ولري او کيدای شي ماشوم د مور په نس کی مړ شي .شديد اخته شوي ماشومان Birth asphexia ،Acidosis او thermmia Hypo ((کوم چه د Dissminated intravascular coagulation لپاره لاره هواروي )) ښود لی شي .
تشخيص :
د Cord وينه بايد ده دټولو Rh منفي ميندو د نوي زيږيدلو څخه د RH ،ABO د ډول څرنگوالي Direct coomb,s test ،Hemoglobin ،Reticulocyte count ، دسرو حجرو مورفولوژي او د سيروم بيليروبين پخاطر واخستل شي .
په يو Rh مثبت ماشوم کی د Direct comb,s test مثبتوالی د Rh-HDN تشخيص په گوته کوي .د Coob,s test غلط منفي توب هم کيدای شي د Warton.s jelly پواسطه د وينی د نمونی د ککړيدو او يا لابراتوري غلطيو له کبله منځ ته راشي .
په اخته شوي ماشومانو کی د سيروم بيليروبين بايد هر 6-12 ساعته وروسته د بيليروبين د اندازی د لوړيدو سره سم وکتل شي . دلته د Cord د لوند ساتلو څه ضرورت نشته مگر بايد د انتي سيپتيک پوډرو د دوړولو پوسيله د Umbilical catheterization په دوران کی د انتاناتو د مداخلی څخه د مخنيوي په موخه steril وساتل شي .
د Unconjugated hyperbilirubinemia لرونکو ماشومانو قطعي تشخيص دلاند نيو څيړنو په تر سره کولو ايښودل کيږي .
1. د وينی او Rh ډولونه په مور او ماشوم کی :- دا څيړنی مونږ ته د Rh Incompetibility ناروغان په گوته او يا ردولی شي يعنی که چيرته مور Rh منفي اوماشوم Rh مثبت وي نو د Rh Incompetibility . او که مور د مثبت Rh لرونکی وي نو پورتنئ حالت رد کيدای شي .
2. Reticulocyte count :- لوړ Reticulocyte د انيميا او په بی مودی ماشومانو کی د داخل الرحمي عمر پوری تړاو لري .او د پر مختلونکی Hemolytic پروسی د تشخيص پلوي او د معاوضوي درجی ښودونکی دی نورمالی اندازی ئی 4-5% په مودی پيدا شوي ماشومانو کی او 6-10% په بی مودی پيدا شويو ( 30-36 اوني داخل الرحمي عمر ) ماشومانو کی دي . په اعرضي Rh ناروغي کی ئی متوقع اندازه 10-40% پوری دی .
3. Direct Antiglubolin test يا Coomb`s test :- يو غښتلی مثبت مستقيم Coomb`s test دا شونتيا چه د ماشوم سره کريوات د انتي بادي پوسيله پوښل شوي يقيني کوي او د Rh Incompetibility لپاره د لوړReticulocyte په شتون کی يو تشخيصيه ارزښت لري .که چيری مور ته د اميدواري په 28 اوني کی Rh immunoglubolin ورکړشوی وي د انتي باديو غير فعال انتقال به د Reticulocyte د لوړوالي نه بغير د Coomb`s test يوه درواغجن مثبته پايله وښئي . په ډيرو لږو پيښو کی يو غښتلی مثبت Coomb`s test د يو Rh منفي ماشوم سره ( کله چه د هغه د ټولو سروکريواتو د Rh انتي جنيک برخه د مورنئ انتي بادي لوړ Titer پوسيله پوښل شوي وي ) رابرسيره کيدای شي .
4. د بيلير.بين اندازه :- په پرله پسی ازموينو کی د Unconjugated bilirubin پر مختلونکی لوړوالی د Hemolytic پروسی د شدت ښودونکی دی ، د بيليروبين د مستقيمی برخی لوړوالی په لمړنيو دريو ورځوکی د لابراتوار اشتباه کيدای شي او بايد مجموعي بيليروبين څخه د Management پوخت کی منفي نشي .په ډير شديد متاثره شوي ناروغانو کی خصوصأ هغه چه Hydropic وي ، Extramedulary وينه جوړيدنه کيدای شي د ينی د حجراتو د وظيفوي ضياع سبب شي او Biliary canalicul د بنديدو له امله په ښکاره ډول د مستقيم بيليروبين لوړوالی د عمر په 5-6 ورځو کی وښئي.
5. مرستندوی لابراتواري ازموينی :- کله چه دHemolytic پروسی بنياد روښانه نه شي نو کيدای شي د ځينو مرستندويو لابراتواري ازموينوضرورت پيښ شي الف : په مور کی د Direct coomb`s test اجرا :- دا څيړنه بايد د Rh په ناروغئ کی منفي وي او کيدای شي د مورنی Utoimmun hemolytic ناروغئ لکه Collagen vascular disease کی مثبت وي . ب:غير مستقيم Anti globulin titer يا Indirect coomb`s test: -دا ازموينه د مور په سيروم کی د انتي بادي شتون په گوته کوي .چه د Rh مثبت سره کريوات ازمويل کيدونکی سيروم کی د Anti D د شتون ښکاره کولو لپاره وردننه کيږي که Anti D شتون ولري ، سره کريوات چه د Anti D پوسيله پوښل شوي د سيروم Anti human globulin پواسطه Aglotenition کوي چه دا د يو مثبت غير مستقيم Anti globulin يا Indirect coomb`s test ښودونکی دی .د مورنی سيروم لوړ رقاقت د Aglotenition د توليد لپاره د Indirect anti globulin ښودونکی دی . ج :Carbonmonoxid(CO) :د Rh ناروغئ شدت کيدای شي د Endogenus CO د توليد د اندازه کولو په وسيله معلومه شي .کله چه Heme په بيليروبين Cataboliz کيږي په مساوي مقدار CO توليديږي .هيموگلوبين د CO سره د Carboxy hemoglobin جوړولو په نيت يو ځای کيږي او په پای کی د سا سره بهر ته وځي .په نويو زيږيدلو ماشومانو کی د CO-Hb سويه د Hemolysis سره لوړيږي .د 1.4% څخه لوړد CO-Hb سويه د Exchange transfusion ضرورت په گوته کوي .
درملنه :
الف :د زيږيدوڅخه مخکی درملنه :-
دRh منفي حالت په گوته کول په لمړنی Prenatal visit کی شونی ده چه د لاندنيو اهتماماتو پواسطه تر سره شي .
1. د مورنئ انتي بادي تايتر :- هر کله چه د IgG Rh Antibody وپيژندل شو دا ډيره مهمه ده چه تايتر وټاکل شي .د انتي بادي تايتر پر له پسی توگه هر 1-4 اونيو (داخل الرحمي عمر مطابق ) د اميدوارئ په دوران کی کتل غواړي . کله چه تايتر بحراني حالت ته عمومأ 1/8 او 1/16 تر منځ ورسيږي د ماشوم Invasive ازموينی استطباب پيدا کوي . د انتي بادي يوه منفي لوحه (Indirect coomb`s test )د حساسيت نه موجوديت په گوته کوي دا ازموينی بايد د 28-34 اونيوپوری تکرار شي .
2. RhoGAM :-اوسنی ولادي لارښوونی د حساسيت نه موجوديت په صورت کی د اميدواري په 28 اوني کی د Immuoproflaxis ورکول پيشنهادوي .
3. Ultrasonography :-که چيرته د ازموينو لوحه د خطر ښودونکی وي د Ultrasound پرله پسی کتنی د Scalp edema ،Ascitis او د Hydrops fetalis نورو اعراضو د کتلو لپاره ضروري کيږي .
4. داخل الرحمي Transfusion :-د څيړنو په اساس يواځی ذکر شوي دي چه داخل الرحمي Transfusion شونی ده چه د ماشوم د مړينی او يا Hydrops موجوديت په صورت کی استطباب پيدا کړي .چه دا پروسيجر بايد د يو باتجربه ټيم له خوا تر شي .موخه ئی د ماشوم په دوران کی د موثره Erythrocytes اچول او د لنگون تر وخته د اميواري محصول ساتل دي .
5. Glucocrticoids :-که چيری د ماشوم مخکی د مودی پيدا کيدل متوقع وي نو د ماشوم د سږو پوخوالي ته سرعت ورکولو په منظور مور ته Glucocorticoid ورکړ شي .
ب : د زيږيدنی څخه وروسته درملنه :-
1. بيا رغونه :-د پيدايښت په وخت کی د متوسط نه تر شديد Anemic ماشومان د Hydrops سره يا بی د هغه .د يو لوړ out put له کبله د زړه عدم کفايی ، Hypoxiemia ، Surfactant کمی او د Hypo glycemia خطر سره مل وي دا ماشومان کيدای شي په چټکي سره يو Singal volum exchange transfusion ته د ولادت په وخت کی د Oxygen د انتقال د ښه والي په منظور ،د تنفس ميخانيکي مرستی او د Hypo glycemia لپاره Monitoring ته ضرورت پيدا کړي .
2. د Cord وينی څيړنی :-د Cord وينی د سيروم 4 څخه لوړد بيليروبين سويی يا د 12 څخه ټيټ د هيموگلوبين سويی يا دواړه عمومأ د متوسط څخه تر شديد مرضي حالت پيشنهاد د ځانه سره لري د Cord وينه د پورتنی او نورو لمړنيو څيړنو لکه د وينی گروپ ،د Rh ډول او Coomb`s test لپاره استعمايږي
3. د Unconjugated bilirubin پرله پسی څيړنی :-د غير مستقيم بيليروبين سويی د لوړيدو مقدار پرله پسی اندازه کول د Hemolytic پروسی د شدت اندازه او د Exchange transfusion د تر سره کولو ضرورت په گوته کوي .
4. Phototherapy :- په Rh hemolytic ناروغئ کی Phototherapy يواځی د Exchage transfusion سره د مرستندوی په ډول استعماليږي ، Phototherapy د سيروم بيليروبين سويه کموي او په راتلونکي کی د تر سره کيدونکو Exchange transfusion تعداد کی کمی راولي . Phototherapy بايد د بيليروبين سويی د 0.5mg/dl/h لوړيدوياد Total bilirubin په ترتيب سره د ژوند په لمړنيو 12 ،18 او 24 ساعتونو کی د 10 ، 12 او14mg/dl ته رسيدو سره پيل شي .
5. Exchange transfusion :- کله چه Unconjugated بيليروبين سويه ناروغ ته د مخه ټاکل شوي دExchange سويی ته ورسيږي Exchange transfusion استطباب پيدا کوي . خو د خوشبيني دا نظر شته دی چه د Exchange transfusion ترسره کول پخوا لدی څخه چه د بيليروبين سويه د Exchange level ته ورسيږي په مرکزي عصبي سيستم کی د Unconjugated bilirubin دننه ننوتلو خطر کموي .
دRh isoimmunize ميندو څخه پيدا شوي نوي زيږيدلي ماشومانو لپاره د پيدايښت په دوران يا سمدستي وروسته له پيداکيدو څخه Exchange transfusion لاندی حالاتو کی استطباب لري .
1. Hydrops fetalis .
2. د پخواني خور يا ورور د Exchange transfusion د تارخچی موجوديت چه دا ماشوم يی د خثافت اوHepatosplenomegaly لرونکی وي .
3. Cord Hb<11g/dl .
4. Cord TSB>5mg/dl .
5. د فوتوتراپي سره سره د TSB لوړيدل د 1mg/dl/h څخه زيات
6. د فوتوتراپي سره سره د TSB لوړيدل د0.5mg/dl/h څخه زيات پداسی حال کی چه Hb د 11 - mg/dl 13 تر منځ وي .
7. هر هغه TSB چه په لمړنی 24 ساعتونو کی د 12mg/dl څخه زيات وي اوهر هغه TSB چه د نوي زيږد نی په دوران کی د 20mg/dl څخه زيات وي .
ج :د RhoGAM پواسطه مخنيوی :
زياتره د Rh نه امتزاج واقعات د D-Antigen مصابوي .RhoGAM د اميدواري په 28 اونئ يا دRh انتي جن (D-Antigen ) سره د مخامخ کيدو شکمني څخه تر 72 ساعتونوپوری يا په دواړوحالاتو کی د حساس کيدو خطر د 1% څخه ټيټوي .ورکړشوی Dosage بايد د مور پواسطه اخستل شوي انتي جن څخه زيات وي .چه 300µg د Rh immunoglubolin (Rh IgG) ورکول په لاندی حالاتو کی د اهميت وړ دي .
• په يو Rh منفي مور کی د اميدواري په 28 اوني کی چه Indirect Coomb`s test پکی منفي وي .
• په يو اميدواره مور کی چه Rh منفي وي خو حساسه شوی نه وي که Amniocentasis اجرا کيږي نو د ستنی پواسطه د پلاسنتا د زخمي کيدو سره 11% د مور د حساس کيدو چا نس موجود دی.
• که د Rh منفي مور چه په لمړنی اميدواري کی Rh مثبت ماشوم ولري خو حساسه شوی نه وي د لنگون څخه وروسته لمړنيو 72 ساعتونو کی .
د يو Rh منفي مور د نقصان په صورت کی 2-5% د مور د حساس کيدو چا نس موجود دی چه که نقصان په لمړنی دری مياشتنی کی وي د ماشوم د وينی د مقدار دلږوالي له امله د 50µg (Rh IgG ) ورکول کافي دي په شديده Fetomaternal خونريزي کی که څه هم کيدای شي معمول دوز کافي نه وي .خو ورکول يی ضروري دی .
د Non D په خاصه توگه د C او E Antigen له کبله Rh حساسيتونو ته د RhoGAM معادل کوم درمل نشته دی .دا انتي جنونه په ښکاره توگه نسبت D Antigen ته لږAntigenic دي .د ناروغي د امتزاج کلينيکي لوحی ئی په زياته اندازه خفيف او د ناروغئ د شدت خطر ئی په زياته اندازه لږه ده
د :Hydrops fetalis :-
Skilld بيارغونه او د سيستمونو د اختلاطاتو انتخابي Anticipation کولی شي د نوی زيږيدلي ماشوم د مقدم مرگ څخه مخنيوی وکړي .
1. Isovolumetric partial exchange transfusion :- د O گروپ Rh منفي Paked سره کريوو سره به د هيماتوکريت د لوړيدو سبب او د اکسيجن د انتقال توانايی به ئی زياته شي .
2. د مرکزي شريانونو او وريدونو Catheterization:-کيدای شي د لاندني کارونو د سرته رسولو په منظور توصيه شي .
• Isovolumetric exchange transfusion .
• د شرياني وينی د گازونو سويه ،مرکزي عصبي سيستم او د وينی سيستميک فشار نظر لاندی ساتنی .
• د مايعاتو او ا لکترولايتونو تر نظر لاندی ساتنی لپاره
3 . د مثبت فشار ميخانيکي تهويه :-دا کار کيدای شي د مثبت End expiratory prassur د سويی لوړولو ،او که دسږو اذيما شته وي د اسناخو د تهويه کونکي وسيلی په ډول تر سره شي د Exogenus surfactant پواسطه درملنه کيدای شي د هغو ماشومانو لپاره چه په مودی نه وي . پيدا شوي تر نظر لاندی وي .
4 . درمليز Paracentesis اوThoracentesis :-کيدای شي ددی لپاره چه په راتلونکي . . کی دا مايعات د تنفسي مشکلاتو سره مرستندوی نشي ويستنه ئی تر سره شي .د Ascitis مايع . . زياته اندازه ويستنه کيدای شي د سيستميک Hypotension خوا ته لارښود شي .
5. Volume expander :- کيدای شي ضرورت يی پيښ َشي . د Erythrocyte په زياتولو . . سره د محيطي Perfusion ښه کولو په منظور چه دا کار بايد په ډير احتياط تر سره شي . ځکه زياتره . ماشومان د Hypovolemia په ځای د Hypoxic heart failure يا دواړو له کبله Hypotensive يا Poorly perfused وي .
6. دوائي درملنه :- کيدای شي Diuretics لکه Furesemide د سږو اذيما لپاره اود فشار . . . دواگانی لکه Dopamin د زړه د نظم خرابوالي په صورت کی .او هم نوری دواگانی د استطباب د . . موجوديت په صورت کی ورکړل شي .
7. Electrocardiography او Echocardiography :-کيدای شي ددی د پاره چه د . . زړه د ابنارملتي گانو شتون په گوته کړي توصيه شي .
انزار :-
مخکی د ولادت څخه د مړينی کچه په خطر لاندی Anti Rh immunization کی اوس اوس د 1.5% په حدودوکی دی چه د دوو مخکني لسيزو څخه يوه ښکاره کمئ ښئي . Antinatal immunprophylaxis او د اهتماماتو د تخنيکو پرمختگ ، د امنيوتيک مايع Spectophotometry ،داخل الرحمي Transfusion او د نوي زيږيدلي ماشومانو د ساتنی پر مختللو په گډون . ددی کمي ښکاره ځواب ويونکي دي . د شديد Isoimmunization واقعاتو تجريد شوي واقعی تر اوسه پوری کله کله پيښيږي .ځکه چه د Anti D antibody څخه بغير د کوم بل Isoimmunization يا د اخستل شوي Immun prophylaxis ناکامي کيدای شي ددی حالاتو دليل وي او کيدای شي ناروغي مکمله پراختيا د Still births او د نوي زيږيدلي ماشوم ژر مړينی په گډون وښئي .
Exchange Blood Transfusion
Exchange transfusion د يو تخنيک څخه عبارت دی چه اکثرأ د Neurotoxicity څخه ښکته د سيروم بيليروبين ساتلوپه منظور اجرا کيږي .په سيروم کی د بيليروبين هغه سويه چهExchange transfusionورته تر سره شي تر اوسه کلکه توگه تر بحث لاندی دی . Exchange transfusion د نورو حالاتو لکه Polycytemia او Anemia د کنترول لپاره هم استعماليږي .د Exchange transfusion دری ډوله معمولا استعماليږي .
1. Double volume exchange
2. Isovolumetric double volume exchange
3. Pertial exchange (<double volume)
دا پروسيجرونه په مقدمه توگه په ناروغ نوي زيږيدلي ماشومانو کی تر سره کيږي خو همدارنگه کيدای شي داخل الرحمي Exchange د مور په نس کی د مرکزي عصبي سيستم د Toxicity (Erythroblastosis fetalis) خطر سره مخامخ ماشوم د الترساوند معاينی تر لارښوونی لاندی د Percutaneous umbilical blood sampling او Umbilical vine catheterization په ذريعه اجرا شي
Exchange transfusion کله چه په ښکاره توگه د Kernicterus د منځ ته راتلو خطر موجود وي تر سره کيږي .يو Double volume exchange transfusion د دوراني سرو کريوو85% بدلوي او د بيليروبين سويه د Exchange څخه د مخه حالت نيمائي ته راکوزوي .د بيليروبين ويستنی تر څنگ يو Exchange transfusion کولی شي د شديد انيميا په ښه کولو کی هم مرستندوی شي .
ځکه د يوناروغ څخه تر بل ناروغ پوری د Blood brain bariar نفوذيه قابليت توپير لري .د امريکا د ماشومانو ټولنی تجربوي نشريی په 1994 کال کی په يو روغ په مودی پيدا شوي نوي زيږيدلي ماشوم کی د Exchange transfusion لپاره د بيليروبين مجموعي سويه د 25-30mg/dl پوری پيشنهادوي .چه دا حد يو روغ په مودی پيدا ماشوم ته چه کومه بله ناروغي ورسره مل نه وي ټاکل شويدی .د لږ وزن لرونکي ماشومان ددی ټاکنی څخه بهر دي .
ځينی نور بيا دا نظر لري چه د نوي زيږيدلي ماشومانو د درملنی هره علمي موسسه بايد خپل ټاکلي حدود د Phototherapy او Exchange transfusion لپاره د زيږيد نی عمر ،د وزن گروپ ،وروسته د پيدا کيدوڅخه عمر او د ماشوم حالت په نظر کی نيولو سره د ماشومانو اوسنئ ستندردو تجروبو له مخی وټاکي .ځينی نورفکتورونه لکه د ماشوم پوخوالی ،دزيږيدو وزن ،عمر،د بيليروبين سويی لوړيدو اندازه (>0.5mg/dl/h ) په شمول او د Hypoxia ،Acidosis ،Sepsis اوHypo protienemia شتون د Exchange transfusion په توصيی با ندی تاثير لري .
استطبابات :-
1. Hyper bilirubinemia :-د هر هغو نوي زيږيدلوماشومانو لپاره چه Hyper bilirubinemia ولري (که د هر سببه وي ) او د سيروم بيليروبين سويه يی داسی يو حد ته چه نه درملنه يی دماشوم مرکزي عصبي سيستم د Toxicity (Kernicterus ) خطر راپيښ کړي Exchange transfusion تر سره کيدای شي . Double volum Exchange transfusion د 50-70 دقيقو په موده کی عمومأ د سيروم بيليروبين د ارجاع کولو لپاره توصيه کيږي .د بيليروبين د ارجاع موثريت په وروسره تر سره شوي پروسيجرونو کی يو څه د خارج الوعائي او داخل الوعائي بيليروبين د تعادل جوړيدو له کبله زيات دی .
2. د نوي زيږيدلوHemolytic ناروغئ :-دا ناروغئ د مورنئ اخستل شوي غير فعال انتي بادي پواسطه د ماشوم د وينی د سرو کريواتو د تخريب له امله منځ ته راځي . Exchange transfusion د وجود څخه د انتي بادي پواسطه پوښل شوي سرو کريواتو ويستلو کی پدی وسيله د داخل الوعائي پاتی شوو سرو کريواتو د عمر اوږدونه او همدارنگه دا په بالقوه ډول د بيليروبين Toxic سويه چه د سروکريواتو د ماتيدو له کبله زياتيږي د وجود څخه بهر وباسي او د پلاسما حجم او د بيلروبين با ند جوړولو لپاره البومين تياروي . که چيرته د سروکريواتو تخريب تيزه وي نو کيدای شي تکراري Doubl volum exchange ته ضرورت پيدا شي .
3. Sepsis :- Neonatal sepsis کيدای شي د بکتريائي Endotoxin له کبله د Shock سره ملگری وي يو Double volum Exchange transfusion کيدای شي د وجود څخه د بکترياو،زهرجنو موادو ، د Fibrin ماتونکي توليداتو او د ټوليدونکی Lactic acid په ويستنه کی مرستندوی شي .دا همدارنگه د Immunoglobulin ،Complement او تحثري فکتورونو په ورکړه کی مرستندوی دی .
4. د زياتو سببونو څخه ټوکيدلی DIC :-يو Double volum Exchange transfusion گټور دی که څه هم د ناروغ ماشوم د حالت مطابق د Exchange ميتودونو هر يوه کيدای شي د ضرورت وړ تحثري فکتورونه برابر او د غير نورمال Coagulation مسببه سببونو په ارجاع کی مرسته وکړي د DIC په لږ شديده ناروغانو کی د تحثري فکتورونو ځای پځای کول د Frish frozen plasma (FFP) د (10-15ml/kg )په ورکړه کيدای شي ټول هغه کار وي چه ضرورت يی دی .
5. د شديد Acidosis مسبب ميتابوليک اختلالات ((لکه د Hyper ammonemia سره تړلی Aminoaciduria )):- Partial exchange عمومأ د تحمل وړ دی Peritonial dialysis هم کيدای شي د پر مختلونکو ميتابوليک اختلالاتو د درملنی لپاره استعمال شي .
6. Polycytemia :-دا به ډيره ښه وي چه پدی حالت کی د Normal saline يو Partial exchange transfusion ورکړشي . د پلازما پروتيني برخه ((Plasmanate )) يا 5% البومين په Saline کی هم استعماليدای شي که څه هم د Normal saline ورکړی ته د دواړو Polycytemia او دماشوم د دوراني وينی لوړغلظت په ښکته کولو کی ترجيح ورکول کيږي . مگر د پلازما پروتيني برخه يا 5% البومين کيدای شي په غلظت کی د تغير راوستو پرته د دوراني سرو کريواتو په کتله کی تغير راوړي
7. شديده Anemia :-د Normovolumic او Hypervolumic اشکال چه د زړه د عدم کفايی سبب کيږي لکه په Hydrops fetalis کی چه د Paked RBC پواسطه Partial exchange يی ډيره ښه درملنه ده .
سامانونه :-
1. Radiant warmer .
2. د تنفسي استحکام او بيا رغونی سامانونه لکه ((Oxygen اوSuction ماشين )) دا سامانونه او دواگانی په بيا رغونه کی بايد په سمدستي توگه د لاس رسي وړ وي .
3. د زړه د ټکانونو تعداد ،د وينی فشار ،سا ويستنی تعد اد ،PaO2 او PaCO2 د څارنی سامانونه .
4. د Umbilical artery او Umbilical vein catheterization لپاره سامانونه .
5. د امکان په صورت کی د Exchange transfusion disposable set او که امکان نه وي نو دوه عدده Three way conecter ،دری دانی disposable 10cc يا 20cc سرنجونه او دوه 6 يا 8 Gage Nasogastric tubes د Umbilical catheterization لپاره .
6. د پروسيجيرنه مخکی د معدی د خالي کولو په منظور NGT .
7. يو مرستيال د ساحی پاک ساتلو ،د ماشوم څارنی ، مرستی او په پروسيجر کی د Exchange شوي وينی د ليکلو په خاطر .
دوينی ورکړه :-
الف : دوينی برابرول :-
1. Homologous blood :- د يو هم گروپ وينی ورکوونکی وينه دموافق وينی گروپ په لرلو معمولا د استفادی وړ وي .
2. Cytomegalovirus :- د Seronegative وينی ورکوونکي وينی ته ترجيح ورکول کيږي .
3. Hemoglobin-S(Sickle cell trait) :- ددی هيموگلوبين لرونکي وينی ورکوونکي د وينی ورکولوڅخه د ډډی په منظور بايد د احتياط څخه کار واخستل شي . همدارنگه بايد د وينه ورکوونکي وينه د HIV ، ملاريا ،Hepatitis او نور دوينی له لاری انتقاليدونکي ناروغيو د نه شتون لپاره تر لابراتواري کتنی لاندی ونيول شي .
ب :دوينی ډولونه او کراسمچ يی :-
1. د Rh نه جوړښت سره ماشوم لپاره :- بايد ده چه د ORh منفي وينه يا Anti-A او Anti-B وينی ښکته تايتر ورکړل شي .او دا بايد د مورنئ پلازما او RBC سره کراسمچ شي .
2. د ABO نه جوړښت سره ماشوم لپاره :- بايد ده چه O گروپ د مور او ماشوم سره د Rh جوړښت لرونکی وينه يا منفي Rh لرونکی ،د Anti-A او Anti-B ښکته تايتر لرونکی وينه چه بايد دواړه د مور او ماشوم د وينی سره کراسمچ شوی وي .
په لنډ ډول د Rh او ABO نه جوړښت لپاره دلاندی جدولونو په مرسته وينه د Exchange لپاره راغوښتی شو .
دغوښتل شوی وينی ډول
دمورد وينی گروپ د ماشوم د وينی گروپ کومه وينه ورکړشي
O A O
O B O
O AB O
O O O
A B O
A AB A ياO
A O O
A A A ياO
B A O
B AB BياO
B O O
B B B ياO
AB A A ياO
AB B B ياO
AB O O
AB AB AB ياO
د غوښتل شوي وينی Rh
د مور Rh د ماشوم Rh د غوښتل شوي وينی Rh
+ + +
+ _ _
_ + _
_ _ _
3. د وينی د نورو گروپونو نه جوړښت په صورت کی :- د نورو هيمولايتيکو ناروغيو ((Anti-Rh c ،Anti-kell ،Anti-Duffy )) لپاره وينه بايدده چه د مورنئ وينی سره کراسمچ شي .
4. Hyper bilirubinemia ،Methabolic نابرابري او يا Hemolysis چه Iso immune disorder يی سبب نه وي :- پداسی حالاتو کی Exchange کيدونکی وينه بايد د ماشوم د پلازما او سروکريوو سره کراسمچ شي .
ج :د وينی تازه توب او ساتل يی :-
په نوي زيږيدلي ماشومانو کی ترجيح ورکول کيږي استعماليدونکی وينه يا پلازما د Citrat phosphate dextrose (CPD) لرونکي کڅوړو کی راټوله شي .وينه بايد ده چه د 72h څخه کم عمر ولري دا دوه فکتورونه به ددی باور ورکونکي وي چه د وينی PH د ((7 )) څخه لوړه ده .
د Hydrops fetalis او Fetal asphyxia څخه راپيدا شوي ناخوالو ته بايد د 24h څخه کم عمره وينه استعمال شي .
د :Hematocrite :-
اکثره د وينی بانکونه د 50-70% هيماتوکريت لرونکی وينه لري چه بايد د تطبيق په وخت کی کله نا کله ورو ورو وخوځول شي تر څو د هيماتوکريت مساوي مقدار وساتل شي .
ه :- د استعماليدونکی وينی د پوتاشيم سويه :-
که چيری وينه يو داسی ماشوم (( چه Asphyxia ولري يا د Shock او د پښتورگو د عدم کفايی شک پری وي)) ته تيريږي نو حتمي ده چه استعماليدونکي وينی د پوتاشيم سويه تعين شي .که چيری د پوتاشيم سويه د 7mEq/l څخه لوړه وه نو د بل تازه وينی او يا وينځل شوي RBCs په نظر کی نيول اړين کيږي .
ل : د وينی حرارت :
د وينی گرم ساتنه خاصتأ کم وزنه او ډير ناروغ ماشومانو ته اړين دی .
Umbilical vein catheterization
استطبابات :-
1. Double volum exchange transfusion او Partial exchange transfusion
2. د مرکزي وريدونود فشار څارنه .
3. د وريدي مايعاتو او عاجلو درملو د ورکړی عاجل ضرورت .
4. په ډير کم وزنه ماشومانو کی د اوږدی مودی لپاره د وريد خلاص پا ته کيدو ضرورت .
پروسيجر :-
1. ماشوم په ظهري استجا با ندی داسی اچول کيږي چه يو Diaper تر دواړو پښود بی حرکته ساتلو په منظور تاو شوی وي يا داسی چه په د مخه جوړ شوي Splent با ندی د ماشوم لاسونه او پښی بی حرکته کړل شي.
2. د نامه شاوخوا د نورمال سالين پواسطه پاکه شي ا و که د ماشوم نوم وچ شوی وي خو چه لويدلی نه وي ((دعمر په لمړني اوني کی ))نو د نارمل سالين پواسطه لوند شوی معقم گاز د هغه د لوند ساتلو په منظور ايښودل کيږي .
3. د نامه شاوخوا ساحه د Povidon iodine پواسطه ښه پاکه شي .
4. يوه معقمه ټوټه چه منځ يی تقريبأ 8cm قطر په اندازه سوری وي د ناروغ پر بطن داسی وغوړول شي چه د Umbilicus برخه د سوري له لاری د لاس رسي وړ وي
5. د نامه قاعده د نامه د فيتی پواسطه غوټه کړل شي ((که چيری تازه وي )) .
6. که نوم تازه وي نو د يو بياتي او يا چړی پوسيله د پوستکي څخه 0.5-1cm پورته پری تر څو د نامه د رگونو خولی د ليدلو وړ وگرځي او که وچ شوی وي نو په بيخ کی پری او د رگونوخولی لوڅ کړل شي .د نامه د وريدونو جدارونه تر شريانونو نري وي او هم د لته يو وريد او دوه شريانونه شته دي چه د وريد قطر نسبت شريانونو ته زيات وی .
7. د يو شريان گير پواسطه د نامه څوکه ونيول شي او واړول شي تر څو وريد ښه د ليدلو وړ وگرځي .
8. د يو فورسپس پواسطه د وريد خوله خلاصه او ازاده کړل شي .
9. کله چه د وريد خوله کافي اندازه خلاصه او ازاده کړل شوه Catheter پکی ور د ننه شي .
10. د کتيتر ور د ننه کولو اندازه کيدای شي عمومأ د حجاب حاجز څخه پورته ساحه په نظر کی ونيول شي . يوه بله طريقه د اندازه کولوداده چه د Xyphoid څخه تر نامه پوری ساحه اندازه کيږي او په هغی 0.5-1cm پوری نور هم ور زياتيږي .
11. پدی وخت کی د کتيتر ازاده څوکه هغه Stop cocks سره چه د وينی د ذخيری او10 يا 20 سي سي سرنج پوری وصل دی تړل کيږي او بايد کوښښ وشي چه کتيتر په نامه کی تثبيت وساتل شي . که دا کار د هغه فيتی چه پخوا د نامه څخه تاوه شويده د کش کولو پوسيله وشي نو ښه به وي که نه نو کيدای شي د يو خياطی پوسيله دا کار تر سره شي .
12. هيڅکله د يو تثبيت شوي کتيتر د وړاندی بوولو کوښښ مه کوي .
13. کله کله داسی پيښيږي چه يو کتيتر په Portal vein کی ور د ننه کيږي دی حالت ته مو بايد پام وساتو چه هر کله چه مونږ د کتيتر په د ننه کولو کی د مقاومت احساس وکړ نو بايد د اضافي زور وهلو څخه لاس په سر شو .
اختلاطات :-
1. انتانات :- بايد د انتاناتو د ننوتلو خطر تر وسه وسه د معقمو تخنيکونو څخه په گټی اخستنی باندی کم کړل شي .هيڅکله استعمال شوی کتيتر بيا مه استعمالوي .
2. ترومبوايمبوليک يا ايمبوليک حادثه :- هيڅکله هوا ته اجازه مه ورکوي چه د کتيتر له لاری دوران ته ورداخل شي او هم يو بند شوی کتيتر تل راوباسئ او د کتيتر په څوکه کی د جوړو شوو علقاتو د ننه ټيل وهلو کوښښ مه کوئ .
3. Hepatic necrosis :- هيڅکله هغه کتيتر چه د Portal system ته ئی د داخليدو شک موجود وي د وينی د داخلولو کوښښ مه کوي ددی کار د مخنيوي لپاره وروسته له هغه چه په کتيتر کی وينه راغله بايد نور د 3cm څخه زياته ورد ننه نشي .
4. د زړه بی نظمي گانی Arrhythmias :- بی نظمي گانی هغه وخت منځ ته راځي چه يو کتيتر ډير زيات ورد ننه شي چه ان تر زړه پوری ور ورسيږي او د هغه د تخريب سبب شي .
5. Portal hypertension :- دا حالت هغه وخت منځ ته راځي چه د داخل شوي کتيتر خوله په Portal system کی ور خلاص وي .
6. Necrotizing enterocolitis :-فکر کيږي چه NEC د Umbilical vein کتيتر يوه اختلات وي خصوصأ چه هغه د 24h څخه زيات وخت لپاره په نوموړي ځای ور پريښودل شي .