


1- ټيپ ليرنگ
په دي صورت کې نيلې دهغو نوو شا خونو په څوکو کې راوځي کوم چې ځمکې ته په طبيعي ډول کږيږي .
يو شمير تاک ډوله بوټي لکه بلک بيري- ديوبري او راسپ بري د ټيپ ليرنگ په واسطه زياتوالى کوي .د ليرنگ دا نوع د اوړي په اخر کې صورت نيسي .
2-ساده ليرنگ
 دا د ليرنگ اسانه طريقه ده . د تکثير ددې طريقې د اجرا لپا ره د ونې يا بوټي شاخونه ځمکې ته را ټيټوي او يوه برخه يې په خاورو باندې پټوي مگر د هغو څوکې لوڅي پريږدي.
ساده ليرنگ عموما  د پسرلي په لومړي برخه کې د فعالي ودې د شروع تر مخه اجرا کيږي مگر په اوړي کې هم امکان لري.
په افغانستان کې کله کله انگور او انار  د ساده ليرنګ په واسطه تکثير کيږي .

3-ترنچ ليرنګ   
ددې طريقې له مخې يو بوټى يا د بوټي يوه څانګه په يوه ژورغالي کې په افقي ډول کرل کيږي او بيا نوموړى ژور غالي په خاورو سره هغه وخت پټوي کله چۍ نوي شا خونه منځ ته راشي.د خاورو په پټولو سره د نوو شاخونو په بيخ کۍ نيلۍ تشکيليږي .
د ليرنگ دا نوع په مڼو او غوزانو او نورو ميوه جاتو کې اجرا کيږي .
4-مونډ ليرنگ   
د ليرنگ دا ډول طريقه د هغو بوټو او ونو د تکثير دپاره استعماليږي کوم چې په اساني سره کږيداي نشي او د ځمکي سطحي ته نږدې هر کال زياتې څانگې راوباسي .
د مڼو کلونل نيله بوټي – دالو بالو  د مزرډ نيله بوټي او يو شمير نور نيله بوټي د مونډ ليرنگ په واسطه تکثير کيږي .
5-   اير ليرنگ
دادبوټودتکثير خورا لرغونې طريقه ده او دداسې بوټو دزياتوالي لپاره استعماليږي چې وده يې نيغه وي او د ليرنگ په نورو طريقو سره دتکثير کولو وړ نه وي . اير ليرنگ ديو شمير ميوولکه انځير – امروت – ربړ بوټي – املوک – کراب مڼه – الو او ليمو دتکثير لپاره په تجارتي ډول په ځينو هيوادونو کې استعماليږي .
اير ليرنگ په پسرلي کې دودې دشروع کيدو په وخت کې په يو کلنو شاخونو او څانگو کې اجرا کيږي .
6- کمپونډ ليرنگ 
په حقيقت کې دا ليرنگ د ساده ليرنگ يو متغير شکل دى . په دې صورت کې  يوه څانگه څو ځايه پټيږي او دهرې پټي شوې برخې څخه نيلي راوځي .
دا ليرنگ دهغه بوټو دتکثير لپاره مساعد دى کوم چې اوږده دتاويدو وړ شاخونه توليدوي لکه انگور .
7- رنر
رنر دليرنگ يو طبيعي ډول دي .د ځمکني توتان عموما په دې ډول زياتوالى کوي.رنر يوه مخصوصه سا قه ده چې د ځمکني   توتانو دپاڼو دساقو دمحور څخه راوځي اودځمکې په مخ په افقي ډول وده کوي .
8- سکر
ددې طريقي په مطابق نوي بوټي دشاخ په ډول دهغه زخو څخه چې په غير عادي ډول دنيلو دپاسه  جوړيږي او د اډونتيشيوس په نامه ياديږي منځ ته راځي . کيلې او د الو ځيني انواع لکه ستاکن ماريلوچي د روستاک په حيث استعماليږي ددې طريقې   په واسطه تکثير کيږي .
9- کرون
ځينې بوټي دکرون دويش په ذريعه تکثير کيږي . کرون دبوټي هغه برخه ده چې له هغه څخه هر کال نو ي څانگې اوشاخونه شنه کيږي . داډول خاصيت اکثره په واښه ډوله څوکلنو بوټو کې ليدل کيږي .

سپارښتنه
افغانستان يو داسې هيواد دى چې دمناسبو اقليمي شرايطو په لرلو سره يې دجهان دگلخانې نوم گټلى دي. افغانستان وچ لمريز په اوړي کې گرم اوپه ژمي کې يخ موسم لري نوله همدې کبله د ميوه جاتو دکر لپاره مناسبه سيمه ده .
ميوه جات عموما دزوجي او غير زوجي تکثيرپه واسطه تکثير کيږي . دغير زوجي تکثير د انواعو څخه يو هم ليرنگ دي کوم چې دتکثير په نتيجه کې خپله نوعه ورکوي . دتخم څخه شنه شوي بوټي معياري اولوړ قد لري او مونږهميشه کوشش کووتر څو ټيټ قدي يا ډوارف او نيم قدي يا سيمي ډوارف روسټاکونه منځ ته راوړو ترڅو يي زراعتي عمليات په اساني سره صورت ونيسي .
دمثال په ډول دمڼو لپاره مالنگ 8 اومالنگ 9 ډوراف او مالنگ 26 سيمي ډوارپ روسټاکونه دي د ناک لپاره پير کونس سي 332 او پير کونس بي اي 27 سي دوارپ او اولډ هوم او پارمينگ ډيل سيمي ډوارپ روسټاکونه دي د شقتالو لپاره سايبرين سي او هارو بلد ټيټ قدي او اکيرمن او پر شور سيمي ډوارپ روسټاکونه دي ددې روسټاکونو دساتلو لپاره بايد د ليرينگ او يا غيري زوجي تکثير دبلي نو عې څخه کار واخستل شي . 
ځيني بوټي بيدون دليرنگ څخه  تکثر نه شي کولاي لکه کيله ځمکني توت او نور
په افغانستان کې ليرنگ ډير په کمه اندازه سره   صورت نيسي ځکه مالياران يې له گتو څخه خبر نه دي د کرنې مالداري اوغذايي موادو وزارت د تر ويج رياست بايد په دې برخه کې زياته پاملرنه وکړي اوکوشش وکړ ي تر څو ليرنگ په  زياته کچه دود کړي اوکوم سټنډرډ روسټاکونه چې نن په افغانستان کې معمول د ي دصحنه څخه لري او په ځاي يې ډوارپ اوسيمي ډوارپ روسټاکونو څخه کار واخستل شي ځکه داډوارپ روسټاکونه به ددې لامل شي چې خلک دې ته و هڅوي ترڅو دبڼ په کرلاس پورې کړي اوددې لارې خپل او ملي عايدات لوړ يوسي .دډوارپ روسټاکونو ځينې مهمې گټې په لا ندې ډول دي .
1- په في واحد ساحه کې زياتي ونې کرل کيږي او زيات حاصل ورکو ي دمثال په ډول کولاى شو په يو ه  جريب ساحه کې 65 داني سټنډرډ ونې او په يوه جريب ساحه کې 400-500 داني دوارپ وني وکرو .
2- په اساني سره کولاى شو هغه په ښه توگه ابياري کړو .
3- کولا ى شو په اساني سره سرې ورکړو.
4- شاخه بوري يېpruning   په اساني سر ه  صورت نيسي .
5-ړنګړي يه په اساني سر ه صورت نيسي .
6- ټولول يې په اساني سر ه صورت نيسي .
7- ددې څخه علاوه ټول زراعتي عمليات يې په اساني سر ه صورت نيسي او ژرپه حاصل راځي .

ماخذ
1 – حمزه خيل  نورگل   د نباتاتو دتکثير لارې 171-178  & 180- 185 & 190 & 200-  212  کال  1363  دکابل پوهنتون خپرونې .

2 – خوشخوي  مرتضي  & بيژن شيباني  &  ايرج روحاني  &  عنايت الله  تفضلي  اصول باغباني   155-159  کال  1383  دشيراز پوهنتون  خپروني .

3-  حمزه خيل  نور گل   لکچر نوت   کال  1384 .
4- ظاهريان  گل احمد  تطبيقات مضمون تکثير نباتات  کال  1384 .

 5-HUDSON T HARTMANN DALE E KESTER   PLANT PROPAGATION   481- 500 YEAR 1959- 1968 PRENTED IN THE USA.    
6- INTERNET HTT: //ARRAKIS. LIBRARY. ARIZONA. EDU /AFGHAN

Air Layeringساده ليرنګCompound Layering

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ