پاکستان د نهو کالو ریکارډ مات کړ

پاکستان کرکټ ټیم د ۲۰۰۶ کال را په دیخوا د لومړي ځل لپاره د مصباح الحق په لوبډلمشرۍ کې سرلینکا ته ماتې ورکړه

د لوبې په لومړۍ ورځ باران و له همدې بارانې موسم پاکستان د پچې ګټلو ګټه پورته کړه او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه ، سریلنکا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۰ منډې وکړې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ۴۱۷ منډو په کولو سره ټوله لوبډله له لاسه ورکړه ، په دوهمه پاڼۍ کې د سریلنکا لوبډله د یاسر شاه د توپ اچونې لوبیدو ته ناتوانه پاتې شوه یاسر شاه ۷ سریلنکایې لوبغاړي وسوځول ، د سریلنکا لوبډلې  ۲۰۶ منډې ترسره کړې او په لومړۍ پاڼۍ کې له باقي کیدو سره یې پاکستان ته د ۸۹ منډې هدف وټاکه پاکستان یې هم په پوره کولو کې پرته د کوم لوبغاړي له سوځولو بریالی شو

احمد شهزاد او محمد حفیظ په پیلیزه جوړه هدف په اسانۍ سره په دولسم اوور کې تر لاسه کړ

 

په دې ټیسټ لوبې سره پاکستان له سیال هند لوبډلې په ټیسټ سیالیو شمیرنه کې بیا مخته شو ، پاکستان ۱۲۳ سیالۍ په ۳۹۰ ګټلې بل خوا بیا هند ۱۲۲ سیالۍ په ۴۸۸ سیالیو کې ګټلې دي