۱ :ددستورونو سرته رسول
 ۲ :د ورودي معلو ماتو کنترول او لارښوونه
 ۳ :د چارو لپاره د منطقي او حسابي برخې خبرول
 ۴ :په لنډ مهاله او اوږد مهاله ساتنځي کې د معلوماتو د ساتلو اداره کول
  ۵:د پايلو د ښودلو لپاره د خروجي وسايلو چمتو کول
 ددې برخې کړنه په لاندې ډول ده:
 ۱:دا برخه(د کنترول برخه)له ورودي وسيلې څخه دستور نيسي.
 ۲:له هغې وروسته يوه راجستر ته چې ددستور د راجستر په نامه ياديږي د تحليل لپاره ليږل کېږي.دستور د Data د پتې او دهغه عمليې د کوډ لرونکی وي کوم چې په Data بايد سرته ورسول شي.
 ۳:له دې وروسته هر کوډ د ټاکلو چارو د سرته رسولو لپاره د حساب او منطق برخې ته  ليږل کېږي.
 ۴:د پايلې د چمتو او د پام عمليې له سرته رسولو وروسته هماغه پايله د پايلو دښودلو وسايلو ته ليږي.
 د کنترول برخه د لاندې دوو فرعي برخو څخه جوړه شوې ده:
 د Prefetch برخه:
 دا برخه معلومات له ساتنځي څخه د BUSپه مرسته اخلي.
 د Decode برخه:
 دا برخه هغه معلومات او دستورونه چې له ساتنځي څخه د Prefetch برخې پواسطه لوستل شوي هغه په يوه داسې بڼه بدلوي چې د حساب او منطق برخه و کولای شي په هغه نور عمليات سرته ورسوي