ګرانو لوستونکو!
د هندوستان مشهور عالم ډاکټر ذاکر نایک دمسلمانانو او د نورو مذهبونو عالمانو، ساينس پوهانو، اود نورو شعبو سره تړاو لرونکو پوښتنو ته په نقلي او عقلي دلايلو سره ډېر په زړه پورې ځوابونه ورکړي، ما لازمه وګڼله چې ستاسې د اسلامي معلوماتو د زیاتوالي او د جانان وییبلاګ د لا ښکلا په خاطر دغه مناظرې له انګريزي څخه پښتو ژبې ته وژباړم او په راتلونکي کې يې د جانان وییبلاګ کې خوندي کړم، هیله ده تاسې ته هم په زړه پوري وي.
په درنښت
محب الله اسرار
15.01.2007
- janan
کابل- دافغان ادبي بهير د غونډې یوه څنډه له ښي خوا عزت الله شمسزی، نورالحبيب نثار او مصطفی سالک
...
29.01.2007
- janan
پوښتنه:
ولې اکثره مسلمانان بنسټ پال او تروريستان دي؟
ځواب:
د نړيوالو چارو يا مذهبي بحثونو په دوران کې اکثره په مستقيم يا غير مستقيم ډول دا پوښتنه مسلمانانو ته راجع کيږي. او دا سې غلط معلومات په هر ډول ميډيا کې د مسلمانانو او اسلام خلاف خوريږي. د مثال په ډول د امريکا اسلام ضد ميډيا د منځني ختيځ هيوادونه د اکلوهوما په بمي چاودنه کې په لاس درلودلو تورنول . وروسته دا جوته شوه چې دا پيښه د امريکې د مصلح فوځونو يو سرتيري ت...