د ټرانزسسټور کلمه د ) (Transfer Resistor نه اخيستل شوې ده . دا يوه الکترونيکي ( برقي) پرزه ده چې عموما درې پښې لري او په هغې کې ولتاز يا ګرځنده جريان ، بل جريان کنترولوي .
يا په بل عبارت ترانزسستورونه هغه کوچني پرزې دي چې کولای شي سګنالونه لوی کړي، سرکټونه ) (Circuit روښانه (ON ) او يا تړلې ) ( OFFوساتي. څو رقمي (Digital) معلومات لکه صفر او يو ) 1 ، 0 ( په سمه توګه تمثيل کړي شي .
ټرانزستورونه هم د انا لوګ ( قياسي ) الکټرونيک او هم په ديجټال الکټرونيک مدارونو کې زيات کارول کيږي . په انالوګ کې د ولتاژ د تنظيم کونکي يا تقويه کونکي ( رګولاتور ) په توګه او په ډيجټال الکټرونيک کې د منطقي مدار د پياده کولو ، حافظې ، سويچ کولو اونورو برخو کې کارول کيږي . په دې توګه په زغرده ويلی شو جې ټرانزسسټور په الکټرو نيک ټکنالوژی کې د يوه زړه حيثيت لري .
ټرانز سسټورونه عموماپه دوه ډوله دي :
١_ پيوندي دوه قطبي ترانسسټور ( Bipolar Junction Transistors) چې لنډيز يې BJT دی
٢_ د ميدان د اغيز ترانزسسټور (Field Effect Transistors) چې لنډيز يې FET دی .چې دا هم په دوه ډولونو دی .
الف_ د ميدان د اغيز پيوندي ترانز سسټور JEFT) (
ب_ MOSFET چې (Metal Oxide Semiconductor Field Effect Transistor) لنډيز دی .
ټرانزسسټورونه په 1948 م کال کې منځ ته راغلل او په 1956م کال کې په کمپيوټرونو کې په زياته اندازه وکار ول شول.
د ټرانزسسټورونو په راتګ سره په عمومي توګه په الکټرونيک ساحه کې او په ځانګړي توګه په کمپيوټرونو کې يوستر بدلون منځ ته راغی . ځکه ټرانزسسټورونه تودوخې ته اړتيا نه لري ، لږه انرژي مصرفوي او د چارو په سرته رسولو کې خورا چټک او دقيق دي