دګلانوتوليداوروزنه


سريزه:
دګلانوتوليداوروزنه يوارزښتمندکاردي. په دې سيمينارکښې دګلانوپه هکله يوڅه معلومات ذکرشويدي اوددې معلوماتو نه دګلانوتوليدکونکي کولی  شي چې په ماهرانه ډول دګلانو پالنه اوروزنه وکړي اوپه ښه ډول ئي تربيه کړي لکه څرنګه چي دګلانودروزنې سره په نني وخت کي زيات خلک اشنا اومينه لري .
ګلان نه يواځې دمحيط دښکلا په خاطر استفاده کيږي بلکه دانسانانو په روح باندي مستقيم تاثير لري اودذهن دخوشحالۍ سبب ګرځي  اوهمدارنګه په جهان کي مهم تجارتي ارزښت لري.
دګلانوتوليدکونکي بايد دګلانو توليد ته جدي پاملرنه وکړي.خصوصا هغه کسان چي دګلانو تربيه اوروزنه دتفريح ،تجارت اونوروهدفونو لپاره ترسره کوي،هغه بايدپه دې باندي پوه وي چي ګلان دکومومقاصدو لپاره استعماليږي ،اوپه کوم شکل سره ډيزاين اودهغه ساتنه وشي .
اوبايد دګلانو د روزنې په اړه پوره معلو مات ولري  .هيله ده چې دا معلوماتو دګلانواونورو زينتي بوټو په  روزنه  او تکثيرکښې موثرواقع شي.
اوداهم سپارښتنه  کيږي چي دزياتو معلوماتودلاس ته راوړلو لپاره بايدله نوروکتابونونه استفاده وشي ترځو دخپل کښت نه په زړه پوري حاصل واخستل شي.

پس منظر:
تقريبا (٥٠٠٠) کاله وړاندې مصريان  لومړني خلک ووچې ګلان به ئي دښـــــــــــــــکلا اوتفريحي ځايونوپه خاطر روزل.
دمصريانوپه تعقيب سره تــقريبا (٢٥٠٠) کاله مخکې دروم خلک دګلانوارزښت ته قايل اوځينې پندک پيوندونه يې په ګلانو تر سره او نورو وګړوته وښودل.
وروسته دروميــانو څخه ايتالويانوپه شپاړسمه پيړي کې ددكرنې د كارپوهانو اوښکلا پيژ ندونکو په وسيله لوي دولتي باغونه جوړل كړل،په همدې ترتيب په  اولسمه پيړۍ کي فرانسويانو ،دروميانوپه مقايسه لوي باغونه جوړ اونظر دروميانو باغونوته د ډ يزاين اوښکلا له پلوه ډير پرمختللي وو.
په اتلسمه پيړۍ کې انګليسانودپورتنيو تزئيناتو نه برعـــــــــــــــــــــلاوه علفي بوټو ته  مخ وگرځاوه اودهغي روزنه يي پيل کـــــــړه ، هغه ته يي د جهيلونو، مارپيچ ،داو بو دجريان، مصنوعي مغازو اونوروطبعي شيانو شکل ور کاوه اوعلاوه له دې با هغوي به ګـــــــــلان ټولول اودهغه په اړه به يې  معلومات ليکل .اوځينې نموني به يئ پريس اودځـــــــانونوسره  ساتلې ترڅو چې دورستيوبوټو پيژندونکو سره مرسته وکړي.
همداراز لــــــــــويې نمايش ګاوې به ئې دخلکو دننداري لپاره تيـــــــــــــــــــــــــــــــارولې او لويوګلخانو له جوړولو سره سم دزيات شمير خلکولپاره دکار زمينه  برابره کړه. ورسته په اســـــــــياکې لمړى چينايانو،بيا کوريايانو او ورســـــــــــــــــــــــــــته جاپانيانو ګلان دکورنو په داخل اوبهرکې کرل اوتربيه کول.خواسيايي باغونه نظراورپايي باغونوته کوچني اومحدودؤ.  په اســــــــــــيا کې د بوټو خوښونكوخپل باغونه داسې شاخه بوري کول    چې هــــــــغه ته به يي دغرونو،تپو ،وريځوا و نورو شيانوشکل ورکاوه .  
اکثره جاپانې مالياران پدې عقيده ؤچې.نباتات درواني روح دتازه کولولواوخو شحالو لوسبب ګرځي. اودګلانويې زيات احترام کاوه   همدارازشرقـــي ماليارانو زينتي باغونه ، ګلان او بوټي داسي ديزاين اوترتيبول چې ،دذهنونودخـــــــوشحالۍ اوبيــــــــدارۍ جوګه ګرځيدل.  په هندوستان باندې داورپايانودتيري ځخه مخــــــکې هغه د ګلانو بوټي چې په   هندکښې تربيه کيدل،دهغه په هــــــــــــــــــکله تحقيقات اوځيړنې کولې اوهغه به يې دتجارت  په خاطـــــــــــــــرديوځاي نه بل ځاي ته ليږدول کله چه په اوولسمه پيړۍ کښې هسپانويانو،انګريزانو اوهـــــــــــــــــالنديانودا  مريکاشمال ته هـــــــــــــــــــــجرت وکـــــــــــړ نودوريجو،تمباکواو بعضې نورونباتاتونه علاوه   ګلان هم روزل.
په اتلسه پيړۍکې دبوټولوى بڼونه  چې تقـــــــريباًټول هارتيکلچري نباتات په كښې روزل كيدل ،په استعماري امريکاکې تاء سيس شول . ووروسته بياد ګلانو راكړه وركړه  دهيوادونو اوښارونو ترمنځ شروع اودوام ئې پيدا کړ . او همدا راز د اتلسمې پيړۍ په نيمايي کي د قوريو  روزنه په امــــريکا کې شروع، اوپه نولسمه پيړۍ کې  دتفريحي موخو په خاطر چمنونه او پارکونه جوړ شول .

دګلانو پيژندنه او ارزښت
هارټيکلچر په دريو برخو ويشل شويدى چه دميوؤ روزنه،ســــــــبوروزنه اوزينتي بوټوله روزنې څخه عبارت دى  د ګلانوبوټي دهارټيکلچر يوه برخــــــه ده چه نه يواځې د يوکلنو،دوه کلنو،څوکلنو اوپه ګل لوښو کې دګلانو دکرلواوپالنې ، بلکه دهغه دبازار موندنه اوخرڅولو څخه بحث کوي. د دوى توليدات په ځايې اولرې بازارونو کې خرڅول کيږي. دپرې شويو ګلونو او ژونديوګلانواودهغوي داقتصادي ارزښـــــــــــت لرو  نکومحصولاتولکه بوي لرونکي موادو،تيل،اودواګانوپه حيث استفاده کيږي . ګلان دانساني تمدن ســـــــــــره تړلي دي .داسې ويل کيږي چه انسان دګل سره ژوندکو ي ګل د دنياپه مختلفو برخو اوهيوا دو نو کې دمختلفو موخواوهدفونولپاره مذ هبي روسوماتو،اجتماعي رسم رواج ،وادونو اوداوسيدلوځايونو دښكلاپه خـــــــــــاطر استعماليږي.داسې هم ويل کيږي چه ځانګړي ګلونه دځانګړوانساني احساسا تودښکاره کولوڅرګندونه کــــــوي.دنمونې په ډول هغه ګلونه چه ددې هــــــــــــدف لپاره په کاروړل کيږي لکه دګلاب ګل دمحبت لپاره،پانسي ګلونه دفکراوغورلپاره ،سپين کارنيشن دښځودمحبت لپاره، فـــرانسوي ماريګولډ د غم لپاره ،امريکا يي ماريګولډدبي ادبي ياګستاخي لپاره،نارسيس دځــــــان دشهرت لپاره،ګل نر ګس داحترام لپاره،ايرس دپيغام رسولولپاره، سنيبډراګن دګمان يافرض اداکو لولپاره،جسماين دمهـــــــــــــــــرباني اونورومقاصدولـــــــــــــــــــــــپاره استعماليږي.
يعني د دود او رواج له مخې هرګل ديوخاص مقصدلپاره استعماليږي.

دګلانواقتصادي ارزښت
دښکلا ځخه پرته ځينې ګلان لکه دګلاب ګل،ټيوب روز،پندانوس،مولساري، جوهي،چملي او داسي نور دعطرونوپه جوړولواوپه ځينې صابونو کې دښه بوى ور کول په حيث استعماليږي.
اوهمدا رازګلونه دتازه ګلونوپه ځرخرځولو،دبوي لرونکوتيلوپه ويستلو،ګل قندپه جوړولواوخرځولوسره اقتصادي ارزښت هم لري.
په اروپا،امريکااوبعضي اسيايي ملکونه لکه جاپان،سنګاپوراوهندکښې دګلا نو روزنه مخ په غوړيدو ده.ددې ملکوونوپه لويوښارونواوکليوکې زينتي باغدار ي ديومنظم کاروبارشکل غوره کړى دي.
ګلونه،ژوندي بوټي،غوټۍ،تخم اوداسي نورپه ځايي اولرې بازارونوکې خرځيږ ي اوهم بهرته صادريږي.بعضې ګلونه لکه ګلاب،غاټول اوزنبق پرې کول کيږي اوپه محارت سره لري مارکيټونو ته ليږدول کيږي.
دنړۍ وال اقتصادپه ښه کيدوسره دګل لپاره تقاضاهم زياته شوې.هاليند،ايتاليا اوجاپان دګلونوپياوړي رسم اوراج لري.البته اوس په نوروملکونوکې لکه لاتينه امريکا،کلمبيا،چيلي،افريقا،کينيا،مراکش،جنوبي افريقا اوداسې نورنوي تو ليدي مرکزونه وده کوي.
په اسياکښې اسرائيل،هند،سريلا نکااوداسې نوردکورني ضرورت سره سره ګلونه بهرته هم صادروي.داملکونه په لږکښت سره دښه کيفيت ګلونه توليدوي . په ٢٠٠٠کال کښي دګلونونړي وال صادرات (٧٦٦٢٩٢٤٠٠٠)امريکايي دالر راپورورکړشويدي.چه دجدول په سرکښې هالينددټولوصادراتو ٥٠%په لرلوسره لومړى مقام لري.
دګلونولوي صادرونکي ملکونه لکه کولمبيا،ايتاليا،جرمني اوفرانسه دګلو نودتوليدلوي مرکزونه دي.
چه ددې ډلې ځخه هاليند(٨٠٠٤)هکتاردکښت دساحې په درلودلوسره لومړيتو ب حاصل کړيدي،چه ددې جملې ځخه ٥٠%په شنوخونوکښي توليديږي.
لمړى جدول:دګلودمحصولا توصادرونکي هيوادونه.

٢٠٠٠ (...امريکائي دالر) هيـــــــــــــــــــــــــــــــــــواد             درجـــــه
٣٨١٠٦٢٠                                   هالنــــــــــــــــــــــــــــــــد    ١
٥٧٠٣٣٥                                           کولمبــــــــــــــــــــــــــيا ٢
٢٦٨٩٢٧                                        ايټـــــــــــــــــــــــــــــاليا    ٣
٢٦٧٦٠٣                                         بلجيـــــــــــــــــــــــــــــــم ٤
٢٦١٦٢٨                                          دينـــــــــــــــــــــــــــمارک ٥
٢٢٠٨٧١                                         امريــــــــــــــــــــــــــــــــکا ٦
٢١٥٩٧٧                                           ايکـــــــــــــــــــــــــــواردو ٧
١٩٧٣٠٠                                       جــــــــــــــــــــــــــــــــرمني ٨
١٦٤٢٠٤                                         کيــــــــــــــــــــــــــــــــــنيا ٩
١٦١٠٠٥                                              کوســــــــــــــــــتاريکا ١٠
١٥٤٦٠٠                                          اســــــــــــــــــــــــــرائيل ١١
٢٦٩٧١                                         هنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــد ١٢
٧٦٦٢٩٢٤                                  ټـــــــــــــــــــــــــــــــــــــول 

عطرونه :
ډيربوى لرونکي ګلونه لکه ګلاب ،جسمين ، تيوبروزاوداسې نورچې پهاسانۍ سره روزل كيږي اوبوي لرونکي تيل تري ا يستل کيږي.
 چي دا تيل په آساني سره دصابون جوړولو اوبدني ښکلادزياتيدونکي غوښتنې ځواب ويلاي شي . دګلانو په روزلو سره ددي صنعت څخه ښه ګټه اخستلاى شو .
 
 په مختلفوګلونوکي دبوي لرونکو تيلوپه سلوکي اندازه
                Rosa bourboiana                                    0.04
                Rosadamascena                                     0.05
                Polyanthestuberosa                                  0.1
                Jasminum auriculatum                            0.29
                J. grandiflora                                   0.24-0.30
                J. sambac                                            
کښت اوروزنه
دقطع شويوګلانوروزنه اوکښت تقريبا دنورونباتاتوسره مشابه ده . دګلانودروزنې اوکښت مفيديت دمحصول په زياتوالي اودکښت په روزنه پورې اړه لري.
دکرنې ښه والى ، په توليدي كړنو لکه داوبولګولوموثري طريقې اووخت ،دکود استعمال اونوروفعاليتونو پورې اړه لر ي.
هغه نباتات چې دقطع شويو ګلانوپه منظور استعماليږي ،ښې روزنې او پالنې ته اړتيالري. نبات بايددناروغيو نه خالي ،صحتمند ،قوي اودوامداره حاصل توليد کړي . عموما پرې شوي ګلان ترهغه وخته پورې ژوندي پاتې کيږي ترڅوچې زيرمه  شوي مواد په خپل ځان کې ولري .
بنآضروري ده هغه نباتات چي دقطع شويوګلانوپه منظورکرل کيږي ،بايددفعلي نمو په حالت کې کافي زيرمه  شوي مواد ولري . ګلان د ود ي په حالت کي دکاربوهايدريت دلوړې سطحې ذخيرې په خاطر دکود داستعمال موثروپروګرامونو،تودوخه ،کافي رڼا اومناسب لندبل ته اړتيا لري .
ناروغۍ اوآفاتونو بايد په جدي توګه مخنيوى و شي ،ناروغۍ اوآفات نه تنها په محصول کې کموالى راولي  بلکي دتخريب پروسې ته سرعت اودګلانوپه استفاده کې کموالى رامنځ ته کوي . څرنګه چې دګلانوسپشزونه په مختلفووختونوکې نموکوي اودتودوخې دمتفاوتودرجوسره توافق کوي .
دګلانوتوليد کوونکي کولاى شي چې په ماهرانه ډول په دوامداره شکل دټول کال په جريان کې حاصلات په خپل اختيارکې ولري .

دګلانوبزغلي
دنباتاتودتکثيري موادولکه تخم،بلب (غوټې) ژوندي بوټي توليد په دوام داره توګه ترسره كيداى شي او په بازارونوکښې پلورل كيږي.چې په دې سره دبوټو د بوزغليو روزونكي  په ښه  توګه پيسي ترلاسه كولاى شي  ،دباغ دکاردسامان الاتو ،دګل لوښو اونورو وسايلو لپاره د پلورلو زمينه هم برابريږي .
دزينتي بوټوکرلو،اوپه ګل لوښوکې دزينتي بوټودروزلولپاره دکاردکرلوخاصوسامان الاتولکه رمبي،کوراله،پنځه غاښي،دخاښونودپرې کولوقيچي،تسکوره،بيلچه اودچمن دپريکولوماشين اوداسې نوروسامان الاتوته په پرلپسې توګه اړتياده، دد ي سامان آلاتودپلورلوځخه ښي پيسې په لاس راتلاى شي.
همدارنګه په ګل لوښوکښي دنباتاتودروزنې غوښتنه ډيره زياته ده .په پخواوختونوکي دخټوڅخه ګل لوښي جوړيدل.خواوس ددې ځاى کانکريتي اوپلاستيکي ګل لوښو نيولي دي .تکيه کونکي لښتې يومهم شى دي چه دبعضي نباتاتودتکيه کولولپاره يي غوښتنه زياته شوه ،نورشيان لکه زينتي ډبري،دزينتي بوټوچتونه،دمرغانومصنوعي ځالې اودپلاستيک ځخه جوړې شوې هلۍ ،په زينتي باغونوکښې ښکلا لپاره ځاى پرځاى کيږي اوغوښتنه يې ډيره زياته ده.

دپرې شويواوژونديوګلانودغوښتنې زياتوالى
دخلکودژونددسطحې په لوړوالي ،دښايست احساس اودخلکودخبرتيا سره ورځ په ورځ دپرې شويو ګلونواودژونديوبوټوغوښتنه زياتيږي داممکنه ده چه ډول ډول ګلو نه دکال په مختلفوموسمونوکې ديوهيوادپه مختلفوسيموکښې په ازاده فضا او شنوخونوکښې توليدشي.
په ګل لوښوکې دګلانوروزنې ته وده ورکول
بونسي په جاپان کي دنباتاتودتربيې فن دي،بونسي ديونبات په ځانګړي اوکوچني شکل سره دکور،باغ ياپه ګل لوښوکي تربيه کيږي.
داډول تربيه په کور،باغونو،نوې ځمکې، پوښتي،رستورانتونواوهوټلونوکې دخاص اهميت وړده .
مختلف نباتات لکه دستروس خاندان (ليمو،نارنج اونور ) ،انار،صبرونه،رابرونه اوداسي نورددې مقصدلپاره استعماليدلى شي اوددې لاري ځخه زياتې پيسې لاسته راتلاى شي.

دقطع شويوګلا نوډولونه
زيات سپشزونه چه دجداشويوګلا نوپه حيث استعماليږي لکه وانبين(herbaceous) دميخک ګلان (carnation)،اوداودي ګل د (santhmam) اوهمدارنګه لرګين سپشزونه دپرې کولوپه منظوراستعماليږي لکه دګلاب ګل يا(Roses)،شرقي ارغوا ني بوټي(Red bad) ذکرشوي مشهورسپشززونه اويوتعدادنورګلان چه دښه کيفيت لرونکي وي اکثره په شنوخونوکښې روزل کيږي.
هغه ګلان چه دقطع شويوګلانوپخاطرروزل کيږي،عموما يوکلن اودکال په هرموسم کې کرل کيږي اودلوړکيفيت ساتلولپاره ټينګېساتنې ته اړتيا لري .ځو کلن نباتات دګلانودتوليددمنبع په حيث په کاروړل کيږي. اواکثره جددي مراقبت اوساتنې ته ضرورت لري

دوچواوپرې شويوګلانوتوليداوتنظيم
هغه نباتات چه دزينت په خاطراستعماليږي،اکثره په ګلخانو،ګلدانونواويا په ازادو ساحوکې روزل کيږي.اوداګلان دعاطفې احساساتولپاره استعماليږي .
اوددې ډول استفادې لپاره ګلان دمورني بوټي نه جلا په يواځې اواجتماعي ياګروپي شکل سره په کاروړل کيږي
بناپردې قطع شوي ګلان) (Cut flowers دصنعت يومهم بخش تشکلوي .دګلانود روزنز ماهرين هغه کسانوته ويل کيږي چه ګلان تربيه اودخرځلاو لپاره تياروي .
دپري شويو ګلانودارزښ دلوړولومسلکي كسان  ذکرشوي ګلان په مختلفو شکلونوسره يزاين اوترتيبوي.
قطع شويوګلانوته شکل اوديزاين ورکول دګلانودترتيب اوتنظيم flower arranging   په نوم ياديږي .
ځرنګه چې تازه ګلان قطع شي نوپه لنډه موده کې خپل ارزښت اوښکلا له لاسه ورکوي ګلان ممکن وچ اوديوېي زياتي مودې لپاره ذخيره اووساتل شي .وچ شوي ګلان په دوام داره شکل سره منظم کيدلاي شي .قطع شوي ګلان زياتره په هوتلونواوکورونوکې ليددل کيږي.برعلاوه قطع شوي ګلان د ودونوپه مراسمو،دمبارکۍ په مراسمو اود بعضوځانګړووورځو لكه دمورورځ اوداسي نوروکښې استفاده کيږي.
دپورتني استعمال ځخه پرته يوه اندازه ګلان دنوروپه نسبت مناسب اوباارزښته دي دګلانود روزنې ماهران کوشش کوي چې دګلانوهغه ورايتي ګاني لاسته راوړي چه دهغه لپاره داخستلوتقاضازياته وي اوښه بازارمندنه پيداكړي.

دحاصل راټولول
ګلان بايددانکشاف په مناسبه مرحله کې راټول شي .بعضې ګلان لکه داودي ګلان بايددغوټۍ په بشپړه مرحله کي ټول شي.
يوشميرګلان لکه(Hemerocallis) اوtrollus   دنيمې غوټۍ په مرحله كښې ټوليږي.
ځرنګه چه دتودوخې په لوړه درجه کې دنبات نمو په چټكۍ سره زياتيږي ،نوغوره داده چه داوړي ګلان دپخيدو مرحلې ته نژدې له بوټوڅخه ټول شي.
دګلانوټولول بايدپه نسبتا ټيټه تودوخه كښې چه دانسجونولندبل نسبتازيات وي صورت ونيسي .وروسته له پرې کولو دنبات ساقه بايددسمدلاسه په اوبوکې کيښودل شي.
ددې کارپه ترسره كولوسره دنبات دژونددوره زياتيږي ، اوزياتې يخي اوبه بايدا ستعمال نشي.
 دګل دپرې کولوسامان بايدتيره اوپاک وي.دتنې پرې کول بايدپه مايل ډول تر سره شي ،ترځوداوبودجذب لپاره سطح زياته شي.
کله چې ګلان يولرې ځاى ته انتقاليږي ،نوپه دې صورت کې دګلانوساقې بايدداوبو سره معامله نشي .اومعين ځاى ته درسيدوسره سم داوبوسره معامله کيږي.
دانتقال په محال بايددتودوخې درجه ټيټه وساتل شي .اوهمدارنګه دانتقال اوپرې کولوپه وخت کې دنبات دزخمي کيدونه بايدجدي مخنيوى وشي .دميخانيکي صدمې په صورت کې نه يواځې دنبات عمرلږيږي بلکه دهغه ښکلاهم دخرابيدوسره مخامخ کيږي .اوپرته له دې صدمه ليدونکي ګلان دناروغيوپه وړاندې مقامت نلري.

له ټولولو وروسته دګلانو تنظيم اوساتنه
دقطع شويوګلانودعمردزياتوالي په خاطرمخکې دخرځلاواووروسته داخستلو ،توليدکونکي  اوخرځونکي  بايددتوليداتوچاپيريال،دتودوخې درجه،نسبتي لندبل اومضر غازونه بايدتنظيم اوزياته توجه ورته وشي.
دګلانومړاوي کيدل دګل عمرکموي ،وروسته له پرې کولونه دتودوخې درجه (٠تر٧) درجي دسانتي ګرادوساتل شي .اوددې ګلانولندبل بايد %٩٠ په شاوخواکې وي دزياتواوبوپاشل پرګلانوباندې اکثره دفنګسي ناروغيودحملي سبب ګرځي.

١.اوبه :
وروسته له ټولولو نه ،دګلانوژونداوکيفيت ،دکافي اوبوپه جذب اودجذب پرقوې پورې اړه لري .پرې شويوګلانوته دسختواوبوورکول مضرتماميږي .خصوصاهغه اوبه چې دفلورايد،سوديم اوسلفيت لرونکې وي .دامکان په صورت کې دګلانوساقه بايدپه ګرمواومقطرواوبوکې چه دحرارت درجه ٤٨  درجې دسانتي ګراداو   PHد٣ تر٤ پور ي وساتل شي.
داوبوPH کولاى شوچې دستريک اسيدپه واسطه راښكته كړو .اسيدي اوبه نه يواځې د اوبو جذب زياتوي ،بلکي انتي سپتيک خاصيت لري،او ميکروب يا Infiction  چه د پرې شوې سطحې خصوصا د زايلم د طبقې د سوريود بنديدو سبب ګرځي .ددي مشکل د له منځه وړولو لپاره د ګل ساقه مخکې له دې چې په ګلدانونو کې کيښودل شي ،اول بايد د تيز پرې کوونکو وسايلو په واسطه قطع شي .
او اکثر د دوباره اوبو د جذبولو لپاره  Rehidration ته ضرورت لري .

٢- تغذيه
د نبات تغذيه د ودې په حالت کې ټنګې پاملرنې ته اړتيا لر ي،تر څو وکولاي شو ښه او په دوامداره توګه ګلان له پرې کولونه وروسته لاسته را وړو.
ګلان بايد په هغه وخت کې ټول شي چې خپل بدن کې په کافي اندازه قندي مواد او نشايسته ولري .
او قندي موادو په كافي اندازه شتون د بوټي د عمر کې زياتوالى راولي.
په نويواوبو کې دسکروز علاوه کول امکان لري  چې  دنبات عمر زياتوي او دګل کيفيت ښه کوي ،تجارتي مواد لکه اوبه په مناسب پي اچ ،غذايي عناصر ،مرطوب کوونکي مواد چې د ګلانو لپاره وروسته له ټولولو څخه د ساتنې لپاره استعماليږي د محصول لپاره ضروري دي ،کولاى شو چه دا  مواد د ګلانو د خرڅولو له دوکانو څخه ترلاسه کړو.
خو متاسفانه د غه مواد زمونږ په هيواد کې په اسانۍسره نه تر لاسه کيږي ،او دهغه موادو څخه استفاده کيږي چې په کورونو کې جوړيږي لکه يوه قاشقه دجوارو شربت ،لس څاڅکي دلوښو مينځلو مايع په يو ليتر اوبو کې کولاي شو چې د ګلانو دعمر د زياتوالي لپاره استعمال کړو.
دا مواد دهغه ګلانو لپاره استعماليږي چه په ګلدانونو کي روزل کيږي.
د پورتنيو موادو څخه قندي مواد  دغذايي موادو په حيث ،چونه د پي اچ دښکته کولو په خاطر او هم د بکتريا وده  تر اغيزې  لاندې راولي .

دايتلين کموالي
ايتلين د بنزين پا پروپين له سوزيدلو څخه لاسته راځي او همدارنګه دغازونو دتخليې له سيستم څخه خارجيږي ،ايتلين يو مهم نباتي هارمون دي چې دنباتاتود پخيدلو ،زړوالي او زخمونو دجوړولو سبب كيږي . يو شمير ګلان دايتلين دغاز سره حساسيت لري او په سرعت سره تخريبيږي . پخې ميوې اوسابه په زياته پيمانه  د ايتلين غاز ازادوي، ګلان بايد د هغه سره يوځاي انتقال او ذخيره نه شي .د ګلانو معامله کول له سلور تايو سلفيت سره د ايتلين د غاز په کموالي کې مرسته کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوي.

د ګلانو وچـول
دګلانوځينې سپشزونه وچيږي اودتازه ګلانوپه قسم دمختلفوزينتي هدفونولپاره استعماليږي .پرې شوي ګلان وروسته له وچيدونه دعطروبوي له لاسه ورکوي،ولې ر نګ يې ساتلى پاتي کيږي.
ګلان په مصنوعي اوطبيعي شکلونوسره وچيدلاي شي .ګلان دوچولوپه خاطرپه وچه هوا،يعني له شبنم اوباران پرته ،داصلي مورني بوټي نه بايدجلااوپرې شي.

١.طبعي وچول:
ګلان وروسته له پرې کولونه په ځانګړي شکل سره دسته بندي کيږي اوپه يواطاق کښې چې دهواجريان موجودوي ،په سرچپه شکل ترمکمل وچيدوپوري پاتي کيږي .اوهمدارازدګلانوزياتې نوعې ،دکبلونونوعي ،غنم،جوار،ور بشې په كامياب ډول سره وچيدلى شي .کله چه دګلانوتنه نازکه اوځوړندول مشکل وي .بايددسنجاق په واسطه په راسته شکل سره وچ شي .
دپلي اوميوې لرونکي نباتات هم وچيدلى شي اوجالب شکل غوره کوي .داسې ميوې  چې کله ميوه اوپلي پوخ شي اوقهوه اي رنګ غوره کړي دمورني بوټي نه جلااووچيږي

٢.په مصنوعي ډول وچول
په مصنوعي ډول دمخصوصووچونکوموادونه چه پرې شوي ګلان په سرعت سره وچوي استفاده کيږي .وچونکي موادعبارت دي له سليکا جيل کرستل ځخه چې دنقرې  اوريګوبوراکس مخلوط دي .کيمياوي وچول په بکس کې صورت نيسي ،لمړي يوه طبقه وچونکي موادديوانچ په اندازه دبکس په تل کې اچوو،وروسته نبات په هغه کې ايښودل کيږي، بياذکرشوي بکس ددريوورځولپاره په ګرم ځاى کې ايښودل  کيږي ترڅودوچيدلوپروسه بشپړه شي.هغه ګلان چه دکيمياوي موادوپه واسطه دوچيدوقابليت ولري عبارت دي له faclisia,rose, pelorgonium,او delphiniumځخه . دپاڼوحفاظت اوساتنه سره ددومبالي دګلسرين اواوبودمخلوط سره د٢:١په تنا سب صورت نيسي .دګلسرين دزياتوالي لپاره مخکې له دې چه په ظرف کې ځاى پرځا ى کړو دګلسرين دمخلوط سره چکش کاري کوو.هغه ګلان چه دګلسرين سره معامله  کيږي ،دهغه طبيعي رنګ دنسبتاطولاني وخت اوپرته دچملکيدونه په خلاص شکل  سره پاتي کيږي .وچ شوي ګلان طبيعي شکل ساتي.ګلان اوپاڼي دوچولوپه خاطر کولاى شوچې دکاغذد دووصفحو ترمنځ هواراويوه انزه دروندوزن لکه کتاب اويوبل   شى ورباندي کيښودل شي .اودوچيدلوعمليه تقريبا ځلورهفتې دوام کوي .اوهمدار  نګه وچ شوي ګلان کولاى شوچې دتازه ګلونوپه شان ترتيب اوتنظيم كړو.
اوهمدارازکيداي شي چې وچ شوي ګلان دسته بندي اودنمايش لپاره کيښودل شي اوپرته له دې اکثره ګلان پرس اوپه البوم کښې ځاى پرځاى اودنمايش لپاره استعمال  شي .ځرنګه چه وچ شوي ګلان نظرتازه ګلانوته نازک دي بايدپه احتياط سره انتقال شي.
دګلانودروزنې لپاره مناسب فکتورونه
اقليم:دافغانستان اقليمي شرايط ديته برابردي چه دهيواديوه نه يوه سيمه کې دټول کال په اوږدوکې ډول ډول ګلان توليدکړاى شو.دبيلګې په ډول مختلف ګلونه لکه دګلا ب ګل ،داودي،غاټول ، نرګس ګل ،زنبق اوداسي نوردهيوادپه ختيځواوجنوبي سيمو کې دژمي اوپسرلي په اوږدو کې په اسانۍ سره توليديدلاي شي .ولې داګلونه په غرنيو اوجګوسيمو(کابل اونورومرکزي ولايتونو) کې په دوبي کې توليديدلاى شي .دګلانود روزنې دو ره په ځانګړوچاپيريالونوکنترولونکوساختمانو(شنوخونو)سره زياتيدلاي شي.
دافغانستان په ټولوسيموپه هرموسم کې ډول ډول ګلونه روزل کيداى شي . افغانستا ن دډيروګلونولکه غاټول (ګل لاله) شينګل،ريدګل ،زيړګل اوداسي نورودپيدايښت ټاټو بي دي .

خاوره:
داقليم په شان ،دافغانستان دمختلفوسيموخاورې هم ډول ډول ګلونودودې لپاره مناسبې دي.دمختلفوګلونودروزنې لپاره مناسبه خاوره په مختلفو سيموکې انتخاب کيداي شي.

کارګران:
داږدجنګ ،بيکاري ،بې سيوادي اوبيارغونې ددې کاروبارلپاره ښه موقع برابره کړې ده.
دګلونودروزنې ،ټولولواوانتقال لپاره په ارزانه بيه کارګران پيداکيږي .

نتيجه:
انسانانودډيرې پخوازمانې راهيسې دګلانوسره اشنايي درلوده اوهغه به يې دښکلا په خاطرپه داخل اوبهردکورونونه روزل.
ګلان نه تنهادښکلا لپاره بلکې دانسانانودذهنونودخوشحالي اودروح لپاره يوه نوې قوه وربښي . ګلان په نړۍ کې يولوي تجارتي اهميت لري .اوهمدارازپه صنعت کې په ز ياته پيمانه دعطروپه جوړولو،صابونونو، غوړي واونورومواردو کې استعماليدلى شي.
ګلان زياتشپسزونونه لري،اوپه دې بوټوکې يوکلن ،دوه کلن اوځوکلن نباتات شامل دي .دانباتات په مختلفومحيطي شرايطولکه دتودخې درجه ،لندبل ،رڼا،اوبو اوخاورې ته اړتيا لري ،يعني هرسپشزځانته خواص اوپه خاصوشرايطوکې روزل کيږي . مختلفو كرنيزو عملياتوته اړتيا لري.
ګلان په ګلدانونو،شنو خونواوازاده ساحه کې روزل کيږي .دګلانوځخه نه يواځې په تازه شکل استفاده کيږي بلکې په پرې شوي شکل هم ورځنې استفاده کيږي.اوپه مختلفو معقولوطريقوسره وچيدلاي شي.
همدارازددې نباتاتوټولول په مختلفووختونوکې صورت نيسي چې دنبات په نوع پورې اړه لري .له ټولولونه وروسته بايددتوليدچاپيريال،دتودخې درجه او مضرغازات بايدتنظيم اوکنترول شي .
په عمومي ډول وروسته له ټولولو نه دتودوخې درجه ٠تر٧ سانتي ګراد اولندبل با يد٩٠% وساتل شي.

اخځونه:
1-  Acquaah, George . 1999. Horeticulture : principles and practices – Hall , inc Nevjersy  USA .
2-  Ingles , jacke . ornamental harticalture New yark :
Delmar pablishere inc 1994.
3-  Reders Digest . 1979. success with hauseplants New yark :   
Readers Digest Association pp 720-722.
    4- Raising ornamental flowers anol plants in the garden.home     
And Apartment  third print .2001.
Compiled by: parinaz marashi and hassan noyan Ashraf.
5- قاسمي (نورالدين) ١٣٨٥هـ ش دګل دتربيي لکچرنوټ دهارتکلچر څانګه