که زه شم ستوری
اوس خو ماشوم يم
که زه راغټ شم
که ژوندي پاتې شم
له جنګه ووځم
او زما دمينی غونډاری پسرلنی غوټی
دهوس داميدونو بنډار
هلته به وخاندی څی
دا ټول داسمانونو
دهندارې ګردونه
د درديدلی مځکی
او په وينو لړلي کاڼی بوټي
اوجنګ وهلی رټيدلی
دمځکی دمخ ماشومان
دخلکو داپټي ګونګسې
دادژړا ګونګي غږونه
له سلګيو ډکی سترګی
زه او دښکلا دماشوم توب مينه می
له نورو ستوروسره
په ښو خبرو سره
دسولی ټال کی
وزنګوم وخندوم
اوبيا هغوي
دښکلی رڼاپه لاس کی
په امانت سره يې ورکړم
او زه له ورا ورته وګورم
ددوي رڼی اوموسکا څيري
ځان خواته
دمينی خيال ته
راوهڅوم
ويزنګوم
او مخونه يې
له سپيروخاورو
په ښکلی وريښمين دستمال
دماشتوب په سپيڅلی لاس
پاک او په خندا کړم
او بيا زه ورته
په تخنيدوشم
او په
کټ کټ شم
اوبيا په رڼا کی
روښانه او دمينی په خيال کی
نوي ډيوي
روښانه روښانه
وړانګی وړانګی او
سپرغی سپرغی کړم
په خبرو يې په خندا کړم
دزخمونو ملهم شم
اوښکی کړم وچی
داژړغونی
له ژړا ډکی سترګی
وخندوم
په ناز يې پوه شم
زه به هماغه شم
څی ستوري غواړی
که ژوندی پاتی شمه
دی دنياګی کی
مزی د سولی به شم
12.02.2013
- امیل همدرد
،لاجوردو،زمردو او داسې نورو څخه ډ ک و.د هغې سیمې شاوخوا خلکو دا غر خپل تاریخي میراث ګنلو، او د هغه ښامار له پاچاهۍ نه په دې غره کې خوښ و،ځکه هغه د نورو وړو مارانو په مرسته د غره د قیمتي تیږو ساتنه کوله اوچاته یې اجازه نه ورکوله چې د کلي د مشرانو له خوښې پرته له غره څخه کومه قیمتي تیږه یا غمی یوسي.که ځه هم نوموړی ښامار او نور د غره ماران ډیر خطرناکه او زهري و،خو هیڅکله یې چاته زیان نه رسولو او د شاوخوا کلیو له خلکو سره یې په سوله کې ژوند کاوه. ښامار به تل یو ښکلی تاج چې یو تک سور غمی یې په منځ...
12.02.2013
- امیل همدرد
چې د هغوی کړنې پر لویانو بده اغیزه کړې وي. په داسې حال کې چې د ماشوم رفتار د هغه د احساساتو ښکارندوی دی او د لویانو دنده ده چې د خپل ماشوم احساسات درک کړي. که یو څلور کلن ماشوم نه پوهیږي چې څه غواړي او ژاړي، یا که یو شپږ کلن ماشوم د (واورې یا باران) په ورځ په کوټه کې تنګ شوی غواړي بهر ووزي او ژاړي، دا دواړه د خپل عمر سره سم رفتار کوي. که څه هم موږ له ماشوم نه دا تمه لرو چې هغوی دې په خپلو کړنو سره موږ ونه ځوروي، خو د دې په ځای چې ماشوم ته ووایئ: له خپل عمر...