غزل
نجيب عامر
د ( دوست شينواري په زمکه )
هسې نوم خلکو ورکړى دى بلبل ته
بې له ما قصيده چا ليکلې ګــــــــل ته
درانه پيټي د دنيــــــــــــــــــا راته آسانې
دعشق چارې ګرانې ما غوندې تنبل ته
مسافــــــــــــــر يم په ډبره مې سر اېښى
نيمه شپه ده ضرورت لـــــــــرم څنګل ته
اوس د ښاراستوګنه ډېرې پيسې غواړي
ځـئ چې ژوندله سره پيل کړو ځو ځنګل ته
هېڅ مې شونډې په شرابو روږدې نه شوې
کــــــــــنه ! کله کله ، زه هم ځم کابــــــــــل ته
دروازه کې يو دربان دى بـــــلا سپي دي
دې حالت کې باچا نه درځم محـــــل ته
شين شهار،سبا نارى او کوچۍ هم شته
عامــــــــــر هيڅ ضرورت نه لري عسل ته
٢٠٠٨ جنوري ٢٣
پېښور
03.01.2008
- shamshad
مرحوم دوست شینواري په شعر طرحي مشاعره
(ساه نیولی دې راغلی یم درشل ته)(ما په خپله ځان سپارلی دی اجل ته)د کمان غیشی دې څوک ملامت نه کاچې وار شوی دی د هیلو تاج محل تهخاطرې مې د ژوندون کتاب کې لولهما سپارلې دي د خپل حیات ناول تهقضاوت به بيـــــــا هغه مهال کړې ګله چې زه درغلم د دوو سترګو مورچل تهیا بـــــــــــــــه پرانیزې لېمې راته د مینېیا به ورکړې ما د ورک جهان...
29.01.2008
- shamshad
ګرانه وروره ! د سلامونو او نیکو هیلو نه پس زه به خوشحاله شم که زما دا شعر چه د دوست شنواری د غزل په اقتفا لیکل شوی په خپل ښکلی ویب پاڼی کی خپور کړي .ستاسو د لا زیاتو بریالیتوبونو په هیله.حفیظ الله خالد ویانا استریا--------------------------------------------------------------- &nbs...