دوست شينواري د غزل پر طرحه
محمدحنيف حيران
( ساه نيولی دې راغلی يم درشل ته)
قاتل نه يم خو بيا هم ځمه مقتل ته
مخ مې ځکه په لمر مخي يار پسې وړم
له فطرته يــــــــــــــــمه ورته کاپور ګل ته
د وحشت ګرداب به زغم کړي پخپل ځان کې
د اُمېد کشتۍ به ورسي منــــــــــــــــــــــــــزل ته
د غمزو لمر دې يو څو نېزې راټيټ وي
د خوشال پښې دې خوييږي نه مغل ته
په ســــــــــتم او په جفا دې ښه زړه يخ که
خدای به ما هم کړي وسي درته بدل ته
چې خلقت ته د خدای پاک کله حيران شم
نو کاته کړم، کله يار ته کله ګل ته.
29.01.2008
- shamshad
ګرانه وروره ! د سلامونو او نیکو هیلو نه پس زه به خوشحاله شم که زما دا شعر چه د دوست شنواری د غزل په اقتفا لیکل شوی په خپل ښکلی ویب پاڼی کی خپور کړي .ستاسو د لا زیاتو بریالیتوبونو په هیله.حفیظ الله خالد ویانا استریا--------------------------------------------------------------- &nbs...
08.02.2008
- shamshad
سلامونه او نېکې هيلې درانه مشر زهير صيب ته د ارواښاد دوست شينواري په ليکه غزل درلېږم خدای دې وکړي چې د خپرېدا وړ وي خوښي مو غواړم جلال له ازغو که ډکه لاره ده منزل ته بيا هم ځمه وارخطا نه يم مزل ته دا چې ولې پښتانه دي بې هېواده بس همدا وړه ګيله لرم ازل ته تور پېکي دې لېونی د تورو غرو کړم غرڅنو سترګو دې راوستم ځنګل ته دا ريبار د يار انکار راته...