ښاغلي انجنير ستانه مير زهير ته چې پر ما ډير ګران دی!
عبدالله پيکار
دا چې شرنګ اوشور مې نه راځي غزل ته
اوس مې فکر لاره نه لري ځنګل ته
جوړه شوې د انسان له ککريو
دا خونخواره لاره تللې دې محل ته
رقيبان چې بارودي لباس پر تن کړي
په حمله راځي زما د زړه کابل ته
په دې کاڼو کې د وينو مُسکاه ناڅي
زه چې سترګې واړومه تاج محل ته
چې يې ما په ياد کې ډيرې شپې شوګير کړې
را پيدا شولو بل سر هغې څنګل ته
موسيقي په کې غږېږي ستا د حسن
ستا تصوير مې رالويدلی د زړه تل ته
٢٠٠٧ م کال ، ډسمبر ، کابل
@@@@@@@@@@@
بشرمل ناصر – ږوب
غزل
] د ارواښاد دوست شينواری پر طرحه [
پټ په غلا به لاس دروړمه ستا وربل ته
مساپر که قسمت دروستم محل ته
ځکه لپه د اسمان پر طرف نيسم
دعاګانې د محبت غواړم زابل ته
چې د ښکليو بڼو غشي پر زړه خورمه
ما په خپله ځان سپارلی دی اجل ته
چې د نيت کاږۀ بارونه يې اخيستي
د اکاروان د فرېب نه رسي منزل ته
داسې نه چي په لستوڼي کې پټ مار وي
چې ځولۍ د امن راوړي و کابل ته
د افغان اولاد چې و ژاړي باداره!
د بڅري اور مي ورسي کوګل ته
چې ورېنداره کونډ وي د بل د پاره
فکر وړی يمه دا رنګه اتل ته
د قلم لپاره نه لرو لاسونه
ماتې پښې مو دي ساتلې و مزل ته
پرښتې مي د الهام له ما خپه دي
د ښکلا توري مي نه راوړي غزل ته
د ځوانۍ شوګيرې شپې يې وربخښلې
لا مغروره نه ورګوري بشرمل ته
٢٠٠٧ م کال ، ډسمبر
@@@@@@@@@@@
بارکوال مياخېل – کوټه
غزل
( د ارواښاد دوست شينواري د شعر پر مځکه)
رسوو به ځان ملګرو! خپل منزل ته
ګورئ غړي چې وانه چوئ مزل ته
را الوتي دي د جبر تېز بادونه
خدای دي خير کړي زموږ د ژوند مشعل ته
په پښتو او پښتونخوا کې په دار کېږم
وارخطا نه يم مرګي ته، نه اجل ته
ستا دحسن دولت لوټ نه کړم راستون شم
چې د غلۀ په څېر دي درشمه درشل ته
زما سترګې تش په تا باندې سړېږي
ستا لېمۀ وي منتظر مدام کجل ته
چې مين وي پر خپل قام، پر خپله خاوره
د درنښت سر ټيټوم داسې اتل ته
دي دردونه زموږ په برخه بارکواله !
د بدلون هيله به څه وکړم ازل ته
@@@@@@@@@@@@@@
ګرانو ورڼو سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ!
ما ستاسو خبرتيا ولوستل او دا دۍ د خپل زړه اواز مي تر تاسو ورساوه، که تاسو ته د منلو وو، زه به خوشاله شم، او که د منلو نه وو هم، په دې به خوشاله يم چې د خپل لوري او تر خپل توانه مي د خدای بخښلي سر محقق دوست شينواري په وړاندي، د بشپړ ارادت او درنښت رايه څرګنده کړې ده.
کاشکي ته وای را سره زما تسل ته
د ژوندون کږلېچو اړ ويستمه مل ته
نه ځواني او نه ياران د ځوانۍ وينم
کږه ونه سر مي ټيټ د ځمکې تل ته
ما به ډانګ راسره ووړ، د ماتي نه وم
اوس حريف کاروي زما عساء بدل ته
په سرو سترګو د دې باغ ميوه پخيږي
ټيټي مشه سترګي سرې د هېواد غل ته
که د (دوست ) زيارت ته لاړي دعا وکړه
بابوزئ به هم دعا کړي خپل اتل ته
بابوزۍ
٠٦/ ١٢/٢٠٠٧
@@@@@@@@@@@@@
محمديوسف خدمتګار مزدورزوي
ناروی
نسکور پروت يم ستا دحسن په کوڅه کې
خپل مغرور تندی مې ايښې دې محل ته
بس همدومره درنه غواړمه جانانه
که می وګورئ د ژؤند سوي منزل ته
لوړو ځوړو توپانونو کی رالوي شوم
پټ می بد غوندې کتلي د کور غل ته
لره بره ديووالي غاړه راکړه
د بيلتون اور لګيدلئ دې بورجل ته
رقيبان به نور له دې حريمه تښتي
شملور که غيږ په غيږ شول يو او بل ته
د پښتو ژبه به نوره هم خوږه شي
دورورۍ مينه که بيا راغله کابل ته
د( استاد شينواري ) روح به وي خوشاله
شاعران به يی غزل ليکي غزل ته
خدمتګار ته يی څو کړي لار ښوونئ
هڅولئ يم هغه د شعر مورچل ته
پاوړئ شاعر قدرمن ورور عابد صيب د سلام په وړاندې کولو سره مو برئ او اوږود عمر غواړم دغه څو کرښې چې شعر ته ورته بڼه لري درليږم هيله ده د هغه لوي پښتون روح ته د وړاندې کولو جوګه شي بريالي اوسۍ ، بابوزی