ژباړن : محمدسرور احمدزی
ټاکنې دهغوکړنو له مجموعې څخه عبارت دي، چې دواکمنانو دغوراوي يادقدرت دتابع کولو په موخه دڅارونکو دتعين اوټاکلو لپاره ترسره کيږي ،نوپه دې توګه ټاکنې په مختلفو طريقو داستازودټاکلو په معنی دي، ياهغه امکان دی ، چې په وسيله يې دوګړو اراده دسياسي قدرت داداره کونکو په تعين کې اغيز درلودای شي .که څه هم له پخوانيو وختونوڅخه راپه دې خوا دمسؤلينوپه ټاکلوکې دخلکو دارادې دخيلوالي نښې نښانې ترسترگو کيږي، اما بايد ووايو چې دسياسي واک په اداره کې دخلکو د ارادې دخيلوالی او دټاکنې فن يوه نوې پديده گڼل کيږي، تردې وړاندې واکمنان په جبري ډول په خلکو تحميل کيدل ،په لڼده توگه دوراثت اصل دواکمنانو دټاکلو اودقدرت دانتقال اساسي وسیله وه، نه ټاکنه اوغوراوی .
څرنگه چې دبرتانېې په سياسي تاريخ کې لیدل کيږي ،دنني مفهوم له مخې دټاکنولومړنۍ بنسټ اواساس په نوموړي هېوادکې ايښودل شوی .
د اشرافو ، روحانيونو او دځمکې خاوندانو دتورې دزور له امله په مطلقه سلطنت کې بدلون رامنځ ته شواوپه مالي چاروکې يې دخپل واک ځينې برخې هغوۍ ته انتقال کړې ، هغه مهال دصنعتي توليداتو ، سوداگرۍ اوښاري بورژوازۍ پرمختگ په انگلستان کې ددې سبب شو،ترڅو دغه نوی قدرت ديوې ټولنيزې پديدې په څيرومنل شي .دانگلستان په پارلمان کې دصنعتي بورژوازۍ ، سوداګرۍ او د روڼ اندو دفکري استازو له گډون سره موافقه وشوه .
دې بدلون دلومړي ځل لپاره داستازودگډون موضوع مطرح کړه، په نوموړي هېوادکې د ټاکنو بنسټ په ساده اولومړني شکل کيښودل شو . له همغه مهاله راپه دې خوا ورو ورو دټاکنو لا رو اوطريقو دتکامل شکل غوره کړ او ديو اتفاقې اوتيريدونکي حالت څخه په اوښتويې منسجمه اومنظمه بڼه اختيارکړه ، نوپه دې توګه يې داکثروهېوادونو په قوانینو کې ځای وموند. په وروستي شکل دټاکنو حقوقي اوسياسي منځته راتگ په ولسمې (١٧) اواتلسمې (١٨) پيړیو کې داستازيتوب دنظريې په منلو ، داستازو رژيمونو له لوري دملي حاکميت دنظريې په رامنځته کيدوسره ترسره شو، داروپايي انقلابيونوله لوري دخلکو دحاکميت فلسفې په ردولو ،چې روسو اوپلو يانويې وړاندې کړې وه، ځای دملي حاکميت نظريې ته خالي شو، ځکه بې له کمي اوزياتي څخه دخلکو دحاکميت منل ،دمستقيمې ډيموکراسۍ لپاره لاره هواروله اوداهغه څه وو، چې قانون جوړونکواونظريو ورکوونکوله هغه څخه ډډه کوله .
انقلابيون ټولو خلکوته دټولنې دبرخليک له سپارولوسره هم غږي نه وو او ددې کارپايلې يې خطرناکې گڼلې ،هغوۍ دټولنې مصلحت اوښيگڼې دټاکنو دلارې په رامنځته شويو روڼ اندو واکمنانوکې ليدلې .
دغه تفکر دزمانې له هيلو او ارمانونو سره ډيرسمون درلود ، له بل لوري په عمل کې په مستقيمې ډيموکراسۍ پورې داړونده نظرياتو ترسره کولو ځينې ستونزې له ځانه سره لرلې ، په ځانګړي توگه په لویوهېوادونوکې دقوانينو دتصويب ، دقضاتو دټاکلو او داجرايي چارواکودټاکلواوغوراوي لپاره دټولو خلکو غونډيدل غير ممکن بريښيدل .
نوپه دې توگه څه په عملي اوڅه په نظریاتي لحاظ غيرمستقيمه ډيموکراسي ډيره دمنلو وړگڼل کيده ،نن ورځ مستقيمه ډيموکراسي دځينو کوچنيو دولتونولکه دسويس کانتونونه اودشمالي امريکا له څو ايالتونوپرته په نوروځايونوکې نه عملي کيږي اوپه اکثرو هېوادونو کې دواکمنانو اواستازو ټاکنه دټاکنو له لارې ترسره کيږي .
دټاکنو اوډيموکراسۍ مفاهيمو په ننۍ سياسي ژبه کې ددوه مترادفومفاهيمو شکل غوره کړی اودواک دلاس ته راوړلو نورې لارې لکه وراثت ، انتصاب اوځان ټاکنه لمنځه تللي يايې فرعي او استثنائي بڼه غوره کړې .
په نني عصرکې دوه ډوله ټولټاکنې دځانګړي اهميت لرونکي دي ، يو په جمهوري رژيمونوکې د دولت درئيس ټاکنه ، اوبل دمقننه مجلس داستازو ټاکنه ،ددې دوه ډوله ټولټاکنو اهميت دهغوۍ دځانګړي سياسي رول له مخې دی .نوپه دې توگه هرفرد ديو وګړي په څير درايې ورکولو په وسيله په حقيقت کې د خپلې ملي ټولنې برخليک ټاکي .
په مختلفو کچولکه دکمونونو ، کليو ، ښارونو اوولايتونو په کچه دټولټاکنوترسره کول دسياسي ټولټاکنو ځانګړتياوې نلري ، لیکن تريو ځايه ټولنيز اوسياسي اړخ لري .
دلته داستازیتوب نظریې پیژندل مهم بریښي.داستازيتوب نظريه په واقعيت کې له مدني حقوقو څخه سرچينه اخلي، چي په لاندې ډول يې دڅيړنې لاندې نيسوو.
دوگړو دقانوني استازې دارادې څرگنديدل په حقيقت کې د شخص دارادې په څير دحقوقي آثارو لرونکې ده ،دې نظريې د ١٧٨٩ م کال څخه دمخه په عمومي حقوقو کې ځای درلود اما دفرانسې انقلاب ورته ځانګړی اهميت ورکړ،نوپه دې توگه داستازو اطلاق په هغو کسانوکيږي، چې دکوم شي غوښتنه کوي،نو هغه غوښتنه به دټول ملت غوښتنه وي کله چې پريکړې کوي ،نوپه پريکړو کې به دملت غوښتنې په پام کې نيسي ،ځکه ددوۍ غوښتنې په حقيقت کې دملت غوښتنې دي .ملي اراده ددوۍ په وسيله څرگنديږي ،نوپه دې توگه استازي که يې کړنې قانون جوړول ، دسياسي حاکميت څارل يا دسياسي چارواکو ټاکنه وي، ددويم ځل لپاره ددوۍ کړنې دملت له لوري تصويب ته اړتيا نلري .دټولټاکنو کانديد دقوانينو په چوکات کې آ زاد دی اوهم رايه ورکوونکي دمختلفو کانديدانو څخه هغه چاته چې خوښ يې وي رايه ورکولای شي .
ارون داډول ټاکنې متعار ضيې ټاکنې اواندره هوريو يې مبارزه يې ټاکنې بولي او ټاکنې يوازې په همدې شرايطوکې آزادې اوواقعي گڼي ، پداسي حال کې چې په قدرت طلبه هېوادونو کې دټولټاکنو يوبل ډول دود دی ،چې پورتنۍ ځانګړتياوې نلري . په کمونيستي او ددريمې نړۍ په هېوادونوکې يوازې يوقانوني گوند وجود لري ،چې دنورو سياسي ګوندونو اوجريانونو د فعاليتونو مخنيوی کوي .
داچې موجود گوند دچارو واګي په لاس کې لري، نو دټولټاکنو پرمهال دکانديدانو فهرست اعلانوي اورايه ورکوونکي په الزامي توگه اړکيږي ترڅو همدوۍ ته رايه ورکړي .
يعنې ټولټاکنې زيات تائيدي اړخ لري ،نه داچې دمختلفو کانديدانو څخه څوک وټاکل شي ، دپورتني پراخ بحث په پای کې هڅه کيږي ،چې په ټولټاکنوپورې اړونده موضوعات په دريومبحثونوکې په تفصيل سره وڅيړل شي .

لومړی مبحث : رايه پيژندنه
هغه حقوقي او تشريفاتي عمل چې په ترسره کولو ېې وګړي دقانوني شرايطو او ضوابطو سره سم خپل استازي ټاکي رايه ګڼل کيږي .رايه ورکوونکي ددې حقوقي اوسياسي عمل په ترسره کولو او داستازو دټاکلو په وسيله دټولنې دسياسي امورو په اداره کې برخه اخلي .په دې اړه په اتلسمې پيړۍ کې دوه متفاوت فکري نظامونه رامنځته شول .يوشمير ېې رايه ورکونه دافرادو حق ګڼي اويوشمير نورېې ټولنيز عمل يا دوګړو مکلفيت بولي .نو دډيموکراسۍ له پيله پدې اړه دوه فکري نظامونه منځته راغلل ،چې په لنډو پرګرافونوکې دمطالعې لاندې نيسو :
لومړی پراګراف : لو مړۍ نظريه :
دغه نظريه دحاکميت دويش نظرېې پر بنسټ منځته راغلې . روسواوپيروانو ېې ددې نظرېې کلک ملا تړ کاوه ، که دخلکو حاکميت دوګړو دحاکميت له يو ځای کيدو څخه منځته راغلی وي ،نودحاکميت خاوند يعنې فرد حق لري، چې دحکومت داداري اوسياسي واک په څارنه اوويش کې مرسته اوګډون وکړي .
که چيرې دغه همکاري اومرسته دټاکنو له لارې منځته راشي ،نوبيا ټول وګړي دراېې ورکولو حق لري .نوپه دې توګه دغه حق په هر وګړي پورې ، چې دحاکميت لرونکی ګڼل کيږي تړاولري، نو ځکه هيڅوک نشي کولای ترڅودغه حق له هغوۍ څخه واخلي .له بل لوري داچې دراېې ورکولو حق په فرد پورې تړاو لري ،نوهغه اختيار لري، چې ورڅخه ګټه اخلي او که یې نه اخلي .
ددې حق کارول يا ور څخه ډده کول ،دهروگړي مشروع حق گڼل کيږي اوله هغې څخه استفاده ياعدم استفاده دوگړو په ارادې پورې اړه لري .
دويم پراگراف : دويمه نظريه :
دغه نظريه دپخوانۍ نظريې پر خلاف دملي حاکميت له تفکر څخه منځته راغلې، ملت ويش نه منونکی ټولی دی اوحاکميت پدې ټولي يعنې ملت پورې اړه لري نه په ښاريانوپورې چې دملت جوړونکې برخې دي .
که داستازو دټاکلو حق هروگړي ته ورکول شي ،نوددې حق په شتون کې افراد ديوعمل ياځانګړي کارپه ترسره کولو سره داستازو او واکمنانو په ټاکلو کې برخه اخلي .
ملي حاکميت يواصل دی او وگړي په حقيقت کې ددې حاکميت جوړونکې برخې گڼل کيږي .
بارناو چې دملې حاکميت او دځانګړي کار نظريې له پلويانوڅخه دی په ١٧٩١م کال يې ليکلي وو: رايه ورکول ديو عمومي کارله ترسره کولو پرته بل څه ندي اوله ټولنې پرته بل هیڅوک له دې حق نه دګټې اخیستلو اجازه نه لری،په هغه صورت کې چې دټولنې گټه پکې وي ،يو څوک له دې حق څخه معاف کولای شي او يو چاته له هغې نه داستفادې وړانديز هم کولای شي، نوپدې توگۀ که دټولنې گټې يې غوښتنه وکړي ،کیدلای شي رايه په الزامي توګه يوټولنيز مکلفيت وگڼل شي اویا له هغې نه ډډه کول يعنې په رايه اچونه کې نه گډون ممنوع وگرځول شي .

دريم پراگراف : د رايې ورکولو حق دپرمختګ پس منظر:
که رايه ورکول دحق په څير ومنل شي، نوپدې صورت کې بايد وليدل شي ،چې آيا داحق دملت په ټولو افرادو پورې اړه لري ،يا په هغو ځانګړو وگړو پورې چې دټاکلو شرايطو لرونکي دي تړاو لري،نوپدې توګه دراېې دحق له دو ډولونو سره مخ کيږو :
١- دمحدودې رایې حق
۲-دعمومي رایې حق
لومړی جز: د محدودې رایې حق :
دراېې محدوديت هغه وخت رامنځته کيږي ،چې په ټولټا کنودګډون حق يوازې معينو افرادوته ورکول شي، چې ديو شمير ځانګړوشرايطو لرونکي وي ،داساسي قوانينو دنهضت دپيل او داستازو اوواکمنانو په ټاکنه کې دخلکو دګډون امکان درامنځته کيدو پر مهال قانون جوړونکو اوحتی انقلابي رهبرانو دخلکو په وسيله دحکومت دبرخليک له ټاکلو سره همغږي اوموافقه نښودله .
دموريس دو ورژو د تعبير له مخې بورژوازي دعمومي ټولټاکنو دترسره کيدو مخنيوی کاوه ،ځکه دوۍ چې دانقلاب له لارې یې حکومتي قدرت داشرافو اونجباوو دلاسه ويستی و، غوښتل ېې چې دامکان تر بريده ېې دټولنې دنخبه ګانو په محدوده کې وساتي اواجازه ورنکړي ترڅو دټاکنو په پايله کې يوازې قانون او اکثريت واکمني وکړي اودقدرت چارې په بشپړه توګه دکوڅې اوبازار دخلکوپه لاسونو کې پريوزې ، نوپدې توګه يې ځانګړي شرايط په قوانينوکې ځای پر ځای کړي، چې په حقوقي لحاظ دټاکنو دمحدوديت مفهوم افاده کوي .
له دې مهمو شرايطوڅخه يوېې مالي اوبل ېې داستعداداو وړتیا شرط دی .
الف :مالي شرط :
دټاکنو دمحدوديت لو مړى شکل دراېې حق انحصارول دي، په هغواشخاصوپورې چې ټاکلې اندازه مستقيمه ماليه دټاکنودمالياتو په نوم ورکوي .
البته ددې مالياتو اندازه دقانون پوسيله داسې ترتيبيږي چې دټاکنو مادي امکانات برابرکړي .
دمستقيمومالياتو په ورکولوپورې درايې حق منحصرول، دقاعدې له مخې داسې توجيه کیدای شي ، چې رايه ورکونکې بايد له ملت اوټولنې سره تړاو اوپيوستون ولري .
دغه پيوستون هغه مهال منځته راځي ،چې رايه ورکونکی د خپلې دارايي او ثروت ورکولوپه وسيله ، دټولنې نعمتونه په ښه توگه پيژني او دهغې په ساتنه کې چې په ملت پورې اړه لري، له معنوي او روحي پلوه برخه اخلي ،دويم داچې دغه افراد دحکومتي پريکړو وزن په ځان مني او دمختلفو پريکړو سموالی او ناسموالی په هغوۍ پورې اړه لري ،نوپدي توګه يوازې دغه افراد کولای شي ،چې په ټولټاکنوکې گډون وکړي .
ديوشميرهېوادونو په قوانينوکې دټاکنو مالي محدوديتونه په مختلفو شکلونو او صورتونو وجود درلود، دبيلګې په توګه د رايې حق يوازې دځمکې خاوندانوته ورکول کيده اودټاکلې اندازې کرنیزې ځمکې خاوند کولای شول چې رايه ورکړي .
دنولسمې (١٩) پيړۍ په اوږدوکې داشرافي طبقې (محافظه کارانو) او بورژوازۍ (ليبرال) طبقوترمنځ دقدرت او واک ساتلو او لاس ته راوړلو په موخه شديده مبارزه روانه وه او له محدودو ټاکنو څخه داشرافو په گټه او دبورژوازۍ په زيان استفاده کيده ،سره له دې چې نن ورځ دنړۍ په ډیرو برخوکې درايې دحق دا ډول محدوديتونه له منځه تللي اما دهغوی آثار اونښې د ځينو هیوادونو په قوانينو کې لیدل کيږي ،دشمالي امريکاپه ځينوآيالتونوکې يوازې هغه افراد په ټاکنو کې گډون کولا ی شي ،چې دژوند ددوام لپاره کافي عوايد ولري .
اما دډيموکراسۍ په پراخيدو او دوگړو دبرابرۍ اصل په منلوسره دمالي شرايطو آثار اواغيزې له منځه ولاړې ، په همدې توگه د دارايۍ او ماليې ورکول له ټولنې سره دافرادو پيوستون لپاره لازمي شرط نه گڼل کيږي، بلکې داسې استدلال کيږي ، چې له ټولنې سره دافرادو يوځايوالی داعتقادي اوفرهنگي نظامونو په وسيله ټينگيږي، دويم داچې بايد داسې ونه گڼل شي ،چې حکومتي پريکړې يوازې په خاصو وګړو اغيزلري، بلکې د ټولنې په ټولو وگړو که مال دار وي يا نادار يو شان او یو ډول اغيزې کوي ،نوپدې توګه نه منطقي اونه عادلانه وه، چې دواکمنانو دټاکلو پريکړې په ځانګړو ډلو پورې منحصرې شي.
ب : داستعداد او وړتيا شرط :
دوړتيا او استعداد په اساس افرادوته درايې حق ورکول دټاکنو له محدودونکو وسيلو څخه گڼل کيږي، ددې ليدلوري په اساس دقوانينوله مخې درايې حق په هغه چاپورې ، چې دليک لوست وړتيا ولري منحصر گڼل کيږي .
پدې اړه دوه ډلې سياسي مفکرين اوقانون جوړونکي له يوبل سره بحث اومجادله کوي.
يوشمير متفکرين له رايې څخه دټولنې دنالوستوافرادو بې برخې کول له مطلقې ډيموکراسۍ ،ټولنيزعدالت او دانسانانو دحقوقو له برابرۍ سره په ټکر کې بولي .
دوۍ استلال کوي، چې ټول وگړي دټولنې غړي اودملت دپراخه مفهوم جوړونکي عناصر دي ،نوبايد عمومي ارادې ته په شکل ورکولو کې گډون وکړای شي، پداسې حال کې چې داډول محدوديتونه به افرادپه دوه برخو ،چې يوه به يې دټولني په بطن اوبله به يې دټولني له بطن څخه بهر ژوند کوي وويشي، په هغو ټولنوکې چې دنالوستو شمير زيات دی، نودوۍ دهغوافرادو په نسبت چې دليک اولوست وړتیا لري اکثريت جوړوي او داډول محدوديتونه به ډيموکراسي په يوډول ټولنيزي اليگارشۍ واړوي .
پدې توگه به زیاتره خلک واکمنان اوچارواکي خپل ونه ګڼي ، دټولنيزو مسايلو فهم ياپه سمه توګه فکرکول يوازې په سواد اوزده کړې پورې اړه نلري، بلکې په عمل کې ټول افراد خپل مصلحت ، زيان اوگټه درکولای شي، اما دويمه ډله باورلري ،چې رايه ورکوونکي بايد دمطبوعاتو ، کتابونو اوخبري رسنيو له لارې دمهمو موضوعاتو او پيښوپه اړه معلومات ترلاسه کړي .اویوازې هغه کسان په رایه اچونه کې ګډون کولای شي، چې دلوستلو اولیکلووړتیا ولري .
دټاکنو هدف دادی ترڅو دټولنې نخبه او بااستعداده افراد دخپل قابليت او توان له مخې وکولای شي ،څو دملي شوری او حکومتي څوکۍ ترلاسه کړي .
ځينو هېوادونو پخپلو قوانينوکې درايې ورکولولپاره دسواددرجه دشرط په توګه ټاکلې، په چيلي اوفليپين کې بايدرايه ورکونکی دليکلو او لوستلو وړتیا ولري ، دسویلي امريکاپه ځينو آيالتونو کې بايد رايه ورکوونکي ثابته کړي، چې دايالتي سياسي قانون دلوستلو توان لري اوپه ځينو ايالتونو کې بايد وکولای شي ،څو دنوموړي قانون په اړه توضيحات ورکړي .
ج : جنسي محدويت :
دټولټاکنو درويش له منځته راتگ څخه ،کلونه وروسته درايې ورکولو حق دنارينه و په انحصارکې وو، يعنې سياسي چارې دنارينه و په واک کې وې . دټولنې په چاروکې دښځو دمداخلې دمخنيوي اساسي انگيزه هغه تفکر و ،چې په اکثرو ټولنوکې دښځو درول په اړه رامنځته شوی و .
دنارينه و اوښځو درول په اړه هغه توپير چې په ذهنونوکې يې شتون درلود، اجازه نه ورکوله ترڅوپه ټولو چاروکې هغوۍ له دوۍ سره مساوي وگڼي ،نوپدې توګه بايد ښځې دکور دننه چارې ترسره کړي اونارينه دنورو مسايلو مسؤليت چې سياسي چارې هم په برکې نيسي په غاړه واخلي .
دلومړي ځل لپاره په ١٨٩٠ ز کال دامريکا دوايومينگ په ايالت کې دقانون له مخې ښځو ته درايې ورکولو حق ورکړل شو.
دامريکاځينو نورو آيالتونو له هغې څخه پيروي وکړه، هغه مهال د برتانيا په تحت الحمايه او دشمالي اروپا په يوشمير هېوادونو کې یاد وضعيت دوام پيداکړ ،امادښځو درايې عمومي کيدل دشلمې (٢٠) پيړۍ په پيل کې دډيموکراتيک تفکر دپراختيا سره سم صورت وميند.
په ١٩٢٠ م کال دا مريکا په متحدو ايالتونو اوپه ١٩٢٨ م کال په برتانيا کې دښځو حقوق په قانون کې ځای پرځای اوعملي شول ، په همدې توگه په ١٩٤٤ م کال کې په فرانسه اوپه ١٩٦٢ م کال په موناکوکې ومنل شو ،په سويس کې په ١٩٥٤ م کال دنارينه و څخه دريفرنډم ياټولپوښتني له لاري دښځو درايې حق په اړه پوښتنه وشوه .
اکثره نارينه وو دښځو درايې له حق سره مخالفت څرگندکړ اماپه وروستيو کلونو کې دسويس نارينه وو دښځو د رايې حق سره موافقت وښود، نن ورځ دنړۍ په اکثرو ټولنو کې جنسي محدوديت له منځه تللی اويوازې په يوجنس پورې د رايې انحصار د عمومي ټاکنو او ډيموکراسۍ خلاف عمل گڼل کيږي .
د: نژادي محدوديت :
دقانون پر وړاندې ديوهېواد داتباعو برابري ،ددې غوښتنه کوي، ترڅو ټول وګړي وکولای شي بي له دې چې نژاد او ټولنيزه ډله يې په پام کې ونيول شي، دخپلې ټولنې دبرخليک په ټاکلو کې برخه واخلي اما د ټاکنو په برخه کې نژادي محدوديت په يوشمير ځايونو کې سابقه درلوده اولري يې .
په هيټلري المان کې يهوديان د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې شوي وو او داخبره دنازيانو دتفکر يوه نه بيليدونکې برخه وه، دسویلي امريکا په يوشمير آيالتونو کې داسې مقررات موجود وو، چې په ټاکنوکې يې دتورپوستو دگډون مخنيوی کاوه، داډول محدودونکي مقررات په نژادپرستې سویلي افريقا کې هم ترسترگو کيږي .
په فرانسه کې د١٩٥٧ز کال راپدې خوا بوميانو لکه دنورو فرانسويانو په څير بې دجنس له پام کې نيولوڅخه په ټولټاکنو کې د رايې ورکولوحق ترلاسه کړی .
دويم جز:دعمومي رايې حق :
عمومي ټاکنې له حقوقي پلوه هغو ټاکنو ته ويل کيږي، چې د رايې حق بې له محدودونکو مالي ، جنسي اونژادي شرايطو څخه په ټولو وگړو پورې تړاو ولري .
بايدداسې تصورونشي ،چې کله رايې يا ټاکنوته دعمومي والي صفت ورکوو ،نو مقصد به يې داوي څو په قوانينو کې به هيڅ ډول شرايط موجودنه وي، ځکه په ټولنيزو ټاکنوکې ډول ډول محدوديتونه دځينو افرادواوټولنيزو ډلودګوښه کولو لپاره تر سترګو کيږي .
که دځينو افرادو ګوښه کول دعامه مصلحت په هدف اوبې له سياسي غرضونو صورت ونيسي، دحقوقي دوکتورينو له مخې دټاکنو دعمومي والي له اصل سره مخالف نه ګڼل کيږي . اماځينې وختونه دټاکنو په قوانينو کې محدوديتونه په داسې شکل پيش بيني کيږي، چې دعمومي ټاکنو اومحدودوټاکنو تر منځ دسرحد ټاکل ستونزمنوي، داکثرو هيوادونو دټاکنو په قوانينو کې دعمومي ټاکنو په برخه کې ځينې محدوديتونه موجودوي، چې له هغې نه مهم يې په لاندې ډول څيړو.
الف :- تابعيت :
په رايه ورکولو کې دبرخې اخيستلو لپاره له حقوقي پلوه بايد داړوند دولت تابعيت ولرو ،د اکثروهیوادونو په قوانينوکې دغه اصل په پام کې نيول کيږي ،پدې اړوند دبهرنيانوموضوع تل له قانوني پريکړوسره مخ وي ،چې دتابعيت دلاس ته راوړلو له لارې دمربوطه دولت له اتباعو سره يوځای شوي وي ، درايې له حق څخه ددې ډول افرادو بې برخې کول دتابعيت داصولو اوآثارو مخالف عمل گڼل کيږي ، اما له بل لوري په هغوهېوادونوکې چې کډوال مني، بې له محدوديتونو نويو گډوالوته د رايې حق ورکول ،ممکن په شته نظم او روانوسياسي مسايلوباندې بدې اغيزې ولري ، په ځانگړي توګه په هغه صورت کې چې دکډوالو دقبلونکي هېواد داتباعو شميرکم او دتابعيت غوښتونکو شمير زيات ووسي، پدې برخه کې چې کومه دحل لاره په پام کې ونيول شوې ، داده ترڅو نويو راغلو افرادوته ديوې ځانګړې مودې ترتيريدو وروسته درايې حق ورکول شي .
دبيلګي په توګه په فرانسه اومصرکې هغه بهرنيا ن چې ددغو هېوادونوتابعيت يې ترلاسه کړی دپنځو (٥) کلونو وروسته په رايه اچونه کې دگډون حق لري . بايد ثابته شي، چې دې افرادو داړوندو هېوادونو فرهنګ درک کړی اوله خپل نوي ملت سره له ځان اوزړه څخه تړل شوي .
ب : سن :
په رايه ورکولوکې دگډون په مقصد بايد رايه ورکونکي دبلوغ او فکري پوخوالي سن ته رسيدلي وي ،خپلې دندې او مکلفيتونه وپيژني اودسياسي مسايلو په اړه په عاقلانه توګه پريکړه وکړای شي .
نوله دې امله کوچنيان نشي کولای ، چې په رايه ورکولو کې برخه واخلي، دسياسي پوخوالي سن په غالب ګمان دمدني رشد دسن په اندازه دی .
اماپه زيات شمير هيوادو نو کې دغه اصل په پام کې نه نيول کيږ ي ځينې وختونه سياسي سن دمدني سن څخه زيات پيش بيني شوی اوځينې وختونه کم .
په اکثروقوانينوکې درايې ورکونکي حداقل سن له ١۶ څخه تر ٢٣ کلونو پورې رسيږي ،دغه قاعده دلومړي قانون جوړونکي مجلس دټاکنو په اړه زيات صدق کوي .
ځکه په هغو هيوادونو کې چې دوه مجلسه نظامونه لري ددويم ياعالي مجلس درايه ورکونکوسن ممکن ٢٥ کلونو ته ورسيږي .درايه ورکونکو دسن لوړيدل دنظامونو په طبيعت پورې اړه لري .
په محافظه کاره رژيمونوکې په ټاکنو کې دګډون لپاره معمولاً لوړ سن په پام کې نيول کيږي ،ځکه هغوۍ په دې اند دي، چې اکثره ځوانان دبدلون غوښتنه کوي اودهغوۍ رايه داستازو په ترکيب اوپه ټاکنو باندې نامطلوبې اغيزې لرلای شي اونوي سياسي بدلونونه ممکن هيوادونه له ستونزوسره مخ کړي ،نو په دې توګه بايد دخلکو استازي دټولنې دهغې طبقې په وسيله ،چې دخپل هيواد تاريخي اوزماني مصلحتونه درکولای شي وټاکل شي . برعکس په انقلابي رژيمونو کې درايه ورکونکي دحداقل سن دکموالي لپاره هڅه کيږي .
تر څوپه دې توګه دبدلون غوښتونکو اوانقلابي ځوانانو له ملاتړ څخه دانقلاب برياليتوب اودوام لپاره استفاده وکړي ،دبيلګې په توګه ددريمې نړۍ په هيوادونوکې حاکم سياسي نظامونه دکم عمره ځوانانو له رايو څخه ګټه پورته کوي .
ج – رواني چمتوالی :
دسن له شرط څخه علاوه ،بايدرايه ورکوونکي دنفس او روان له سلامتۍ څخه تر دې حده برخمن ووسي، تر څو وکولای شي دسليم عقل په واسطه دسياست په نړۍ کې دښو اوبدوترمنځ توپير وکړي اوله مسایلوڅخه سم اومنطقي بر داشت ولر ي .
درواني چمتوالي شرط دټاکنو په اکثروقوانينو کې په څرګند ډول تر سترګو کيږي .اماله دې ډول شرايطو څخه دغلطې استفادې دمخنيوي لپاره دليوني اومجنون موجوديت دراېې ورکولو مانع نه ګرځي ،بلکې دغه صفت بايد دقضایي مقاماتو لخواثابت اودمحکمې له لوري ورباندې حکم صادرشوی وي .
د- اخلاقي اهليت :
په هغو مجازاتو محکوميدل چې دټولنيزوحقوقو اوپه ځانګړي توګه درايې له حق څخه دبې برخې کيدو سبب کيږي ،په ټاکنو کې دگډون حق سلبوي .
دامحدوديت داصولو پرخلاف نه گڼل کيږي ،په ځانګړ ي توګه کله چې دهغې سببونه دمخکينيو سياسي پلانونو په وسيله نه وي رامنځته شوي .
بايد ترسره شوی جرم دځانګړي اهميت، شدت اودرجې لرونکی ووسي، ترڅو جزايي قوانين هغوۍ پداسې مجازاتو لکه له مدني حقوقو څخه په بې برخې کيدلومحکوم کړي .
که چيرې هرډول محکوميت په ټاکنو کې دگډون مانع وگرځي، نوپدې توګه به دزيات شمير خلکو د رايې حق له منځه لاړشي او دټاکنو دهيئت دايره به دومره تنگه اومحدوده شي ،چې په عمل کې به دټولنيزو ټاکنو دحق مفهوم له منځه لاړشي . ديو شمير هېوادونو په قوانينو کې د رايې له حق څخه دبې برخې کيدو لپاره دزندان موده ،اماپه اکثرو مواردوکې دجرم کيفيت او نوعيت په پام کې نيول کيږي .دبلژيک په هېوادکې په کورنۍ کړنو پورې اړونده جرايم اوپه ځينو نورو هېوادونو لکه المان ، استرليا ، کاناډا ، جاپان ، فينليند ، نوي زيلانډ او آيرلينډ کې دټاکنو په تقلب او فساد پورې اړونده جرايمو محکوميت، له محکوموافرادوڅخه د رايې ورکولو حق سلبوي، له دې څخه علاوه دنړۍ په ځينو نورو هېوادونو لکه فرانسې ، لبنان ، لوکزامبورک اوموناکوکې داخلاقي اهليت نه لرل په ټاکنو کې درايې ورکولو مانع گرځي .
هـ - ديوشمير ډلو محروميت :
دزيات شمیر قوانينو له مخې نظامي افراد او افسران په ټاکنو کې گډون نشي کولای ، په نظامي ارگانونوکې دشديدو سلسله مراتبو دموجوديت له مخې په ټاکنو کې ددې ډول افرادو گډون به غلطۍ اوناسمې گټې اخيستنې له ځانه سره ولري او لوړ رتبه نظامي افسران به عادي نظاميان اړباسي، ترڅو ددوۍ دخوښې له کانديد او گوند څخه ملاتړ وکړي، داکاردټاکنو آزاده فضاء له ويرې او شکونوسره مخ کوي، له بل لوري نظامي تشکيلاتو او جوړښتونو ته دسياست داخليدل ددغو تشکيلاتو دگډوډۍ اوفساد سبب کيږي .
البته داډول تفکردټاکنو دټولو قوانينو لپاره دمنلو وړندی ، په ځينو برخو کې داډول محدوديتونه دځانګړو شرايطو له مخې عملي کيږي .
دبيلګې په توګه په بلژيک کې نظامي افسران ددندې داجرا پر مهال نشي کولای په ټاکنو کې ګډون وکړي .
په لاوس کې روحانيون اوزده کونکي ،چې ماليات نه ورکوي درايې ورکولو له حق څخه بې برخې دي . په زياترو هيوادونو کې بايددټاکنو څارونکي په رايه ورکولو کې له ګډون نه ډ ډه وکړي .
په کاناډا کې دټاکنو دڅارونکو مامورينوله لوري ټاکل شوي قضات په رايه اچونه کې گډون نشي کولای، ددويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته کله چې فرانسې دالمان له اشغال څخه خلاصون وموند، دنوي دولت په وسيله دملي لياقت دنه موجوديت مفهوم رامنځته شو .
ددې اصل څخه موخه دهغو افرادو مجازات کول وو، چې دالماني اشغالگرو سره يې مرسته اوهمکاري کړې وه ،ددې ډول جرايمو مجازات دملي مقام ښکته راتگ و، چې د رايې له حق څخه بې برخې کيدل ېې له ځانه سره درلودل ، په بلغارستان اوپخوانۍ يوګوسلاوياکې په ١٩٤٥ ز کال هغه اشخاص چې فاشيستي نظريات يې لرل اودډيموکراسۍ دوښمنان ګڼل کيدل ،په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوي وو. دملي لياقت دنه لرلو اويا دډيموکراسۍ ددوښمنۍ صفت دمحاکموله لوري اشخاصوته ورکول کيده، دپخواني شوروي اتحاد لومړنيو اساسي قوانينو په ١٩١٨ او ١٩٢٤ ز کلونو کې کشیشان ،راهبان ،پوليس اودپخواني رژيم کارکونکي درايي ورکولو له حق څخه بې برخې کړل .بايد يادونه وشي چې دنوموړي هيواد د١٩٣٦ ز کال اساسي قانون داډول محدوديتونه لغوه کړل .
دريم جز : درايې ډولونه :
درايې ټولې طريقې اوډولونه چې دنړۍ په مختلفو هيوادونو او ځايونو کې دود دي، په لاندې ډول يې څيړو:
الف – فردي رايه او ټولنيزه رايه :
که درايې حق دفرد په وجود پورې اړه ولري اوهغه وکولای شي، چې داوسيدو اوکار په محل کې يې وکاروي دفردي رايې په نوم ياديږي اما که رايه ورکونکي ته داحق ديوې ټولنيزې يا حرفوي ډلې دغړيتوب له مخې ورکول شوی وي،نوبیا دټولنيزې رايې په نوم ياديږي .
ب – مساوي رايه اوڅوګونې رايه :
دټولووګړو لپاره درايې برابري، ددې ايجاب کوي ،چې رايه ورکونکي ديو ځلې رايې ورکولو حق ولري .
داطريقه دنړۍ په اکثرو هيوادونو کې دود ده ،مساوي رايه ددولتي چارواکو په ټاکلو کې دافرادو له مساوي حقوقو سره ډير سمون خوري اما په يو شمير قوانينو کې ځينو وګړو ته دهغوۍ دځانګړي ټولنيز وضيعت له مخې ديوې رايې پرځای دڅو رايو حق ورکول شوی .
دڅوګونې رايې ښه بيلګه کورنۍ رايه ده، دکورنۍ مشر اجازه لري، چې له خپلې رايې څخه علاوه دخپلوماشومانو په شمير چط قانوني سن ته رسيدلي نه وي رايه ورکړي .
ددې ډول نا برابريو بل شکل د١٩٥١ ز کال څخه دمخه په انګستان کې دودو،ځينو افرادو کولای شول هم دخپل کاردځای دټاکنو په حوزه اوهم دهغه پو هنتون دټاکنو په حوزه کې چې ورڅخه فارغ شوی رايه ورکړي .
اختياري رايه اواجباري رايه :
که رايه ورکول له حق څخه استفاده کول وبولو، نو په دې ټولنيزکارکې ګډون اختياري بڼه لري ،ځکه موږ نشوکولای په جبري توګه يو څوک له خپل حق څخه استفادې کولوته مجبور کړو .
خلک کولای شي په اختياري توګه په رايه اچونه کې برخه واخلي ياله هغې څخه ډ ډه وکړي، داډول رايه داختياري رايې په نوم ياديږي، اما که په ټاکنو کې ګډون يوځانګړی ټولنيز کار وګڼل شي ،نو په دې صورت کې ممکن رایه ورکول دقانون له مخې اجباري شي ،يو شمير قوانين نوموړی عمل یعنې په ټاکنو کې ګډون اجباري ګڼي .
البته دهغو هيوادونو شمير چې له دې طريقې څخه استفاده کوي، ډير کم دي .
اما هغه قانون جوړونکي چې درايې ورکولو داجباري والي پلويان دي استدلال کوي که چيرې رايه ورکول اختياري ووسي، نو ممکن يو زيات شمير خلک دمختلفو دلايلو له مخې لکه بې علاقې والی، له سياستمدارانوسره مخالفت ياپه سياستوالو باندې دزيات باور له مخې په ټاکنو کې له ګډون څخه ډ ډه وکړي، نو پدې توګه به دهيوادسياسي چارې له ستونزو اوکړکيچ سره مخ شي، داتريش دفدرالي دولت په يوشمير ايالتونو او دسويس کنفدريشن په څو کانتونونو کې په اجباري توګه له رايې ورکولو سره مخ کيږو .
دبلژيک او لوکزامبورک په هېوادونو کې رايه ورکول اجباري بڼه لري اما په هالينډ کې بايد رايه ورکونکي يوازې دټاکنو صندوق ته حاضر شي.
په اجباري توګه رايه ورکول ستونزې رامنځته کوي، ځکه که دنه گډون جزا درنده ووسي، نو دخلکو لپاره دتحمل وړنده اوعامه افکار يې نه مني .هغه هېوادونه چې له دې طريقې څخه استفاده کوي، پدې اړوند يې منځنۍ لاره اختیار کړې، چې له مخې یې هغه څوک چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي بايد دولت ته نقدي جريمه ورکړي .
د- وکالتي رايه او مکاتبه يې رايه :
ددې لپاره چې په ټاکنو کې دفساد مخنيوی شوی وي، ډيری کارپوهان پدې باور دي ،چې بايد رايه ورکونکي شخصاً دخپلې رايې پاڼه په صندوق کې واچوي ،ځکه دنورو په وسيله د رايې دحق اعمال په رايه ورکونکي دفشار او په ټاکنو کې دتقلب خطرونه تل له ځانه سره لري ، سره له دې چې دپورتني اصل څخه څوک انکارنه کوي اما ځينې داسې خلک شته چې دټاکنو په ورځ دمختلفو لاملونو لکه تنبلي ، معلوليت اوداسې نورو له مخې بې له وسيلې په ټاکنوکې گډون نشي کولای .
په اجباري توګه ددې ډول اشخاصو گډون له هغوۍ څخه يو شمير يې په ټاکنو کې دبرخې اخيستلو څخه بې برخې کوي، نو له هغو تدابيرو څخه چې درايې حق دلمنځه تللو دمخنيوي لپاره نيول شوي، يويې دوکیل په وسیله درايې له حق نه ګټه اخیستل دي او دويم يې مکاتبه يي رايه ده.
دبيلګې په توګه دفرانسې ، انگلستان اوهالينډ دټاکنو په قوانينوکې وکالتي رايه پيش بيني شوې ، دفرانسې په هېوادکې له وکالتي رايې څخه داستفاده کونکو شميرنسبتاً زيات دی، نظاميان ،په بهر کې فرانسوي کارکونکي، دسوداگریزو کشتيو کارکونکي په لنډه توګه ټول هغه فرانسويان چې دټاکنو پر مهال يې ځای بدلون موندلی وي،په رایه اچونه کې دګډون په موخه دځان لپاره د رايې وکيل ټاکي .
په انګلستان کې يوازې دوسلوالو قواو غړي دوکالتي رايې څخه گټه اخيستلای شي اماپه يوزيات شميرهېوادونو کې دمکاتبه يي رايې ميتود اوطریقه ديولړشرايطو له مخې منل شوې ، په بل عبارت که رايه ورکونکي دځينو لاملونو له مخې ونشي کولای چې په رايه ورکولو کې برخه واخلي ،ددې طريقې په وسيله پدې شرط چې دټاکنو د ورځې دمخه يې قانوني تشريفات ترسره کړي وي کولای شي رايه ورکړي، دالمان په فډرال دولت کې د١٩٥٦ ز کال دقانون له مخې مکاتبه يې رايه جايز گڼل شوې، مکابته یې رایه دیو شمير ځانګړو ډلو لکه نظاميانو ، ډيپلو ماتانو او له هېوادڅخه بهرد مقيمو اشخاصو په برخه کې منل شو ې .
هـ - ښکاره رايه اوپټه رايه :
په کلي توګه نن ورځ ټولو دامنلې ،چې درايې دمحتوی ښکاره کيدل دټاکنو آزادي ته زيان اړوي، ځکه درايې دښکاره کيدو په صورت کې ممکن رايه ورکونکي د دولت ياسياسي کړيو دفشار او حتی دسياسي مخالفينو دمقابلې اوغچ اخيستنې له خطر سره مخ شي .
نو په دې توګه په اوسني وخت کې درايې دپټوالي ځانګړتيا درایه ورکونکي دآزادۍ اود ټاکنو دسموالي لپاره تضمين ګڼل کيږي .
اکثره هيوادونه کوشش کو ي، دټاکنو په قوانينواو اجرايي طريقو کې داسې تدابير رامنځته کړي، چې دامکان تربريده دنوموړې ځانګړتيا ساتنه وکړي ، دپټې رايې دطريقې منځته راتگ نن ورځ دټاکنو دآزادۍ په لاره کې مهم گام گڼل کيږي اما په پخوانيو وختونو کې يوشمير پوهانو ، متفکرينو او حقوق دانانو درايې د علني کيدو ملاتړ کاوه ، له هغوۍ څخه يو منتسکو و ،چې دعلني او ښکاره رايې طريقه يې خوښوله، نوموړی پدې آند وو، چې پدې توګه به عادي وګړي دټاکنو په اړه رسمي پريکړې وکړای شي . د فرانسې تندلاري انقلابي اوبسپير علني اوښکاره رايه د وګړو دمدني زړورتيا وسيله گڼله ،د رايې دعلني والي ځانګړتيا دپخواني شوروي اتحادپه لومړنيوقوانينوکې ليدلای شو يعنې انقلابينو به دلاس په اوچتولو خپله رايه څرگندوله .
څلورم جز: تړلی ليست اوخلاص ليست :
دټولټاکنو دقانون له مخې ممکن رايه ورکونکي په اجباري توګه بې له کمي او زياتي ټول ليست ته رايه ورکړي، داطريقه دتړلي ليست په نوم ياديږي .
پدې صورت کې بايد رايه ورکونکي دخپلې خوښې گونډ يا ډلې ليست په اجباري توګه یې ومني او درايو په صندوق کي يې واچوي، که دقانون له مخې په نوموړي ليست کې دنورو نومونو دزياتولو امکان موجود وي دا طريقه دخلاص ليست په نوم ياديږي .

پنځم جز : له انتخاب کیدونه بې برخې توب :
دټاکنو په اکثره قوانينو کې دمحدودونکو شرايطو ترڅنګ دانتخابيدو له حق نه ديو شمير افرادو دبې برخې کيدو لپاره ځينې مقررات موجود دي ،ترڅو هغوۍ ونشي کړای پارلمان ته لار ومومي، ددې ډول مقرراتو له وضع کيدونه هدف دادی ترڅو دخلکو استازي ددولت اوخصوصي گټو له فشار نه خوندي پاتې شي.
نوپدې توګه به ديو شمير دندو لرونکي پخپله له کانديدونه بې برخې پاتې شي، دانتخابيدو څخه بې برخې کيدل داستازوالي دلاس ته راوړلو لپاره حقوقي مانع گرځي او داستازي ټاکنه باطلوي .
ددندې او استازیتوب يوځايوالی دټاکنو اصل ته زيان نه اړوي، اما انتخاب شوی شخص ديته اړباسي ،چې دخپلې دندې اواستازیتوب دواړو نه يو غوره کړي ، ددې دوه ډوله حالتونو ترمنځ دتوپيرلپاره بايد وليدل شي ،چې آيا له دندې اونمايندګۍ نه ديو غوره کول ترټاکنو دمخه اوکه وروسته ترسره شي، داډول غوراوی په ټولټاکنو کې دکانديدو لحيثه ځانګړی اهميت لري .
دټولټاکنو له ترسره کيدو وروسته په ټاکنو کې دبرياليتوب په صورت کې شخص کولای شي له دوه دندونه يوه غوره کړي .
په هرصورت قانون جوړونکی مجلس بايد له هغو اشخاصوڅخه جوړشوی ونه وسي ،چې دحکومت تابع وي، که نه نودقواوو تفکيک او استقلال به معنی ونلري اوپارلمان به په آزاده توګه داجرائيه قوې څارنه ونشي کړای ، په استراليا، کاناډا، هند ، آيرلينډ اونايجريا کې ټول هغه دولتي چاروکي چې له دولتي خزانې څخه يوڅه ترلاسه کوي، دخپل خدمت په موده کې ځانونه انتخابولای شي ، په يونان کې ټول دولتي چارواکي او دامريکې په متحدو ايالتونو کې دفدرال دولت چارواکي له دې حق څخه بې برخې دي، په برازيل کې دايالتونو واليان او دپوليسو مشران که دټاکنو څخه درې مياشتې دمخه په خپلو پوستونو باقي پاتې شي نوپه ټاکنو کې دگډون څخه بې برخې کيږي .نظاميان اوقاضيان هم دقاعدې له مخې دانتخابيدوڅخه بې برخې دي .
په فنلينډ ،مصر اوترکيه کې نظاميان په بشپړ ه توګه له نمايند ګۍ څخه بې برخې دي ، ولې په برازيل کې بيايوازې دوسلوالو قواوو قوماندانان له دې حق څخه بې برخې گڼل شوي ، دقاضيانو په اړه ويل کيږي چې بې طرفه ووسي ،که قاضيان په سياسي مسايلو کې ځانونه ښکيل کړي نوپه يقيني توګه نشي کولای ، ترڅو خپله بې طرفي وساتي نوپدې توګه په کاناډا ، انگلستان ، برازيل اوپخوانۍ يوگوسلاويا کې ټول قاضيان دانتخابيدو له حق څخه بې برخې دي . پداسې حال کې چې په زیاترو هېوادونو کې يوازې دهېواد دعالي ديوان غړي دانتخابيدوله حق څخه محروم گڼل شوي، په ايسلينډکې دعالي ديوان قاضيان، په فنليند کې دعدالت دعالي ديوان غړي، په انگلستان کې روحاني انگليکان ، يوشمير سکاټلينډي روحاني مشران او کاتوليک پاپان دانتخابيدوله حق څخه بې برخې گڼل شوي .

لومړی پراگراف : دټاکنو حوزې :
دټاکنو په حوزو دهېواد دنفوس اوخاورې ويش، دټاکنو داسانتيا ، دنماينده ګانو دشمير او دهېواد دنفوسو ترمنځ ديو عادلانه تناسب د رامنځته کيدولپاره لومړی مهم گام گڼل کيږي .
دټاکنو دحوزو څرنگوالی دنفوسودکموالي، دټاکنو دنظام اودپارلماني چوکيو دشمير له مخې تغير مومي ،دهېوادونو اساسي قوانين دپارلماني څوکيو دشميرپه اړه څرگندونې لري او وايې:، چې يونماينده بايد دڅومره خلکولخوا وټاکل شي ؟ اماپه ځينو مواردوکې اساسي قوانين پدې اړه چوپ پاتې شوي اويايې دغه مکلفيت د ارگانيکو قوانينو اودټاکنو قانون پر غاړه اچولی دی ، دټاکنیزو حوزو شميردهېواد دنفوسوپه شمير او دټاکنو په طريقې پورې اړه لري ،که له هرې حوزې څخه يوازې يوتن وټاکل شي ،نوپدې توګه به دحوزو شمير زيات شي اوکه له هرې حوزې څخه څوتنه وټاکل شي نوپدې صورت کې به دحوزو شمير محدود شي .
دټولټاکنوحوزې نه دشمير،نه دپراخوالي اونه هم دنفوسوله مخې ثابتې دي ،ځکه دهېوادونو نفوس تل دتغير په حال کې وي ، که دنمايندگانو شميردخلکو دشمير له بدلون سره تغير ونه خوري ،نوپدې توګه به دوګړو دټاکنو په حقوقو کې يوډول بې عدالتي اونابرابري رامنځته شي ،پدې اړه منل شوی اصل دادی ، چې هرکال بايددسرشميرنې له مخې دټاکنو دحوزو او د نمايندگانوپه شمير کې له قانون سره سم اصلاحات منځته راشي .
دټاکنو په حوزو دهېوادويش ،درايه ورکوونکو اودټاکنو دکانديدانو ترمنځ نږديوالی منځته راوړي ،ترڅو خلک دټاکنو لپاره دکانديد دسياسي شخصيت اوفکري پراختيا په هکله په اسانۍ سره معلومات اواطلاعات ترلاسه کړي، دنماينده تر ټاکلو وروسته هم دنوموړي شخصيت دخلکو دڅارنې اوکنترول لاندې وي، په زياتروهېوادونو لکه سويس ، ناروې ، لوکزامبورک اوايسلينډ کې دټاکنو حوزې د اداري ويش له مخې منځته راځي اوله هغه سره سمون لري .
په ځانګړي توګه هغه مهال چې داساسي قانون په متن کې دحوزو دويش اصول درج شوي وي، داطريقه ډاډمنه اودلاس وهنې وړنده ځکه دواکمن حکومت له واک نه دهغې اختيار خارجوي .
دټاکنو دحوزو ويش په تکراري ډول دبيا کتنې لاندې نيول کيږي دامريکا په متحدو ايالتونو کې دايالتونو مقننه قوه صلاحیت لري ،چې له هرې سرشميرنې څخه وروسته دټاکنو دحوزو په اړه له سره کتنه وکړي يعنې ولسمشرله سر شميرنې څخه وروسته له ايالتي مقننه مجلس سره په ګډه دنويو حوزو په جوړيدو اوتنظيم لاس پورې کوي، په يو شمير هېوادونو لکه برتانيا ، استراليا ، هند اونوي زيلانډ کې دټاکنو دحوزو ويش دهغوفني سازمانونو په واک کې دی ، چې داجرائيه اومقننه قوې څخه مستقل اوخپلواک دي .
په البانيا ، بلغارستان ، لهستان ، چک اوپخواني شوروي اتحادکې رئيسه هيئت اودولتي شوری دټاکنیزو حوزو ويش ،دټاکنو له ترسره کيدو څخه دوه مياشتې دمخه ترسره کاوه، په فدرالي آلمان کې دټاکنیزو حوزو دويش يو دايمي کميسون ،چې دسرشميرينې دفډرال دفتر(مشر)، دفډرال اداري محکمې له يوتن قاضي او دهغوپنځو تنوڅخه چې دولسمشرلخوا تعين شوي جوړشوی، نوموړی کميسیون دحوزو دويش دنده په غاړه لري، دقاضيانو اوفني اشخاصو موجوديت دټاکنو دبې طرفۍ يومهم دليل دی .
لومړی جز: رايه اخيستنه :
دټاکنو دمهمو پړاونوڅخه يوهم دټاکنو ترسره کولو دمسؤلينوله لوري درايې اخيستنې عمل دی، نن ورځ دنويو وسايلو ، دټيلفوني او ټلګرافي اړيکو داسانتياوو او دهېواد دمرکز اولرې پرتوسيموترمنځ دلاروجوړولوپه وسيله کولای شو، دپخوانيو وختونو برعکس رايه اخيستنه په يوې ټاکلې ورځ اوڅومحدودو ساعتونوکې ترسره کړو، ددې بدلون په وسيله دټولټاکنو دتقلباتو مخنيوی کولای شو،له بل لوري داچې په اکثرو هېوادونو کې رايه پټه يا مخفي وي، نورايه ورکونکي دلومړنيو تشريفاتو له ترسره کولو څخه وروسته درايې اچونې کوټې ته پداسې حال کې ، چې يوازې وي ننو ځي اوخپله رايه دټاکنو دمسؤلينو پر وړاندې درايو صندوق کې اچوي . دقاعدې له مخې رايه اخيستنه په ټاکلو ساعتونوکې پيل اوپه ټاکل شويوساعتونو کې پای ته رسيږي ټاکل شوی وخت معمولاً دټاکنو په ټولو حوزوکې يوشان دی ، پدې اړوندپه قوانينوکې هڅه شوې ، چې دهيواد په ټولوبرخو کې دټولووګړولپاره دراېې ورکولو مساوي وخت برابر کړي، البته پدې اصل کې استثناُت هم شته.پدې معنی که دټاکنو دتر سره کولو مسولين ونشي کړای په ټاکل شويو قانوني ساعتونو اوموده کې دراېې اچونې لپاره لازم وسايل برابر کړي ،نودقانون له مخې کولای شي دراېې ورکولو په مودې اوساعتونو وخت ورزیات کړي .
البته داکاردڅارنې په قانوني انجمنونو،مسوءلينو اودټاکنو دحوزې په سرپرست پورې اړه لري .

الف :-درايوقرائت يالوستل :
له رايې اخيستنې څخه وروسته درايیو دويلوفعاليتونه په رسمي توګه پيليږي ،دټاکنوقوانين اومقررات پدې ټينګارکوي، چې درايو ويل با يد دوروستۍ پايلې دلاسته راوړلو په محدود وخت کې ترسره شي .
دانسانانو په وسيله درايو شميرنه اوويل يوستونزمن کاردی . ددريمې نړۍ په يوشمير هيوادونوکې دټاکنو دپايلو اعلان ممکن څو ورځې په برکې ونيسي ،لکه څنګه موچې يادونه وکړه داليکټرونيکي اودشمير داتوماتيکو وسايلوڅخه په ګټې اخيستنې درايوپه ويلو،دپايلوپه اعلان اودټاکنو دسموالي په اړه ژور بدلونونه منځته راغلي دي .
ب :دپايلواعلان :
دټاکنو داجرايي مسوُلينو له لوري درايو دشميرنې او دټاکنیزو حوزو دنماينده ګانودتعين لپاره غونډه جوړيږي .دټاکنو ګټونکي ته اعتبارليک ورکول کيږي، تر څو استازی وکولای شي هغه دانتخاب درسمي سند په توګه مسوُلومقاماتو ياهغه مجلس ته چې غړی یې کيږي وړاندې کړي .
دټاکنو دترسره کيدو دمودې په اوږدوکې دراېې اخيستنې اوڅارنې درسمي دستګاوو ترڅنګ دسياسي ډلو اوګوندونو نماينده ګان هم دټاکنودڅارنې اوتائيد لپاره ګډون کوي .په همدې توګه دمطبوعاتو اوخبري رسنيو استازي خپلومتبوع هيوادونو ته داطلاعاتواوخبرونو په استولوسره دټاکنو دبهیر څرنګوالي په برخه کې فعاله ونډه اخلي .
په داسې ډول چې ممکن هره شيبه دچارو دپرمختګ په اړه خلکوته نوي اوتازه خبرونه ورسوي . ددې ډول وسايلو څخه استفاده په مستقيمه توګه په ټاکنو کې دتقلب دمخنيوي سبب کيږي اماپه ټاکنو کې دپيسو اوقدرت غير مستقيم نفوذ اواغيزپه خپل ځای پاتې دی ،له حقوقي پلوه ترهغه مهاله چې دراېې اخيستنې بهير ،درايوشميرنه اودپايلو اعلان دسياسي ګوندونو اوخلکو دنيوکو لاندې راغلی نه وي، دټاکنو دسموالي ښکارندوی یې کوي .
دپايلو اعلان په فوري توګه قاطعيت نه مومي ،بلکې رايه ورکوونکي اوکانديدان حق لري، چې په پرله پسې توګه په ټاکنو نيوکې وکړي ،نيوکو اوشکايتونو ته رسيده ګي دټاکنو دتائيد ،باطليدو اوياله سره دهغو د ترسره کيدو سبب کيږي .

دويم جز : دټاکنو دتقلباتو مجازات :
دټاکنو له ټولو تکتيکونو او وړاندوينو څخه له ګټې اخيستنې سره سره په ټولټاکنو کې دتقلباتواحتمال وجودلري اوممکن دټاکنو پايلې تر خپلې اغيزې لاندې راولي . درايو په صندوقونو کې تقلب ،درایې ورکونکو دپيژندنې جعلي کارتونه اودټاکنو دمسولينو له لوري دپايلو ناسم اعلان په اکثروهيوادونو کې دټولټاکنو دتقلب طريقې ګڼل شوي ،تهديد ،ددندې وعدې، دپور دورکړې اونورو لارو په وسيله دټاکنو پايلې تراغيزې لاندې راوستل په ټولوهيوادونو کې منع شوي اوکه منځته راشي نو خلک او کانديدان کولای شي مسؤلو مقاماتو ته دهغې په اړه خبر او معلومات ورکړي، په دې صورت کې دقاعدې له مخې محکمې په فوري توګه مداخله کوي .اوددې ډول تقلبونو تر سره کونکي په جزا محکوموي، داډول مجازات له نقدي جريمې څخه بيا ترزندان پورې رسي .
په رومانيا ، لهستان اوترکيه کې (٥) کلونه په فينلينډ کې (٢) کلونه او په ايټاليا کې دټاکنو ديو شمير جرايمو لپاره (١٥) کلونه دزندان جزا پيش بيني شوې .
دويم پراګراف : ګوندونه اوټولټاکنې :
په ننۍ نړۍ په ځانګړي توګه په هغو هيوادونو کې چې رژيمونه يې نماينده سالار اوپه ټاکنو ولاړدي، دسياسي ګوندونوموضوع دسياست دټولو اړخونو په ځانګړي توګه دټاکنو سره نږدې اړيکي لري .سياسي ګوندونه په ټولنه کې موجودو سياسي تمايلاتو او نظريو ته دسمون ورکولو ، په مختلفو برخو اوډلو دخلکو دويشولو اويوځای کولو لامل ګڼل کيږي .
دغه مفهوم ټاکنیزو مبارزو او سياليوته ژور اړخ ورکوي ،دمبارزې مفهوم له فردي شکل او سطحي پوهيدنې څخه وباسي او هغې ته فلسفي ،ټولنيز اوفرهنګي رنګ او مفهوم ورکوي اودسياست بازارته دسازمان شويو مسايلو اوفکري پوخوالي بڼه وړاندې کوي .
لومړی جز : دټاکنو اوسياسي ګوندونو ترمنځ تاريخي اړيکې :
سياسي ګوندونو دمختلفو ډلو په شکل په ټولو ټولنو کې له پخوا وختونو څخه ترنن پورې وجوددرلود اولري يې .
لکه څنګه چې د دوورژه دسياسي ټولن پيژندنې کتاب ،په يوې ځانګړې برخه کې لولو: سياسي ګوندونه دنوي مفهوم له مخې دټاکنو او دپارلماني اصولو الزامي محصول دي .
د?