ډېر محترم ورور ډاکټرصاحب پامير احسان
السلام عليکم ورحمة الله
محترمادامنم چې دمنيو دانزال خبره کومه جدي ستونزه نده ، اونه ماپرې چېرې کومه مقاله ليکلې ده خو کله چې پوښتونکى څوک وپوښتي نوبيا بايددهرې پوښتنې ځواب ورکړل شي زه دلته ديوې شرعي مسئلې په اړه پوښتل شوى يم ، او په ځواب کې يې هم ما له ځانه څه ندي ليکلي بلکې ديوستر معاصر فقيه ځواب مې رانقل کړى دى .
يواځې زه نه ،بلکې ټول حنفيان اودځينو نورومذاهبو لارويان درسره همنظره دي چې مني ناپاکه شى دى، مادپوښتنې په ځواب کې هم دايادونه کړېده او په زغرده مې ليکلي چې که دا کار جايز هم وي طبعي کراهت يې پرخپل ځاى دى ا وليکلي مي دي چې ((داسمه ده چې مني ناپاکه دي او څښل اوتېرول يې رواندي))
خو ګرانه وروره ګوره چې ټول فقهاء هم دمنيو په ناپاکۍ يوه خوله ندي داهل سنت والجماعت ديولوى او مشهور مذهب پيشوا( امام شافعي) او دهغه دمذهب لارويان( شوافع ) مني پاک بولي .
هدايه دحنفي مذهب يو ډېر معتبر اومنلى کتاب دى او زموږ دهېواد علماء هم ورته ډېر اهميت ورکوي په دې کتاب ليکي چې ((وقال الشافعى المنى طاهر يعنې اما شافعي وايي چې مني پاکه ده ))
دهدايي شارح حضرت مولينا محمد حنيف ګنګوهي يې دهمدي متن په شرح کې وايي : ((دشوافعو حضراتو ،حنبليانو،او اسحق او داوود ظاهري په نظردانسان مني پاکه ده ، اما نووي وايي چې له حضرت علي ،سعد ابن ابي وقاص، ابن عمر او حضرت عايشي څخه هم همدا روايت دى ....حافظ ابن حزم په المحلى ليکلي چې مني پاکه ده ...اودا قول دسفيان ثوري،شافعي،امام احمد،ابوثور،ابوسليمان او ددوى دملګرو ده .همداراز حافظ ابن قيم او امام ابن تيميه هم مني پاک بولي ،امام ابن تيميه يې په خپلې فتاوى او ابن قيم يې په بدائع الفوائد کې دپاک ثابتولو کوښښ کړى دى )) هدايه باب الانجاس
او داچې ليکلي مي دي داموضوع لږ تفصيل غواړي دخبرې معنا همداده چې سړى بايد ځان ښه ژور پوه کړي چې داپوهول په مرکه کې نه کېږي ، بلکې اوږده څېړنه غواړي او ماخذمې هم ښوولى دى .
دځانمرګيو بريدونو او دبهرنيو دشتون په اړه اندېښنه دې هم په همدې مرکه کې ځواب شوې ده هيله ده چې لوستې به دې وي .
ډاکتر صاحب داسلام او کړېدلو هېوادوالو دخدمت لپاره درته لاحوصله غواړم .
ګران ورور خيال بادشاه جانه
السلام عليکم ورحمة الله
عزيز ناصري ورور ته زما او ستا ځواب يو دى .
بريالى اوسې.
مامين ناکام وروره
السلام عليکم ورحمة الله
که ژوند وفا وکړه نو دږيرې او خولۍ په اړه به هم يوه مقاله وليکو.
اود دې موضوع شرعي حکم به هم روښانه کړو
.مغفرت دې نصيب شه
بينا ورور ته
السلام عليکم ورحمة الله
هرڅوک چې له اسلام څخه واوړي هغه که عالم وي او که امي مرتد بلل کېږي خوکه موخه دې داوي چې دافغانستان په کړکېچ کې په کوم دخيل اړخ دمرتد حکم وکړم نو دا صلاحيت او علميت نلرم ،او نه ورته مرتد(کافر) ويلى شم ، هو هغه چې د پيسو او څوکۍ لپاره دکفر په خدمت کې دي زه يې علماء السوء، دکمزوري ايمان خاوندان ،بې ضميره ، وطن پلورونکي،او بې لاري بللى شم خو دکفر ټاپه لګول او داسلام له دايرې څخه وېستل دانسان وېښته زيږه کوي !!.
دبانکونو په اړه يوه مقاله حتمي ليکو ډاډه اوسه .
داسمه ده چې اوسنى حکومت خو ځانته اسلامي وايي خو په تشو دعوو اسلامي کېږي نه، بايد په عمل کې يې ثبوت کړي .
خوښ اوسې
ښايسته ګل جانه وروره
السلام عليکم ورحمة الله
دخودکش حملو ځواب په همدې مرکه کې ولوله
کور دې ودان
ښاغليه حارث جانه
السلام عليکم ورحمة الله
دتلويزيون او سي ډي په اړه پوښتنه دې همدلته په همدې مرکه کې ځواب شو ېده کتلى يې شې.
ښاد اوسې
نايب خېل صاحب
السلام عليکم ورحمة الله
تاسې ويلي چې که دجنسي غړيو په اړه دقرضاوي صاحب خبرې رانقل شوې واى ښه به وو. ګرانه ما چې شيخ قرضاوي صاحب ته څه منسوب کړي هغه کټ مټ دهغه وينا ده . ما يي پته هم درکړې په( اسلام انلاين )کې يې کتلى شې
داخو ضرور نده چې موږ دې اوس ضرور همداسې وکړو زه دا نه منم چې قرضاوي صاحب دې دعربانود کولتور دخپرولو لپاره کار وکړي او نه دا دعربانو کولتور دى ، داپه يوه سترعالم بدګوماني ده اوبد ګوماني حرامه ده .
ډېر محترم ورور عزيز ناصري صاحب
السلام عليکم ورحمة الله
وروره دې مرکې ته ناسپړلي موضوعات سرليک ما نه ، بلکې مرکه کوونکي ورکړى ، داسمه ده چې په اسلام کې ناسپړلي موضوعات نشته ( ولارطب ولايابس الا فى کتاب مبين ___اليوم اکملت لکم دينکم ) خو ښايي دهغه موخه داوي چې داسې مسائل چې تراوسه زموږ په چاپېريال کې ناويلې اونا سپړلې پاتې دي ، خوداحقيقت دى چې دنړۍ له پرمختګ سره نوي موضوعات او نوي مسائل راپيداکېږي چې نوي احکام غواړي داچې شرعي احکام تغيير خوري او که نه ،د نويو پديدوپه اړه داسلام غبرګون څه ډول دى، ما پدې اړه د (دشريعت دتورم تيوري ) ترسرليک لاندې يوه اوږده مقاله ليکلې چې څوکاله وړاندې په مجلو اواخبارو کې چاپ شوې اوس غواړم چې له نويو زياتونو سره يې دکتاب په بڼه خپور کړم .
داچې دموسيقۍ او يا له خپلې مېرمن سره دجنسي اړيکو په په اړه د قرضاوي فتوى او نظر درته له اسلام څخه سرغړونه ښکاري دابه درسره څوک ونه مني ځکه ستا او زما دپوهې کچه له قرضاوي سره هېڅ دپرتلې وړ نه ده هغه تر تا ډېر په اسلام پوه دى اوټول مسلمانان يې دمعاصر مجتهد په توګه پېژني او په خپل نظرکې يواځې هم ندى .په هردور کې يې ګڼ پلويان درلودل اواو س يې هم لري .
دمنيو دپاکۍ اوناپاکۍ په اړه دفقهاو نظر همدلته لوستلى شې .دانظر دفقهې له معتبر کتاب هدايي څخه رانقل شوى دى
که دانظريي غلطې وي مهرباني وکړه په مستندو دلايلويې رد کړه ، له دې فتوا سره يې چې په خوله کې انزال روا دى ديوحنفي مذهبي په توګه زه هم موافق نه يم خو دا دوه نور مذهبونه( شافعي مذهب او حنبلي مذهب) هم حق مذهبونه دي که ته مهرباني وکړې دانظر په مستندو دلايلو يې ردکړې نو دا خوبه لوى خدمت وي . خو ګوره چې دنړۍ ټول مسلمانان حنفي مذهبي ندي
توفيق درته غواړم .
قدرمنه وروره امين الله خان کټوازيه
السلام عليکم ورحمة الله
تاند اوسى
وروره زما دکتابونو دنه موندلو په اړه اندېښنه دې پر ځاى ده لومړى کتاب ( ښځه په اسلام کې ) له نن څخه پوره ١٣ کاله وړاندې چاپ شوى دى تقريبآً اوس بازار کې نه موندل کېږي د هغودوه نورو (کورنى ژوند اوښځه او اسلام ) لګښت دجرمني کولتوري ټولنې په ١٣٨٠ ه لمريزکال ښاغلي يون صاحب ته ورکړ او هغه چاپ هم کړل ماته به يې ترې ٢٠ جلده راکړي وي نور پوه نه شوم چې څه شول ، کله وايي انځور صاحب کره دي کله وايي ورته نه اوزګارېږم چې بازار ته يې وړاندې کړم کله …
دمنبر غږ او کورنۍ فقه دطالبانو په وروستيو کې داطلاعاتو وزارت لخوا چاپ شول لږ وېشل شوي هم وو چې نظام بدل شو بيا مو ونه ليدل ، دسباوون وږمې ما خپله ٩کله وړاندې چاپ کړ اوس هم راسره څو ټوکه شته خو دومره نه ، چې بازار ته يې وړاندې کړم ، اواسلام اوموسيقي د کتابونو يو وتلي بزنس مين چې نه غواړي نوم يې خپور شي چاپ کړ چې يواځې په خپلو دائمي مشتريانو( ګاکانو) يې پلوري او هرچاته ته يې نه ورکوي آن که زه کوم کتاب پلورنځى ورمعرفي کړم زما غوښتنه هم نه مني ،خو دهغه په وينا ، په پېښور،او کويټي او دافغانستان په ټولو لويو ښارونو کې موندل کېږي. خير داکتاب خو په بينوا سايټ کې هم لوستلى او ځاتنه کاپي کولى شې .
ياد او ښاد اوسې
منير احمد رؤفي او مسکين ورونو
السلام عليکم ورحمة الله
پوښتنه موشمسزي صاحب ته مخ ده هيله ده چې ځواب يې درکړي
کورونه مو ودان
ګرانه وروره سرتېر صاحب
السلام عليکم ورحمة الله
داستشهادي بريدونو په اړه ستا اندېښنه پرځاى او ماهم په خپل ځواب کې په پام کې نيولې ده کتلى يې شې