@ سلامونه کاروان صيب
@ وخت لرې چې نن د جانان ويببلاګ سره يوه مرکه وکړې؟
☺ عليکم السلام، ښه جانانه که داسې لنډ سوالونه کوې نو همدا اوس تيار يم ښه.
@ ښه له دې به يې پيل کړو چې د چنار خبرې کوي مجموعه دې ډېره مشهوره شوه او په لږ وخت کې يې څو جايزې وګټلې راز يې په څه کې و؟
☺ څه به وايم قربان له خلکو چې چنار خبرې کوي يې خوښ دی، والله حيران دې کړم چې څه ووايم چې ديو هنري اثر قيمت يا هنري ارزښت په جايزو پورې نه دی تړلی، يو هنري اثر هغه دی چې د ډېر عالي ذوق والا خلکو ذوق تسکين کړي او اثر دې د ژوند په اوږدو کې مړ نه شي، ځينې اثار وي چې په خپل عمراني دوران کې ښه وځلېږي خو ورو ورو پسې مړ شي خدای دې وکړي چې چنار خبرې کوي مړ نه شي ځکه نو شاعر غريب به بې له شعري هنر نه بله څه سرمايه ولري.
@ دغه چنار خبرې کوي څه مانا ډېر خلک حيران دي؟
☺ نه پوهېږم خو زه چې ماشوم وم زموږ د کلي د ويالې او ګودر په غاړه يو لوي چنار ولاړ و چې څو سوه کلن به و، د چنار ترڅنګ يو وړوکی جومات دی چې چت نه لري ددې چنار لاندې مې د مکتب لومړنی ټولګی ويلی دی، موږ به چې سبق ويلو نو په چنار کې به مرغان هم ناست وو او يو شور به يې کاوه، ترڅنګ يې وياله بهېده اود ماشومانو شاګردانو شور دا ټول مې په ذهن کې تر اوسه روانې دي او بل ما چې د کاروان تخلص ځان ته غوره کړ نو د همدې چنار په ډډ مې وليکه چې کاروان. بيا حالات بدل شول زموږ د کلي پر لوی ډنډ باندې روسي الوتکو بمبارد وکړ دا چنار بېخي ډېر زخمي او مات رامات شو، لنډه دا چې چنار لکه ماشومتوب زما په روح کې روان دی ځکه مې چنارخبر ې کوي نوم دې کتاب لپاره وټاکه.
@ خو کاروان صيب تا په چنار خبرې کوي کې ليکلي چې :
چوپ شمه که ووايم چې دنګه ياره تا ښيم
خلک راته وايي چې کاروانه چنار څه مانا؟
دا بيت ستا اوسنۍ خبره نه نفي کوي؟
☺ ښه خو داسې خبره ده چې دې چنار کې نو بيا ډېرې خبرې راشنې کېږي، سمه ده ستا خبره. دا چنار چې ماته خپل ماشومتوب رايادوي نو د ژوند څه نورې شېبې هم رايادوي او اوس هم دا چنار ژوندی دی او هغه ماتې څانګې چې الوتکو وژلې وې بېرته را شنې شوې دي،چنار زما دماشومتوب د دردونو او د ځوانۍ د مستۍ لپاره هم يو سمبول کېدای شي دا چنار د سوې لوی وطن او تر هغه وړاندې د ودان وطن د تازه وطن د شنه وطن څو انځورونه هم په خپلو څانګو کې لري خو خدای دې وکړي چې ما ښه انځور کړې وي.
@ ښه دلته ستاسو په خبرو کې ماته بله پوښتنه پيدا شوه تا وويل چې ما د چنار په ډډ خپل تخلص کاروان وليکه، کاروان خو شپږ توري دي خو تا په چنار خبرې کوي کې ويلي چې اووه توري مې په شمار وليکل دادې کوم بل نوم ليکلی او که خپل؟
☺ نو دا مې يو ډېر محبوب دوست ياد کړی دی ښه، ها بله واوره يو دوست مې انلاين دی ما ورته وويل چې د جانان پاڼې دوست مې په چنار کې راسره نښتی دی څه ورته ووايم، هغه انلاين دوست مې وايي چې ورته ووايه چنار زما د تنهايۍ د شېبو ملګری دی او دا خبره مې ډېره خوښه شوه نو ځکه يې درته ليکم شمسزی صيب.
@ ډېر عالي
@ کاروان صيب تا چې کله د ښاپېرو ورغوی چاپ کړ، بيا يوې درنې پښتنې شاعرې دملګري کاروان په نوم يو شعر کې وليکل چې :
په کې يو پاڼه د ګلاب نه شته
ددې کتاب دې انتساب نه شته
د ژوند لمن دې له دشتو ډکه ده
ولې؟ تړون دې د کتاب نه شته
نظم دې لا فن ته ښکلا بښلې
دې کې د هر غزل جواب نه شته
ته څه وايې چې د هر غزل ځواب په کې شته او که نه؟
☺ ښه! هو، کېدای شي نو شاعران خو داسې دي لکه ماشومان او د شعر جانان هم داسې يو عجيب ماشومانه او جانانه جانان دی چې ځينې شاعران يو او بل ته په ډېر اخلاص خبرې کوي نه پوهېږم. خو کومه شاعره چې ته يادوې هغه په ښځينه شاعرانو او په پښتو شاعرۍ کې يو ښکلی نوم دی او زه يې شعر ته عقيدت لرم، خدای دې يې په عزت لري.
@ ښه دا راته ووايی چې په شعر کې د کستير ګلونه د څه شي په علامت کاروی لکه:
د کستير ګلونه ګورم.....
☺ هو ګوره که نه خو بيا دې خبرې ته راغلې، کستير ديو ګل نوم هم دی او په پښتنو کې د يو روحاني شخصيت نوم هم دی چې خوشحال بابا هم ورته عقيدت درلود.
@ ښه دې ته راڅو چې د ښاپيرۍ ورغوي ولې د چنار خبرې کوي ځای ونه نيو؟
☺ خو جانانه د هر شعر د هر کتاب خپل ځای وي ما ته خو که تر چنارخبرې کوي د ښاپېرۍ ورغوی ښه نه وي ښکارېدلی بد هم راته نه دی ښکارېدلی خو خير زما خبره دومره مهمه نه ده ځکه خپل عيب د ولو منځ وي خو يو وخت پسرلي صيب د ښاپېرۍ ورغوی لوستی و په همغه شپه يې دې کتاب ته د لمر کجاوې په نامه شعر ليکلی و چې اوس يې د خپلو شعرونو کتاب هم په همدې نامه کړی دی. بله دا چې يو ډېر د لوړ ذوق لرونکي ملګري مې چنارخبرې کوي کتاب دومره ښه نه و بللی لکه د ښاپېرو ورغوی يې چې بللی و، ولې هسې دې لوستونکو کې يو لېونتوب وي او زه خپله هم دلېونتوب تر سرحده يو لوستونکی يم ما د ډېرو شاعرانو په باب اورېدلي مثلا په دروېش پسې وايي چې پخواني شعرونه يې تر اوسني ښه دي، سايل پسې وايي د وير په چم کې وار د نغمو دی تر اوسنيو ډېره ښه ده، په شاه سعود پسې هم وايي چې درې ګوټيزه دايرې يې تر دې نورو ښه ده، خو زه وايم چې داسې نه ده، هو کېدای شي ځينې شعرونه په پخوانيو کې ښه وي ځينې په اوسنيو کې دا نو د شاعرانو حالات دي چې کوم وخت سړي ته ښه او ښکلی وار په برخه کېږي.
@ کاروان صيب اوسني شاعران په شعر کې د مينې له اظهار نه هم ډارېږي، حال دا چې ستر پښتون خوشحال بابا په ښکاره نارې وهي چې خوله يې راکړه دا ولې؟
☺ وای وروره، مينه له ادمه تر دې دمه روانه ده او روانه به وي څو دا دنيا ودانه وي دا مينه به په مختلفو شعرونو او نورو هنرونو کې اوړي را اوړي، پاتې شوه د ډار خبره مينه کې خوږ درد هم شته او سرور هم. خوشحال بابا که په يو نيم شعر کې دمينې نه د نه ډار خبرې کړې وي د مينې له درده يې ژړلي هم دي په ډار په ژړا پسې مه ګرځه په دې پسې ګرځه چې کومې موضوع کوم شعر شعر کړی دی او څومره ښه يې شعر کړی دی او انداز يې څومره هنري دی، ژړا خو چنګيز هم کړې ده چې د کاڼي زړه يې و، وايي ټول عمر يې نه و ژړلي کله يې چې کوم لمسی په غزني کې ووژل شو او دی خبر شو نو ويي ژړل.
@ ښه چې د موضوع خبره ده يوه بله پوښتنه به وکړم.
☺ وايه کنه جانانه په سترګو، خو ګوره والله د ډوډۍ وخت شو هغه د حمزه بابا خبره چې ټکانه ګرمه شوه.
@ ښه دا پوښتنه ځواب کړه بيا زه هم ډوډۍ ته ځم
تاسې کله کله داسې ساندي هم ليکلي:
امريکې بېګا يو دنګ سړی وژلی
دې ظالمې يو ملنګ سړی وژلی
پوښتنه داده که چېرې امريکه له ونې ټيټ سړی ووژني او يا کوم پاچا ووژني نو بيا ظالمه نه ده او يا يې د مور شېدې شه؟
☺ اه ، نه جانانه داسې نه ده د انسان د مرګ درد يو لوی درد دی دا که له ونې ټيټ وي که دنګ او که ميانه، زما مطلب له دې شعر نه دادی چې يو وخت امريکا غږ راډيو وويل چې بېګاه د امريکايانو يوې بې پيلوټه الوتکې په پکتيا کې يو دنګ سړی وواژه او دوی په دې نيت دا سړی وواژه چې فکر يې کاوه اسامه بن لادن دی او اسامه هم له ونې دنګ دی، او ګوره جانانه دا دنګ والی يو بل شاعرانه اړخ هم لري، په دې دنګ کلمه کې نورې ماناوې هم پيدا کېدای شي.
@ ښه بيا دې دنګه کلمه راياده کړه دا کلمه ستاسې په شعر کې ډېره ده لکه:
پېښور د جوماتونو وطن بويه
دنګې دنګې منارې يې ستا په شان
او يا دا چې
هغه د ژوند په شانې دنګه جينۍ
هغه په سپين کې غنم رنګه جينۍ
اوس يې ها سور سالو لمبه نه وهي
اوس په پستو ګوتو چمبه نه وهي
دا مو لکه چې ډېره خوښېږي که څنګه؟
☺ هو! والله دنګه کلمه مې ډېره خوښېږي دا نه پوهېږم ولې هغه کوم چنار چې ما يې ترڅنګ لاندې الفبا ويلی هغه هم ډېر دنګ دی.
@ کاروان صيب کره کتونکي وايي چې ستا په شعر کې خيال ډېر غالب دی دا خبره څومره منې؟
☺ وايي به چې دوی وايي، زه به څه په کې وايم زه په خپلو شعرونو دومره نه پوهېږم خو دومره ويلی شم چې د شاعرۍ اصلي خمير خيال دی چې دوی ورته خيال وايې او بيا دا نورې خوبۍ دي چې څنګه پيغام په شعر کې هنري شي، زه فکر کوم چې د شعر ټول توکي د خيال محتاج دي د هر هنر لپاره تخيل يو ضروري شی دی.
@ کله کله چې شاعران پرمختګ نه شي کولای نو شعر ليکل بس کړي که داسې ورځ راشي نو ته به شعر ليکل بس کړې او که نه؟
☺ جانانه شعر ليکل هېڅوک هم نه بس کوي مګر که شعر شاعر ته نور نه راځي نو په زور خو شعر ليکل يا هر بل هنر هنري کېدای نه شي، شعر خو يوه تنده ده که سړی تږی نه وي اوبه به په زور وڅښي خو خوند او کيف به ترې وانخلي.
@ کاروان صيب په اوسنيو شاعرانو کې مو چاته د اميد سترګې دي؟
☺ والله ډېر کسان دي چې نومونه به يې رانه ګډوډ شي.
@ خو تاسې ته د چا شعر خوند درکوي؟
☺ کله کله داسې وي چې په خپل وخت کې که يو ښه شعر ښه هم وي پته نه لګي چې دا به څومره ژوند وکړي دا لفظونه نه دې دا هم روح لري د ځينو خلکو په لفظونو او تصويرونو کې ژوند لږ وي د چا ډېر وي نو ګورو به چې کوم شعرونه راتلونکي زمانې ته په بري او ښکلا ځان رسوي.
ځينې شعرونه مې ديوه خوښ دي ځينې د بل، زه عجيبه يم له ډېر ساده شعره هم کله کله خوند اخلم او د دوستانو له خبرو هم کله کله د شعر غوندې خوند اخلم دې مهاجرت کې مې ځينې دوستان وو شاعرانه شب نشينۍ به مو کولې باور وکړه د ډېرو عادي خبرو به ماته د شعر غوندې خوند راکولو دا ځکه چې لطف او خلوص به په کې و.
@ اوه، ژوند دې راته راياد کړتاسې وايی هغه د ژوند په شانې دنګه جينۍ ژوند دنګ وي او که اوږد؟
☺والله ژوند خو په دې عادي خبرو کې اوږدېږي خو په شعر کې دنګ کېدای هم شي دا نو بيا شاعرانه ژبه ده چې لږ يا ډېر له عادي ژبې سره توپير لري. ابن سينا ته چا وويل چې دا ناز مه کوه چې اوږد عمر به ونه کړې هغه ورته وويل چې زه اوږد عمر نه غواړم زه غواړم سورور ژوند ولرم.
يو ډول کاغ دی وايي چې ډېر عمر کوي زموږ د کلي زړو ښځو به دعا کې ويل چې عمر دې ډېر شه، دا نو اوږد عمر دی خو د پتنګ عمر ډېر لنډ دی دا چې په اور کې په ګډه ځان سوزوي نو بيا دنګ عمر ورته ويلای شو.
@ اوسنی پښتو شعري بهير څنګه ارزوﺉ؟
☺ښکلی دی ډېر ښکلی دی خدای دې يې تر دې هم ښکلی کړي.
@ سياسي بهير کې هم کله ګډ شوي ياست؟
☺حيران دې کړم څه ووايم، کله کله حالات سړی مجبور کړي خو داسې منظم نه يم په کې ګډ شوی هغه د خوشحال بابا خبره چې هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نه، خو په سياسي تنظيمونو کې نه ګډون دا مانا نه لري چې سياست يوازې تنظيموالو ته ور پرېږدو، د باطل پر وړاندې د حق ويل چې په هر انداز او هره ژبه وي نو دا هم يو په حقه سياست بللی شو. هر هنرمند چې په ټولنه کې ژوند کوي په انسان دردېږي دا ډول سياست به کوي.
@ کاروان صيب شخصي پوښتنې درنه وکړم که نه زه نه پوهېږم؟
☺ شخصي پوښتنې څه کوې ياره، که دا وايې چې د کوم ځای يې پلار دې څه نومېږي دا خو به درته ووايم
@ نه زه دا پوښتنه کوم چې کله مين شوی يې که نه، خو دا ځواب نه غواړم چې هو مور، پلار او هېواد سره مې مينه کړې ده؟
☺ مينه خو د کايناتو په ذره ذره کې نغښتې ده انسان له انس نه اخیستل شوې کلمه ده، مين خو هر انسان دی خو څوک څومره او څوک څومره.
@ کاروان صيب د جانان لوستونکي به په کنايو پوی نه شي
☺ د هر چا د روح په بنګله کې يو معشوق اوسېږي څوک يې په لږ يا ډېره پيمانه پيدا کړي څوک نه، بس مينه به کوو خو خدای دې وکړي چې حقيقي مينه مو په نصيب شي.
@ زه به په پای کې يوه خاطره در ياده کړم که ته پرې لږه رڼا واچوې، وايي کله چې مو چنار خبرې کوي چاپ کړ، چا درته مخامخ ويلي وو او يا يې ليکلي وو چې ته خبرې کوه يانې چنار دې خبرې نه کوي ته غږېږه دا څنګه خبره وه؟
☺ رانه هېر دي، خو دومره يې راته ويلي وو چې په ټوکو و او که په رښتيا چې چنار خبرې کوي ښه شاعري نه ده بيا ما يو شعر وليکه چې يو شاعر وژنمه يو قتل کوم. نو دا شعر يو شاعر وژنمه يو قتل کوم شعر مې چې د چا ټوکې يا خبرې په بدل کې ليکلی و هغه انسان ته مې دا شعر ووايه په سترګوکې يې اوښکې راغلې.
@ کاروان صيب په دومره وړه خبره مو قتل کاوه، هاهاهاهاهاها..
☺ هاهاهاها... خو بيا مې قتل نه کړو نثار صيب راته ويلي وو چې احساساتو کې به داسې پرېکړې نه کوې، د شعر په پای کې مې ناڅاپي هغه انسان سترګو ته ودرېده چې دا خبره يې کړې وه هو نو شاعر بيا له قتل بچ شو.
@ څومره ښه
☺ مننه
@ ښه که دا هم راته ووايی چې تنهايي مو ولې خوښېږي؟
تنهايي مې خوښه ده په ماشومتوب کې مې لاخوښه وه په کلي کې به مېلې وې اتڼونه به وو زه به د افسانوي ښاپېريو کتابونو ته ناست وم له لرې به د ډول غږ راته خو ما به په تنهايۍ کې داسې انګېرل چې ښاپېرۍ راته ګډېږي نو ځکه تر ننه په تنهايۍ مين يم خو داسې هم نه ده چې ددوستانو په غم او خوشحالۍ کې ونډه نه اخلم، نه دا بېخي پر ځان واجب ګڼم چې له دوستانو سره کېنم الهام ترې واخلم، څه ترې زده کړم.
@ ښه د جانان لوستونکو ته نور څه ويل غواړې؟
☺ د اوس لپاره به همدومره بس وي، ځکه سبا خوست ته ځم وايي چې لارې له واورو ډکې دي دعا کوه
@ بس دعا هم کوم او اختر مبارکي هم درته وايم
☺ زه هم د لوی اختر مبارکي تا او د جانان لوستونکو ته وايم
@ کاروان صيب مننه چې وخت دې د مرکې لپاره راکړ او بختور يم چې له تا سره مې مرکه وشوه او ډېرې هغه پوښتنې چې زما په زړه کې وې مطرح شوې.
☺ وخت خو تا راکړ چې زما لېوني خبرې دې واورېدې او دا ګډې وډې به بیا سره ترتيبوې او بختور زه يم چې زما د زړه بار دې سپک کړ.
@ نور دې په لوی الله سپارم
☺الله حافظ