د جيوسټشنر ي مدار ( Orbit Geostationary) چې د چيو (GEO ) مدار په نامه هم ياديږي د سمندر له سطخی څخه ٣٥٧٨٦ کيلومتره لوړوالی لری.نن سبا د مخابراتي ، تلويزوني او د هوا د وړاندوينې ، د سپوږمکيو د ځای په ځای کولو له پاره تر ټولو ډير کاريدونکی مدار ګڼل کيږي .
دا مدار د (Arthur C.Clark) په نامه هم ياديږی، ځکه چې نوموړی عالم په ١٩٤٥ م کال کې د _Wireless World) بې سيمه نړۍ ) په مجله کې يوه مقاله نشر کړی وه اوهغه وخت يې د همداسی يوه مدار مفکوره اوخيال وړاندی کړی و.
ددې مدار سپوږمکۍ چې په يوه دايروي مدار کې ځای لري ، د استوا د کرښې سره يو ځای له ځمکې سره هم مهاله تاويږي او تل د استواکرښې پر يوه نقطه تمرکزلري .
دا د فضايی سپوږ مکيو د ځای په ځای کولو له پاره ، تر ټولو ثابت اوپايداره مدار دی چې دځمکی د وضعی حرکت سره سم حرکت کوی. هره فضايی سپوږمکی چې په دی مدار کې ځای په ځای کيږی هغه هم د ځمکې د وضعی حرکت سره سمه چورليږي نو ځکه د ځمکی اوسيدونکې ته ځای پر ځای او ثابته ښکاري.
د استوا کرښې د پاسه فضا ، او س د بيلابيلو سپوږمکيو د ځای په ځای کيدو له امله ، په ډکېدو ده، نوځکه د سپوږمکيو په لېږدولو کې بايد ډېر پاملرنه وشي تر څو د نورو سپوږمکيو په سګنال کې مداخله ونه شي ..
Geo مدار سپوږمکۍ څو ښيګڼې لري چې له هغې جملې نه يوه داده چې د سپوږمکۍ موقعيت داسې دی چې د ځمکې له حرکت سره سم چورليږي ، نو ځکه د سپوږمکيو او پر ځمکه د ايښودل شوو انټنونوتر منځ د فريکونسۍ بدلون او تغيرد ستونزې سره نه مخ کيږي. دوهم ښيګڼه يې داده چې سپوږمکۍ څارل له ځمکې څخه ساده وي.
جيو سټيشنري مدار سپوږمکۍ، د ځمکې دکرې نږدې ٤/١ برخه فضا رانغاړي، نوکه ٣ دا ډول سپوږمکۍ چې يو له بل نه ، په ١٢٠ درجو زاوېې جدا، ځای په ځای شي ، د ځمکې د کرې تقريبا ټوله فضا پوښلی شي .
خو له بلې خوا يو څه ستونزې هم لري:چې يو له هغو څخه داده چې د ٣٥٠٠٠ کيلومتره سفر وروسته سګنال تر ډېره حده کمزوری کيږي.. بله ستونزه يې داده چې د جيو سټيشنري سپوږمکۍ څخه د ځمکې د کرې ، شمالي او جنوبي قطب لرې پرتې سيمې په ضعيفه توګه تر پوښښ لاندې راځي .