انجنير ستانه مير زهير
زيپ Zip
zip په کمپيوټرپوهنه کې د هغه نښتځل شو ی ( Compress- فشرده ) فايل نوم دي جې په اسانۍ سره د انټرنيټ څخه کمپيوټر ته ( ډانلوډ) او يا هم د کمپيوټر څخه انټرنيټ ته د ( اپلوډ) په موخه جوړيږي .
نښتځل شوي فايلونه د اصل فايلونو په پرتله سپک او کوجني وي ، کله چې د انټرنيټ چټکتيا کمه وي نو د اصل فايلونو ليږد راليږد دستونزو سره مخ کيږي .
ددې ستونزې د حل له پاره لومړی فايلونه يا ډيټا د تښتځلو دبيلا بيلو پروګرامونو له لارې نښتځل او کوچني کيږي څو لږ ځای ونيسي اوراکړه ورکړه يې په اسانۍ تر سره شي .
.په دې پروګرامونو کې Zip ځانګړی ځای لري .هغه فايلونه چې په دې پروګرام کې نښتځل شوي وي په پای کې د zip روستاړی ( extension ) لري .
د Zip يوه نيمګړتيا داده چې د غږ (audio ) او تصوير (video ) لرونکي فايلونه ددې پروګرام له لارې په ښه توګه نه نښتځل کيږي .
کله چې څوک وغواړي د zip نښتځل شوی پروګرام بيرته خپل اصلي حالت ته راولي نو داکار د وينډوزد مرستندويه پروګرام (Win Zip ) له لارې په اسانۍ تر سره کولی شي او هيڅ ډول بدلون په کې نه راځي .
د وينډوزپه پرمختللو ورژرنونه کې ، په زيپ د فايلونو د ادلون بدلون له پاره ځانګړی پروګرام شته او کارن کولی شي چې د دهغه پروګرام له لارې د خپل کمپوټر ډيټا په zip فايل بدله او بيا يې بيرته اصل فايل ته راواړوي . د Zip فايل بله ګټه داده کله چې وايرس د کمپوټرپه ډيټا حمله کوي نو Zip فايلونو ترې روغ او له خرابيد څخه خوندي پاتې کيږي . کله چې تاسو غواړی د خپل کمپيوټر يو فايل په Zip بدل کړی نو لومړی به ، په همغه فايل ښی کليک وکړی ، بيا به ( send to ) ته ورشی او هلته به Compressed (zipped ) folder ته ورشی او هغه به کليک کړی ، په دې توګه به ستاسو فايل په zip بدل شي چې وروسته کولی شی هغه فايل په اسانۍسره د انټرنيټ له لارې خپلو دوستانو ته وليږی او يا يې له خپل کمپيوټر نه انټرنيټ ته بار ( اپلوډ ) کړی .