پي سي PC  ) )_  شخصي کمپيوټر

A stylized illustration of a desktop computer

د ( personal Computer  ) اختصاري بڼه PC   ده  چې په پښتو کې ورته شخصي کمپيوټر هم ويلی شو. دا ډول  کمپيوټرې کو چني او څه نا څه ارزانه وي، ديو کس دکار لپاره جوړشوي وي  چې تر ټولو مشهورډولونه  يې د ميزونوپه سر په دفترونواوکورونو کې او کله هم د يو تن سره د لاسي بکسونو په بڼه  (لپټاپ ) موجود دي  .
شخصي کمپيوټر د ما يکرو کمپيوټرپه ګروپ  کې راځي چې ټول دمايکرو چېپ (پروسسسر ) پربنسټ جو ړشوې  وي  اوټولې عمليې همدا چيپ پرمخ بيايي  . نن ورځ  Desktop ، Laptop  او Tablet  کمپيوټرونه د شخصي کمپيوټرونو په ډله  کې راځي .
لومړنی شخصي  تجارتي کمپيوټر په ١٩٧٨ م کال کې د اپل (Apple)  کمپنۍ له خوا د(  Apple II ) په نامه  بازار ته وړاندې شو.دا د ميز د سر يو وړوکی کمپيوټر و چې د بيسيک ( Basic ) ژبه يې کاروله .
 په ١٩٨١کې     IBM   د   ( IBM PC )  په نا مه خپل شخصي کممپيو تر را وويست ،  د 8088  پراسسور لرونکی وچي ډيرژر يي په شخصي کمپيو تر ونو کي غوره ځا ی ونيو .
په ١٩٨٤ م کال  د جنوري په مياشت کې د( Apple ) کمپنۍ د مکنتاش په نامه شخصي کمپيوټرونه بازار ته وړاندې کړل  چې تر ډيره وخته  د پام وړ و . نن سبا همدا دوه لويې کمپنۍ د شخصي کمپيو ټر ونودبا زار لوي بر خوال دي .
 په شخصي کمپيوټرو کې  عمومادعامل سيستم په توګه ، ما يکرو سا فت و ينډوز، لينکس (Linux)  ، يونکس
 (   Unix   ) اود ايپل کمپيوټر  (Mac OS )   استعماليږي ..
د PC په منځ ته راتلو سره د کمپيوټر بيلابيلوپروګرامونو هم پراختيا وکړه او په ډيره چټکتيا سره د ژوندانه په بيلابيلو برخو کې دکمپيوټرونه د ګټې اخيستو زمينه برابره شوه  .