ليکوال : محقق ديپلو م انجنير ستانه مير زهير

                     د افغانستان دعلومو اکاډمۍ پخوانۍ غړی     \

                                                اوبه   

اوبه  دژوند لومړنۍ  منبع ده  ، ټول ژوندي موجودات څاروي دي او که نباتات اوبو ته اړتيا لري . .د نباتاتو او څارويو د بدن په جوړښت کې د  اوبو ونډه په سلو کې د ( 50_ 90 ) پورې ده .

د انسان د بدن وزن تقريبا په سلو ( ٧٠ ) د اوبو نه جوړ دی . د اوبو لږ والی  په انسان کې لومړی د تندې  سبب ګرځي او که دا کچه نوره هم راښکته شي  ، د متابوليزم نورمال حالت له منځه ځي ، اکسيډ يشن ورو کيږي او په پای کې د مرګ سبب ګرځي  .ددې له پاره چې د انسان  بدن نورمال فعاليت وکړي ، په ورځ کې د
 ( ١-٧ ) ليتره اوبو ته اړتيا لري . البته دا کچه د انسان په جسماني  فعاليت ، د تودخې په درجه او د هوا په رطوبت پورې اړه لري .

د ځمکې د کرې د څلورو نه درې برخې اوبو نيولې ده چې مهم سمندرونه يې د اطلس ، ارام ، هند او د شمالي قطب د سمندرونو په نامه ياديږي . همدا رنګه  تور سمندرګی ، احمر ، کسپين او نور واړه او غټ سمندرګي هم له اوبو نه ډک دي .

په وچه کې هم اوبه شته چې د سيندونو ، کانالونو ، کاريزونو،  چينو او يخچالونو په بڼه ليدل کيږي . انسان په وچه کې د خپلې اړتيا وړ اوبه له همدې منابعو څخه لاس ته راوړي  . اوبه نه يوازې د څښاک له پاره بلکې د انساني ژوند په نورو برخو لکه : د کرنيزو ځمکو اوبه خور ، دخوراکي  توکو په جوړونه او توليد ، د انرژۍ په توليد ، کانو او صنايعو ، سودا ګرۍ او نورو خدماتو کې هم  ستره ونډه لري .

د اوبو کيمياوي فورمول :

اوبه يوه مرکبه ماده ده چې د دوو اتومونو هايدرجن  ( H  )  او يو اتوم اکسيجن   (  O  ) څخه جوړه شوې ده د هايدروجن او اکسيجن تر منځ اړيکي  او د اوبو کيمياوي فورمول  په لاندې ډول دی :

 2H2 + O2  = 2 H2O

د اوبو په جوړښت کې د هايدروجن او اکسيجن تر منځ  ايوني اړيکي  په دې ډول دي :

H _O _ H )    )

  • د اوبو په ماليکول کې د هايدروجن( سپين) او اکسيجن  ( سور ) اتمونو جوړښتي  بڼه

 

اوبه يو ښه محلل دی  چی بيلابيلې مالګې او کاني توکي   په ځان کې حلوي . د مالګې کچه په سمندري اوبو کې   زياته وي ، ځکه  يې اوبه  د  ترواوبو په نامه ياد وي خو  په مقابل کې د څښاک اوبه  بيا د خوږو اوبو په نامه ياديږي  . په هغو ځايونو کې چې خوږې اوبه کمې او يا نه وي ،  تودو اوبو ته حرارت ورکول کيږي  څو مالګه ورنه بيله او بيا يې د څښاک له پاره وکاروي .

 

اوبه _ لرغونی مدنيت ، فرهنګ او مذهب :

که لرغوني تاريخ ته ځير شونو دا په ډاګه څرګنديږي چې د ښارونو اباديدنه  او د هغو لوړ مدنيت د دسيندونو داوبو  سره نيږدې اړيکي لري د بيلګې  توګه :

_ پنځه زره کاله دمخه د مصر لرغوني تمدن اولوړ  فرهنګ د( نيل )  په سيند پورې اړه لري

_ څلور _ درې زره کاله د مخه  د بين النهرين  حيرانونکي ښارونه ، ماڼۍ ، معبدونه  او د سورينپال ستر کتابتون ... د ( دجلی او فرات ) د سيندونو پورې اړه لري .

_ د هند  (  موهنشرو دارو )  پنځه زره کلن لرغونۍ تمدن ته که ځير شو د ( سند ) د رود سره نږدې اړيکي لري .

همدا رنګه که داوسنيو ځنو سيمو تاريخي  ­_ جغرافيې ته پام وکړو نو زموږ د پورتنيو ادعاو يو ښه ثبوت دا هم دی چې د پاريس ښار د ( سن ) ، د لندن ښار د ( تمز ) او د مسکو ښار  د ( مسکو)  د سيند ونو په غاړو اباد شوي دي .

په ټولو اديانو کې له هغې جملې نه : د اسلام په مقدس دين ، مسيحيت ، ، يهوديت او نورو کې اوبه،  د پاکونکي مادې په توګه کارول کيږي . د اسلام په مقدس دين کې مړي ته غسل ، د لمانځه  له مخه اودس  او په مسيحيت کې  په کليسا کې د تعميد غسل  د اوبو  په وسيله تر سره کيږي. د شينتو ( جاپاني مذهب ) په مذهب کې هم د عبادت په مراسمو کې د بدن او يا د عبادت د مکان  پاکوالی د اوبو په وسيله تر سره کيږي .  

   د اوبوسايکل يا دوران :                                                                                                                                                                    

اوبه يوازينۍ ماده ده  چې په طبعت کې په دريواړو حالتونو  (مايع  ، غاز ، جامد ) پيدا کيږي .

په اسمان کې وريځې ، د سمندرونو څپې  ، د غرونو په څوکوکې د يخ ټوتې ، د ځمکې لاندې د اوبو زيرمې  يې  بيلا بيې بڼې او  ډولونه دي .

اوبه له منځه نه ځي بلکې  د تودوخې په بيلابيلو درجو کې ، له يوحالت نه بل ته  بدلون  مومي . چې دې بهير ته د اوبو سايکل يا دوران وايي  . که د اوبو دوران ته ځير شو نو دې پايلې ته رسيږو چې د تودوخې د لوړې درجې له امله د سمندرونو ، سمندرګيو ، جهيلونو ، سيندونو ، ويالو او کانالونو اوبه  په بړاس
 ( بخار ) بدليږي  چې په فضا کې همدا پړاس د وريځو او لړو په بڼه ليدلی شو  .  کله چې هلته د تودوخې درجه را ټيټه شي   نو بيرته د باران ، واورې ، ږلۍ   او شبنم په بڼه  ځمکې ته راځي .چې يوه برخه يې په  سمندرونو  او بله برخه يې په وچه کې  را ښکته کيږي .

په وچه کې د وريدلي  ورښت يوه برخه د سيندونو له لارې بيرته سمندرونو ته رسيږي ، بله  برخه  بيا بخار او هوا ته پورته کيږي او دريمه برخه يې  د ځمکې له سطحې نه،  د ځمکې تل ته ننوځي چې هلته د ځمکې لاندې د اوبو زيرمې جوړوي چې وروسته ، د همدې  زيرمو اوبه د کاريزونو ، چينو او کوهيانو له لارې د ځمکې مخ ته راوځي  .

 

 

 

د اوبو د سايکل يا دوران  سکيچ

 

 

د علومو هغه څانګه  چې د اوبو د دوران ټول بهير مطالعه  کوي د ( هايدرولوژي ) په نامه ياديږي .

 

هايدرو لوژي ( Hydrology ) :

هايدرو لو ژي له دوو کلمو څخه جوړه شوې  ( Hydro   _ اوبه ) او (    Logos  _ پيژندنه )  .

په لنډه توګه ويلی شو : هايدرولوژي هغه علم دی چې په طبعت کې د اوبو پيدايښت  ، ځانګړ تياوې  او دهغو ويش   ( توزيع )  په څرنګوالي  باندې    بحث کوي .  يا په بل عبارت هايدرولوژي  د فزيکي جغرافيې   هغه څانګه ده چې جې په طبعت کې د اوبو دوران تر څيړنې لاندې نيسي   او په لاندې  برخو ويشل کيږي :

  • هايدرو ميتيرولوژي  ( Hydrometeorology  )  :  هغه علم دی چې د هوا پيژندنې او هايدرولوژي تر منځ  ګډ مسايل څيړي .
  • ليمنو لوژي  ( Limnology  ) :  په وچه کې  دننه    (سيندونه ، ويالې ، کانالونه ) اوبو فزيکي  کيمياوي  او بيولوژيکي   ځانګړتياوې څيړي .
  •  کرايو لوژی  (logy Cryo ) :   يخ پيژندنې ته وايي . هغه علم دی چې په جامد( يخ ، واوره )  حالت کې  داوبو ځانګړتياوې مطالعه کوي . په ورستيو وختونوکې   د يخ پيژندنې علم  ديو ځانګړي  او مسقل علم ( يخچال پيژندنه )  په توګه  را منځ ته شوی دی .
  • جيو هايدرو لوژي  ( Geo hydrology ) :  د ځمکې لاندې اوبو د زيرمو جوړښت او نورې ځانګړتياوې مطالعه کوي  .
  • پوتامولوژي ( Potamology ) : سيند پيژندنې ته وايي . په دې څا نګه کې د سيندونو د اوبو بهير د فزيکي اړخونو له مخې مطالعه کيږي .
  • هايدروګرافي  ( Hydrography ) : دبيړۍ چلونې ( کشتي رانی ) له پلوه د اوبو حالت  او فزيکي ځانګړتياوې مطالعه کوي  . په دې څانګه کې د سمندرونو د اوبو د څپو نوسانات ، جذر مد او نورې ځانګړتياوې مطالعه کيږي .
  • هايدرومتري  ( Hydromety )  د بيلا بيلو موخو په خاطر داوبو مرکز ، مقدار، د بهير چټکتيا او نورې ځانګړتياو ې مطالعه کوي .
سمندر پيژندنه ( Oceanology  ) : د سمندرونو د اوبو فزيکي ، کيمياوي ، بيولوژيکي او نورې ځانګړتياوې مطالعه کوي