د نيپال د خلکو متلونه

● دمور او پلار مينه په اولاد باندې، داولاد مينه په ډبره ....

●  په خوله رام رام ، په زړه کې قصاب

● خپلې غاړې ته مېښه نه ويني ، دبلې غاړې سپګه هم ورته ښکاري.

● له تورې چاړه تېزه – له پلاره اولاد پوى

● سپى سوچه غوړي نه شي هضمولى.

● دسپي لکۍ که تر دولس کلونو پورې په دورمه کې کېږدې بيا به هم کږه وي .