باز محمد عابد په ١٣٤٦ لمريز کال د ننګرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې زيږېدلی. تر يولسم ټولګې پورې یې د ثمرخېلو په ليسه کې زده کړې وکړې خوانقلابي شرايطو او د وخت ناخوالو زده کړو ته پرېنښود او په ١٣٦٣ لمريز کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته په کډه شو، چې تر اوسه یې هم کورنۍ هملته اوسيږي. په پېښور کې هم غريبۍ دومره وخت ورنه کړچې لوړې زده کړې وکړي. خپله تنده یې د جهادي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله او بلا خره د استاد شاعر محمد صديق پسرلي سپيدې مجله په دې وتوانيده چې په بازمحمد کې د شاعرۍ او ليکوالۍ تومنه پېدا کړي. په ١٩٩٢ ع کال یې په شعر ويلو پيل وکړ او په ١٩٩٨ ع کال کې یې په داستان ليکلو پيل وکړ. په ١٩٩٤ ع کال کې د کاروان، نورالحبيب نثار او مصطفى سالک په ګډون په دې وتوانيدو چې افغان ادبي بهير جوړ کړي. يو کال یې د افغان ادبي بهير ګذارشونه وليکل او درې کاله یې مسلسل د بهير د سټيج چارې سرته رسولي دي. او تر هغې چې په پېښور کې و د بهير د انسجام او مالي چارې یې پرمخ بېولې. په ٢٠٠٠ع کال کې یې د عرفان کلتوري مرکز څخه د خپريدونکى پښتو او فارسي درې مياشتنی سپيدې مجلې د معاون په حيث دوه کاله کار کړى دى او د ٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کې یې له بي بي سي راديو سره د نشراتو په برخه کې په کار پيل کړى چې لا تر اوسه دوام لري. تر اوسه یې دوه د شعرونو مجموعې چاپ شوي دي چې لومړۍ يې (( دنکريزو پاڼه )) نومېږي چې ناهيد کتاب خپرولو موسسې خپره کړې ده او بله ټولګه د(( لو دى د لونګو)) نومېږي چې د هيلې دوه مياشتنۍ مجلې ادارې چاپ کړې ده. يو ټولګه دلنډو کيسو یې د نامريي ځواک په نوم په ٢٠٠٤ ع کال کې چاپ کړه چې د خپريدو وياړ يې په لندن کې ميشت فرهنګپال لري او هم یې د افغان ادبي بهير دګذارشونه چاپ ته تيار کړي دي.
موږ ورسره یوه په زړه پورې مرکه کړې چې تاسې یې لوستو ته رابولو:
@ عابد صیب ایډیال شخصیت دې څوک دی؟
والله دا خو داسې پوښتنه ده چې ځوابول به يې ډېر ګران کار وي، ډېر ياران شاعران او ليکوال شته چې زه يې خپل ايډيالونه ګنم، داسې هم شوي دي چې ډېره موده مې ځينې شخصيتونو, ته د ايډيال په سترګه کتلي دي خو کله چې يې د شخصيت ژورو ته ښکته شوی يم، نو دومره راته بدرنګ ښکاره شوي چې ايسته مې غورځولي دي، خو نن سبا چې زه کوم دوست کې د ځان په څير مينه او عاطفه ووينم هماغه راته خپل ايډيال ښکاره شي.
@ یانې تر اوسه ایډیالونه بدلوې رابدلوې؟
هو همداسې يې وګڼه، خوداسې کوم ايډيال په ګوتو نه دی راغلی چې زړه مې پرې اوبه وڅکي
@ څه فکر کوې دا به ستا کمزوري نه وي؟
کيدای شي چې زما کمزوري هم په دې کې شامله وي.
@ ښه نو داسې څوک شته چې هغه ستا ډېر خوښ وي؟
خبره دې د ټولنیزو معيارونو څخه بلې خواته يوړه جانانه
@ زما هم هدف ټولنیز معیارونه دي یانې په افغانستان کې هېڅ داسې سړی نه شته چې د هغه ښه کارونه ښه عادتونه او یا ښه اخلاق ستا خوښ شي؟
که درته ووايم چې په ټولنیزو او اخلاقي معيارونو پوره داسې کس خو ماته زما په شاه و خوا کې نه ښکاري چې په مثال کې يې درکړم او ځان هم
@ ښه دا به پرېږدو په ژوند کې دې لویه کامیابي کومه وه؟
داسې کومه لويه کاميابي خو مې په ژوند کې نه ده ليدلې، خو ډېر ځل چې کله راسره کوم اميد پيدا شوی دی او هغه اميد تر سره شوی دی ما خپله کاميابي ګڼلې ده او شکر مې پرې ايستلی دی
@ او لویه ناکامي دې؟
په مينه کې شکست
@ ډېر دردوونکی و که څنګه؟
څنګه چې تاسې فکر کوئ!
@ هغه وخت څو کلن وې، ځکه په ځوانۍ کې خو سړی په جذباتو کې هم وي؟
زه اوس هم ځوان يم جانانه، اوس هم يو عالم مينه په زړه کې لرم. خو داسې مينه مې هم کړې ده چې شکست مې په کې منلی دی
@ ښه یوه بله خبره ملګري وایي چې ته ډېر خنده رویه یې په کومه خبره غصه کېږې؟
د هر هغه چا خبره چې په حقيقت ولاړه نه وي او په ما پورې ملنډه وي، ما ځوروي، نو سخته غصه راځي
@ په پخوانیو لیکوالو کې دې ایډیال شخصیت څوک دی؟
ډېر پخوا ته به نه ځو، که درته ووايم چې د حمزه بابا شعر او نثر مې ډېر زيات خوښيږي نو راسره يې ومنه
@ هغه خو رښتیا هم عالي شخصیت دی؟
بيشکه
@ عابد صیب په خپل ځان کې دې کوم عادتونه نه خوښېږي؟
په غونډه کې سګريټ څکول او دا کار زه ځکه کوم چې زه د سګريټ څکولو مريض يم
خندا
@ دا خو زه هم کوم یاره
نوش جان دې
@ پخوا دې شعرونه ډېر لیکل اوس یې کم لیکې علت یې څه دی؟
پخوا مې شعر ليکلوته ځکه ملاتړلې وه چې نوی نوی په شعر ليکلو راغلی وم، يو داسې ايډيال ته مې شعر ويلو چې لا زما په ژوند کې نه و راغلی، هغه وخت زما مينه پر تخيل ولاړه وه، خو کله چې د مينې ژورو ته راښکته شوم، شعر ليکل مې يو څه ټکنی شو، خو په دې وروستيو چې مې آزاد شعرونو ته مخه شوه چې اکثره يې رياليستيکه بڼه لري، خو د تخيل پر زور مې نظم کړي دي. بله وجه زما د شعر نه ليکلو او يا کم ليکلو دا ده چې زه پوهيدم چې خيال راڅخه تکراريږي، نو ځکه مې لاس ونيو.
@ کله چې ته د تخیل په زور ازاد شعرونه نظم کوې فکر نه کوې چې خبره به له امد نه اورد ته اوړي؟
خو همدا وجه ده چې خبره آورد ته ځي ځکه خو د شعر ليکلو کوښښ نه کوم او کله چې مې کومه ښکلا زړه وتخنوي، نو بيا يې شعر کوم
@ ښه نظر دی، راځه د ژوند بل اړخ ته به دې لاړ شو، چې بیا تاریخ ته پاتې شي
@ ته موسیقي اورې؟
زه هر وخت موسيقي نه اورم، خو په ورځ کې هرو مرو له راډو ګانو، يا هم د تلويزيون له لارې اورم، هره موسيقي راباندې ښه نه لګي، خو کومه چې زما د ذوق سره برابره وي، ضرور يې اورم.
@ د چا سندرې دې خوښیږي؟
خيال محمد چې پخوا کومې غزلې ويلي دي، که هغه د حمزه بابا وې، که د عظم صاحب وې او که د رحمت شاه سايل وې.او دا اوس چې د خيبر تلويزيون له لارې په نوي انداز کې زموږ فلکلوريکی سندرې ويل شوي دي دا هم خوښوم او صديق شباب ټولې پښتو سندرې مې خوښيږي
@ یانې مسته موسیقي دې نه خوښېږي چې سړی ورسره چک چکې هم وکړي
مسته موسيقي مې په ودونو او محفلونو کې خوښيږي.
@ بیا ورسره چک چکې کوې؟
که د نيږدې دوستانو په محفل کې شريک يم او يا هم کورنۍ خوښي وي زه هم مستيږم او تر هر چا به زياته مستي کوم
@ ښه جانانه په څو کلنۍ کې دې واده کړی و؟
١٨ کلنۍ کې
@ څو ماشومان دې دي؟
مال د خدای دی اته چې ځينې په کې ځوانان هم دي
@ واه! ته خو نام خدا هېڅ د اتو ماشومانو پلار نه ښکارې؟
بس دا خو به مني کنه
@ مشر زوی یامشره لور دې څومره عمر لري؟
اتلس کاله
@ نام خدا زه خو وایم تا په اتلس کلنۍ کې واده کړی چې زوی ته یې هم وکړې نو دخپل واده تاریخ به را ژوندی کړې؟
هاهاهاها
@ عابد صیب په واده کې دې څه ډول جامې اغوستې وې؟
ښه مې په ياد دي سپن رنګ جاپانی ټټرون و، يو پيښوری واسکټ مې هم و او مزارۍ قره قلي مې راته مشر کاکا له مزاره راوړې وه
@ یاره زما په زړه کې مخکې نه دا ګرڅېدلي وو چې تا به قره قولۍ هم په سر کړې وي.
هاهاهاهاها. . .
که څه هم هغه وخت زموږ په کلي کې د پګړۍ راوج و خو ما ته يې قره قلي راوړې وه
@ د واده شپې ته دې زړه میږی میږی کیدو که نه؟
@ یانې تخنیدو که نه؟
دا اوس مې هم چې هغه شپه په زړه شي زړه مې ميږي ميږي شي.
@ ښه دا وایه چې کور کې دې کله په شوق قطغ متغ تیار کړی دی او یا دې په اخلي پخلي کې هم برخه اخیستې ده که نه؟
جانانه که دا پوښتنه دې په دې بنسټ وي چې زه په کور کې په اخلي پخلي کې برخه اخلم نو سمه خبره نه ده. خو په دې مسافرۍ کې چې موږ په اخلي پخلي بلد شوي يو، نو يوه ورځ مې ميرمن ته وويل چې نن زه قطغ تياروم، ښه ډېر غوړي، روميان او پیاز مې راوغوښتل او د پتيلې په ځای هم ورته د بخار ديګ راوغوښته قطغ ډېر مزيدار راغلو ميرمن ته مې ويلې چې خلک داسې قطغ پخوي، نو راته یې کړه چې دومره غوړي، روميان او پياز چې درته په کاڼو کې واچوم هم به ورسره ګوتې وخورې دا خو لا غوښه ده.
@ ډېره خوندوره خاطره وه
@ سړیه موږ ټول دا کارونه کوو کله کله خو په کور کې ډېر لوی لوی شخصیتونه هم په شوق قطغ پخوي
بس خوندوره وه او که بې خونده يو حقيقت و چې درته مې وويل
@ کورنۍ اړیکې دې څنګه دي؟
د خدای فضل دی ډېرې ښې دي، په کور کې خو کشران پر ځای پريږده چې د مشرانو په زړه کې هم ځای لرم او د ژوند له کورني اړخه ډېر زيات خوښ او مطمين يم
@ زړه تنګ نه کړې لږې پوښتنې پاتې دي؟
ژر ژر کوه چې زه د دفتر نه بهر ته ووځم
@ مذهب سره تر کومه حده دلچسپي لرې؟
که درته ووايم چې د اسلام مبين دين ته ډېره زياته عقيده لرم، تل د خدای (ج) له ذات سره مينه کوم، مراقبه کيږم هم خو دا بيا بيله خبره ده چې په عبادت کې راڅخه کوتاهي کيږي چې دا زه خپله کمزوري ګڼم
@ ځینې خلک په ستاینه خوشحالېږي ته څنګه؟
که زه چيرې داسې لاسته راوړنې ولرم چې ستاينه يې دې وشي زه هم خوشحاليږم.
@ په خپلو شعرونو کې دې کوم شعر خوښېږي؟
هر هغه شعر کې د ويلو نه کلونه وروسته يې زما په ژوند صدق کړی وي
@ کومه بېلګه یې شته؟
هو بيلګې يې ډېرې دي خو د لو دی د لونګو په کتاب کې يو آزاد شعر دی چې وروستۍ ټپه نوميږي هغې شعر زما په ژوند کې تر ويلو ٥ کاله وروسته صدق کړی دی.
@ دا خو چې ولولو
که څه هم هغه شعر له مايوسۍ نه ډک دی
@ ښه عابد صیب دروغ دې هم کله ویلي دي؟
د ضرورت په وخت کې دا اوس هم کله کله درواغ وايم
@ غټ دروغ دې کله ویلی او یا دې د اول ځل لپاره کله دروغ ویلي وو؟
داسې درواغ مې کله نه دي ويلي چې بل ته دې تاوان ورسيږي، البته داسې درواغ مې ويلي چې د دوه تنو په کې روغه راشي
@ ښه دا مرکه دې خوښه شوه او که نه؟
دا پوښتنه که له تا نه وشي تاسې به يې څنګه ځواب کړئ؟
@ ماته ډېره جالبه ده ځکه د زړه خبرې دې په کې کړي ، تکلف نه دې هم کار نه دی اخیستی.
بس جانانه چې ستا خوښه وي زما هم خوښه ده خو دا راته ووايه چې دا دې د څه له پاره په کار ده؟
@ زه غواړم دا د کومې مجلې او بلاګ لپاره وکاروم. خو اصلي هدف مې بل دی له یو شمېر نورو لیکوالو او شاعرانو سره مې هم مرکې کړي کېدای شي د مرکو د کتاب په شکل یې چاپ کړم خو ځینې راته ستا غوندې صفا خبرې نه کوي تکلف کوي.
بس زما چې څه په زړه وي هغه مې په خوله هم وي، له دې نه هم بايد تاسې دا خبره مالومه کړې وه چې زه درواغجن نه يم
@ مننه ډېره زیاته
که د مرکو کتاب دې چاپولو نوم ورته ورکړه ( په مسينجر کې مرکې)
@ همدا مې زړه دی
بس کاميابي دې غواړم
@ دخدای په امان
او په خدای دې سپارم
@ مننه
له تانه هم مننه
دا هم د بازمحمد عابد دوه په زړه پورې شعرونه:
[وروستۍ ټپه]
زما د زړه دره کې
ستا د يادونو څلی
د يو شهيد آرمان په څير ولاړ دی
او ستا د خولې وروستۍ ټپه په آزانگو اړوي
تا ته به ياد وي که نه؟
ما درته څه په هنرمندو گوتو
د سرو او شنو مريو پوښ کې وه رجړومه جوړه
اود هيندارې په کونجونو کې مې
د خپل نامه توري يو، يو وکرل
ما ويل چې ته کله کجل پورې کړې
نو په ليمو کې به دې وغړيږم
او که هيندارې کې تصوير ته گورې
ستا له تصوير نه به راوټوکيږم
داسې به تا سره د مينې په تار ځان وتړم
خو داسې کله وشول
او ما نه کله هير دي
چې په بې نيازه غږ دې وويلې
راشه آيينه رانجه دې واخله
نه دې ياري کړم نه دې نښې گرځومه
[ايډیال]
د آرمان زړي مې د زړه پر ځمکه
کلونه وشول چې د چا ښکلې په نوم شيندلي
او وخت په وخت مې پرې د اوښکو بارانونه کړي
خو لا يې تېغ چېرته وهلی نه دی
دا کوم هوښيار سړي رښتيا ويلي
چې په مالگينو اوبو فصل نه شي
نو څه موده به کيږي
چې زه د اوښکو د څڅوبي پر ځای
د خيال مويک راواخلم
انځورومه د چا ښکلې تصوير
وختونه اوړي او زما د تخيل غيږې ته
خپله ځولۍ کې تصويرونه راوړي
د چا ښايست له ټول رنگونه راوړي
زه تصويرونو ته په ځير گورم
ښه په دقت ښه په تدبير گورم
زما اډيال يې تصويرو کې نه وي
فطري ښکلا يې په رنگو کې نه وي
خو لا مايوسه نه يم يون کومه
د خپلې ورکې مې لټون کومه
مويک په لاس د چا تصوير جوړوم
ليدلي خوب ته مې تعبير جوړوم