فطرت
ورځ شوه تېره
د مرغانو او سيندونو په سندرو
سپوږمۍ هم ليڅې غړلې
په  تيارو كې په لامبو ده
ستوري مينځي په چينو كې خپل مخونه
مګر زه كرخت كرخت يم لا تراوسه
لكه واوره د لو تېږې و بغل ته
ته رانغلې زه دې جز د فطرت نه كړم
 
 
 
		
			
					
					
						
							30.05.2013
						
						 - سعيد زابلی/saeed zabulai
					
					نن
اې، دا ته څه كړې او څه وايي؟
چې له ځان سره بوڼېږې
لكه مچ لاسونه مروړې افسوس كاندې
خاطرو ته د ماضي دې پنا وړې
انځورونه دې پر ذهن بلا ګرځي
د سرو شونډو،شوخو مچو، خندا ګانو
دا دكوم زمان په لړو كې پنا يې
راشه كښېنه لېونيه!
بيا به دا وختونه غواړې
هلته وګوره لږ وړاندې
هغه پېغله درته څنګه په ناز خاندي
 ...
			 
			
					
					
						
							30.05.2013
						
						 - سعيد زابلی/saeed zabulai
					
					 
راز
كه فتوا مو كړئ عاجله لږ به ښه وي
ژر مې ځوړند كړئ د ښار په څلور لارې
ګنا ګار او كه سپيڅلې تر ايينه يم
دا خبرې به د وخت تاريخ ته پرېږدو
مګر قام ته يو پيغام هم ضروري دى
وخت تېريږي انتظار نور په كار نه دى
غواړم دغه پيغام ژر خپور شي په ښار كې
چې له داره سره مينه
د وطن د سوكالۍ، ازداۍ راز دى...