پوښتنه: اسلام چې د تورې په زور خپور شويدى نو څنګه ورته د امن دين وييلائ شو ؟
ځواب: ډيرى نامسلمان داسې نيوکې لري چې که اسلام د تورې په زور خپور شوى نه وای نو په ميليونونو پيروان به يې نه درلودل. لاندې ټکي به دا جوته کړي چې اسلام د تورې په زور نه بلکې د ريښتينولۍ او منطقيت له مخې په تيزۍ سره خپورشويدى.
الف ) اسلام مانا آمن او سلامتي؟
آسلام له سلام څخه اخستل شويدى او سلام امن ته وايي. او هم اسلام د الله تعالې په وړاندې د خپلې رضا ايښودنې ته وايي. نو اسلام د امن دين دی چې د خپلې رضا د الله د رضا د ګرځونې سره لاس ته راځي.
ب) ایا د امن د ساتلو لپاره بايد کله کله د زور څخه هم کار واخستل شي؟
په دې نړۍ کې هر يو انسان د امن د ساتنې پلوي نه دى. ډير داسې وګړي شته چې د خپلو غوښتنو لپاره امن له منځه وړي نو ځکه بايد کله نا کله د امن د ساتنې لپاره زور وکارول شي. مونږ په خپلو هيوادونو کې پوليس لرو چې د جرم کوونکو او نا امنيو منځته راوړونکو پر وړاندې له زور څخه کار اخلي ترڅو په هيواد کې امن راولي. آسلام آمن خوروي او خپلو پيروانو ته د ظلم په وړاندې د جهاد حکم کوي. او د ظلم په وړاندې حنګ کې شايد ځينې وخت زور هم وکارول شي. په اسلام کې زور يوازې او يوازې د آمن او انصاف د پلي کولو لپاره کاريدلى شي.
ج ) مسلمانانو پر هسپانيا ٨٠٠ کاله حکومت کړيدى:
مسلمانانو پر هسپانيا ٨٠٠ کاله حکومت وکړ خو څوک يې کله هم د تورې په زور اسلام ته را وا نه ړول. خو کله چې عيسويانو هسپانيا لاندې کړه مسلمانان يې له منځه يوړل او په ټوله هسپانيا کې چا اذان نه شو کولای.
د) ١٤ ميليونه عرب اوس هم عيسويان دي.
مسلمانانو پر عربو ١٤٠٠ کاله حکومت وکړ او څو څو کاله ور باندې انګريزانو او فرانسويانو هم حکومت کړيدى. تر ننه پورې ١٤ ميليونه عيسويان په عربو کې موجود دي. که جيرې مسلمانانو له زور څخه کار اخستى وای نو نن به په ټول عرب کې يوعرب هم عیسوی نه وای پاتې شوى.
ه) په هندوستان کې له ٨٠% فيصدو زيات خلک نا مسلمان دي:
مسلمانانو پر هندوستان تقريبا ١٠٠٠ کاله حکومت کړيدى. مسلمانانو سره دا زور و چې هر يو نامسلمان يې په زوره اسلام ته را اړولى واى. د هندوستان له ٨٠ فيصده زيات وګړي نا مسلمان دي او ټول نن ددې ګواه دي چې اسلام په زوره نه دى خپور شوى.
و) ماليزيا او انډونيزيا
انډونيزيا د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه اسلامي هيواد دى. اواکثره وګړي يې مسلمانان دي. ويلاى شئ چې کوم اسلامي فوځ ماليزيا او انډونيزيا ته تللى دى؟
ذ) د افريقا ختيځ ساحل:
همدارنګه اسلام د افريقا په ختيځ ساحل کې ډير په تيزۍ سره خپورشوى دى. څوک ويلاى شې چې کوم اسلامي فوځ هلته تللى؟
ح) په اسلام کې زور زياتى نشته.
د اسلام د خپررولو لپاره مسلمانانو کومه توره کارولې ده؟ که چيرې مسلمانانو سره دا توره هم وا ى نود اسلام د خپرولو لپاره به يې نه واى کارولې ځکه چې قران کريم په لاندې آياتونوکې فرمايي: په اسلام کې زور نشته( لا اکراه في دين...... سورۀ بقره ٢٥٦ آيات)
ط) د کال ١٩٣٤ څخه تر کال ١٩٨٤ پورې د نړۍ د مذهبونو په پيروانو کې زياتوالى
په ١٩٨٦ کال کې په Reader Digest ‘ Almanac’ په ګڼه کې په نيمه پيړۍ ( ١٩٣٤ – ١٩٨٤ ) کې د نړۍ د مذهبونود پيروانو د زياتوالي په هکله يوه مقاله خوره شوه. چې نوموړې مقاله وروسته په Plain Truth نامې مجله کې هم خپره شوه. دې مقالې په ډاګه کړې وه چې په دې نيمه پيړى کې د اسلام پيروانو ٢٣٥% او دعيسويت پيروانو يوازې ٤٧ % زياتوالى موندلى و. اوس څوک ويلاى شي چې په نوموړې پيړۍ کې کومه داسې لويه جګړه منځته راغلې وه چې ميليونونه وګړي يې دې ته مجبور کړل چې اسلام قبول کړي؟
ي ) آسلام په امريکا او اروپا کې تر ټولو مذهبونوپه بيړه خپريږي:
نن په امريکا او اروپا کې تر ټولو په بيړه خپريدونکی دين اسلام دى. په لويديځ کې د دومره ګڼ شمير نا مسلمانو اسلام قبلونې تر شا د کومې تورې زور دى؟
س) ډاکټر جوزف ادم پيرسن.
ډاکټر جوزف چې عيسويت ته د رابللو ادارې( Christ Evangelical Bible Institute) ريئس دى وايي هغه څوک چې له دې ويريږي چې اتومي وسله به يوه ورځ د عربو لاس ته ولويږي بايد په دې وپوهيږي چې اسلامي بم هغه ورځ راپريوت چې حضرت محمد دې نړۍ ته راغی.