لیکنه: تاج محمد تمکین

نن ډیره موده وروسته مې بیا هغه پخوانی شعر چې په ماشومتوب کې مې دچا څخه اوریدلی وو په زړه کې وګرځیده ځکه چی نن راته معلومه شوه چی اوس دپښتنو په ټولنه کی مینه نه ده پاته شوې اونفرت دومره زمونږ په ذهنونو کې خپلې ریښې غزولي دي چې دمینې لپاره یې هیڅ دشتون ځای نه دی پریښی لاتردې چې اوس مونږ دماشومانو څخه هم کرکه کوو اوهمدارنګه هر څوک دډوډوی اورزق په لټه کې دومره بوخت شوی چې دپيسو دګټلو په لاره کې دا ترې هیره شوې چې دا مشروعه او که نامشروعه لاره ده او تر ډیره بریده دغه کلتور نه یواځې مشران بلکه زمونږه دټولنې تاند او څپاند ځوانان هم اغیزمن کړي دي  يواځی دا نده ډیری شمیر داسی ستونزی شته چی پښتانه ورسره لاس اوګریوان دی نن تاسی وګوری چی یوخوا دامن اوسولې ستونزه پخپل ځای پرته ده ،ملي یووالی چیرته په دوربین کې هم نه ښکاري ، دسیاست په اسمان کې تر حده زیات تورې وریځې خپرې شوي دی ددې ټولو ستونزو باوجود هم تر ټولو مهمه اواړینه خبره  درزق دپیداکولو ستونزه ده چی ټول پښتانه ورسره لاس اوګریوان دی دهمدی وجی نه تاسو وګورۍ په بازارونوکی ، هډو کی ، چوکونو کی او دسرکونو په سر په سلهاوو ماشومان چی داعمر یی دتعلیم اوزده کړې دی ګنډیرۍ خرڅوي موچیتوب کوی دمستریانوسره شاګردان دي موټرې پاکوي او ډیری داسې نورې بوختیاوې دي چې زمونږه دټولنې تر ټولو مهم قشر ماشومان پکې مصروف دي او خپلو مجبوره او لاچارو کورنیو ته دیومړۍ ډوډۍ دپیداکولو لپاره قرباني ورکوي له بده مرغه زمونږه په ټولنه کې  داسی بې رحمه خلک هم شته چی دغوماشومانوته په غصه کیږی اولاتردی چی وار هم پرې کوي کنځل هم ورته کوي اورټي یې .ددغوټولو غبرګونو نو پایله به څه وي پایله یی دماشومانو نفرت دی چی دټولنی دخلکوڅخه یی کوی اودټولنی دخلکو په مقابل کی جدي غبرګون ښیی اوترخپله وسه پورې هڅه کوی چی په هره طریقه وي پیسی لاسته راوړي اودهری لارې نه چی وي ځان مالدار کړي اوهمداوجه هم ده چی دوی دداسې ډرامو لیدلوته لیواله وي چې پکې غریب دخان په مقابل کې جنګیږې اوبیاټوله ټولنه هم داسې ارزیابي کوي اوغواړي چې همداسې عمل په ټولنه کې اجرا کړي چی نتیجه به یې دفساد څخه ډکه اوناآمنه ټولنه شي.ای زمونږ ه پښتنو لږ خو فکر وکړی چی ددغی ماشومانو راتلونکی به څه وی اوټولنی ته کوم ډول ستونزی پیداکولای شی .ددی کار دمخنیوی پخاطر باید موژ جدی ګامونه واخلوهغه دا چی تر خپله وسه پورې دخپل خپلوانواوګاونډیانو سره مرسته وکړواوکچرته دهغوی وس نه رسیږي چی په خپلوبچوتعلیم وکړي نو ورسره بایدلازمه مرسته وکړوترڅودهغوی بچي هم دتعلیم څخه برخمن شي مونږبایدهرکوچني اوماشوم ته دخپل اولاد په څیروګورواودهغه خیرنې جامې اویاغریبي دهغه څخه دنفرت سبب ونګرځي نوځکه داشعر مې په خوله باندې راغی چې

 داژوند خوزمونږکم دمحبت لپاره هم دی
حیران یم چی نفرت ته اوزګاریږي خلک څنګه