فکر وکړی، یو بانک لری چې هره ورځ په کې ۸۶۴۰۰ روپۍ ستاسې په حساب کې زیاتېږي او د شپې تر پای پورې وخت لری چې دغه ټولې روپۍ ولګوی، د حساب تر پای پورې بانک په خپله تشېږی، په دغه وخت کې تاسې څه کوی؟
البته هڅه به کوی چې اخري روپۍ هم مصرف کړی.
موږ هر یو همدغسې یو بانک لرو، هو د زمانې بانک.
هر سهار ستاسې د زمانې په بانک کې ۸۶۴۰۰ ثانیې اعتبار غورځول کېږي و دشپې په پای کې دا اعتبار په خپله خلاصېږي، یوه ثانیه یې هم بېرته نه ګرځي او له دغه حسابه هېڅ هم د سبا حساب ته نه پاتې کېږي.
تاسې پوهېږی!
دیوه کال په ارزښت هغه محصل پوهېږي چې یو کال ناکام یا پاتې شوی وي.
د یوې میاشتې ارزښت هغه مور پېژني چې تر ټاکلې مودې یې یوه میاشت مخکې اولاد زیږولی وي.
دیوې اوونۍ په قدر هغه مدیر پوهېږي چې یوه اوونۍ یې اوونیزه وځنډیږي.
همداسې ورځې او شېبې، نو راځی چې د ژوند له یوې یوې ثانیې نه خوند واخلو، څوک چې دیوې ثانیې په ارزښت نه پوهېږي هغه ته زر کلونه هم قدر نه لري.
05.04.2007
- janan
کله چې لمر وځلېد، د زړې جونګړې د پنجرې تر شا شمعې ته یې پام شو چې د ژوند لږې شېبې یې پاتې وې.لمر ورته په خندنۍ لهجه وویل:پرون شپه دې د چا لپاره ځان قربان کړ؟شمعې وویل: ځان مې قربان کړ چې (هغه) د شپې په تیاره کې زړه تنګ نه کړي.لمر: دهماغه پتنګ لپاره چې زما په ځلېدو یې ته پرېښودې او ولاړ.شمع: یو عاشق دخپلې معشوقې د خوښۍ لپاره هر څه کوي خو دهېڅ کار تمه او توقعه ترې نه لري ځکه چې د معشوق خوښي خپله خوښي ګڼي.لمر په تمسخر وویل: های های فدایي عاشقه، که چېرې ته...
09.04.2007
- janan
ځو ورڅې دمخه په یو مجلس کې ناست وم، دوو صوفیانو په خپل منځ کې د معجزې او کرامت په اړه بحث پیل کړ، بحث په دې خبره پیل شو چې څینې وخت یو شمېر خلک خارق العاده کارونه کوي ولې ددوی کار ته معجزه او یا هم کرامت نه ویل کېږي، نو یوه تن صوفي ددې لپاره چې قناعت ورکړي خپلې خبرې داسې پیل کړې:
الله تعالی په خپلو پیغمبرانو کې داسې خارق العاده نښې پیدا کړې وې چې نور خلک به یې په لیدلو حیران او عاجز شول، دغه ډول کارونو ته چې دپیغمبرانو نه ښکاره کېدل معجزه ویل کېږي څکه غیر ممکن کار به یې ممکن کړ او ټول...