يادونه ! غواړم د خپل فيسبوک پر وال خپرې شوې ليکنې  د يوې ټولګې په بڼه چاپ کړم ، چې څو بيلګې يې دلته تاسو سره شريکوم  هيله ده خپل نظر راسره شريک کړی 

زما د( مخ کتاب ) د (ديوال ) په پاڼو ! 

تورخم .تورخم .... يو تن تورخم !

 د جلالا اباد ښار د تالاشۍ په چوک کې روان وم ، ناڅاپه مې په دوو تنو سترګې ولګيدې چې يو بل يې له ګريوانه نيولي وو او دواړو يو په بل درنې څپيړې حواله کولې . ماد منځګړی رول مې ولوباوه ، جګړه کوونکي مې يو له بله بيل کړل ، د جګړې د علت پوښتنه مې وکړه ! لاروي راته وويل : 

 زوي مې په روغتون کې بستري دی ، بيړه مې لرله چې هلته ځان ورسوم ، خو دې ډريور چې يوازې د تورخم نوم يې ياداوه ، له لاسه ونيولم او په زور يې د تورخم د لين موټر ته پورته کولم ، اعصاب مې ډير نا رامه وو ، بس ما هم يوه څپيړه پرې حواله کړه

 ډريور څه ونه ويل ، روان شو او بيا يې هم هغمه زړه سندره ويله: تورخم ...تورخم ....يو کس !

 لاروی په چټکو ګامونو مخ په روغتون ته روان شو ، څو قدمه لا مخکې نه و تللی چې د تورخم د لين بل ډريور له لاسه کش کړ ، هلته بيا هم اخ وډب شروع شو .

 نور نو زما هم د منځګړتوب حوصله نه وه ، بس په خپله لار ترې روان شوم

 نه پوهيږم چې لاروی به د تالاشۍ د چوک تر پايه د ، نورو څو کسو ډريورانو سره لاس او ګريوان شوی وي

 

ښه سړيتوب !!!

 هغه وخت چې زما کشری زوي فواد خان د اوو اتو کلونو و ڼو په کور کې ورته مشر ورور وويل :

 - ګوره ستا تره زوي چې ستا همځولی دی څومره ښه سړی دی، په کور کې چې هر څوک د هر کار ورته ووايي هغه په کې نه نه وايي او په خوشالۍ يې سر ته رسوي .

 په دې خبره فواد خان ټوله شپه فکر کړی و. سهار يې د کورنۍ ټولو غړو ته اعلان وکړ چې نور زه هم ښه سړی کيږم . په همدې شيبه کې

 يو ورو ورته غږ : نو بيا ورشه ماته يو ګيلاس اوبه راوړه!

 هغه په منډه لاړ او د سترګو په رپ کې يې اوبه راوړې . بل ورور ورته وويل :

 - ځه ورشه زما بوټان رنګ کړه!

 خوارکی لاړ او په خپلو وړو لاسونو يې بوټان هم رنګ کړل .

 ډوډۍ تياره شوه ، دوه درې ځلې ورونو په ټوکو او په خندا د ډوډۍ له دستر خوان نه د يو کار او بل کار د سرته رسولو په بهانه پورته کړ او هغه به هم هيڅ نه ويل ، ځکه اراده يې کړې وه چې بايد له ځانه ( ښه سړی ) جوړ کړي .

 يوه ورځ بله هم په کور کې همدا لوبه روانه وه ، کله به يې په يوه خوا او کله به يې په بله خوا ځغلاوه .

د شپې له خوا يې د ځان سره په( ښه سړيتوب ) ښه ډير فکر او سوچ کړی و ، سهار چې را پورته شو نو يوه ورور ورته بيا د کوم کار وويل . فواد خان په غوصه ورته وويل :

 که ( ښه سړيتوب ) همدا وي چې ما دا دوه ورځې سرته رسولی نو زه نور له ښه سړيتوب نه تير يم .

 کله چې زه له سفر نه کور ته ستون شوم او له دې خبرې نه خبر شوم نو ماته هغه مشهوره مقوله را په زړه شوه چې وايي :

 - ادب که له حد نه زيات شي ، بې ادبي ده .

ژوند يوه ډرامه ده او ډرامه د ژوند نقل او کاپي ده .

 په ډرامه کې بيلابيل کرکترونه لوبيږي لکه : بدمعاش يا ظالم ، کمزوری يا مظلوم ، شيطان يا دوه مخی ، لاپوک ايا جالاکه ، زړه سواندی يا مهربان ، مسخره ايا ټوکي ، ژړاو يا غمګين .

 د هر کرکټر ستايل او لباس د هغه د ځانګړتياو له مخې انتخاب او ټاکل کيږي

 که تاسو په حقيقي ژوند کې هم يو څه متوجې شی او د خپل چاپريال شاوخوا کسان په ځير وڅاری باور کو م ډير ژر به هغوي د لباس ، کړوړوړو اود خبر و د انداز له مخې و پيژنۍ چې ستاسو تر مخ ولاړ مقابل لوری څوک دی او څه غواړي . ؟

ناول که د لوستونکو ازارول ؟

 يو وخت چې د انسان مصروفيتونو کم و او د ساتيرۍ وسايل لکه راډيو ، تلويزون ، سينما ، ...هم نه و نو د خپل وخت د تيرولو له پاره يې به يې د ورځې له خوا کليوالي لوبې کولې او شپې له خوا به راويانو ورته د ديوانو ، بلاګانو ، ښاپيريانو خيالي کيسې يا افسانې ( رومان ) اورولې .

 د وخت په تيريدو همدې افسانو ځای هغو حقيقي کيسو ونيو چې د خيال په مټ به جوړيدې او عقل به منلې ، دغو اوږدو کيسو ته د (ناول ) نوم ورکړل شو . ناول انګليسي کلمه ده او رومان فرانسوي کلمه وه .

 د انساني زياتو مصروفيتونو سره سم ، اوږدو کيسو خپل ځای څه ناڅه لنډې کيسې (شارټ سټوري ) پريښود .

 په ورستيو کلونو کې په پښتو ژبې کې د ناول پرځای خورا زيات ( ناول ګوټي ) ليکل شوي چې ځنې يې خورا بريالي او په زړه پورې دي خو ځنې يې داسې بې خونده دي چې هسې د لوستونکو د ازار سبب کيږي .

 پرون مې همداسې يو ناول راواخيست په ډير ه تلوسه مې د هغه په لوستلو پيل وکړ . ديرشم مخ ته چې ورسيدم ، کتاب مې بند کړ او د هغه کليوال کانه راياده شوه چې کله غواړي خپل اس يا قچره ( غاتره ) له ورايه ځان ته را وبولي نو تش پلو ورته خوځوي او اس داسې فکر کوي چې پلو کې يې اوربشې نيولي دي نو په بيړه ورته رانيږدې کيږي . خو کله چې ورته رانيږدې شي ، خاوند ورټوپ کړي او له غاړې يې کلک ونيسي او ځان سره يې مخکې کړي .

 په دې ناول کې هم همداسې څه وو، مصنوعي تلوسې يې جوړې کړې وې ، مصنوعي يې اوږدې کړې وې ، په مصنوعي توګه يې غوښتل له لوستونکو اصلي خبره پټه کړي ، زړه يې راتنګ کړ ، لرې مې وغورځاوه او ځان سره مې وويل :

 - کاشکې زموږ ناول ليکونکي ليکوالان مخکې له دې چې ناول وليکي ، يو ځل نړيوال ناولونه هم مطالعه کړي او بيا کم نه کم په دې ځان پوه کړي چې مصنوعي تلوسې هيڅ وخت لوستونکي ځان سره مخ ته نه شي بيولی . د همدې ناول د پيل سره سم ماته هغه اصطلاح را په زړه شوه چې وايي : - خبره دومره نه وه خو ما هسې اوږدوله 

يو رنګ تخلصونه !  ! 

شاعر او ليکوال ځوان اجمل تورمان په خپل وال ليکي ؟

 باور مو وشه یو سړي ډېر بې چرته کړی يم .

 دا سړی توریالی نومېږي او تورمان تخلص کوي.........!

 زه د اجمل تورمان د ګيلې په اړه يوازې دومره ليکم :

 پخوا وختونو کې چې شاعران او ليکوالان او هم چاپي رسنۍ د ګوتو په شمار و ې نو د تخلصونو په انتخاب او ټاکلو کې به هم ډير اختياط کيده ، کله کله به د ورته تخلصونو ددعو و جګړه چاپي رسنيو ته هم راوتله او هر يوه به هغه اسناد وړاندې کول چا به چې لومړی ځل په خپل تخلص څه ليکلي وو ، ميدان به هغه چا ګټلو چې په چاپي رسنيو کې به يې د بل دمخه کومه مقاله ي مضمون د هغه په تخلص چاپ شوې وه .

 خو په وروستيو وختونو کې دا ټول معيارونه د خړو خاورو لاندې شوي دي . په يوه ادبي غونډه کې زه پخپله شاهد وم چې درې تنه سټيج ته پورته شول او دريواړو نومونه بيل او تخلصونه يې يوډول ول .

 په يوه غونډه کې خو مې داسې ځوان هم وليده چې نوم يې صديق الله و او خپل تخلص يې هم رښتين ټاکالی و ، بل يو تن جاويد نوميده ، د کوټ و نو خپل تخلص يې هم کوټوال ټاکلی و په داسې حال کې چې په همدې نومونو او تخلصونو له دوي نه پخوا ستر ليکوالان او شاعران هم تيرشوي او هم اوس ژوندي شته

 که په پيښور کی خالق زيار، سبحان الله عابد ، محمد اکبر خادم ، اسرار اتل ....لرو نو په کابل کې بيا پوهاند مجاور احمد زيار ، مطيع الله عابد ، باز محمد عابد ، قيام الدين خادم او نقيب الله اتل هم لرو

 که په جلال اباد ښار کې محمد اصف صميم لرو نو د اطلاعات او کلتور مشر اورنګ صميم هم لرو ، که انجنير ستانه مير زهير شته نو اباسين زهير ، مدثر زهير او نور زهيران هم خورا ډير شته

 که پخوا مو ستر ليکوال ارواښاد محمد رحيم الهام درلوده نو اوس ځوان شاعر نصرت الهام هم لرو

 که په پيښور کې د ازادۍ راډيو خبريال مجيب انګار لرو نو په خوست کې بيا د سولې راډيو مشر زاهد شاه انګار لرو

 د همت په نامه خو بيا بې شميره تخلصونه شته

 زه خو وايم لږ انصاف په کار دی ، د تخلصونو دنيا ډيره پراخه ده ، کولی شی داسې تخلص وټاکی چې د بل چا سره مو ټکر پرې را نه شي

 

هرڅوک خپله پړه په بل اچوي !

 هغه ورځ د کليوالو تر مخ ، ټنبل او بې روزګاره زوي خپل اتيا کلن بوډا پلار ته په غوسه وويل :

 - پلرونه خپلو اولادونو ته زياتې شتمنۍ په ميراث پريږدي ، خو تا موږ ته هيڅ نه دی ګټلي

 پلار يې مسکی شو او په سړه سينه يې ځواب ورکړ :

 - سمه ده زويه ! چې ما به تاسو ته څه نه وي ګټلي ،خو ته چې اوس پخپله پلار يې، را ميدان ته يې کړه چې تا خپل اولاد ته څومره ګټلی ؟

قضاوت پر تاسو !!!

 تيره ورځ يو فرهنګي يار راسره دزړه خواله کوله. ويل يې : زه د چاپي اخبارونو د لوسلو ډير پخوانی مينوال يم يو وخت مې په اخبار کې د يو پيژدنګلوی ليکوال ليکنې ، هيڅکله نه لوستلې ځکه هغه شخص مې نه خو ښيده ، خو برعکس د يو بل ليکوال ليکنې به مې بيا په ډيرې مينې لوستلې او ډير څه به مې ورنه زده کول .

 دوه کاله وروسته پوه شوم چې همدا زما د خوښې ليکوال هم همغه ليکوال و چې زما يې ليکنې نه خوښيده خو دلته يې د خپل اصلي نوم پر ځای مستعار نوم کارولو .

 

زموږ کلاسيک او معاصر ادب !

 که کلاسيک ادب مو د شکوه ، غماز ، رقيب ، جشمان . ګريبان ، زلفان ، بيابان ، ما ه تا بان ، ريګستان ، شراب ، ساقي ، ميکده .... له کلمو ډک دی

 نو معاصر شعر ته مو بيا د نوې ټکنالوژۍ د کلمو لکه : سکرين ، فيسبوک ، ډسکټاپ ، ډيليټ ، مسنجر ...... لوي سيلاب هم راروان دی .

 _ حال مې دزړګي درته د سکرين پر مخ دروليږه -- زړه مې درليږه خو په فيسبوک کې دا سيستم نه و.

 خوشالۍ ټولې مې (DELETE) شوې --- اوس په زړګي د يار غمونه (SAVE ) کومه

 د غمازان بيټري LOW شه ---- ماته هر وخت د غم (MISSCALLY ) راکوينه

 دومره غمونه دې را (SEND) کړل ----- زما دسترګو په (INBOX) کې نه راځينه

 ياره د مخ (SCREEN) راښکاره کړه ---- ستاسو کوڅې ته په (BLUETOOTH) راغلی يمه

 ياره ("PICTURE) دې رانه وران شو ------ د زړه (FOLDER) ته مې ("FORMAT) ولګيدن

د اعتيادبڼې !

-         څوک  د پوډرو ، څوک د چرسو او څوک هم د سګريټو  په اعتياد اخته دي

-         څوک د فيسبوک ، څوک په تلويزونونو کې د بهرنيو سريالونو د ليدلو او څوک هم ازادۍ راډيو ته دتليفون کولو په اعتياد اخته دي

-         څوک د رشوت  ، څوک د ځمکو د غصب  په اعتياد اخته دي او څوک  په رسنيوکې د سياسي مبصرينو په توګه په  حکومت د نيوکو او انتقادونو په اعتياد اخته دي .

-         څوک د وژنو او قتلونو په اعتياد اخته دي او څوک د قاتلينو د ملاتړ په اعتياد اخته دي

خو تر ټولو بد او خطرناک اعتياد بيا ، په حکومتي نظام کې د هر ډول ظلمونو ، نا خوالو او بې عدالتيو په وړاندې زموږ د ولس د (  خاموشۍ اعتياد)  دی