اشرف مفتون

اشرف مفتون د پښتو ادب د شلمی پېړۍ یو له سترو شاعرانو څخه دی، او په تېره بیا د دې پېړۍ په دوهمه نیمایی کی یې داسی آثار ولیکل چی د پښتو د شعر له تاریخ سره به د تل دپاره ژوندی پاته وی. اشرف مفتون د صوبه سرحد د چارسدې په سیمه کی د نولس سوه پنځه لس ميلادی په شاوخوا کی زېږېدلی او یو فلسفی شاعر دی. د انسانیت، د غرور او عظمت مین دی . په پاکۍ او ایماندارۍ پسی سرې سترگی گرځی او د احساس په دنیا کی به داسی موضوع نه وی چی ده د خپلو شعرونو قالب ته راوړې نه وی، او ورباندی ږغېدلی نه وی. په دې سلسه کی یې هغه شعر د توجه وړ دی چی د بېلتون په نوم یې لیکلی دی.


میا سید رسول رسا، چی پخپله هم شاعر او مشهور محقق لیکوال و، د اشرف مفتون د شاعر د نیا په نوم شعری مجموعې باندی د مقدمې په ترڅ کی لیکی چی د مفتون صاحب د نیا د خوبونو دنیا ده . هغه د دې حقیقی زړه چاودی او زهره چاودی دنیا مردم ازار مخلوق نه بېزاره دی او چېرته خیالی دنیا کی په جنتی او معصومو خوبونو کی غرق، د دنیا له خلقو نه پټېدل غواړی، او د حسن او عشق په رڼینیو کی د آسمانی دنیا د دلفرېب منزلونو ترمنځ، د زړه د پټو ارمانونو پوره کېدل غواړی. او دا یو کیفیت زموږ شاعر په شل رڼه رڼینو مختلفو شکلونو بیا بیا پېش کړی دی.


په هغه غزل کی چی اشرف مفتون خپل ځان د هر څه مالک بولی او فکر کوی او یا یقین لری چی د خوشالۍ انتها او هغه صحرا له ده سره ده چی ټوله نړۍ یې تلاښ کوی . او یا په ډېر غرور سره وایی چی د خیال پرواز د زړه گداز او د ژوند ساز ټول له ده سره دی . د اشرف مفتون د کلام زور له ورایه ښکاری. هغه موږته نه وایی چی دا غزل یې کله لیکلی دی، خو څرڼه چی میا سید رسول رسا په دغه وخت کی هغه ته زلمی شاعر وایی نو موږ ویلای سو چی دا به یې د پاخه زلمیتوب کلام وی. پوخ زلمیتوب هم ځکه ورته وایو چی هغه خپل کلام د مجموعې په توگه چاپ ته سپارلی او مشهورو لیکوالانو او څېړنکو د یوه ښه شاعر په حيث پېژندلی دی.


د اشرف مفتون شاعری د یوه ویښ وجدان ږغ دی. هغه د شعر په قلمرو کی هیڅ مسله نه ده پرې ایښې. او چی په زړه کی یې هر سوال گرځېدلی دی نو هغه ته یې په ډېره بې پروایی د خپلی خوښی سره جواب ورکړی دی. دی پخپله د کاواکی په نوم مجموعې په نوم مقدمه کی لیکی چی زه ژوند پرست او انسان پرست یم. زه انسانی ژوند د هر قسمه غیر ضروری قیدو بند ، ظلم زیاتی نه ازاد او بې نیازه غواړم.که د انسان په سترگو مذهبی تعصب پردې خورې کړی وی، نو ما به یې ورته پام کړی وی.که په ده د خپل اقتدار د خاطره چا د مشرۍ کوښښ کړی وی نو ما به سکونډلی وی.که ته په ځای د سپورو ریشتیاو، ښایسته دروغو خوند ورکړی وی،نو مابه یې تعریف کړی وی. که دی د زر لالچ شمکوره کړی وی،نو ما به ورته د مینی ډېوه بله کړې وی. که دی می د غلطو رسمونو رواجونو په زولنو کی لیدلی وی، نو ما به ورته ر زولنو د شلولو تلقین کړی وی.او هم د دغو جذباتو احساساتو په رڼا کی ما کاواکی لیکلی دی، او گرانو لوستونکو همددغو جذباتو احساساتو په رڼا کی به یې لولی.


د اشرف مفتون د شعر یو کمال کی فلسفی رڼ او ژور توب دی، نو بل کمال یې د ښایست سره سادگی ده . د هغه کلام د پښتو ژبی د نو رو لویو شاعرانو په څېر هم له مفهومه ډک دی او هم یې پوهېدل تقریبا هر لوستونکی ته اسان دی.د هغه شاعری فطری او طبیعی ده. او دی پخپله د وږمې په نوم مجموعې باندی د مقدمې په ترڅ کی لیکی چی زما په خیال شاعری د زور څیز نه دی. دا د تاثر څیز دی. د دې دپاره ما دوږمې په هر غزل باندی تاریخ لیکلی دی.ځکه چی لوستونکو ته معلومه شی چی نن کوم شعرونه ما لیکل هغه هفته وړاندی ما ولی نه لیکل. یا سږ کال چی زه څه لیکم دا دوه درې کاله مخکی ما ولی نه لیکل. خو تاثر او الهام نه و، ځکه دا شعرونه هم نه وه. د اشرف مفتون شعر الهام دی. او هغه دخلکو سره ددغه الهام په شریکولو کی هیڅ بد نیتی او تڼ نظری نه ده کړې.