تور زېړى
سريزه:
تاريخچه:
 هپاتيت بي يا تورزېړى يوه ويروسي ناروغي ده چې په نړۍ كې په لوړه پيمانه شيوع لري. تور زېړى كولاى شي د ځيګر حادې او مزمنې ناروغي منځته راوړي. د ناورغۍ كلينيكي لوحه د سب كلينيكل هپاتيت بي نه تر عرض لرونكي هپاتيت او نادرآ د صاعقوي هيپاتيت پورې توپير ومومي. د هپاتيت بي اوږد مهالي اختلاطات د ځيګر سيروز اود ځيګر د ژونكو كارسينوما ( سرطان) دي. د پيرينتا ل او ماشومانو هيپاتيت بي د يوڅو اعراضو سره وي او يا هيڅ عرض نلري، مګر د مزمن كېدلو لوړ خطر  پكې موجود دى. د مزمن تور زېړي د آغېزمني درملنې لپاره يو شمير محدود درمل استعمالېداى شي، يو محفوظ او آغيزمن واكسين د هيپاتيت بي د ناروغۍ د مخنيوي په خاطر موجود دى، چې خوشبختانه، په دې وروستيو مياشتو كې د افغانستان د EPI په پروګرام كې هم شامل شو او د DPT د واكسين سره يوځاى كارول كېږي . 
پتوفزيلوژي:
د هپاتيت بي ويروس د DNA لرونكى او د ويروسونو د Hepadnaviridae په كورنى پورې اړه لري. دا يو هپاتو تروپيك ويروس دى چې په ځيګر كې ډېرېږي اود ځيګر  دندې مختلوي. د هيپاتيت بي ويروس د جلد اويا د مخاطي غشاء له لاري چې په ويروس باندې  د بدن د ككړو مايعاتو سره په تماس كې راځي ،  د ككړ شخص سره د جنسي اړيكو له لارې او ماشوم ته د ككړې مور په پيريناټا ل دوره كې لېږدول كېږي. هغه خلك چې د هيپاتيت بي په مزمن انتان اخته دي د ځيګر مزمنې ناروغۍ ته ډير مساعد دي او هيپاتو سلولر كارسينوما وركې د نور خلكو په نسبت ۲۰۰ ځلې ډيره ده. 
په صاعقوي ډول د ځيګر عدم كفايه نژدې په 0.1-0.5% پېښو كې منځته راځي. او داسې فكر كېږي چې نوموړې پېښه دكتلوي Immune-complex lysis له كبله په منتنو كبدي ژونكو (حجرو) كې منځته راځي. په دې ناروغۍ كې يو شمېر خارج كبدي تظاهرات لكه اورتيكاريا ډوله راش، د بندونو درد، د بندونو التهاب د حاد كلينيكي او سب كلينكي هيپاتيت بي انتان كې رامنځته كېږي. علاوه پر دې يو شمېر ايميون كامپلكس تشوشات لكه Gianotti-Crosti syndrome( popular acrodermatitis),
Necrotizing vasculitis او hypocomplementemic glomerulonephritis هم منځته راتلاى شي، هيتاتيت بي د ماشومانو د  Membranous nephritis  په ۲۰% واقعاتو كي ورسره يوځاى وي. همدارنګه هغه ريوي خونريزي ګانې چې د vasculitis  له امله منځته راځي ، Acute pericarditis, او هينوخ شونلاين پورپورا اشتراك د هيپاتيت بي سره راپور وركړل شوى دى.
وقوعات:
د نړۍ نژدي ۵% خلك د هيپاتيت بي مزمن انتان لري. چې په ټوله نړى كې د مزمن هيپاتيت ، سيروز او هپاتو سلولر كارسينوما مخكښ لامل ګڼل كېږي. ددې ناروغى له كبله هر كا ل په نړۍ كې د نيم نه تر يومليون پورې خلك مړه كېږي. د ناروغۍ د پېښو په اساس د نړۍ هيوادونه د ټيټې انديميك كچې درلودونكي( چې د ټول نفوس د ۲% څخه لږ خلك يي HBsAg مثبت دى) منځنۍ انديميك كچې درلودونكي( چې ۲-۸% خلك يې HBsAg مثبت دى) او د لوړې انديميك كچې درلودونكو هيوادونه( چې د ټول نفوس د ۸% څخه زيات د HBsAg مثبت دى) وېشل شوي دي.
د مړيني علت:
د هغو ۵۰۰۰ كسانو څخه چې په امريكا كې هر كا ل د هيپاتيت بي له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي ، ۳۰۰ تنه يې د صاعقوي هپاتيت ، ۳۰۰۰-۴۰۰۰ يې د سيروز ، او ۶۰۰-۱۰۰۰ يې د اوليه هپاتو سلولر كارسينوما له كبله مړه شوي دي.
نژاد: د هپاتيت بي پېښې په تورپوستو كې نسبت سپين پوستو ته ډيرې دي.
.
جنس: د مزمن هپاتيت بي تشديدېدل په سړيو كې نسبت ښځو ته ډير منځته راځي. كه څه هم تر اوسه ددې توپير لامل نه دى څرګند شوى. خو كيداى شي دغه توپير له دې كبله وي چې په سړيو كې نسبت ښځو ته د هيپاتيت بي اړوند سيروز او هيپاتو سلولر كارسينوما د لوړې كچې له  امله وي.
سن: د حاد هيپاتيت بي انتان په امريكا كې ډير په ځوانو كاهلانو كې ليدل كېږي. كه څه هم د دوي دريمه برخه مزمن انتان په پيرينتا ل دوره او يا د ماشومتوب په مقدمه مرحله كې ورباندې اخته كېږي. پېښې د عمر د زياتوالي سره ډېرېږي. څومره چې په كم عمر كې ناروغ اخته شي هومره يې د مزمن كېدو چانس ډير دى، د بېلګې په ډول د پيرينتال د دورې( د داخل رحمي ژوند د اته ويشتمې اونۍ نه د زېږيدلو د لومړۍ اونۍ تر پايه پورې دوره) كې ماشوم ورباندې اخته شې د مزمن كېدو چانس ۹۰% دى، كه د ۱-۵ كلنې عمر كې ورباندې اخته شې د مزمن كېدو چانس يې ۲۰-۵۰% دى، او په لويانو كې د اخته كېدو په صورت كې د ناروغۍ د مزمن كېدو چانس د ۵% څخه كم دى.
د ناروغ تاريخچه:
 د هيپاتيت بي د تفريخ دوره د شپږو اونيو نه تر شپږو مياشتو پورې تغير كوي. او د ناروغۍ كلينيكي تظاهرات د اخته كېدود وخت په عمر ،د ويروس په تكثر، او د ميزبان ( كوربه) په معافيتي حالت پورې اړه لري.
• په پيرينتا ل دوره كې اخته شوي ماشومان معمولآ سريري اعراض او نخښي نه لري، او ناروغي په وصفي ډول يوا ځي په ۵-۱۰% ماشومانو كې چې عمر يې د ۱-۵ كالو پورې وي منځته راځي.
• لوي كوچنيان او لويان د انتان اعراض په ۳۳-۵۰% پېښو كې ښيي.
• د هيپاتيت بي اعراض او نخښي :  بې اشتهايې، زړ ه بدوالى، ستړيا، كانګي، د بندونو درد،  د عضلاتو درد، سر دردي، د رڼا څخه ويره، د ستونې التهاپ، ټوخى، والګى، زېړى، مكدر ادرار، بې رنګه غايطه مواد او د ګېډې درد دي.
• صاعقوي هپاتيت په ۱-۲% افرادو كې را منځته كېږي چې په ۶۳-۹۳% پېښو كې مړينه رامنځته كوي.
فزيكي معاينه:
• په فزيكي كتنه كې ، د زېړي په كليكي ډول منځته راځي، ځيګر غټ او دردناك وي او ناروغ د ګېډې په پورتنۍ ښۍ برخه كې در د او نا ارامي حس كوي.
•  په حاد هيپاتيت بي كې د تورې لوېدل اود غاړې د لمفاوي غوټو لوېدل په ۱۰-۲۰% پېښو كې رامنځته كېږي.
• يو څو sprider angiomas ښايي د زېړې په مرحله كې رامنځته شي چې د ناروغۍ د ښه كېدو سره له منځه ځي.
كوم ګروپ خلك د ناروغۍ د خطر سره مخ دي؟
په  امريكا كې دغه لاندې ډلې خلك د ناروغۍ د لوړ خطر سه مخ ګڼل شويدي:
injecting-drug users, homosexual men, persons who have heterosexual contact with multiple partners, household contacts of persons with chronic hepatitis B infection, hemophiliacs, hemodialysis patients and staff, and persons with occupational exposure to blood and infectious body fluids