كه رښتيا ووايم زه تر اوسه د شعر په ختيځ او لويديز نه پوهېږم، نه مې د ښاغلي اسمعيل يون (دشعر هندسي جوړښت) او د زرين انځور (شعر څنگه وليكو) كتابونه لوستي او نه مې په دې برخه كې مسلكي زده كړه كړې ده، خو هو ځينې وخت مې يوه نيمه موزونه خبره په زړه چك ولگوي، يو نرى درد په كې پيدا كړي چې بيا همدا خوږ درد راسره تر ډېره ملگرى وي او ما ته دا احساس راكوي چې دا شعر او يا دا موزون كلام كې يو څه ځواك و. زه چې كله هم يوه نيمه پښتو لنډۍ اورم نو قوت ته يې گوته په غاښ پاتې كېږم، په وياړ سره ويلاى شم چې د لنډيو قوت او رواني دمانا او تصوير په لحاظ دومره بې سارى دى چې نه يې ايراني ادب بېلگه لري او نه هم انگليسي. دا دواړه مې ځكه ياد كړل چې ايراني شعرونه مې د محصلتوب له مهاله لوستل او انگليسي شعرونه مې په دې دوو كلونو كې گز وبر كړل او هسې پرې تېر راتېر شوم.
خبره مې د شعر كوله، يوه ورځ په ننگرهار كې يو پنځه كسيز ادبي بنډار و، چا يو څه ويل او چا بل څه، په دې كې مو له شمسزى صيب نه غوښتنه وكړه چې يو شعر ولولي، اول خو يې ځان لږ كوڼ واچاوه خو وروسته مو دې ته اړ ويست چې زموږ غوښتنه ومني.
شمسزي صيب دوه درې غزلونه سر په سر ولوستل او دا هغه غزلونه وو چې دده په لومړى مجموعه (دشپې په غېږ) كې چاپ شوي، خو ما چې كله دده شعر واورېد يو ډول نرى درد او رښتينولي په كې راته ښكاره شو، مننه مې ترې وكړه او د كتاب د چاپولو پوښتنه مې ترې وكړه، ويل يې په همدې نږدې ورځو كې يې چاپوم.
له هغه مهاله دا دى درې كاله تېر شوي او شمسزى ما په دې درېيو كلونو كې بيا نه دى ليدلى، هغه بله ورځ مې دده ويببلاگ (جانان) پرانيست چې د نوي ټولگې د چاپ خبر او شعرونه مې په كې وليدل، كه څه هم دا به دده د مجموعې ټول شعرونه نه وي ( دا مې ځكه وويل چې په ځينو ځايونو كې يوه، يوه نيم بيتي نه شته او يو ازاد شعر هم نيمگړى دى) خو دومره خوند يې راكړ چې هېڅ تصور مې نه شو كولاى او د كاروان صيب خبره چې د شمسزي په اړه يې په پيلوزي كې وكړه له اولې نه يې ددويمې ټولگې شعرونه ښه شوي او دا ديوه شاعر لپاره د وياړ ځاى دى چې ورځ په ورځ پرمختگ وكړي نه شاتگ.
دا خو د شمسزي په اړه خبرې وې، اوس به راشو دشمسزي شعر ته چې ولې مې خوښ شو او يا كومې هغه ځانگړتياوې دي چې د شمسزي شعر يې ښكلى كړى. زما په نظر يوه ښه ځانگړتيا چې د شمسزي شاعري يې لري هغه داده چې دى د خپل زړه خبرې كوي، دخپل كلي تصوير درته وړاندې كوي او د خپل چاپيريال هرې پديدې ته په خپل نظر گوري، كوم الهامي فكر چې يې په سر كې گرځي همغه شعر كوي د بېلگې په توگه كله چې لوستونكي ته د خپل ځان تصوير د خپل شعر په هنداره كې ښيي نو داسې ورته وايي:
نيمه شپه يو څوك وځي له ښاره خو هېڅ نه وايي
ونيسي له ستورو سره لاره خو هېڅ نه وايي
دلته يو مين دى هسې نورې فلسفې وايي
ټوله شاعري يې ستا لپاره خو هېڅ نه وايي
څه وكړي كمزورى دى له ژوند سره جنگ نه كېږي
ستړى دى شمسزى له خپل روزگاره خو هېڅ نه وايي.
له روزگاره خو ټول خلك ستړي دي خو زما په نظر د شمسزي يې ډېر زړه خوړين كړى، ځكه په هغه لومړني مجموعه كې يې هم په ځينو ځايونو كې له زمانې او روزگار نه ډېر شكايت كړى و، لكه:
له لوړو غرو راپريوځمه ښار ته هره ورځ
زړگى رسوم ستا د بڼو وار ته هره ورځ
راكاږي مې په خداى د زمانې مجبوريتونه
كه نه زړه رانه تښتي چې ځم ښار ته هره ورځ
د شمسزي دشاعرى يو كمال دا هم دى چې ځينې وخت د زړه خبرې په ډېرو لنډو لنډو جملو كې كوي، زما په نظر په دغسې لنډو بيتونو كې د تصويرونو او ماناييزو كلمو ځايول يو څه ستونزمن كار دى او دا د يو كامياب شاعر كار دى چې څنگه خپلې ټولې موخې په يوه لنډه نيم بيتي كې ځايوي مثلاً دې لاندې بيتونو ته وگورئ څومره ښكلي او څومره له مانا او محتوا نه مالامال دي:
خانده چې اوښكې دې له سترگو راشي
لمرينه ورځ كې مې باران خوښېږي
يوه سپوږمى په كې ملگرې لرم
ځمكې تر تا مې ډېر اسمان خوښېږي
د ماشومانو روان ستوري خوښ وي
خو زما خوځنده انسان خوښېږي
نه پوهېږم چې دا به هسې زما حدس وي او كه شمسزى به هم راسره پرې موافق شي چې دى لكه چې له يارانو يو څه گيله من دى ځكه خو يې په خپله شاعرى كې دوه درې ځايه دې خبرې ته اشاره كړې ده نه پوهېږم چې څنگه يې ځان ته د اغزي او ملگرو ته د گلونو خطاب كړى دى:
موږ څو ياران همدې يوه خاوره كې وغوړېدو
خو څوك گلاب شول، څوك نرگس، منځ كې اغزى شومه زه
او يا هم د يارانې په نامه شعر كې چې وايي:
چا چې ساتلم د ملگرو له پرې نه لرې
هغه اوس ځان ساتي زما له يارانې نه لرې
د شمسزي په شعرونو ډېرې خبرې كېدلاى شي او ډېر څه په كې شته خو زه هم د ښاغلي شمسزي په څېر د زمانې د محدوديتونو په دايره كې را ايسار يم او بختوره ورځ مې همغه وي چې له يوه ملگري سره د انټرنټ له لارې خبرې وكړم ، يا د چا د كتاب يو څو پاڼې ولولم او يا هم كومه كرښه په خپله خوږه مورنى ژبه وليكم، په پاى كې د شمسزى په دې عاطفي، مينه ناك او ښكلي بيت د خپلې ليكنې لمنه رانغاړم چې وايي:
ستا د ښايست قدر به ياره دومره بس وي كه نه
چې ستا د هر ظلم بدل كې تاته وخاندمه
نجيب الله الكوزى
انگلستان/۲۸/۰۷/۲۰۰۷