پم ټاپ  کمپيوټرPalmtop Computer  
هغه کمپيوټر ته وايي چې هغه د لاس په ورغوي  (Palm  ) کې ايښودلی او استعمالولی شو نو ځکه ورته  Palmtop Computer  اصطلاح کارول کيږي. او بيلابيل ډولونه لري چې څو مشهور يې دادي :

١. جيبي کمپيوټر Pocket PC :
د لنډيز نښه  يې  کله P/PC او کله هم  PPC په بڼه وي .دا يو وړوکی کمپيوټر دی چې په هغې کې مونږ معلوما ت او پروګرامونه ذخيره کولی شو، د مختلفو کارونو له پاره وخت ټااکلی   شو، د مختلفو معلوماتو لکه متن ، تصويراو غږ (Multimedia ) لرونکي فايلونه چلولی شو، مختلفې کمپيوټري لوبې  په  کې کولی شو، له انټرنيټ سره يې تړلی شو  او  په انټرنيټ کې د  MSN Messenger له لارې چاټ Chat  او يا پيغام ليږدولی  شو. داډول  کمپيوټر ونه هم په مختلفو شکلونو باندې بازار ته  وړاندې شوي  دي .
ددې ډول  کمپيوټرونو لپاره دوينډوز  ځانګړې نسخه (  Version ) جوړه  شوی چې د2005  کال د مۍ د مياشتې په ١٠ نيټه  بازار ته وړاندې شوه  اود (  5.0  Microsoft Windows Mobile ) په نامه بلل کيده .  په داسې حال کې چې د٢٠٠٣   کال په پای کې هم  يوه وينډوز د( Microsoft Windows Mobile 2003 For Pocket PC ) په نامه  د همدې  کمپيوټرونو له پاره بازار ته وړاندې شوې وه .
١¬ ¬_ Palm- Size PC :    ددې  کمپيوټر زياتې ځانګړتياوې  دجيبي  کمپيوټر په څير دي ،  کوم پروګرامونه چې په هغوکې  استعماليږي ،  په دې کمپيوټر کې هم د استعمال وړ دي  . په نويو موبايلونو کې ځای په ځای شوي وړوکي کمپيوټر هم د همدې کمپيوټرونو له ډلې څخه دي
٣. Tablet PC:     سکرين  يې د  Touch Screen په بڼه  جوړ شوی دی او په په دری  ډوله  دی :
١_ Slots    : هغه کمپيوټرونه دي چې يوازې  سکرين لري خوکله چې څوک  کيبورډ استعمالوي  نو د USB له لارې يې  ورسره   تړلی شي  او يا ورسره Wireless (بي کيبل نه) کيبورډ هم  استعمالولی شو. مشهور ډولونه يې د Hp, Gateway او Compaq کمپنيوجوړشوي ،  کمپيوټرونه دی.
٢_  Convertible    :   دا هغه کمپيوټر دي چې له ځان سره کيبورډ هم لري . دا ډول کمپيوټرونه  له دوو برخو نه جوړ وي  : لومړۍ برخه يې سکرين  او دسيستم برخه ده چې د سيستم برخه کې مادر بورډ ، پراسسر ، حافظه او نورې  پرزې شتون لري . دوهمه برخه يې کيبورډ وي  .
٣_  Hybrid    :  ترکيبي کمپيوټر هم ورته ويلی شو .دا داسې کمپيوټر دي چې هم ورسره  کيبورډ تړلی ا و هم يې ورنه جلا کولی شو    . که څوک وغواړې کيبور ډ  ورنه  جلا کړي نود  Slot  کمپيوټر په څير به يې استعمالوي او که کيبورډ ورسره وتړل شي نوبيا  د  Convertible کمپيوټرپه څير استعماليږي .
Tablet PC کمپيوټر په لومړي پړاو کې  له Grid Pad PC نه پيل شوی  ، هغه چې  د Grid Systems له لوری  په 1989کال  د سپټمبر په مياشت  کې وړاندې شوی  و  . د  Dos  پروګرام له مخې  يې کار کاوه  او د اوسنيوکمپيوټرونو په څير يې اسانتياوې نه لرلې .