راليږونکي :قيام الدين ځاځى
د راليږونکي پته :miwand_sana@yahoo.com
نيټه : 03-07-2008
د خوښۍ ځاى دى چې ټول افغان له خوا زمونږ زرويدلو او کړيدلو بزګرانو لپاره يوه داسې څه خپروي چې د هغوي د خولو د تويولو بدل يوه په دوه کوي او په ژوند کښې يې رغنده بدلون راولي
راليږونکي :بختيارځدراڼ
د راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.com
نيټه : 22-06-2008
وروره داد انځورونه مې ډير خوښ شول نور هم نشر کړه
خداي دې بريالي لره
بختيارځدراڼ سعودي عرب
http://www.tolafghan.com/petawona/index.php?action=detail&post_id=5416&b_id=19
راليږونکي :فرهاد موحد
د راليږونکي پته :farhad_mowahid@yahoo.com
نيټه : 22-06-2008
با تشکراز استادان محترم که مقالات علمي شان را در دسترس تمام علم دوستان قرار ميدهند. از گرداننده گان اين سايت خواهشمندم که اگر به سوالات ما جواب ارايه نمايند ،ما را ممنون خواهند فرمود.قابل ياد آوريست که از مقالات علمي شما به حد اعظمي استفاده نموديم . تشکر فراوان
با احترم فرهاد موحد (استاد در ليسه مسلکي زراعت بلخ)
سوال :کانالازيسيون وادي هلمند به کدام منظور و به کدام تاريخ احداث گرديده است .
راليږونکي :سلطان احمدزى
د راليږونکي پته :ahmadzai_plmt@yahoo.com
نيټه : 21-06-2008
گرانه وروره سلامونه ! د ويبلاګ په ليدلو دې ډېر خوښ شوم ، ټولو پښتنو ته په كار دي چې هر څوك په خپل مسلك كې په پښتو څېړنې او ژباړې وكړي ، يو په شعر او ادبي ليكنو هم څه نه كيږي پښتو په هره برخه كې اړتيا لري ، تاته دې خداى ج توفيق دركړي چې د كرنې په برخه كې نور ګټور مضامين هم وليكې او هم يې وژباړې .
ورور دې سلطان احمدزى
راليږونکي :عبدالتواب
د راليږونکي پته :TAWAB56@yahoo.com
نيټه : 11-05-2008
زما سلامونه ومني
زه غوارمه چي ما ته زراعتي معلوت ولگي
مننه او تشکر .
راليږونکي :غلام محي الدين صياد
د راليږونکي پته :gmsayad_lba@yahoo.com
نيټه : 05-05-2008
له ټولو نه مخ كښې سلامونه ډالى كوم، ستاسو روغتيا له لوخداي څخه غواړم .
ورسته ستاسو له ځواب نه چې زما ايمل ته ور كړ وو ډيره مننه او زما پوښتنه دا ده چې ستاسو ټول عنوانونه پښتو مګر بعضي ليكني مو په دري دي د بيلګي په توګه (سايبين )ايا كه زه د مرستې په ډول هغه ليكنې چي په دري دي په پښتو وژباړم تا سو به يې نشر كړي ؟ كه ځواب هو وي نو لطف وكړي ماته وليكي چي كومي ليكني او زه به دا كار په ډيره مينه سره وكړم.
په درنښت
راليږونکي :Hamdullah Tokhi
د راليږونکي پته :tokhi.afghan@gmail.com
نيټه : 29-04-2008
د, fruite pome او stone fruit کي اودضروري عناصرودکمبود علايم او دعلاج طريقي. په اړه معلومات راكړۍ.
راليږونکي :غلام محي الدين صياد
د راليږونکي پته :gmsayad_lba@yahoo.com
نيټه : 20-04-2008
زما سلامونه او نيكي هيلي ؤ مني!
ډير خوښ يم چي ستا سو سره مي نن اړيكي ټينګي كړاي شوي او ستاسو له ليكنو او زيارونو چې د كرهني په اړوند مو كړي ډيره مننه كوم خدا د نور هم وس دركړي چي دخوار افغانستان لپاره خدمت وكړي او په خاصه توګه له محترم پوهنيار ذکرالله \"صافي \" چي زما استاد دي ډيره مننه كوم چي زمونږ او نورو په روزه نه كې يي ډير زيار ويستلي او باسي په خوارا درناوي
راليږونکي :Hekmatullah Hamdard
د راليږونکي پته :hekmat.hamdard@gmail.com
نيټه : 27-03-2008
د پيتاونه د ويب پاني چلونکي ته!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.
د ويب پاڼې په ليدو ډير خوښ شوم خداي مو کاميابه و سرلوړي لره ډير په زړه پوري معلومات لري .
زه د د سخت زړيو حبوباتو په باره کې ځيني معلومات ته ضرورت لرم هيله ده که راسره مرسته وکړي يوې معتبري مرجع آدرس يا يي هم که تاسي په خپل آريشف کي لري راسره مرسته وکړي احسانمند به مو وم.
مننه او کور وداني
راليږونکي :سيد محمد \"نويد \"
د راليږونکي پته :nawed2007@gmail.com
نيټه : 18-03-2008
نخست ازهمه سلام هاي بنده را پيتاوال صاحب پذيرازشما نهايت خوش شدم که موضوع خود را درباکس جنگلات ديدم بخاطر که در ديگر قسمت ها نام ديکر همصنفيان من هم بود مانند مزار گل و فضل الهي از طريف شما با
آن ها هم سلامم تقديم مي کنم . دراينده انشا الله براي ويپ سايت شما موضوعات جالي روان خواهم کرد
خدا حافظ
راليږونکي :محمد مصطفي
د راليږونکي پته :mohamadsultani@gmail.com
نيټه : 21-11-2007
بنده محصل در زراعت ميباشم . براي من بعضي معلومات ضروري را بفرستيد.
با احترام
راليږونکي :سيد محمد نويد
د راليږونکي پته :nawed2007@gmail.com
نيټه : 22-09-2007
سلام و احترامات خدمت شما دوستا واقعآ در قسمت زراعت خدمت بزرگي را انجام داده ايد
تشکر زياد برادر تان نويد محصل سال چهارم فاکولته زراعت
راليږونکي :احسان لله (فيضي)
د راليږونکي پته :faizi_ehsan@yahoo.com
نيټه : 02-07-2007
اولتر از همه سلام تقديم ميکنم.
سپس اينجانب احسان الله فارغ التحصيل سال 1383 فاکولته زراعت پوهنتون کابل ميباشم و فعلآ با يکي از موسسات در بخش زراعت مصروف کار ميباشم و علاقه دارم تا معلومات را که در جريان مدت کارم در اين سازمان در بخش مسلکم (زراعت) جمع آوري نموده ام از اين طريق براي استفاده اشخاص علاقه مند بخصوص محصلين اين رشته ،در خدمت شان بگذارم .و در مور د خواهان همکاري شما هستم.که چيطور ميتوانم مقالات و رسالات خو د را در اين سايت بخاطر نشر ارسال نمايم؟؟؟؟؟
احسان الله (فيضي)
راليږونکي :زرولي خان خوشنود
د راليږونکي پته :KHOSH_Z@YAHOO.COM
نيټه : 06-06-2007
سلامونه اؤ دويب پاڼي ستاېنه دخوست ولاېت څخه زرولې خان خوشنود لومړۍ سلامونه وړاندي کوم بيا مو دويب پاڼي ستاينه کوم په نيږدې راتلونکي کې به زه هم دزراعت مر بوط مالومات په دغه سايت کې ولکم وسلام
راليږونکي :محمد رضا
د راليږونکي پته :razamsb@gmail.com
نيټه : 02-05-2007
10سپيسش بکتريا درهوا-10سپيسش بکتريا درخاک و 10 سپيسش بکتريا در آب مضر با شند و يا مفيد.
در باره اين اگر معلومات بدهيد و همکاري نماييد خوش خواهم شد.
تشکر
د درنو لوستونكو د ليكونو په ځواب كښې:
درنو لوستونكو له ښكلو ښكلو ليكونو، نظرونو او د همكاريو له ژمنو څخه مو د زړه له تله مننه كوم .
ستاسو ښكلي ليكونه دادي لوستونكو ته په كرنيز وبلاګ كښې دخيالي ګلونود ګيډيو په شان ږدم .
هيله منديم چې په راتلونكي كښې هم خپل نظرونو له مونږ سره شريك كړۍ .
د هغه دوستانو د ليكونو په څواب كښې چې له مونږ نه يې پوښتنې كړې دي بايد ووايم چې حتما به د دوى پوښتنو ته مناسب اړين څوابونه پيداكوم . كه څه هم چې زه خپله ددې پاڼې له بركته د زياتو كرنيزو علمي معلوماتو څښتن شوي يم .او كيداى شي چې د ډيرو پوښتنوځوابو نه او علمي معلومات له ځان سره ولرم. خويوه ستونزه يادول غواړم ،هغه دا چې زياتره وخت د انترنيت اسانتيا موجوده نه وي چې لوستونكو د پوښتنو څواب په هغه محال وليږم يا هغه غوښتل شوي معلومات دوي ته وليږم . په راتلونكي كښې هيله منديم چې دا ستونزه لري شي.
له هغه دوستانو نه چې ويبلاګ كښې د خپاروي لپاره يې د معلوماتو د ليږلو ژمنه كړې هيله كوم چې معلومات را وليږي مونږ به يې په ډيره مينه په ويبلاګ كښې ورته خپاره كړو ترځود هيواد بزګران او د مسلك خاوندان ورنه استفاده وكړي.
او همدا رنګه د كرهڼې د مسلك دټولو برخو له خاوندانونه هيله كوم چې خپلي علمي ليكنې مونږ ته په كرنيز ويبلاك كښې د خپراوي لپاره را وليږه او يا دې دهيواد د ټولو پوهنتونو د كرهڼې د پوهنځيو شريك ويب سايدته د خپراوي لپاره وليږي .
د كرهڼې د پوهنځيو شريك ويب سايد دوې مياشتې وړاندې د ايكاردا ( په وچو سيمو كښې د كرهڼې د څيړنو نړيوال مركز) د IDRC د پروژْې په مالي لګښت جوړ شوي چې موخه يې دهيواد د ټولو پوهنتونو د كرهڼې پوهنځيو د استادانو تر منځ اړيكه پيدا كول او د نړۍ په سطحه دكرهڼې مسلك خپرول دي .
د يادونې وړ ده چې دكرهڼو پوهنځيو دا شريك ويب سايد يو عمومي اداري لري چې د كابل پوهنتون د كرهڼې د پوهنځۍ استادښاغلى پوهندوى محمد سليم رحمي ټاكل شوى. نوموړى د ويب پاڼې بشپړ ه اداره په لاس كښې لري چې ويب پاڼې ته ليكنې پورته كولاى او هم پورته شوې ليكنې بيرته ړنګولاى شي او د ويب پاڼې په ډيزاين كښې بدلون راوستلاى شي .
په ويب پاڼې كښې د معلوماتو د خپاره وي لپاره د كرهڼې په نورو پوهنځوكښې يو يو بل كس اداري د استادانو له جملې نه هم ټاكل شوى چې فقط هغه دومره حق لري چې ويب پاڼه چې دنوموړې پوهنځۍ د استادانو علمي ليكنې او مقالې خپرې كړي نور څه حق نه لري .
د ويب پاڼې لوستونكي تر څو پورې چې د ويب پاڼې دكډن حق تر لاسه نه كړې د ويب پاڼې ليكنې نه لوستلاي شي او نه يې ليكنې ، كتابونه او مقالې ښكته كولاى شي. د كډون كولو لپاره د ويب پاڼې عمومي اداري ته ايمل ليږل كيږي هغه شخص به خپل نوم چې په راتلونكي كښې به په هغه نامه سره ويب پاڼې ته داخليږي د ويب پاڼې اداري ته ليږل كيږي . چې بيا د ويب پاڼې له خوا هغه ته د ګډون او د داخليدونوم او پټ توري Password وركول كيږي . چې په دې طريقې سره له ګډون وروسته دويب پاڼې ليكنې ،كتابونه د استادانو علمي اثار او نورډير څه معلومات تر لاسه كولاي شي .
د ويب پاڼې او د اداري د بريښنا ليك پتې دادي:
http://www.afghanaguniv.org
E-mail: afghanaguniv@gmail.com
له دې اوږدې ليكنې نه زما اصلي هدف داوو چې ستاسو ته د نوموړې ويب پاڼې په اړه ځه معلومات دركړم او نور د هغه په بډاينه كښې مټې راونغاړو .
ديوې مياشتې وړاندې د هيواد د كرهڼې د پوهنځيو زيات شمير استادانو ته د ويب پاڼې د چلولوپه اړه عملي تريننګ وركړل شو . خو له تريننګ نه له ستندو وروسته هيچا بيا څه عملي ګامونه وانه اخستل .
اوس نو له ستاسو درنو لوستونكوخصوصا د كرهڼې د مسلك له خاوندانو نه زما غوښتنه داده چې هر څومره زر په دې ويب پاڼې ګډون وكړي . ويب پاڼه د بحث فورمه هم لري .
خپل سوالونه او پوښتنې به په همغه فورمه كښې سره شريكوو انشا الله چې له يوې خوا به ويب پاڼه ډير زر د ليكنو له اړ خه شتمنه شي او له بله اړخه به په ګډه سره يو د بل ستونزې او مشكيلات سره حل كوو
نورپه ياد شوې ويب پاڼې د معلوماتو د خپرولو توفق درته غواړم او په پاى كښې د خپل يو بل لوستونكي ښاغلي غلام محي الدين صياد صاحب د ليك په ځواب كښې بايد ووايم چې ښاغليه ! ته په نره سره كولاى شي چې د ويبلاګ هره ليكنه چې ستا په زړه جوړوي له دري نه پښتوته راواړوي ، بنده ته منظوره ده.
نورنود لوستونكو د لازياتو همكاريو ، ليكونو ، مشورو او نيوكو په هيله
په ډير درنښت
رحمت پيتاوال
http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ