پکسل ( Pixel )
پکسل په خطي شبکه ( graphic image ) کې هغه يوازينۍټکی( نقطه) دی چې په ټوليزه توګه د بيلابيلو رنګونو په مرسته د تلويزون په پرده ، دکامپيوټر پر سکرين ،دعکاسۍ د ډيجټل کامرې او ياهم د چاپ دکاغذ پر مخ انځور جوړوي .
يا په بل عبارت د سکرين پرمخ د تصوير د ښوونې له پاره ، مانيټور بايد په ټکو، د ويشلو وړتيا ولري چی د کمپيوټر په اصطلاح کې همدغه يوه ټکي ته پکسل ويل کيږي . دمانيټور پرده د فاسفورس د پوډرو پر خالونو پوښل شوې وي هر خال بيا له سور، شين او آبي رنګه فاسفورس جوړ وي. دا درېواړه فاسفورسه بيا د عکس تر ټولو کوچنۍ توکی پکسل (Pixel) جوړوي، او پکسل پر پرده الکترونيک عکسونه جوړوي.
د مانيټور پر مخ د ټکو شمير د تصوير روڼوالی ( Resolution ) ټاکی .هر څومره چې دغه ټکي (پکسلونه ) زيات او دهغو تر منځ فاصله کمه وي ، همغومره تصوير روڼ او روښانه وي
د ټکو تر منځ انحراف (Dot pitch) د هغوفاسفوري ټکو تر منځ فاصلې ته وايي چې يو پکسل جوړوي . که دغه ټکي يو بل سره نږدې نه وي ، طبعي خبره ده چې تصوير به روڼ او روښانه نه ښودل کيږي .په رنګه مانيټورونو کې دا فاصله بايد د ( ٢،٨ ملی متره )زياته نه شي .
دا چې فاسفورس په چټکۍ ځان ورکوي ، نو په کار دي هغه معلومات چې دسکرين پرمخ ښودل کيږي ، وخت په وخت
تازه (Refresh ) شي . په يوه ثانيه کې د تازه کولو شمير ته( Refresh rate ) وايي او په هرتز ( Hertz) اندازه کيږي .
هر څومره چې د پکسلونو شمير زيات وي تصوير روښانه ليدل کيږي خوپه خوا کې يې بيا زياتې حافظې ته هم اړتيا لري
دبيلګې په توګه : که د مانيټور د ښودنې صفحه روڼوالی يا وضاحت (Resolution ) 480*640 پکسله وي او د 256 رنګونو نه ګټه واخلی نو په هغه صورته کې به تصوير 307200 بايټه ( 640*480*1=307200) حافظې ته اړتيا ولري څو هغه د مانيټورپر صفحه وښودلی شي .
د پکسل د کلمې استعمال نوی او عموماهغه وخت د ښوديز معياري واحد په توګه و منل شو چې ( VGA) جوړه او وپېژندل شو ه . د ۱۹۸۰ لسيزې د مخه د پکسل پر ځای ( lines of resolution) د رېزولوشن د اندازه کولو معياري واحد ګڼل کيده .
کانټرسټ ) تناسب( پر پرده د روښانوالي او تياره والي د ټکيو تر منڅ د فاصلې د اندازه کولو واحد دی .څومره چې د کانټرسټ تناسب لوړ وي، په همغه اندازه ه انڅور بډای، ژور او سيوری لرونکی ښکاري.