په لندن کې، د کوچني اختر د لمانځه خبرتيا او د مبارکۍ پيغام په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ له خوا، د سپېڅلي روژې په پای کې، ددې مبارک کوچني اختر په مناسبت، تاسو ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو وَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايو . روژې، پرهېزونه، لمنځونه او عبادتونه مو قبول شه . د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو نه، يوځل بيا، هيله لرو او غوښتنه کوو چې د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې مبارک اختر د لمانځه په پای کې، زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې ددې روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او د افغانستان د تاريخي دُښمن سره مل فريبکاره نيواک د ختم، د سراسري دايمي افغاني سولیِ د ټينګښت، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سراسري مِلي وحدت، د ډېر مُستحکم، ډېر زورور، ډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ . د اختر لمونځ به د اختر په اوله ورځ، د ګهيځ په لسنيمو( ۱۰:۳۰) بجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي . تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته، د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي . د ټولنیِ سره په نږدې ځينو سړکونو کې، د دغه وخت دپاره د موټرو درول ازاد دي. د رهبري هيئت له خوا دټولنیِ پته : West Acton Community Centre Churchill Gardens London W3 0JN 020 8993 8168 سيدجان کارواني د ټولنیِ افتخاري مشر