لیکنه: نصیر کوټوال
اوس چې مو د کیبلونو ځینې ځانګړنې وپیژندې ، د کیبلونو لومړی ډول تر مطالعې لاندې نیسو.
کوکسیال کیبلCoaxial Cable
Coaxial کیبل چې په لنډ ډول ورته Coaxویل کیږي یو وخت په نیټورک کې ډیر کارول کیدونکی کیبل وو چې د کم قیمت لرونکی او په اسانۍ سره انسټالیږي کوکسیل کیبل په منځنۍ برخه کې یو لیږدوونکی یا هادي لري، نوموړی هادي د یو تاو شوي فلز په وسیله احاطه شوی چې د هادي او نوموړي فلز تر مینځ یوه جدا کوونکې برخه هم شته. همدارنګه نوموړی کیبل یو بهرنی پوښ COVERهم لري چې د Sheath یا Jacket په نامه هم یادیږي.د نیټورک سیګنالونه یوازې د منځنۍ برخې د هادي په وسیله لیږدول کیږي او نور پوښونه یوازې د باندنیو زیانونو لکه EMI, RFI او نورو څخه د کیبل د ساتلو دنده په غاړه لري.
ځینې کوکسیال کیبلونه زیات شمیر فلزي پوښونه او بیلوونکې برخې لري، په کومه اندازه چې د پوښونو شمیر زیات وي په هماغه اندازه د کیبل قیمت لوړ او د بهرنیو عواملو څخه د زیانمن کیدو چانس یې کم وي.
که په Coaxial کیبلونو کې د منځني لیږدوونکي یا هادي او فلزي تاو شوي پوښ تر مینځ بیلوونکی برخه چې ډیری وخت د Polyvinyl Chloride یا PVC څخه جوړه شوې وي له منځه ولاړه او یا زیانمنه شي نو منځنی هادی د فلز سره چې هغه هم هادي دی تماس پیدا کوي او د نوموړي تماس څخه شارټ پیداکیږي او کیبل نه شي کولی چې د نیټورک ترافیک انتقال کړي.
کوکسیال کیبل نظر Twisted Pair یا TP کیبل ته د خارجي عواملو څخه د زیانمن کیدو کم چانس او نظر رڼایي یا نوري فایبر ته د زیانمن کیدو ډیر چانس لري. د دې لپاره چې د نوموړي زیان څخه یې تر یو بریده مخنیوی وشي نو په هغه سیمو کې چې زیات بیړو بار لري نوموړي کیبل ته باید حفاظتي غښتلی پوښونه واغوستل شي.
د کوکسیل کیبل ډولونه:
د ایدرنیټ لپاره (ایدر نیټ د نیټورک یو ډول دی) د کوکسیل کیبل دوه ډوله کارول کیږي. Thin wireیا thinnet او thickwire یا thicknet چې thin او thick ایدرنیټ هم ورته وایي. د بریښنایي او الیکترونیکي انجینیرانو انسټیټیوټ Institute of Electrical and Electronics Engineers (IEEE) د نوموړو کیبلونو لپاره د 10Base2 او 10Base5 معیارونه ټاکلي داسې چې لومړی 10 د کیبل تیزوالی یا بینډویټ ښایی یعنې د کیبلونو نوموړي دواړه ډولونه په یوه ثانیه کې 10Mb معلومات یا ډیټا لیږدوي. ورپسې Base د کیبل د سیګنال لیږدولو لاره او طریقه ښایي چې نوموړي دواړه ډوله کیبلونه د baseband ټیکنالوجۍ څخه په استفادې سیګنالونه لیږدوي او په پای کې 2 او 5 د د سلونو په حساب د کیبل د اعظمي اوږدوالي اندازه ښایي چې thinwire د دوه سوه مترو په اعظمی اوږدوالي او thickwire د پنځه سوو مترو په اوږدوالي د سیګنالونو د لیږدولو توانایي لري.
Thinwire Ethernet یا Thinnet :
د نیټورک دا ډول مزي (کیبلونه) نري او 0.25 inch یا 0.64 cm قطر لري. نوموړي کیبلونه ارزانه او په اسانۍ سره د کارولو وړ دي چې په کوچنیو نیټورکونو کې کارول کیږي. دا ډول کیبلونه د کمپیوټر سره د تړاو لپاره د BNC په نامه د نښلوونکي یا کنکټر څخه استفاده کوي او همدارنګه د نورو آلاتو سره د تړاو لپاره هم د همدغه کنکټر کاروي.
دا ډول کیبلونه د 185 یا 200 مترو 607 فوټو په اوږدوالي سیګنالونه لیږدولی شي. Bandwidth یې 10Mbps دی.انسټالول او بدلول رابدلول یې اسانه، قیمت یې کم د خارجی عواملو څخه کم زیانمنیدونکی او د BNC یا British Naval Connector څخه استفاده کوي
BNC Connectors
Thickwire Ethernet یا Thicknet :
د کوکسیل کیبلونو یو پریړ او مظبوط ډول دی چې نژدې یو سانتي متر قطر لري او ډیری وخت د یو روښانه زیړ رنګه پوښ په وسیله پوښل شوی وي. دا ډول کیبل یو وخت په ایدرنیټ کې د زیاتو کارول کیدونکو کیبلونو د جملې څخه وو خو نن سبا د لوړ قیمت او په سختۍ سره د انسټالیدو له امله په نیټورک کې کم کارول کیدونکی کیبل دی.
د کیبل د قطر د زیاتوالي د ګټو څخه یوه هم د باندنیو زیانونو په مقابل کې مقاومت او د سیګنالونو ښه او سالمه لیږدونه ده، همدارنګه که کیبل پریړ و اوسي نو د هغه سره ډیر آلات تړل کیدای شي او په لیرو فاصلو د سیګنالونو د لیږد توانایي لري ځکه خو دا ډول کیبلونه اکثره د backbone په ډول (بیک بون د هغه کیبل څخه عبارت دی چې د نیټور ک بیلابیل سیګمنټونه یا برخې د هغه په وسیله سره تړل کیږي) کارول کیږي.
دا ډول کیبلونه د 500m یا 1640 فوټو په اوږدوالي سیګنالونه لیږدولی شي، bandwidth یې 10mbps دی، انسټالول یې یو څه ستونزمن، قیمت یې د تیک وایر او نوري فایبر په پرتله کم دی، د BNC کنکټر څخه استفاده کوي او د نورو کیبلونو په پرتله د بهرنیو څپو څخه کم اغیزمن کیږي.
انځور
د دې لپاره چې د کوکسیال کیبلونو ټول ډولونه کار وکړای شي نو یې بلې آلې ته چې د terminator په نوم یادیږي اړتیا لري. نوموړې آله د BNC یو Female کنکټر دی او د کیبل دواړو خوا ته نښلول کیږي. د ټرمیناټور دنده یوازې دا ده چې تر ارتباط وروسته د کیبل سیګنالونه ختم کړي او کیبل د دوباره تړاو لپاره د سیګنالونو څخه پاک کړي.
د کوکسیال کیبلونو یو ښه والی دا دی چې نسبتاً په اوږدو فاصلو سیګنالونه لیږدوي او د نورو په پرتله یې مقاومت زیات دی خو د تیزوالي له پلوه له نورو وروسته پاتې دی ځکه خو نن سبا په نیټورکونو کې د TP او نوري فایبر او همدارنګه بې سیمه wireless ټیکنالوجۍ څخه کار اخیستل کیږي.
یادونه باید وکړو چې کوکسیال کیبلونه په مختلفو نیټورکونو کې استعمالیږي چې ښه بیلګه یې کیبلي تلویزیون دی چې مونږ ټول ورسره اشنا یو او هغه کیبل چې مونږ یې د کیبل د مرکز څخه خپل تلویزیون ته را غزوو د کوکسیال کیبل یو ډول دی چې د RG - 59 په نوم پیژندل کیږي او 75ohm مقاومت لري.
د همدغه تلویزیونی کیبل له لارې مونږ کولی شو انټرنیټ ته هم لاسرسی پیداکړو، د دې کار لپاره مونږ د کیبل یو موډیم ته اړتیا لرو. د تلویزیون کیبل لومړی د دغه موډیم سره تړل کیږي او بیا د نوموړي موډیم څخه TP کیبل چې وروسته به یې وپیژنو د کمپیوټر د نیټور په درشل یا LAN Port کې ننویستل کیږي او د دې لارې مونږ انټر نیټ ته لاسرسی پیداکوو خو دا په هغه صورت کې چې د کیبل اداره انټرنیټي خدمات هم وړاندې کوي.
انځور
Twisted Pair یا TP کیبلونه:
په عمومي ډول ټول Tp کیبلونه د یو یا ډیرو سره تاو شوو او پوښل شوو میسي تارونو یا سیمونو لرونکي وي چي د تارونو تاو والی یا twists ځکه مهم دي چې د همدې تاووالي له امله الیکترومقناطیسي ساحه رامینځ ته کیږي او د باندینو څپو د مداخلې مخینیوی کوي نو څومره چې یې تارونه ډیر سره تاو شوي وي په هماغه اندازه د کیبل مقاومت ډیر او قیمت یې لوړ وي.
TP کیبلونه په دوه ډوله دي
۱- بې پوښه یا Unshielded Twisted Pair (UTP)
۲ - پوښ لرونکی یا Shielded Twisted Pair (STP)
UTP یو یا څو جوړې تارونه لري چې د یو حفاظتي پوښ په وسیله پوښل شوې وي
STP هغه ډول کیبل دی چې د بهرني حفاظتی پوښ سربیره پکې هره جوړه د یو بل فلزي تارونو څخه جوړ شوی پوښ په وسیله پوښل شوي وي.
ا
د TP دواړه ډولونه ، یو ټي پي او ایس ټي پي په مختلفو شکلونو کې استعمالیږي چې زیاتره شپکې د یو، دوه، څلور، شپږو او اتو جوړو TP کیبلونه کاروي. یادونه باید وکړو چې ځینې ټي پي کیبلونه کیدای شي د پنځوسو څخه تر سلو جوړو تارونو پورې په یو کیبل کې ولري.
بې پوښه TP یا UTP :
هغه یو ټی پی کیبلونه چی نتورک کی کارول کیږی همیشه یو یا څو جوړی تارونه لری چی پکی د تاووالی اندازه د میتر یا فټ له مخی اندازه کیږی. د I EEE له خوا یو بل وړاندی شوی معیار 10BaseT دی چی دلته ټی د یو ټی پی څخه استازیتوب کوی دغه معیار اوس مهال د نیتورک د کیبل غزولو مشهور شکل دی چی اعظمی اوږدوالی یی سل متره دی
یو ټي پي کیبلونه د Electronic Industry Alliance یا EIA ، TIA یا Telecommunication Industry Assosiation او ANSI یا American National Standard Institute له لوري د ANSI/TIA/EIA 568 د سیم غزولو د معیار له مخې په لاندې کتګوریو ویشل شوي:
۱ - Category 1 یا لومړۍ کتګوري: د یوټي پي هغه ډول دی چې د عامو تلیفون سیټونو لپاره کارول کیږي چې د ډیټا لیږدولو توان نه لري او یوازې غږونه لیږدولی شي. په دې ډله کې هغه یوټي پي راځي چې د ۱۹۸۲ کال څخه د مخه کارول کیده
۲ - Category 2: د یو ټي پي هغه ډول دی چې bandwidth یې 4mbs دی. د معلوماتو د لیږدولو توانایي هم لري او د څلور جوړه سیمونو څخه جوړ شوی. څرنګه چې د دا ډول کیبلونو د لیږد سرعت یا سپیډ ډیر کم دی ځکه خو نن سبا نه کارول کیږي.
۳ - Category 3 : د یو ټي پي هغه ډول دی چې د 10mbs په سرعت ډیټا لیږدوي. دا کتګوري هم څلور جوړه تارونه یا سیمونه لري چې هره جوړه کم تر کمه په یو فپ کې درې او په مترکې لس تاوکښونه یا twists لري. دا ډول کیبلونه په زړو نیټورکونو کې کارول کیدل خو دا مهال د نیټورک د ټیکنالوجۍ په پرمختګ سره چې 100mbs او 1Gbps سپیډ لري دا ډول کیبلونه کار نه کوي او باید بدل شي.
۴ - Ctegory 4 : د یو ټي پي کیبل هغ ډول دی چې د 16mbs په اندازه معلومات لیږدوي او د سیګنالونو اندازه یې 20MHz دی. دا لومړنی کیبل دی چې له غږ سره سره ډیټا هم لیږدولی شي او څلور جوړه تارونه لري.
۵ - Category 5 :پنځمه کتګوري یا Cat 5 د یو ټي پي هغه ډول دی چې د 100mbps په تیزوالي ډیټال لیږدوي او څلور جوړه تارونه لري.
۶ - پرمختللې پنځمه کتګوري Cat 5 Enhanced : لکه د نامه څخه چې یې ښکاري د Cat 5 پرمختللي بڼه او هغه کمی پکې پوره شوی چې پنځمې کتګورۍ لرلو. دا ډول کیبل په ګیګابایټ نیټورک کې کارول کیږي.
۷ - Cat 6: د یو ټي پی نوموړی ډول د 250MHz په فریکوینسيۍ ډیټا لیږدوي او د ډیټا د لیږد تیزوالی یا بینډویډت یې 1000Mbps دی. نوموړی کیبلونه په 10000Mbps نیټورکونو کې هم کار کوي.
۸- Cat 6A : دا د TP کیبلونو تر ټولو وروستۍ بڼه ده چې د 2008 کال د فبروري په میاشت کې بازار ته وړاندې او معرفي شوې. د کیبلونو دغه ډول د 500MHz په فریکونسۍ سره فعالیت کوي او د معلوماتو د لیږدولو تیزوالی یا سرعت یې په یوه ثانیه کې لس ګیګا بایټه یا 10GBps دی.
۹- Cat 7: د ټې پی نوې بڼه ده چې د ۶۰۰ میګا هرتز په فریکوینسۍ سره په یوه ثانیه کې د لس ګیګا بایټو ډیټا د لیږدولو توانايي لري. نوموړی کیبل نن سبا په نیټورکونو کې ډیر نه کارول کیږي.
پوښ لرونکي TP یا Shilded Twisted Pair(STP) :
د TP دا ډول کیبلونه د باندیني پوښ سر بیره دننه یو بل پوښ هم لري، همدارنګه د تارونو هره جوړه د یو پوښ په وسیله پوښل شوې وي. دا ډول پوښونه د کیبل د لیږد چټکتیا زیاتوي همدارنګه کیبل ته په اوږدو فاصلو د معلوماتو دلیږد توانایي وربخښي او د باندنیو اغیزو څخه د نه یا کم اغیزمن کیدو چانس رامینځ ته کوي ځکه خو ایس ټي پي د یو ټي پي څخه په زیاته فاصله او ډیر سرعت سیګنالونه لیږدولی شي.
د STP لپاره د ANSI/EIA/TIA کوم ځانګړی معیار نشته. دا ډول کیبلونه په دننه کې دوه جوړې تارونه لري چې ۱۵۰۰ اومه مقاومت لري او په عامو نیټورکونو یا ایدرنیټ کې نه کارول کیږي، البته په ځینو ځانګړو لیږدونو کې ترې کار اخیستل کیږي.
د کمپیوټر سره هغه نښلوونکی یا Connector چې د یو ټي پي کیبلونو لپاره کارول کیږي RJ-45 یا Regestered Jack #45 دی. دا کنیکټر د تلیفون د کنکټر یا RJ -11 سره ورته دی یوازې په دومره توپیر سره چې د تلیفون د کنکټر څخه یو څه پراخه او د اتو نښلیدونکو سیمانو لرونکی دی په داسې حال کې چې د عام تلیفون نښلوونکی څلور سیمه لري.
په پای کې یادونه کوو چې TP کیبل په کمپیوټري شبکو کې تر هر بل کیبل څخه زیات کاریدونکی کیبل دی چې نن سبا د نیټورکونو لپاره تل لومړنی انتخاب دی او په دفترونو، کورونو او نورو ځایونو کې د نیټورک د جوړولو لپاره همدا ډول کیبلونه کارول کیږي. د نیټورک نور کیبلونه د بیلګې په ډول نوري فایبر او نور د backbone په ډول کارول کیږي.
نور بیا ...