افغانستان د اسيا په زړه کې ، د عرض البلد په ٢٩ درجو ٣٠ دقيقو او ٣٨ درجو ٢٠ دقيقو، د طول البد په ٦٠ درجو ٣٠ دقيقو او ٧٤ درجو ٥٠ دقيقو کی پروت دی او. پراخوالی يی ٦٤٧ زره کيلو متر مربع دی.
افغانستان يو غرنی هيواد دی چی په سلو کې ٧٠  برخه يې  غرونو نيولې ده .  د غرونو دا لړۍ   يې دافغان – ايران دغرنۍ  برخې او دمرکزي اسياد لوړو غرونو تر منځ پرتې  دی. لوړې څوکې يې  د هيواد په ختيځ کی پرتې دی چې د لويدز پر لور وروورو ښکته کيږي  او په پای کې اوارې سيمې جوړوي. دا لړۍ د پامير له جګې سطحې (د نړی بام)  نه پيل کيږی او د مرکزي افغانستان څخه تيريږی چی دجنوب لويديز خوا ته ورنه شګلنې برخې جوړې شوې دي .
غرونه:
د هندوکش غر: دا غر دهيواد په منځ کی  داسې غځيدلی پروت  دی چی د هيواد شمالي برخه د جنوب،اوجنوب ختيزو برخو څخه بيلوي . د سمندر له سطحې نه يې لوړوالی ٧٧٤٠ متره دی . لوړه څوکه يې د تيراج مير په نامه  ياديږی چې تل په  واروو پوښل شوی وی . دهيواد زياتره سيندونه له همدی غره او يا يې   له څانګو څخه سر چينه اخلی. مشهور کوتلونه يې خاواک، سالنګ او بروغيل دي .
د بابا غر :  دا غر دهندوکش له  غره څخه د باميان  شيله بيلوي او دلويديز خواته د ٢٠٠ کيلو مترو په اوږ دوالي غځيدلی دی ،  جګوالی يې د هندوکش غره  په پرتله لږ دی  . لوړه څوکه يې د شاه فولادي په نامه ياديږي او د هلمند سيند له همدې غره څخه سرچينه اخلي
سفيدکوه :  د با با له غره څخه دهرات تر شمال- لويديز پوری غځيدلی دی  . د مرغاب سيند اود هريرود  ځنې مرستيالان سيندونه له همدی غره څخه سر چينه اخلی . د دی غره لويديزه برخه سر ابندبولی.
سياه کوه : دا غر هم له بابا غره څخه د سفيد کوه سره غبرګ دهرات تر جنوب – لويديز پوری غځيدلی دی .  خاشرود سيند له همدې غره څخه سر چينه اخلی.
سپين غر: نو موړی غر د پيښور ښار له لويديز څخه د کابل ښار د تر جنوب پوری غځيدلی دی،  يوه څانګه يی  ننګرهار له  پکتيا  څخه بيلوی، لوړه څوکه يې ٤٧٥٥ متره ده.
سليمان غر: دا غر هم په جنوب کی غځيدلی دی چی شمالی لړۍ يی تر سپين غر پوری رسيږی . لوړ څوکه يی د سليمان تخت په نامه ياديږی.
تير بند ترکستان: نوموړی غر له بابا غره څخه پيل شوی او د شمال خوا ته تر
 بالا مرغاب پورې غځيدلی دی. سربيره پر دغو يادو شويو غرونو ، نور کوچني غرونه لکه :  واخان، نورستان، هندوراج، خواجه محمد، سفيد خرس،لعل، بند بايان، هزارسنګ، کفتر خانه، فيروز کوه، بادغيسات، سيابوبک، التيمور، چاګايي، شيرم، البرز، شاديان هم د يادونې وړ دي .
سيندونه : په افغانستان کې زيات سيندونه بهيږي چې مشهور يې دادي :
کابل سيند : د پغمان داونې درې نه سرچينه اخلي ، د کابل  ښار له منځ  نه تيريږي او د ختيځ په لور جريان لري . د لارې په اوږدو کې د لوګر ، پنجشير ، الينګار ، اليشنګ او کنړ سيند ورسره يوځای کيږي او په پای کې اټک ته نږدې د سند سيند  ته تويږي .
هلمند سيند : داد افغانستان  دلويو اواوږدو سيندونه څخه شميرل کيږي . د بابا له غره څخه سرچينه اخلي او د هيواد جنوب لويديز لور ته بهيږي .د کندهار او ارزګان په ولايتونو کې ترنک ،ارغستان  او ارغنداب  سيندونه ورسره يو ځای کيږي او وروسته هامون هلمند کې تويږي .
د افغانستان نور مشهور سيندونه دادي : فراه رود ، خاشرود ،  هريرود...

 • په افغانستان کې د جيولوجيکي څيړنولنډ تاريخ : 
په افغانستان کې له ډيرو پخوا زمانو راهيسې دکاني موادو د پلټنې او سپړنې چارې پر مخ روانې دي. خو کله چی په ١٩٥٤ م کال کې د يوريشيا جيولوجيکي نقشه جوړه شوه، نو دکابل د يوې کمې برخې پرته (  په ١٩٢٦-١٩٥١ کلونو کې د فرانسوي جيولوجستانو له خوا نقشه شوې وه )  نور ټول افغانستان د يو سپين خاپ په څير معلوميده. لامل  يې دا وو چې په افغانستان کې جيولوجيکي څيړنې  نه وې شوې چې د نړۍ په نقشه کې يې انعکاس موندلی وای.
په هيوادکې دجيولوجيکي څيړنو تاريخي بهير په دريو پړاوونو ويشل شوی دی:

 ١- د کاني مواد و د لومړنيو سپړنو پړ او:  
افغانستان د منځنۍ اسيا په هيوادونو کې تر ټولو لومړنی هيواد دی چې د کانونو د سپړنې چارې په کې رواج وي. د بيلګې په توګه د بدخشان د لاجوردو کان يادولی شو چی زرګونه کاله پخوا يی لاجورد د کاروانونو په وسيله د نړۍ بيلا بيلو سيمو ته ليږدول شوي دي. ښه بيلګه يې د مصر اهرامونه دي چې د  ميلاد نه څو سوه کاله مخکې، دهغو  په جوړونه کې د بدخشان لاجورد کارول شوي دي . سلطان احمد پوپل د دې کان د سپړنې تاريخ له نن نه څلور زره  کاله مخکې اټکل کړی دی.
 مار کوپولو هم د دې کان په اړه په خپلو ياداښتونو کې زيات معلومات ثبت کړي دي. سر بيره پر دې پخوانيو کتابونو، لکه: حدود العالم، چار مقاله عروضي، تاريخ طبري، تاريخ بهيقي، طبقات ناصري، قانون البيرونی او داسې نورو هم  د بدخشان د  لاجوردو دکان په شتوالي او له هغه څخه د ګټې اخيستنې په لارو چارو معلومات ثبت کړي اوهم يې د دې کان لرغونتيا ٢٠٠٠ کاله پخوانی ښودلې ده. په ١٥ پيړۍ کې په کابل او کندهار کې مس، په فيض اباد او مقر کې سره زر، د پنجشير په دره کی سپين زر، په ارغنداب کې سرپ، د غوربند په فرنجل کې جست او دهيواد  په شمال کې مالګه لاس ته راوړل کيده.
 ځنې پخوانۍ سمڅې، غارونه او څا ګانې همدارنګه د کندهار په خاکريز، د لوګر په عينک ، هزاره جاتو اودهيوادو په مرکزي برخو کی د اوسپنې د ويلې کولو د بټيو نښې نښانې ،  دا را په ګوته کوي چې زرکاله  او يا هم څه زيات پخوا ، په هيواد کې دکانونو د سپړنې  او له هغو څخه د ګټې اخيستنې بهير موجود و.
     په هند کې د مغولو د سلطنت د بنسټ ايښودونکي بابر په ياداښتونو کې هم د افغانستان د ځمکې د جوړښت، کانونو او زلزلو په اړه زيات معلومات  ثبت شوي دي. همدارنګه د نړۍ د مشهورو ګرځندويانو، لکه: هيون سانګ او ياقوت حموي ابن بطوطه په ياداښتونو کې هم د افغانستان د کانونو په اړه معلومات راغلي دي.

 ٢- د جيولوجيکي څيړنو د پيل پړاو:
دا پړ او د ١٨٣٨ م کال نه پيل تر ١٩٥٥ م کال پوری رسيږی. د دې پړ او په اړه لومړني معلومات د هغو انګليسي مامورينواو پوځي افسرانو  په ياداښتونو کې راغلي چې د افغان- انګليس د لومړی جګړې په وخت کې يې په افغانستان کې             رسمي د ندې لرلې. نوموړو مامورينو زياتره د افغانستان د جغرافيې، زلزلو، اقليم او د سيمې د تر سباتو او ډبرو په اړه لنډ معلومات ليکلي دي.
 په ١٨٣٩ م کال کې (C.P. Lard) لومړنی جيولوج دی چې د هندوکش اوکوهدامن تر منځ  يې جيولوجيکي څيړنې تر سره کړي او دهغې سيمې د کرستالي ډبرو او مرمرو په اړه يی خپل معلومات وړاندی کړي دي.
 په ١٨٤١ م کال کې انګليسي د يپلوماتيک هيئت، له هغې جملې نه (W.Griffth, H. Drumnond) د افغانستان د شمال، هرات، کندهار، کابل او داسی نورو سيمو دکاني موادو په اړه په تفصيل سره معلومات ليکلي دي.
       جيولوجيکي څيړنو په تاريخ کې د انګليسي جيولوج  ک. ل. ګريسباخ
(١٨٨١- ١٨٩٢) علمي ليکنې د زيات اهميت وړ دي. نوموړی لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د جيولوجيکي او ستراتو ګرافيکي څيړنو بنسټ ايښی دی .
       په ١٩١١ م کال کې انګليسي جيولوج هايدر (H.H. Hyder) د خپل اوږده سفر په لړ کې  ، دغوربند له لارې باميانو ته ننوت او هلته يې د سيغان او کهمرد سيمې تر جيولوجيکي  څيړنې لاندې ونيوې. هغه دخپل سفر په پای کې د افغانستان  ستراتيوګرافي ترتيب کړه چې  تر نن ورځې پورې يې خپل اهميت ساتلی دی.
   په ١٩٢٢ م کال کې الف . ارګند (A. Argand ) افغانستان ( دهندوکش، کابل او هرات له سيمو پرته)  د يوريشيا په تکتونيکي نقشه کې د الپين د ګونځو په دورې پورې وتاړه. په همدې کال کې د ( چيرکسکی) روسي جيولوج په بدخشان کې د لاجوردو دکان سره نږدې د (سری سنګ) په سيمه کې د اوسپنې او سربو رګونه مطالعه کړل اوهغه يې د زيات اهميت لرونکي وبلل، خو د اقتصادي ستونزو له امله يی  پر هغو باندې نور کار کول راتلونکې ته پريښودل.
       د ١٩٢٣- ١٩٥٤ م کلونو په بهير کې ر. فورن (R. Furon)  د افغانستان او د هغه د ګاونډيو هيوادونو د جيولوجيکي څيړنو  په اړه د شلو نه زياتې علمي رسالې وليکلې چې په هغو ټولوکې (هندوکش کابلستان)  په نامه رساله ستر ارزښت لري.
  د ١٩٢٤- ١٩٢٥ م کلونو په بهير کې (E. Trinkler) دهرات له لارې  نه هزاره جات  ته او له هغه ځايه بيا کابل ته ورسيد. نوموړي په خپل دغه سفر کې زياتې جيولوجيکي څيړنې وکړي او په پايله کې يې دا فغانستان  جيولوجيکي جوړښت په دوو برخو وويشه: د افغانستان شمالي برخې يې د پخواني شوروي  اتحاد  د(  ترکستان  )  او جنوبې برخې يې له(  هندوستان )  سره ورته وبللې.
     د ١٩٢٩- ١٩٤٠ م کلونو کې فرانسوي جيولوج (J. Barthalex)  د بدخشان په سيمه کې جيولوجيکي څيړنې وکړې چې وروسته يې بيا د خپلو څيړنو مفصل راپور چاپ ته وسپاره. دغه راپور هم د هيواد په جيولوجيکي تاريخ کې ستر ارزښت لري.
       په ١٩٣٥- ١٩٣٦ م کلونو کې الماني جيولوج ک. بريو کل (K. brukl) د بدخشان لاجورد، حاجی ګک د اوسپنې کان، د فرنجل سرب _ جست او د پنجشير د درې د سپينو زرو په اړه  مهمې جيولوجيکي څيړنې کړي دي.
     په ١٩٢٢ م کال کې  (D. West) د خپل افغاني همکار فقير محمد خان په مرسته د دواب په شمال کې د ډبرو سکرو د شتوالي په اړه معلومات ور کړل او همدارنګه يې ا شپشتي اودرهء صوف د ډبرو سکرو دکانونو جيولوجيکي جوړښت وڅيړه.
 په ١٩٤٨ م کال کې غلام علي خان په شبرغان کې د يتيم تاق د سيمې توپو ګرافيکي نقشه د (1:1000) په مقياس او دانګوټ د سيمې جيولوجيکي نقشه د (1:10000) په مقياس جوړه کړه. سلطان احمد پوپل او ډاکټر عبدالله خان هم د امو او کوکچې د سيندونو د رسوبي طلا، دا شپشتی او درهء صوف د ډبرو سکرو         د کانونو په اړه  جيولوجيکی څيړنې کړي دي.
د ١٩٥٠- ١٩٥٢ کلونو په بهير کې افغانی جيولوج سلطان احمد پوپل او فرانسوي جيولوج ترومپ (Tromp) د افغانستان په حلقوي ټرانسپورتي لارې باندې سفر وکړ او دهيواد د جيولوجی په اړه يی مفصل معلومات راټول کړل. د وي د هيواد په شمال کې د تباشير ترسبات نفت لرونکي وبلل چې وروسته بيا دهمدغې نظر يې له مخې  د انګوټ په سيمه کې سويډني کمپنۍ جيولوجيکي برمه کاري تر سره کړې.

٣-  د جيولوجيکی نقشه اخيستنی او د کاني ګټورو موادو د پلټنې پړاو:
په افغانستان کې د جيولوجيکي څيړنو غوره پړاو د ١٩٥٥ م کال څخه وروسته، کله چې په کابل کې د نفت و ګاز رياست جوړ شو، پيل کيږي. (دا رياست وروسته مزار شريف ته وليږدول شو) په ١٩٥٨ م کال کې افغاني جيولوجستانو د پخواني شوروي اتحاد د متخصصينو په مرسته د هيواد په شمال کې د نفتو اوطبعي ګاز پلټنې پيل کړې. دغه څيړنې هراړخيزه وې چې د جيولوجيکي جوړښتونو د مطالعې او د جيولوجيکي نقشې جوړونې له کار سره يو ځای په برياليتوب پای ته ورسيدې
  د ١٩٥٨ کال څخه تر ١٩٦١ م کال پورې فرانسوي جيولوجستانو منيسيه او لاپران  د کابل د سيمې جيولوجيکي نقشه جوړه کړه. د ١٩٥٩ م کال په ورستيو کې الماني جيولوجستانو دهيواد په جنوبي سيمو کی په فعاليت بوخت وو. د هوايي عکسونو په مرسته يی د جنوب ټولې سيمې د (1:1000 000) په مقياس نقشه برداري کړې.
     په ١٩٦٣ م کال کې د جامد او او ګټورو موادو د پلټنې رياست، چې وروسته ١٩٦٥م کې بيا د جيولوجي او کانونو رياست په نامه وبلل شو. منځ ته راغی.
 په دغو کلونو کې جيولوجيکي څيړنو ته پوره پاملرنه واړول شوه. د پخواني شوروي  اتحاد د جيولوجستانو په همکارۍ د ډبرو سکرو، اوسپنې، سرو زرو او لاجوردو د زيرمو  پلټنه او محاسبه پيل شوه چې په پايله کې د کابل  په لويديځ کې د حاجي ګک د اوسپنې کان اوپه شمال لويديځ کې د پلخمري نه نيولې د هرات
  تر ښار  پورې د ډبرو سکرو ستره حوزه  کشف شوه . د باريتو او بريليومو زيرمې محاسبه شوې. د سرو زرو او نورو قيمتي ګټورو کاني موادو زيرمې په نښه شوې.
    د ١٩٦٥ کال نه وروسته د سربو، جستو، مسو، سرو زرو باريتو،  ابرکو، سلفرو، فاسفوريتو، کيناور، ډبرو سکرو،  منرالي اوبو، د خوړولو مالګې او د ساختمماني موادو د پلټنې او تفحص په اړه پراخه جيولوجيکي څيړنې تر سره شوې دي .
    په ١٩٧٣ م کال کې دهيواد په جنوب لويديځی  وروستې برخه کې دا را ګونيت دکان دوهم ځلې ارزيابي تر سره شوه او دهرات د ښار په شمال کې د باريتوکان کشف اودا کتشاف چارې يې پر مخ بوتللې شوې.
    په ١٩٧٤ م کال کې د کابل د ښار په جنوب ختيځ کې د لوګر ولايت پوری اړوند د عينکو د مسو سترې زيرمې کشف او د اکتشاف چارې يی تر لاس لاندې ونيولې شوې. په همدې کلونو کې د (1:5000000) په مقياس د ټول افغانستان له پاره د جيو لوجيکي نقشې جوړونه او ( 1: 1000000) په مقياس د تکتونيکي نقشې جوړونه په هيواد کې د چټکو جيولوجيکي څيړنو ښکارندويي کوي.
  د ١٩٧٦ م کال نه وروسته د افغانستان د جيولوجيکي څيړنو په اړه ليکلي اثار چاپ شول. په دغو اثارو کې يو هم “دا فغانستان تکتونيک”  په نامه  کتاب دی چې په ١٩٧٦  م کال کې په روسي ژبه له چاپ نه راووت. دغه اثر د روسی جيولوج  (و. ا. سلاوين) له اثارو څخه دی. په ١٩٨٠ م کال کې د والفارد او ويتيکند له خوا ( د افغانستان جيولوجي) په نامه کتاب هم چاپ شو . په همدې وخت کې د پخواني شوروي اتحاد د متخصصينوله خوا (  د افغانستان جيولوجي او د ګټورو موادو کانونه)  په  نامه په دوه جلدو کې يو کتاب چاپ شو. دا کتاب په روسي ژبه دی چې وروسته په انګليسی ژبه ژباړل شوی دی.
د افغانستان د جيولوجي اوکانو نو په اړه ټول عمده را پورونه په بهرنيو ژبولکه:  روسي، انګليسي او الماني  ...ژبو دي.  له بده مرغه د هيواد په ملی ژبو پښتو او دری يی يوه پاڼه هم نشته چی دا کار د ځوانو جيولوجستانو له پاره لويې ستونزې منځ ته راوړي دي او د وخت  د کانو او صنايعو وزارت په دې برخه کې هيڅ پاملرنه نه ده کړې.   د جګړې په وروستيو شل پنځه ويشت کلونو کې ، د کابل ښار د شاوخوا د ځينو سيمو پرته  ، نور په ټول هيواد کې  جيولوجيکي څيړنې په ټپه ولاړې دي.