د ډاكتــر ج ـــ س ژباړه
د ملاريا د ناروغۍ د پېښو ريښتينې كچه د ملگرو ملتو
له اټكل كړې اندازې،نږدې دوه هومره ډېره ده
د روغتيــــايي كارپوهانو د يو ه نړيوا ل ټيم په وينا ، كېدا ى شي په نړ ۍ كې د مـــلاريـا په رنځ اخته وو شمېـــــره د ملگرو ملتو له اټكليزې اندازې ، په سلو كې پنځوس ډېره و ي .
د نوموړي ټيم څېړنې چې په Nature ( پنځ ) نومې مجله كې خپرې شوې دي ،څرگندوي چې د دو ۍ په گومان په نړۍ كې هر كال پينځه سوه ميليونه وگړي دملاريا په ناروغۍاخته كيږي .
د غو ماشې ټو ل ډولونه
ملاريا ناروغي نه لېږدو ي
د څېړنو پايلې ولې توپير سره لري ؟ څېړونكي وايي چې د ملگرو ملتونود سازمان احصايې، روغتونونو او كتنځايونو ته د ورغلوناروغانو دشمېرپر بنسټ ولاړې دي او دا په داسې حال كې چې په ملاريااخته ډېريناروغان روغتونونو او كتنځايونوته سر نه ښكاره كوي .
هغوۍ زياتوي چې دا شمېرنې په ځانگړي ډول د اسيا سهيل او سهيل ختيځو سيمو په اړوند، چــــې د ملاريا ناروغۍ يوه خورا وژونكې بڼه پكښې ډېره ليدل شوې ، د هاغه سيمو د ريښتينو شمېرنوسره سمون نه لري .
دغه څېړونكي وايي داسې يوه نقشه يې جوړه كړې ده چې په نړۍ كې په دغه رنځ د اخته سيمو ښودونكې ده او د ملگرو ملتونو روغتيايي ادارې سره بايد، تر ۲۰۱۰ ز كاله پورې له دغه سيمو څخه د ملاريا د كمښت په پروگرام كې په سلو كې پنځوس مرستندويه شي .
په نايروبي د كينيا د طبي څيړنو له مركزه پوهاند باب اسنو چې په (( نېچر)) كې د دغه خپرې شوې څېړنې له ليكوالو څخه دى وويل : (( د شمېرنو سم او ريښتينى اټكل مهم دى . د دې ستونزې د ريښتينې كچې په اړه نا پوهي ، د ستونزې د حل لپاره د مالي لگښت په اټكل كې زموږ د ځواك لاس لنډوي .))
ده زياته كړه : (( دا موضوع په ځانگړې توگه د هاغه داروگانو په اړوند مهمه ده چې د ملاريا سره په مبارزه كې ورته اړيو . د دې داروگانو جوړول اسان كار نه دى او ښې ډېرې پيسې غواړي . ))
نړيوال روغتيايي سازمان ، په نړۍ كې د كال د ۳۰۰ ميليونو وگړو په ملاريا اخته كېدو خبره كوي چې په سلو كې نوي پېښې يې دافريقې په لويه وچه كې دي .
په ملگرو ملتو اړوند دا سازمان څرگندوي چې هر كال له يوه ميليونه څخه زيات وگړي د دې ناروغۍ له كبله مري .