☺ سلامونه
☺وخت درسره شته؟
µ هو کی سر
☺يو څو پوښتنې مې درڅخه کولې
µلس خو وکړه
☺تاسې شمسزی څومره پيژنئ؟
µپوره يې پېژنم
µهاهاهاهاها
☺لږ يې ماته هم راپيژنئ بده به نه وي
µيو منټ صبر وکړه لږ کار پیدا شو
☺سمه ده
µبس يو منځلاری مسلمان، ساده بې تکلفه، ژوند د انسانانو په څېر کوي او شاعري يې خوښېږي نور يې که په اړه څه ووايم نو هغه د سپايي خپله ځان ستايي متل ته به برابر شم.
☺شاعري خوښوي او که خپله شاعر هم دی؟
µبس شاعري خو یې دومره خوښېږي چې کله د ټاګور په څېر وایي چې خپل ژوند دیوې شپیلۍ په څېر ساده او سم کړي چې یوازې د سندرو او موسیقۍ ساه په کې وچلېږي او بس.
☺یانې شاعر هم دی؟
µ په همدې مينه کې خپلې تجربې هم د شعر په نامه ليکي خو نه پوهېږم چې چا به تر اوسه په شعر قبول کړي وي او که نه.
☺يوازی شاعري کوي او که نثر هم ليکي او تر اوسه کومه ځانګړې ټولګه د شعر او يا هم نثر لري؟
µنثر يې دومره نه دی چې د ښاغلي نورالحبيب نثار له کره کتنې ووځي خو د شعر يوه ټولګه يې ((دشپې په غېږ کې)) په نامه راوتې ده چې له نېکه مرغه ښاغلي نورالحبيب نثار تر اوسه نه ده لوستې چې څه پرې ولیکي، د میډیا، داستانونه او نقدونو په نامه کتابونه یې ترجمه کړي، د طنزونو او لنډو کیسو یوه مجموعه هم لري چې تر اوسه نه دي چاپ شوي.
☺نو داسې مالوميږي چې شسمزی صاحب خپله شاعري له شاعرانو پټه ساتي، ولې په خپلې شاعرۍ دومره بې باوره دی؟
µياره هغه څه ته چې دی شعر وایي هغه ډېر کم دي او کم خلک يې ليکي، دی يې چې په خپله هم ليکي نو د خوښې شعر ايله په دوو دریيو مياشتو کې يو وليکي
☺تاسې د شسمزي هنر څنګه ارزوئ؟
µ سخته پوښتنه ده.ارزول خو نور خلک کوي په خپله هېڅ انسان ځان نه شي ارزولای ځکه وايی خپل عيب د ولو منځ دی انسانان هميشه خپل عيبونه نه شي ليدلای نو چې خپل عيب ونه ګوري ارزول خو بيا اسان کار نه دی چې د ځان په اړه پرېکړه وکړي.
☺ما له تاسې څخه د شسمزي د هنر په اړه پوښتنه کړې ده
µ ما درته وویل چې دخپل هنر نندارتون ته د ننوتو او بیا هلته د ښه او بد د بېلولو له حقه محروم دی.
☺ښه دا راته ووايه چې د شسمزي آيډيل شخصيت د ژوند په ټولو امورو کې څوک کيدای شي؟
µشمسزی د ژوند د هرې برخې لپاره بېل بېل ايډيالونه لري، د ټولو چارو په اړه انتخاب به لږ سخت وي، که ديو سړي سياسي فکر يې خوښېږي نو ټولنیزه خوا یې نه خوښوي، که یې اخلاق خوښېږي اعمال یې نه خوښېږي، له بده مرغه چې زمااوسني ایډیالونه د ګلابو بوټي دي چې اغزي هم لري خو زما یې اغزي نه خوښېږي زه یې یوازې ګلاب د ځان د ښایسته کولو او خوشبویه کولو لپاره خوښوم.
☺شمسزی په کلاسيک شعر کې له چانه او په اوسمهالي شعر کې له چا نه متاثر دی؟
µکه رښتيا درته ووايم هڅه کوي چې خپلې تجربې شعر کړي، په کلاسيک کې یې د رحمان بابا او خوشحال بابا شعرونه خوښېږي او په اوسمهالو کې د سيدشاه سعود، ځکه هغه يوه ځانګړې لار لري.
☺واقيعاً شا سعود د ځانګړی لار شاعر دی زه يې هم شعرونه خوښوم
µ سید شاه سعود ښه کمال لري، هغه نه د اردو شاعرۍ تر تاثير لاندې دی او نه د فارسي نن سبا چې څوک هغه د چا خبره ياد خلک دي زياتره همدا چلونه کوي نورو ژبو نه تقلید کوي، دغه کار خدای بښلي اسحق ننګیال هم نه کاوه، انځورونه یې ټول کلیوالي وو، مګر اوس فقط داسې هنر پیدا کړه چې وکولای شې د تقلید یوه کامیابه او ځانګړې لار پیدا کړې.
☺دا درسره زه هم منم ښه دا راته ووايه چې تر اوسه شسمزي په کومو فرهنګي موسسو کې کار کړی او اوس په کوم ځای کې مصروفيت لري؟
µ خبره داده عابد صيبب چې ژوند کوې نو کار به هم کوې ژوند بې له کاره نه کېږي نور نو چې چېرته يې يوه مړۍ روزي وي ټولوي يې د کارونو لړۍ يې د هيلې مجلې له دفتر نه ونيسه تر دې دمه، خو کوښښ کوي چې د شرق او غرب پرله پسې طوفانونه یې بې پردې نه کړي او ملي افغاني غرور یې هم ټیټ نه شي.
☺ شمسزی د خپل ورځيني ژوند څخه څومره مطمين دی؟
µد پرون غم خو يې پرون ښخ کړی ځکه چې ډېرې بېکاره ورځې پرې تېرې شوي چې اوس د هغه ضایع شوي وخت ارمان کوي، مګر بیا هم په دې ځان ته ډاډ ورکوي چې ځه هغه بېکاره لمحې هم د څښتن په اختیار کې وې ځکه خو غم پرې نه دی په کار.
نن ته ځکه خوشحاله دی چې د څښتن تعالی په رنګینه دنیا کې د ورځې له ښکلیو رنګونو نه خوند اخلي او د شپې له مخې د تیارو په غېږه کې پټیږي
سبا یې دخدای رضا ته سپارلې چې دعمر ګلونه یې مړاوي کړي تر هغې چې ورژیږي.
☺له کورني ژوند څخه څومره خوښ دی؟
µپه کورني ژوند کې لکه عابد صيب غوندې پاچا دی، هر یو یې په خپل زړه پورې نیسي، غم او ښادي یې د کورنۍ له هر یوه تن سره شریکه ده.
☺څوک ورته ډېر ګران دي؟
µمور یې، چې بې تمې، بې قید او شرطه مینه یې ورکړې اورکوي یې.
☺ښه رښتیا مینه دې یاده کړه، شسمسزي واده کړی دی که کړی يې وي نو په مينه يې کړی دی او که خپل قسمت ته يې د غاړه ايښې ده؟
µمینې خو یې په زړه سم سیوری غورځولی هېڅ یو کار بې له مینې نه شي کولای نو وګڼه چې واده یې هم په مینه کړې.
☺بس نوش جان دې شي خدای دې يې تل خوشحاله لري. ښه دا راته ووايه چې شمسزی څو بچيان لري؟
کاوون، میوند او جانان یې زامن، خاطره یې لورکۍ
☺ما شاه الله
µد وروستي زوی نوم يې جانان دی چې دا ويبلاګ يې هم د همغه په نامه جوړ دی .
☺ شسمسزی دا هيله لري چې بچيان دې هم د پښتو ادب لارويان شي؟
µهيله خو هر سړی لري چې دده زامن دې په نېکو لارو پسې وګرځي خو خدای چې څه غواړي بيا هغه کوي، شمسزي د سبا مسله خدای ته سپارلې ده
☺نو داسې مالوميږي چې شمسزي د ادب په ميدان کې څه ليدلي دي چې بچيانو ته هم دا لار غوره ګڼئ، ايا داسې څه یې په ادب کې موندلي دي چې اوس یې خپلو بچيانو ته هم غواړې؟
µ څه خو به خامخا په کې وي چې زما ژوند ته یې بل رنګ ورکړ، که زما او ستا ترمنځ د ادب او فرهنګ تار نه وای نو زما په زړه کې به ستا مینه چېرې وای.
دشمسزي ښکلي خوښېږي او که نه؟
µښکلي خو د خدای پاک هم خوښېږي شمسزی خو بنده دی، نور نه پوهېږم خو چې چېرته زړه راښکونکې ښکلا وویني نو په زړه کې یې یو نری درد پیدا شي لکه زړه یې چې له ښکلا سره کوم تړلی تار ولري.
☺په ژوند کې یې کله کوم ستر ارمان پوره شوی دی؟
µکه رښتیا درته ووایم د وطن د جوړېدو ارمان یې ستر ارمان دی چې لا پاتې دی، نور نو ددنیا په بې ساحله سمندر کې هر انسان څپې څپې ارمانونه لري، یانې په یوه ارمان پسې بل پيدا کېږي خو ارمانونه يې د مور ، پلار او نېکو اشخاصو په دعا پوره شوي دي او پوره کېږي به.
☺په ژوند کې یې کله شکست ته غاړه ورکړې ده او که ورکړې یې وي لږه رڼا پرې واچوئ؟
µماته او بری خور او ورور دي، انسان چې بری مومي نو خامخا به کله شکست هم مني، زما وروستۍ ماته همدا وه چې یو چا ته ډېر مخلص وم، ان تر ورونو هم زیات، ډېرې شپې او ورځې مو سره یو ځای تېرې کړې وې خو هغه زما ټول ارمانونه د خپل یوه شخصي ارمان قرباني کړل. خو زه هر وخت له ځان سره همدا وایم چې شکر دی زه خپل ضمیر ته خجالته نه یم او زه په ژوند کې هغه مهال ډېر ځورېږم چې په کوم کار کې خپل ضمیر ته خجالته یم، ځکه بیا مې ضمیر هره شېبه زما هغه ګناه زما مخې ته دروي او ما ته پیغور راکوي.
☺يوازې دی ورته مخلص و، او که هغه هم ورته مخلص و؟
µنو معلومېږي چې دا اخلاص یو طرفه و.
☺نه کنه جانانه، زه وايم چې تا ته هم مخلص و که نه؟
µما وویل که هغه هم ماته مخلص وای نو بیا یې زه او ځان بېل نه ګڼلو بس د درویش دراني خبره یو تن او وجود یې ګڼلو او خدای شته چې ما له ځانه بېل نه دی ګڼلی.
☺يار په کومه لاړې؟
µیاره دلته یو بل ملګري هم راسره ناځواني کړې ده له همده سره مصروف یم خبرې کوم
☺زما په خبره پوه شوې؟
µهو
☺دا مرکه اود مرکې انداز دې خوښ شول؟
µیاره ډېر ښه و خو که د زړه خبره درته وکړم دغه سیستم راته لږ تکلفي غوندې ښکاره شو چې زه خپله شمسزی یم او د ځان په اړه خبرې کوم.
☺والله ما ته خو د مرکې دې نوي انداز خوند راکړ او هيله لرم چې په پښتو کې رواج شي اوس به همدا مرکه واخلې او هر څنګه چې کيږي په جانان کې به يې خپره کړې.
ارو مرو جانان یوازې زما نه دی، هغه خو د ټولو یارانو دی
☺مننه کور دې ودان چې مرکې ته دې وخت وايسته
µمننه له تا نه هم چې دا نوی میتود دې په ما استعمال کړو
☺هاهاهاهاها
µهاهاهاهاها
☺په خدای دې سپارم
µدخدای په امان