واشنګټن بيا کوم نوى دېګ باندې کړى ؟
نجيب عامر
يونه ، دوه نه ، پوره درې لوړ پوړي امريکايي چارواکي په بدرګه اسلام اباد ته راغلي اووار په وار يې د خورشيد محمود قصوري نه نيولې تر شوکت عزيز اوبيا تر پروېز مشرف پورې يې يو په يو له ټولو سره وکتل او په پټه به يې خداى زده څه ورته ويلي وي خو په ښکاره توګه خو ويل کيږي چې ددوه اړخيزه معاملاتو،دترهګرۍ د ختمولواودپاکستان او افغانستان په موضوعاتو يې خبرې کړي دي .
اسلام اباد ته په راغلو ښاغلو کې دامريکا د متحدو ايالتونو داستخباراتو پخوانى مشر جان نيګرو پونتى ،مرستيال خارجه وزير رچرډباوچر او دسنټرل کمانډ يا د مرکزي قواوو مشرجنرال ويليام جى فالن شامل دي .
ددرېوو مهمو امريکايي مشرانو په يو وخت اسلام اباد ته راتګ دلته د پاکستان په سياسي چاپيرچل کې ډول ډول ګنګوسې خورې کړي دي .اوازې تر دروازې رارسيدلي چې امريکا غواړي پرويز مشرف دې ته مجبوره کړي چې دوه هندواڼې دې په لاس کې ونه نيسې اودجمهور رئيس پاتې کېدو په صورت کې دې دفوځ داعلى قواندانۍ نه لاس په سر شي .بله اوازه داده چې امريکا غواړي د بې نظير بو ټو او دپرويز مشرف تر مينځ سياسي روغه جوړه وکړي اودا هم ويل کيږي چې امريکايي مقامات په پروېز مشرف باندې زورراوړي چې دهيواد راروانې ټول ټاکنې دې بې له ټګۍ اودرغلۍ په سوچه او کره توګه تر سره کړي .
امريکايي مشرانو نه خبريالانو د مرکو په ترڅ کې ددغو اوازو په اړه هم پوښتنې وکړي خو هغوى په هغه دغه ځان خلاص کړو اوپوره وضاحت يې ونه کړو چې دراتلو اصلي هدف يې څه دى ؟ پاکستاني چارواکو هم دمطبوعاتو په وړاندې په زغرده څه ونه ويل خو هغوى به هم چاته څه ووايي اوس دا خو نه شي ويلى چې ( څه چې مې په زړه تيريږي کوم يو تن ته پته ده ....... يا مې زړه خبر دى يا زما بدن ته پته ده )
پوهان وايي چې شمال نه وي ،ونې نه خوزيږي نوخبره دومره ساده هم نه ده چې درې لوړ پوړي امريکايي مشران دې بې له څه ضروري کار نه يوداسې وطن ته راشي چېرته چې هره ورځ په يوښار کې مرګونه اوبريدونه ترسره کيږي .
په هماغه ورځ هم چې دامريکا مرستيال خارجه وزير دبلوچستان ايالت خڅه ليدنه کوله په ماښام يې دپاکستان د فوځونو په يوه موټر بريد وشواودلسو په خواوشاکې کسان پکې مړه يا ژوبل شول .
اوس مهال خودپاکستان د اولس مشر جنرال پرويزمشرف په شمول يو چارواکى هم دا نه مني چې ګواکې تر فشار لاندې دي او يا هم دا چې ترې څه ډول غوښتنې کيږي خو که پرويز مشرف د (اور په ليکه ) دکتاب دوهمه برخه وليکله نو ښايي ددغورازونو څخه به پرده پورته کړي .
جان نيګرو پونتى اوسدامريکا د خارجه وزارت لومړى مرستيال دى خو چې کله داستخباراتو مشرو نو په پاکستان او پرويز مشرف باندې به يې سختې نيوکې کولې اوتل به يې ورته د ملامتۍ ګوته نيوله چې دترهګرۍ پر ضد دپاکستان له اړخه پوره مرسته نه کيږي .خو اوس چې هغه پاکستان ته د يو لوړ پوړي ډيپلوماټ په حيث راغلى نوډېر په احتياط غږيږي اووايي چې پاکستان ددوى کلک متحد هيواددى .
هغه بيانيې چې امريکايي مشرانو په اسلام اباد کې ورکړې داخبره ترې څرګندېدله چې دامريکا اوپاکستان تر مينځ اوس اوبه خړې نه دي پاتې .جان نيګرو پونتى په يوه بيانيه کې وويل چې تصور هم نه شي کولى چې په پاکستان کې دې يو څوک هم داسې وي چې په افغانستان کې دې دترهګرو سره کومک کوي ، دهغه په وينا دافغانستان په سلامتۍ کې د پاکستان سلامتي ده خو هغه ايران ته په ګوتې نيولو سره وويل چې په دې وروستيو کې ليدل شوي چې ايراني وسلې او جنګي مهمات طالبانو ته رسيدلي .
دځينو څارونکو په نظر اسلام اباد ته ددرېوو لوړ پوړو امريکايي مقاماتو دراتګ يو هدف دا هم دى چې پاکستان دې خبرې ته اماده کړي چې دايران نه دې غاز نه اخلي بلکه دغه انرژي دي د مرکزي اسيا له هيوادونو څخه دافغانستان په لاره راتيره کړي .
دلته داخبره هم دپام وړ ده چې بې له مهال وېشه دپاکستان خارجه وزير خورشيد محمود قصوري د جون په اتلسمه واشنګټن ته ځي او هلته د کانګرس د غړو او دامريکا د خارجه وزيرې کونډا ليزا رائيس سره به هم ګوري .
ددې حالاتو په تناظر کې ويلى شو چې ( کاکا سام ) کومه نوې کټوۍ باندې کړې ده ،اور ترې د لاندې بل دى او سر يې کلک دى دومره معلوميږي چې يو څه پخيږي خو دا نه معلوميږي چې څه پخيږي .