ايا په افغانستان كې د دولسم پاسو او هغو كسانو چې درس يې نه دى لوستى ، د روغتيايي كلچر په سويه كې فرق شته ؟ د دنيا په ډېرو ملكونو كې د جامدو غوړيو استعمال يا منع شوى دى ، يا خلك حاضر نه دي چې جامد غوړي وخوري، خو په افغانستان كې څومره كورنۍ په دې خبرې دي چې كوم غوړي يې د صحت لپاره بهتره دي ؟ په افغانستان كې اته ميليونه زده كوونكي په مكتبونو كې سبق وايي. د دې خبرې معنا دا ده چې د كابو هر كور يو يا تر يوۀ زيات ماشومان په ښوونځيو كې دي . خو كه چېرې د روغتيايي كلچر اساسا ت زموږ د معارف په كتابونو كې په لازم او اغېزمن ډول مطرح شوي واى ، نو اوس بايد كابو ټولې كورنۍ د دغه كلچر له اصلي ټكو سره بلدې واى ، مګر په عمل كې وينو چې داسې نه ده.
د بازارونو په فوق العاده ناولې فضا كې د سړك د سر ډوډۍ ، د قصابي په دوكانونو كې د مچانو ګڼه ګوڼه، په لويو اخترونو كې په هره كوڅه كې د څارويو حلالول، ماښام پخه كړې ډوډۍ د غرمې په مشتريانو پلورل، په بسونو ، ادارو او سرپټو عمومي ځايونو كې د سګريټو څكول، په تېرو لس كلونو كې د كابو هرشي د بيې له څو چنده كېدو سره سره بيا هم په لس ، پنځلس افغانيو د يوه پاكټ سګريټو تر لاسه كول، په كورونو كې په حامله ميندو باندې هغومره كار كول لكه په روغو كسانو باندې، په درملتونونو كې د تقلبي درملو شتون، د ماشومانو د روزنې په برخه كې د چيرته ډب، هلته ادب مفكورې عاموالى ، د كورونو په جوړولو كې روغتيايي اصولو ته پام نه لرل، د كوڅو چټلوالى، د ايډز ، سل او داسې نورو خطرناكو ناروغيو څخه د ځان د ساتلو په برخه كې د معلوماتو نشتوالى او داسې نور ګڼ موارد مو په دې يقيني كوي چې زموږ روغتيايي كلچر ډېر كمزورى دى.
كه موږ ښه ډاكتران، ښه روغتونونه او ښه روغتيايي امكانات هم ومومو خو چې روغتيايي كلچر مو كمزورى وي، چندان ګټه ورنه نه شو تر لاسه كولى . د نړۍ په پرمختلليو هيوادونو كې د عمر متوسطه اندازه څو اتيا كلونو ته رسېدلې ده خو په افغانستان كې دغه اندازه د دوه څلوېښت او پنځه څلوېښت كلونو تر منځ اټكل كېږي. د دې خبرې معنا دا ده چې په افغانستان كې د هغو كسانو تعداد خورا زيات دى چې په ماشومتوب او ځوانۍ كې مري. كه موږ په خپله ټولنه كې د روغتيايي كلچر غوړولو ته لازمه توجه وكړو، د عمر متوسطه اندازه په سرعت سره زياتېدلى شي.
زموږ په هيواد كې د نړۍ د نورو وروسته پاتې ټولنو په څېر ماشومان تر ډېره حده له هغو ناروغيو مري چې مخنيوى يې ممكن دى . مثلا د اسهال ناروغي هر كال د زرګونو افغان ماشومانو د مړينې سبب ګرځي چې كه چېرې د ميندو روغتيايي معلومات يو څه زيات شي نو د دغو اكثرو ماشومانو د مړينې او ان ناروغه كېدو مخنيوى ممكن دى .
دوه کاله پخوا په ميزان كې د لومړي ځل لپاره د لاس وينځلو نړيواله ورځ ولمانځل شوه. د دې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د روغتيا ادارې په خپلو راپورونو كې وويل چې په نړۍ كې هره ورځ كابو پنځۀ زره ماشومان د اسهال د ناروغۍ په وجه سا وركوي، چې كه چېرې ماشومان تر ډوډۍ خوړلو د مخه او دغه راز تشناب او قضاى حاجت ته تر تلو وروسته لاسونه په صابون پاك ووينځي نو د مرګونو دغه اندازه به نيمايي ته راټيټه شي.
د احصاييو مطابق هغه ماشومان چې تر ډوډۍ دمخه او تر قضاى حاجت وروسته خپل لاسونه په صابون سم نۀ وينځي، او په همدې علت په اسهال او نورو ناروغيو مبتلا كېږي او سا وركوي، تر ډېره حده له وروسته پاتې هيوادونو سره تعلق لري. افغانستان يو هغه هيواد دى چې د ماشومانو نظافت او حفظ الصحې ته پكې توجه ډېره كمه ده. د دې مثال له راوړلو منظور دا دى چې ډېر ځله په يو ساده روغتيايي واقعيت باندې پوهېدل د انسان د مرګ مخه نيسي.
د روغتيايي معلوماتو د كموالي په وجه ډېر ځله په كليو ، بانډو او ان ښارونو كې وينو چې په عصبي ناروغيو او ان په ساري او ميكروبي ناورغيو مبتلا كسان تعويذ ګرو ته ورځي او يوازې هغه وخت ډاكتر ته مراجعه كوي چې ناروغي ډېر پرمختګ كړى وي.
دغه راز ، ډېر ځله وينو چې ډاكتر ته د ناروغ د رسولو په برخه كې اصلي فيصله د كور نارينه مشر كوي. ښځه يا ماشوم به وايي چې صحت مې ښه نه دى او په تكليف يم، خو د كور نارينه مشر به وايي ، نه اوس ډاكتر ته د تلو ضرورت نشته. دغسې ناسم كورني روابط هم چې تر څه حده پورې د كمزوري روغتيايي كلچر پيداوار دي، د كور د ماشومانو او ښځو د روغتيايي مشكلاتو د زياتېدو يو لوى عامل بللى شو.
زموږ د دوديز روغتيايي كلچر يو منفي اړخ دا هم دى چې مختلفو ناروغيو ته مو يو نوم وركړى او بيا وايو چې د پلاني سړي هم همدا مرض و ، او له پلانۍ دوا يا پلاني دم سره ښه شو. مثلا هغه څه ته چې موږ زيړى وايو او يو مرض يې ګڼو ، په حقيقت كې يو مرض نه دى او د علاج مختلفې طريقې لري خو زموږ په ګڼو كورنيو كې ټينګار كېږي چې پلاني هم د زېړي تكليف درلود، دم كړى پياز يې په غاړه كړ او اوس روغ ګرځي.
په افغانستان كې د موجود دوديز روغتيايي كلچر د كمزوريو په اړه او په علمي اساساتو ولاړ روغتيايي كلچر د خپرېدو لپاره كار ته اړتيا ده. اوس چې په افغانستان كې اته ميليونه زده كوونكي ښوونځيو ته ځي او په افغانستان كې د راډيوګانو او تلويزيونونو تعداد په بې ساري ډول زيات شوى دى ، د روغتيايي كلچر له اساساتو سره په لنډه موده كې د خلكو اشنا كول ډېر ستونزمن كار نه دى . موږ په دې اړه جدي ګامونو ته اړتيا لرو.
موږ بايد له دغو بې ساريو تبليغاتي امكاناتو د خپل ژوند د بهترۍ لپاره استفاده وكړو او د روغتيايي كلچر په پياوړتيا كې ورنه كار واخلو.