کندهار ته زما سفرونه
(لومړی سفر)

د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته څلور ځلي کندهار ته تللی یم، لومړی سفر مې په ۲۰۰۳ کال دیوه طالب ملګري د لیدو په بهانه وکړ، دا نو هغه مهال و چې د طالبانو د امارت له ړنګېدو څه دپاسه یو کال تېر شوی و، درې شپې مې د غزني په قره باغ کې له طالب ملګري سره وکړې، هغه مهال قره باغ د اوس په څېر تر هوايي او ځمکنیو عملیاتو لاندې نه و، طالبان په خپلو کورونو کې پراته وو او ټوپکیان ورته د باندې تاوېدل راتاوېدل .
د غزني ولایت د قره باغ د سیمې خلک زموږ په ولایت لغمان کې د طالبانو محلي چارواکي وو، دسیمې خلک مې ځکه وویل چې د طالبانو په نظام کې به د والي په بدلېدو ټول اداري تشکیل بدلېدو، کله چې محمدعیسی اخندزاده د والي په توګه لغمان ته راغی نو په دویمه ورځ یې نویو ریسانو هم ریاستونو ته خپلې بسترې راوړلې. ډېره جالبه وه، کله چې به ريس دیوه ریاست ریس شو، نو په ډاکسن موټر کې به یې دخپلې پوستې ټولې بسترې بار کړې وې او د ریاست یوه کوټه کې به یې واړول، په اصطلاح (هذا مسجد، هذا خانه) د ریاست کارونه به یې په اطاق کې کول او د اطاق کارونه په ریاست کې کومه خاصه پابندي نه وه بس د انډیوالانو بنډار به په کې جوړ و. کله چې به د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په (مردارګټ) یا (وطن ګټو) کې د طالبانو او مخالفینو ترمنځ ډز ډوز پیل شو نو بیا به ریسانو بېرته خپلې بسترې ټولې کړې او د جګړې په لومړي کرښه کې به یې واړول.
په لغمان کې یو لېونی دی (نوروزک) نومېږي، ټوله ورځ یې یوه بستره، د اخلي پخلي لوښي او نور لوازم په شا وي، کله په یوه ځای او کله په بل ځای چېرته چې دیو څو ساعتونو لپاره واړوي نو موقتي کوډله جوړه کړي، د ورځې په تېرېدو یې بېرته ونړوي او بل چېرې ځي، که سړی ترې پوښتنه کوي چې ولې؟
 وایي:
 (ځه لالا دوه ورځې دنیا ده).
طالبان هم په دې پوهېدل چې دوه ورځې دنیا ده، نو ځکه خو یې د اداري سیستم چندانې پروا نه کوله. زما طالب ملګری په اصل کې د طالبانو په اصطلاح مکتبي و، ډېره ښکلې ځواني یې درلوده،  کله چې د پنجشېر دغاښي په جګړو کې دطالبانو لوړ پوړی قوماندان محمدعیسی اخندزاده ایسار پاتې شوی و، نو دې ځوان  خپل شهامت ښودلی و، والي یې په ډېر تکلیف له محاصرې خلاص کړی او ځان یې د احمدشاه مسعود د ځواکونو لاس ته ورکړی و، تر نېول کېدو وروسته درې کاله هماغلته په پنجشېر کې زنداني وو.
دهمدغه قربانۍ له مخې د وخت په والي ګران و او ده ته یې تر نورو ریسانو لږ څه عصري ریاست (د اطلاعاتو او کلتور ریاست) ورکړی و، چې موږ هم هماغلته ورسره اشنا شولو. دغه ځوان له ټولو شاعرانو او لیکوالو سره ښه رویه کوله، ان دا چې له ما سره به یې پټ پټ یو نیم سګرټ هم وڅښکل. یوه ورځ یې راته دا اقرار هم وکړ چې د سردارعلي ټکر غزلې یې ډېرې خوښې دي او یا هم کله چې شاعران په شعرونو کې لږ څه عشقي کېږي نو دی یې خوښوي.  همدا د رښتینولۍ او ځوانمردۍ لاملونه و، چې ددوی د نظام تر ړنګېدو وروسته زه له پېښوره  دده په دیدن او ځای ځایګي  پیدا کولو پسې خوځېدلی وم.
په قره باغ کې مې درې شپې وکړې، مازیګر مهال به یوې لوړې غونډۍ ته چې پخوانی زیارت و وختلو، له شاوخوا کورونو به نور طالب ځوانان په موټر سایکلونو راغلل، پر یوه اواره ځمکه به څادرونه وغوړول شول، د غزني بړبوکي او شګلن بادونه به له یوې او بلې خوا پر موږ راتلل، خو زما ملګرو به داسې بنډار جوړ کړی و چې ته به وایې په کوم ښکلي باغ کې ناست دي.  چابه دشمال د جنګونو کیسې کولې او چا د کابل د بمباردونو. هر سړي کوښښ کاوه د خپلو ملګرو پر مېړانه نور خبر کړي، سخت به یې یو بل ستایل، کوم ځوان چې به له مرګه د خلاصون او یا کومې توري خبره وکړه نو بل به له زړه نه یوه سوې ناره وویستله (د مور شېدې دې شه).

تر درېیو شپو تېرولو مې ملګري ته وویل چې زه به اوس د کندهار پر لوري لاړ شم، تاریخونو کې مې د کندهار انځورونه لیدلي اوس غواړم چې په خپلو سترګو یې وګورم.
ویل یې:
- په کومه لاره ځې؟
- په کلات بابا (په خندا)
- خو ته خو خبر یې چې په شاه جوی او شهر صفا کې کله کله طالبان راوځي
- نو په ما څه کار لري؟
- دا سمه ده خو اوس یو څه بهرني طالبان راغلي چې هغه د سپین او تور توپیر ته ډېر وخت نه لري.
ما ویل ځه توکل په الله، که چېرته یې ونیولم ستا نوم به ورکړم، ویې خندل بیا نو داسې وکه چې د حاجی ملاصاحب نوم ورته ورکه (حاجی ملاصاحب محمدعیسی اخندزاده).
له همدې سره یې ماته یوه سپینه خوله راخطا کړه او خپل مخ یې په چارخانه څادر کې نیم پټ کړو، ما ویل په دې خوله څه وکړم، ویل یې ښه ده په زابل کې یې بیا پر سر کړه.
طالب ملګري مې د قره باغ په شګلنو ځمکو کې موټر سایکل ډېر تېز ځغلاوه، ما ورسره ټوکه وکړه، چې زه له موټر سایکله دومره بخت نه لرم، هسې نه بیا مې پښې ماتې کړې، بیا به کندهار ته څنګه ځم ویل یې مه بېرېږه، موږ د شپې پر موټرسایکلونو ګرځو دا شګې زموږ د موټرسایکلانو ټایرونه پېژني له موږ نه چپه کوي (هاهاها).

- دشپې نو څه کوی چې په دې دښتو کې ګرځی؟
- دا یو کال ارام پر کور وم، خپل ټیکټر مې ګرځولو، موږ ویل ځه امارت ګډ وډ سو، نور به خپل کاروبار کوو، خو اوس داخلک نه دي.....(غلی شو)
- کوم خلک؟
- ستاسې نړیوال دوستان یادوم (په موسکا)، اوس مو په کورونو کې هم ارام نه پرېږدي، بس دطالب په نامه مو له کور کلي هم شړي، تر دې خو نو مرګ ښه دی.
- کله چې دشپې د کورونو د پلټنو لپاره راشي نو یو ملګري ژر په موټر سایکل په نورو پسې وګرځو، بس بیا نو یوه چاره ورسره کوو چې له شره یې خلاص شو.
د قره باغ ولسوالۍ ته چې ورسېدو، د ولسوالۍ مخې ته یو خیرن عسکر ناست و، ځان یې په څادر کې نغښتی و او سهار ملا اذان یې تر خولې د سګرټو لوګي ختل. ملګری مې عسکر ته ورنږدې شو:
- د زابل یا کندهار موټر خو به نه وي تللی.
- یه! لا نه دي تللي.

ما ته دطالب ملګري له خبرو اترو معلومه شوه، چې له دولتي عسکرو یې کرکه نه لرله، شېبه وروسته دیوه غواګۍ موټر ترڅنګ ولاړ سړي غږ کړل کندهار، کندهار... ملګري مې تر ما دمخه واورېدل او ورنږدې شو:
- ځای لرې؟
- هو دیوه کس ځای لرم
-  بس دا زما ملګری درسره یوسه
- خو[ ګوره دی نابلده دی چې درسه ورک نه سي]
- یه ! یه ته بېغمه اوسه.
موټر له قره باغه د کندهار پر لور وخوځېد، په موټر کې ناستو سپرلیو کې یو مولوي و او بل روښنفکره څېره لرله. یو وخت دواړو په خپلو کې خبرې شروع کړې، دنوي نظام ښېګڼې او بدګڼې یې ویلې. مولوي به ډېر ټینګار پر همدې کاوه چې پر طالبانو په شمال او ځینو ځایونو کې ډېر ظلم وشو، امریکایانو پرې (۱۰۰۰) ټنیز بمونه وغورځول او زموږ مسلمانانو هم ویل چې که تر دې درانه پیدا کېږي هغه پرې وغورځوی، امریکایان خو نو ښکاره خبره ده چې زموږ ددین او ملت دښمنان دي دا زموږ خپل افغانان ولې دومره له ایمان او وجدانه خلاص شول.
دکابل- کندهار لویې لارې ته چې نږدې شولو په خبرو خبرو کې د روښنفکره ماما سترګې پټې پټې کېدې.
 پرخامه سړک دلویو او کوچنیو موټرو دوړې ختلې، په لاره کې یوه امنیتي پوسته هم نه وه، په یوه نیم ځای کې به د امریکایانو پر توکیو بار لویې لارۍ لیدل کېدې چې ډریوران به یې سیوري ته ناست وو. دعامو خلکو له څېرو داسې معلومېده چې دیوه روښانه راتلونکي هیلې یې په زړونو کې غوړېدلې وې.

زابل ته په رسېدو مې څنګ ته ناست سړي نه وپوښتل:
- کاکا د کلات بابا زیارت چېرې دی؟
- ویل یې پر هغه غونډۍ، هغه لویه کلا وینې.

د کلات بابا د غونډۍ او کلا په لیدو مې ډېرې خبرې په زړه کې وګرځېدې، دپښتنو بېوسۍ، مېړانې او له درده نارې چې ویل به یې:

که باسي نادر پوځ کلات ته باسي
ډارکوي له دې خبرې سلیمان خېل، اندړ، سهاک به جنګ ته راسي
او یا هم
په قلات نادر په تو ځړوي ښځې
سیدال خان باندې ور ووت لوی لښکر یې د نادر کړ بزې بزې

سیدال خان ویل ما په دې ځای ارمان نسي
دناصرو زڼې نسته اوس به ما خود نادر نیسي
زینبې ویل با څوک نسته په هېواد کې
سیدال خان یو شین زمری و سیدال هم بندي نادر کی په کلات کې

که خیال سو د نادر دغسې خیال سو
اوس به زر کندهار خلاص شي چې په دواړو سترګو ړوند جنګي سیدال شو.

دتاریخ په یوه کتاب کې مې لوستي وو، چې پر ۱۲۵۰ ل کال نادر دشهر صفا د نیولو لپاره عسکر واستول، تر یوې خونړۍ جګړې وروسته یې شهر صفا اشغال کړ او د خان ترکي په مشرۍ یې دقلات پر لور هم لښکر وخوځاوه، په دې وخت کې نو شهزاده محمد د شاه حسین زوی او سپه سالار سیدال خان ناصر د افغاني قواو قومانداني په غاړه درلوده، دوی له خپل پلان سره سم کلات بابا پر شاتګ غوره کړ ترڅو له پکتیا، ژوب، ډېرو او ګوملي لښکرې راشي او دوی د نادر پر لښکرو په ګډه حمله وکړي، نادر ته جاسوسانو ددې خبرې راپور ورکړی و، نو ځکه یې هوډ وکړ چې کلات بابا کلا  محاصره کړي.
دنادر  پوځ چې کلات ته ورسېد کوښښ یې کاوه چې پښتانه جنګ ته راوباسي، خو سیدال خان سره چې ۴۰۰۰ عسکر و د جنګ پروګرام یې نه درلود یوازې دفاعي حالت یې غوره کړی و او د غلجو لښکرو ته یې کتل. په دغه وخت کې ایراني عسکر د دېرشو زرو په شاوخوا کې و مګر بیا هم د کلا پر ختو بریالي نه شول، اخر یې د افغاني عسکرو دتحریک کولو لپاره له ډېرو ناوړو چلونو کار واخیست د کلا مخې ته به یې پښتنې ښځې وځړولې، ډول ډول ظلمونه به یې پرې کول، په دغه وخت کې به پر پښتنو سور اور بل شو که هر څو به ورته د صبر توصیه کېده بیا یې هم زغم نه شو کولای، په اخر کې لښکر ورته وویل چې موږ نور زغم نه شو کولای موږ د باندې وځو.
همدا و چې یوه اندازه عسکر دکلا ساتنې ته پاتې شول نور ور ووتل، دکلا شاته په هوار ډاګ جګړه ونښته، ایراني عسکر له هرې خوا پر افغاني عسکرو تاو شول، افغاني عسکرو چې به هرې خوا ته مخه کړه لکه دمېږو رمې به یې پسې واخیستل، خو بیا هم د غلیم لښکر ډېر و افغاني جنګیالي اخر له تورې وهلو پاتې شول چې د سیدال خان ناصر ناره یې ښه دلیل دی:

سیدال خان ویل ما په دې ځای ارمان نسي
د ناصرو زڼې نسته اوس به خود ما د نادر پوځونه نیسي.

په همدې سوچونو کې وم، چې ډرېور غږ کړ، ډوډۍ به دلې وخورو. ما ویل استاده له زابله دې راوویستو دلته دې ډوډۍ ته ودروله، ویل یې : دا شهر صفا دی تر زابله ښه ډوډۍ په کې پیدا کېږي.
د شهرصفا له نامه سره زه د ښاغلي لال پاچا ازمون په یونلیک کې بلد شوی وم، خو ما یې په ذهن کې انځور بل ډول جوړ کړی و، ما به ویل چې شهرصفا یې بولي نو ارو مرو به هماغسې پاک او ښکلی ښار وي. سورلۍ یوه زاړه هوټل ته ننوتې او زه د شهرصفا د ونو په ننداره ودرېدم. ښار یې صفا نه و مګر ماحول یې ډېر صفا و، ښکلې دنګې، دنګې ونې په کې ولاړې وې.
یو وخت مې سړک  ته پام شو چې د تنظیمي جګړو د وختونو او پاټکونو په څېر یوه اوږده رسۍ د سړک له یوې غاړې نه بلې غاړې ته کش شوې وه، د پولیسو پر ځای دوه درې مستریان ولاړ دي او پر هر موټر چې شکمن شي نو دروازې او نورې پرزې یې خلاصې کړي.
موضوع راته لږه ګونګه ښکاره شوه، په دې هیله وخوځېدم چې ځان ملا کړم چې اخر دا موټر ولې پرزه کوي. په زړه کې لږ څه وېرېدم ما ویل هسې نه چې بده رویه درسره وکړي، ځکه د تنظیمي جګړو پر مهال همداسې شوي وو، د زرداد په پاټک کې یې په کوم سړي پسې سپی خوشې کړی و، سپی چېرته و، سړي له ځانه سپی جوړ کړی و.
وروسته مې په دې خبره ځان ډاډه کړ، چې که څه یې راته ویل وایم ژورنالیست یم، مګر دا هم هسې ډاډینه وه، ځکه ژورنالیست د چا زوی وي.
د مستري ډوله پولیسانو څنګ ته تېرېدم چې په کوټه کې مې د دوو کسانو جنجال ته پام واوښت، مخې ته یې خرۍ اپین پراته وو، دیوه لاس کې دوه بنډله زرګیز کلدارې وې او بل تن چې په شخصي جامو کې ناست و، هغه ته یې وړاندې کولې خو هغه به ترې مخ یوې او بلې خواته واړاوه. اخر هغه تن چې پیسې یې لاس کې وې له خپله ځایه پاڅېد خپل چارخانه څادر یې وڅنډه، چې سپین سراچه موټر ته خاته نو پر هغه بل تن یې غږ کړل:
- که در ماښام دې وساتل بیا یې دربخښم
-هغه ورته په ځواب کې غږ کړل:
- ځه زویه په خپله به بېرته راسې.

له ما سره یوه اندېښنه پیدا شوه، چې اخر دا کومه مشوړه ده چې زه یې په خلاصولو پوی نه شوم، له نږدې دوکاندار نه مې سګرټ واخیستل او وروسته مې ترې وپوښتل:
- کاکا دا څنګه جنجال و؟
- جنجال و، چېرې جنجال و.
- دغه کوټه کې یوه پیسې ورکولې، بل نه اخیستلې اخر خبره لانجې ته ورسېده
- شه! دای دی چې دا خړه کوټه نه ده، دا د پیسو ماشین دی ا پو سوی، دپیسو ماشین دې لیدلی دی؟
- والله که ستا په خبر پوی شوی یمه.
- سر دې خلاص نه شو
- نه ولا
- دا پوسته ده، د تاریاکو سلګونه تجاران پر همدې لاره تېرېږي بس دوی ځنې خپله برخه اخلي نور یې پر الله سپاري.
- نو دا خو پولیس دي؟
- پولیس چېرې دي بابا، ته نو هسې مسخرې کی.

له یو چا مې اورېدلي و، چې کندهاریان ډېر وچېړې نو په ناګاهانه ډول یې له خولې یوه پوچه کنځا راوځی چې دا نو دهغوی اصطلاح ده  او چندانې یې باک نه ګڼي. په زړه کې مې تېر شول چې زما او دده بحث همغه ځای ته ونه رسي، ژر ترې روان شوم او خپل موټر ته مې ځان ورساوه. لږه شېبه وروسته موټر روان شو او ماهم سترګې پټې کړې، پرېښاني به نه وه ایستې چې کندهار ته ورسېدو. کندهار کې هوا تر غزني ګرمه وه، حیران پاتې وم چې چېرې لاړ شم، ناڅاپه مې رایاد شول چې چوک ته باید لاړ شم، چوک راته ځکه جالبه و، چې طالبانو دکندهار ښار تر پرېښودو دوه شېبه دمخه په چوک کې زموږ یو فرهنګي ملګری عبدالله خیال امریکایانو ته د جاسوسۍ په تور په دار ځړولی و، عبدالاحمد محمدیار یې په غلا عکسونه اخیستي و او د طالبانو تر ماتې وروسته یې بیا په ښکلا مجله کې چاپ کړي وو.
چوک ته په رسېدو مې لږه دمه واخیستله، دچوک ختیز لورته  د شړومبو بازار ګرم و، د شړومبو په لیدو مې د ښاغلی اسمعیل یون یوه ټوکه رایاده شوه، یو وخت ما (شمسزی)، صالح محمد، صالح، بریالي ویاړ او یون صیب په ګل حاجي پلازه کې یو دفتر درلود. د دفتر لګښت د جرمني کلتوري ودې ټولنې له خوا ورکول کېده، موږ په کې تر یوه وخته داوطلب کار کاوه او بیا وروسته په یو څه لږ معاش. یو وخت مې یون صیب ته د ځینو ملګرو مخکې وویل چې زه غواړم نور دلته کار بس کړم ځکه کال مې پوره شو، یون صیب په خندا راته وویل دا تاوان به څوک ورکوي، ما ویل د څه شي تاوان ویل یې تا خو په دې دفتر کې یو من کوچ خوړلي. زه د کوچیانو خبره اریان دریان شوم چې موږ خو په دې یوه کال کې په مړه خېټه ډوډۍ نه ده خوړلې نو دا کوچ په کې چېرې و.
ما ویل یون صیب کوچ مې چېرې خوړلي دي.
ویل یې تا په دې یوه کال کې هره غرمه دلته شړومبې خوړلي، دې شړومبو کې کوچ نه وي که څنګه؟
نو چې کله مې دا ټوکه زړه کې وګرځېده له ځان سره لږ موسکی غوندې شوم او د کندهاریانو په صف کې زه هم په شړومبو ور ولوېدم، دوه درې ګیلاسه مې په سر واړول نور ترې د نږدې بازار خواته شیوه شوم.
هغه مهال کندهار دومره جوړ نه و، خو فضا یې ښه وه،  ګل اغا شیرزي په کې نوي نوي کارونه پیل کړي و، شاوخوا خلک خوښ او خوشحاله ګرځېدل. هېچا هم داسې فکر نه کاوه چې کندهار به یو ځل بیا د جنګونو مورچل او سنګر شي.
له یوه سړي څخه مې د ارګ بازار پوښتنه وکړه، هغه راته په تنده لهجه لاره راوښوده خو سم مې پرې سر خلاص نه شو، چې لږ څه مخکې لاړم له یو بل تن نه مې هم پوښتنه وکړه، لنډه دا چې په پوښتنه پوښتنه مې د پېښور د وختونو د ملګري سیداحمدقانع کتابپلورنځی پیدا کړ.  سید احمد زما په لیدو حیران ودرېد، ویل یې ته او کندهار، پېښوریه یاره ستړی مسی. ما ویل خپله اب و دانه راټولوو. یو ساعت مو سره ګپ شپ ولګاوه د فرهنګیانو ملګرو عبدالاحمد محمدیار، هڅیال، پتیال، عزت الله پامیر او تورنپال بابي پوښتنه مې ترې وکړه ویل یې ټول روغ او جوړ دي سبا به یې وګورې په همدې خبرو کې وو چې د مازیګر اذان یې وکړ. قانع ته مې وویل چې زه د ناستې ډېر شوقي نه یم خو دګرځېدو سم ملنګ یم. هغه مې په مقصد پوی شو، دوکان یې وتړلو او د کندهار په کوڅو یې سر کړم. هره یوه کوڅه به یې په ګوته راښودله او د خلکو دعادتونو، دودونو او تاریخونو په باب به یې راته معلومات راکول.

ښه ډېر په پښو وګرځېدو د کندهار له پټو بازارونو، چوک، شاهي دروازې، احمدشاه بابا مزار او نورو تاریخي ځایونو مې خوند واخیسته. سید احمد راته وویل چې راځه بېرته دوکان ته ولاړ شو، بس زه هم په چوپه خوله روان شوم، د دوکان د دروازې مخې ته چې ورسېدو نو سیداحمدیو سورکوچنی موټر سایکل له غوږو ونیو ما ویل دا څه کوې ویل دا به دې خدمت کوي او نور یې خوله  اسمان ته ونیو له خپل عادت سره سم یې ښه په کړس کړس وخندل، او زه یې له لاسه کش کړم.
شپه مې د قانع صیب په کور کې تېره کړه، پر سبا یې رښتیا هم همدې کوچني موټر سایکل زما ډېر خدمت وکړو، زه او قانع صیب په ټول کندهار کې ګرځېدو، چل زینو، بابا صاحب زیارت او ډېرو نورو ځایونو ته لاړو، د بابا صیب زیارت د ودانۍ د جوړېدو ډبره ايښودل کېده، موږ چې لاړو چارواکو په تاداو کې پسه حلاله کړې وه او وینې یې پرتې وې، ما او قانع له شوخۍ دملنګ خولۍ پر سرکېښوده او یو څو عکسونه مو واخیستل. مخامخ راته د ارغنداب شنه او سمسوره سیمه ارامه ښکارېده.
سیداحمد قانع ته مې په ټوکو وویل چې ستا په لیدو خو موړ شوم اوس مې نورو فرهنګیانو ته ور ورسوه، ویل یې مازیګر ته به بینوا فرهنګي ټولنې ته ورشو، ځکه هغوی مازیګري راټولېږي. غرمه مهال مې له قانع په دې پلمه ځان خلاص کړ چې دیو بل ملګري کور ته ځم خو اصلي موخه مې دا وه چې چېرې کندهارۍ شوروا او یا هم روش پیدا کړم، د ارګ د دیوال مخامخ یو هوټل و، پوښتنه مې وکړه کاکا روش لرې ویل یې يه! روش نه لرم خو چاینکي لرم، بس رایې وړه.

په هوټل کې مې د عبیدالله کندهاري له سندرو او نارو خوند اخیسته چې یو دنګ کندهاری راننوت،  د مزرو چوټې یې په پښو وې، په همدې ګرمۍ کې یې دوه جوړه جامې پر ځان وې، بس ما چې د پایلوچانو او کاکه ګانو کیسې لوستې وې، سم دم مې دکندهار پایلوچ مخې ته ودرېد، ما ویل کېدای شي دا هم کوم پایلوچ وي، راځه مرکه ورسره وکړم، خو دا جرات اوس څنګه وکړم چې ده ته ووایم ته پایلوچ یې او که نه یې، که بده یې ومني.
په همدې فکرونو کې مې شورا ووهله او له هوټله ووتم، مازیګر مهال د بینوا فرهنګي ټولنې ته ورغلو، ملګرو راسره ډېره مینه وکړه، ویل یې چېرې ځې چې چکر درکړو، ما ویل بس بیا به بله ورځ ګورو. له یو چا نه مې د تورنپال بابي پته واخیستله او نیغ ورغلم، هغه چې ولیدم ډېر خوشحاله شو، د واده دویمه ورځ یې و، ویل یې کاش چې واده ته رارسیدلای وای، ما ویل بس اوس هم مبارکۍ ته درغلی یم. دشپې مو ښه بنډار وکړ، د تورنپال بابي مجلس په دې خوند کوي ډېرې ښې خاطرې لري، د ځوانۍ نیم عمر یې په افغانستان کې تېر شوی او نیم په امریکا کې. په خبرو خبرو کې مې د پایلوچ کیسه ورته وکړه، ویل یې بس سبا ته دې یو ځای ته بیایم او یو پایلوچ درباندې ګورم.
شپه مو ښه په خوشحالۍ سره تېره کړه، سبا سرې تېږې ته  دمیرویس نیکه مزار ته لاړو، د نارنج ماڼۍ مو له نږدې ولیدله، چې جګړو ډېر ځپلی  او دېوالونه یې نړیدلي وو معلومېدل چې افغانانو د خپل برم لوړ دیوالونه په خپله په توپونو نړولي وو.
د کندهار له لارو کوڅو مې خوند اخیسته، تورنپال راته وویل راځه اوس به کرار شړومبې وڅښو بیده به سو، بیا به مازیګر ارغنداب ته ولاړ شو، یو غښتلی پایلوچ به در وښیم، همداسې مو وکړل تر یو څو ساعته خوب وروسته مې کتل چې تورنپال بابي د خپل سور رنګي صرف موټر  سیټونه پاکول، چې زما سترګې یې خلاصې ولیدې نو غږ یې کړ:
- بالا راولاړ سه چې پایلوچ در وښیم
- ما ورته په خندا وویل خدای دې خیر کړي چې راباندې  بو نه کړي.
- یه! یه! دا خلک چې د پایلوچ کوم تعریف کوي دا سم نه دي، پایلوچان خو په کندهار کې دخدای غښتلي خلک و، دغلته به ګرځېدل چې چا به پر چا ظلم کاوه نو پایلوچ به یې مخې ته راولاړ سو.
ما ویل نه، هسې ګپ مې لګاوه، پوهېږم ځکه خو غواړم ویې وینم. مازیګر مهال د ارغنداب پر لور وخوځېدو، تورنپال راته تعریف پیل کړ:

دا اوس چې زه او ته ورځو دا نو ښه نامي پایلوچ دی، د روسانو کتارونه به یې په یوازې ځان ایسارول، د سړک وغاړې ته یبلې پښې  ووتی، شنه بوټي به یې پر سر واچول، د روسانو د کاروان دوه درې ټانګه به یې ووېشتل بیا به بېرته ولاړی. تر ۳۰ ځایو زیات ټپی شوی دی، مګر خدای ساتلی، ډېر مسلمان سړی دی، ملانقیب اخند یې هم خیال ساتي (ملانقیب اخند په کندهار کې مشهور قوماندان).

کله چې د پایلوچ کورته ورسېدو معلومه شوه چې په همدې ساعت بل چېرې تللی، هغه لنډۍ رایاده شوه چې وایی:

چې ددیدن نصیب یې نه وي
په یو کوڅه کې سره وړاندې وروسته شینه

یو ساعت مو انتظار وکړ خو نور ماښام شو، بېرته مو دکندهار ښار پر لور حرکت وکړ،  دا چې تورنپال هم نوی له امریکې راغلی و، پر ټولو لارو ګودرو بلد نه و، پر هغه لاره چې راغلي وو هغه مو غلته کړه، په یوه او بل باغ به مو موټر ور سم کړ، چې کله به له موټره ښکته کېدو ترڅو لاره پیدا کړو، په دې وخت کې به زه دانګورو تر تاک لاندې کېناستم او یو سګرټ به مې وڅکه. تر ناوخته په همدې لانجه کې را ایسار و، باالاخره مو یوه بزګر ته غږ کړ او هغه لاره راوښوده.  خلکو په عادي ډول خپل ژوند کاوه، ځای پر ځای بزګران خپلو کښتونو ته په اوبو ورکولو بوخت و، دخلکو په زړونو کې دا خبره نه وه، چې ددې سړي سر لوڅ دی او د هغه بل پښه، دی له امریکې راغلی او هغه بل له لغمان هر چا چې به ولیدو یو ښه راغلاست به یې راته ووایه.