كفشك يا Sunn pest

كفشك غنمو ته ستره تاوان اړونكې مضره حشره ده علمي نوم ئې Eurygaster integriceps  دي د Hemiptera  فاميل پوري اړه لري. كفشك د غنمو حاصل په زياته اندازه راكموي او حتي تر 100%  پوري حاصل لمنځه وړي  چې په ځينو وختونو كې د غنمو لوې كروندې ناريبلې پاتې كيږي ځكه ډير تاوان ورته اوښتى وي . كفشك د تخم د زرغونيدو ( Germination)   قدرت كموي ، دغلې دانې كيفيت لمنځه وړي كه پنځه فيصده  دانې تاواني شي اوړه به ئې د استفادې وړ نه وي . ځكه ډوډۍ به ئې ونه پړسيږي اوبد خوندبه لري. په كروندو كې د زياتو حشرو شتون د درمند ځخه ترمخه د غنمو د تنو(ډنډرونو) د ماتيدو سبب ګرځي. دغه حشره په اوربشو هم حمله كوي  كه هم تاوان ئې معمولا كم وي.خو زيات اقتصادي زيان د غنمو كروندو ته اړوي . چې هر كال تقريباً 15 مليون هكتاره د غنمو كروندې ترخپلې حملې لاندې راولي چې له دې جملې نه 240000 هكتاره د غنمو كروندې زمونږد هيواد شميرل كيږي ، هركال د كفشك د مخنيوي لپاره 40 مليون ډالره په كيمياوي درملو مصرفيږي ، چې خپله كروندوكې د كيمياوي درملو استعمال د طبيعت د ناولتيا،د اوبو د ككړتيا او د انسانانو د روغتيا لپاره لوي خطر منځ ته راوړي.
       كفشك د عراق او افغانستان په ګډون په لوديځه آسيا او مركزي آسياكې موندل كيږي.
   د كفشك د انواعو د اوسيدلو ځايونه عبارت دي له حبشي،مصر،سعودي عربستان، سوريه، اردن، شمالي افريقا،موروكو، لوديځه آسيا،افغانستان،ايران، او هغه سيمې چې كفشك اقتصادي تاوان وراړولى دي تاجكستان،ازبكستان،قزاقستان، مركزي آسيا او د لوديځې آسيا بعضې هيوادونه ګڼل كيږي.

كرونده ګر د كفشك په اړه بايد په كومو ځيزنو پوه شي؟
كرونده ګر د كفشك د تاوان د مخنيوي په خاطر بايد د هغه د ژوند د دوران  په مراحلو پوه شي ، د كال له پيل نه بيا د كال تر بشپړيدو پورې دكفشك د ژوند كولو ځاي بايد وپيژني ، د خوراك وخت اوځاي ئې بايد وپيژني. ځوانې حشرې ژمې د غونډيو په لمنو كې تر ونو او بوټو لاندي تيروي  په پسرلې كې د هوا په توديدو سره دغنمو كروندو ته الوزي  او هلته خوراك شروع كوي ، هګۍ اچوي ، نسل زياتوي او مړې كيږي.

دكفشك د ژوند دوران:
ځوانې حشرې دغره او غونډيو په لمنو كې تر ونو او بوټو لاندې ژمى تيروي. ځوانې حشرې د حمل_ثور كې د غنمو كروندو ته ننوځي ،په  ثور-جوزا كې هرزه بوټو او د حبوباتو په تنو باندي هګۍ اچوي، له هګۍ نه د حشرې له راوتلو وروسته په خوراك پيل كوي  په تدريج سره نمو كوي او د جسامت له مخې هم لويږي ، تقريباً د يوې مياشتې په موده كې څوانيږي ،
     ځوانې او نوې ځوانې شوې حشرې د حمل- سرطان تر مياشتې پورې  خوراك كوي  . كه چيرې له يوې كروندې نه وختې درمند واخستل شي . ځوانې حشرې نورو نږدو كروندو ته الوزي هلته خوراك كوي .
 د اوړې په لومړيو د سرطان –اسد مياشتو كې د درمند له اخستلو وروسته  كله چې د كروندې تودوخه زياتيږي ځوانې حشرې دغرو او غونډيو لمنو ته الوزي تر څو د ونو او بوټو لاندې په سيوره كې ځان پټ وساتي او تر راتلونكي پسرلي پورې هلته پاتې كيږي.
        دموسم له مخې د كفشك د ژوند مرحله له يو ځاي ځخه تر بل ځاي ته د غنمو د فصل په دوران كې توپيرلري. په شمالي سوريه كې چې كله د تودوخې ورځينۍ اندازه د سانتي ګراد د 15 درجو په شاه وخواكې وي او لوړه درجه 22-19  سانتي ګراد وي نو غټې حشرې د حبوباتو كروندو ته معمولا د حمل په نيمائي كې ورګډيږي او د جوزا په مياشت كې له كروندوځخه بيرته ځي.

دكفشك د مخنيو لپاره بايد ځه وشي؟
1.  د حشرو د ډلو ځارل:
د كفشك ډلې هر كال توپير مومي چې دا د هوا په تودوخې او يا سړښت پورې اړه لري. د حشرو ډلې بايد تر ځارنې لاندې ونيول شي.تر ځو وټاكل شي چې دواشيندل Spray  ضرور دي كه نه، د ډلو د سطحو د اسنادو ساتل ګټه لري.

2.  د ډول ډول زر پخيدونكو غنمو كرل تر ځووختي وريبل شي:
كه ځوانۍ ته د كفشك تر رسيدلو د مخه  غنم وريبل شي. نو تاوان به ئې كم وي . د زر پخيدنكو غنمود كښت نېټه بايد په سيمه كې وټاكل شي ترځو ددغه حشرې د تاوان رسولو مخه ونيول شي او يا لږ تر لږ كم شي.

3.  د غنمو د كروندو شاه وخوا، طبيعي چاپيريال ساتل:
طبيعي حشرې د كفشك ډلې كموي  او بايد زياتي شي. د حبوباتو كروندې بايد دغونډيو دلمنو دځنډو په ټوټو كې ونه روزل شي.دعه سيمي بايد بې لاس وهنې پاتې شي ځو ګلان او بوټي ئې بې خنډه وده وكړي ، پناه ځاي او د غذا بديلې سرچينې برابرې  كړي ، كوم چې د ګټورو حشرو پايښت ښه كوي.

4.  كيمياوي حشره وژونكي درمل بايد يواځې د ضرورت په مهال وكارول شي.
غوره شوي حشره وژونكي درمل بايد يواځې هله وكارول شي چې د حشروډلې په اقتصادي لحاظ زيان رسونكې سطحو ته ورسيږي.
د كيمياوي حشره وژونكودرملو په واسيله د افت مخنيوي لويه ستونزه او غير اقتصادي تماميږي . 
د افت د مخنيوي لپاره دوه نوعه  حشره وژونكي كيمياوي درمل منځ ته راغلي دي.

•  فينيتراتيون Fenithrotion  غير سيستميك درمل دي چې د تماس او معدې ته په داخليدو سره افت لمنځه وړي.د اورګانو فاسفورس مركبات چې تجارتي نومونه عبارت دې له OMS-42  سيمتايون،فوليتون، اكوتيون، نواتيون، اګروتيون . دا درمل  د افت د مخنيوي لپاره له
300-280 ګرام په يو هكتاركې استعماليږي
•  دلتامترين Deltamethrin   ( دپايراتروئيدونو ګروپ)  غير سيستميك درمل دي چې د تماس او معدې له لاري  حشرې لمنځه وړي . تجارتي نومونه يې عبارت دي له   ديكاميترين، ديساز،
 Alph-Cyano (dibromovinyl 2.2) ، GZ 1233000a، NRDC 161، K-Othrine  ،
 WHO 1998، (3-Phenoxyphenyl)Mythyl Ester Butox ،K-Obiol   دادرمل له 10-5  ګرام په 100  ليتره اوبو كې حل او په يو هكتارساحه كې سپرې كيږي.

د كروندګرو سره د مرستې لپاره ځه كيږي:
دكفشك د له منځه وړلو لپاره د ځو لسيزو راهيسې ځيړنې روانې دي په 1997 كال  كې دايكاردا ساينس پوهانو د (امريكا دمتحده ايالاتو) د ويرمونت پوهنتون او دكرهڼې ملي ځيړونكو NARS په ټولو حشره ځپلېو سيمو كې ګډ كار پيل كړ ځو د مضرو حشرو(كفشك) نومې يو نمونه ئي پلان جوړ كړي.
    د دغه ځيړنې زياتره فعاليت د بيولوجيكي مخنيوي برخه ده. دحشرو وژونكو فنګسونه چې په كفشك حمله كوي. يو شمير نسلونه يې  په لوديځه اومركزي آسيا كې ازمويل شوي دي . دوي په ستره پيمانه توليديږي  اوپه كرونده كې ازمويل كيږي او د دوي د اغزمنتوب د ټاكنې لپاره پلان جوړ شوي. د تخمي پرازيتونو د اغيزې ساحوي ارزونه هم تر لاس لاندې نيول شوې ده.
         داسې طريقې چې د كفشك د مخنيوي لپاره لارې چارې په ګوته كړي په هكله يې ځيړنې دوام لري  چې د كفشك ځخه پورته كيدونكي ښه بويونه ( فيرومونيس) وباسي ځو مخالف جنس جذب كړي . دا په كرونده كې د حشرو په نيولو كې ګټور تماميږي. يو شمير نور سازمانونه د كفشك د مخنيوي په پروسه كې د IPM په دغه تعاونې هځوكې ورګډشويدي.

اخځونه:
•   په وچو سيمو كې دكرهڼو د ځيړنو د نړيوال مركز نشريه،  2005 كابل افغانستان
•   د اي اف ډي سي IFDC نشريه ،2004  كابل افغانستان

Sunn pest on wheat plant